مياشتنۍ
پښتونخوا غږ
اوله ګڼه
چې به يې نوم د ايسپزو په غوږو واوريد
ګونه زيړه مغلانو کښې به دم نه وو
چې د تورې د تاريخ نه يې نوم ورک شو
وجه يې دا وه ايسپزو سره قلم نه وو
که څه هم خوشال بابا دا د پښتنو د يو مخصوص قبيلى په باره کې وئيلى وو خو په حقيقت کې د ټول پښتون قام حقيقت بيانوي.
د پښتون قام د زرګونو کالو د پرله پسې او پر افتخاره مبارزو تاريخ هم پښتنو پخپله ندى ليکلى بلکې د دوى د مخالفينو له خوا ليکل شوى دى چې په هيڅ صورت ترې د انصاف طمع نشې کېدى.
ملى مبارزه د قلم د مبارزى بغير نه صرف نيمګړى وى بلکې د قامې تحريک مختلفى برخى او سياسي فعالين د يو بل د فعاليتونو نه بې خبر وى بلکې اولس او قامي تحريک هم په پوره توګه رابطه نشې پيدا کولى.
د جهان ټولو انقلابى او ملى ازادى بخښونکو تحريکونو د خپل سياسي کار په دوران کې هم زياته تکيه په خپل ترجمان اخبارونو او رسالو (مجلو) کوله او اکثر تحريکونه د دغه اخبارونو او رسالو په نوم ياديدل.
په شلمه صدى کې د پښتون قامي تحريک په تنظيم او د اولس په بيدارى کې د سياسي مبارزو مهمه برخه د هغه رسالو او اخبارونو وه چې باچا خان، کاکاجې صنوبر حسين مومند او د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزى له خوا به ويشل کېدى.
د پاکستان جوړيدو وروستو د پښتون قامې تحريک سره سره هم دغه ملى مطبوعات په مختلفو پلمو د سياسي بنديزونو ښکار شو او دا شان يې د پښتون قامي تحريک د لاسه قلم وتروړلو چې په نتيجه کې يې پښتون قامي تحريک د سياسي پلوه کمزورى کولو کوښښ اوشو بلکې د ادبې پلوه يې هم په ريښتونې پښتو ادب ګوزار وکړو.
د ملک استعماري حکمرانانو پرله پسې کوښښ وکړو چې د سرکاري سرپرستې لاندې داسې اخبارونه، رسالې او حتى ټيلى ويژنونه تقويه کړى، چې د پښتو په نامه د پښتون قام، پښتون قامي تحريک او پښتو ژبى په مرۍ چاړه راکاږي.
استعماري حکمرانانو د پرنټ او اليکټرانيک ميډيا په ذريعه شپه او ورځ پدې کوښښ کې دې چې پښتون قامې تحريک بدنام کړى او مايوسې جوړه کړې او اولس او سياسي کارکنان بې لارى کړي. پداسې حالاتو کې يقينا د دې خبرى ډير سخت ضرورت دى چې پښتون قامې تحريک دې خپل موقف خپل اولس ته د پرنټ اواليکټرانيک ميډيا په ذريعه د رسولو کوښښ وکړي، چې دا پخپله ډير ګران کار دى البته چې څومره امکان ولرى او وسيلې په لاس راتلى شى د هغوى نه کار اخېستل پکار دى. پښتونخوا غږ پدى لار کې يو کوښښ دى.
په اغاز کې به دغه کوښښ ډيرې نيمګړتياوى ولري. دغه اداره به په صحافتى او ادبي هلو ځلو کې تجربه هم نلري، البته يو اغاز يې کړى دى او په دې لړ کې د تجربۀ کارو ملګرو ملګرتيا ته اړتيا لري، خو که اراده قوي وي نو امکان شته چې دغه نيمګړتياوې د دوى د لارى خنډ نشي او په پرله پسې کوښښ به خپل معيارونه بهتر کړي.
په ډير درناوي
اداره
پښتونخوا غږ
له اى.وي.ټي خيبرسره
د ښاغلي محمود خان اڅکزي مرکه
اياز خان: ګرانو د يوې ګينټې په ټاک شو کې داسې ممکنه نه ده چې پاکستان او بالخصوص پښتنو ته کومې کشالې ورپيښې دې په هغې تفصيلى خبرې وکړو ولې موږ به کوشش کوو چې موږ پرې د ښاغلې محمود خان اڅکزى نظر واورو چې هغوى دى کشالو ته په څه نظر ګوري او د دې کشالو حل څه ښايي.
د پروګرام په سر کې چې د کومو کشالو ذکر موږ وکړو چې دغه ملک او خصوصا پښتانه دغه کشالو سره مخ دى ايا تاسو دې سره اتفاق لرې چې ټول ملک کاو خصوصا ټول پښتون قام د تاريخ د يو غټ امتحان او ازمېښت او خراب ترين وخت نه تيريږي او که اتفاق کوي نو بيا پښتون قام له په دې حالاتو کې څه پکار دى؟.
محمود خان اڅکزى: د ټولو نه مخکې ځه ستاسو ښه مننه جې اى وي ټي نيوز موږ ته دا موقع راکړه خبره داده چې ډېر خطرناک حالات دې دې کې دا سي څوک نشته چې اتفاق ورسره نه کوي خپله پاکستان زموږ ملک د خپل تاريخ تر ډير خطرناک ترين بځران سره مخ دې اوس که څوک ځان نه پوهوى نو نه دى پوهوي ، په پاکستان کې د ١٤ اګست نه واخلې تر ننه پورې چې کوم بحرانونه راغلى دا د ټولو نه شديد او خطرناک بحران دى خداى مه کړه دا به يا پاکستان جوړوي او يا به يې ډوبوي نو په دې پکار ده يعنې چې بالکل موږ په دې پوهيږو چې خلک به خفه شي خو د انسانانو مفادات مقدم او مقدس دى بيا بالخصوص زمونږ پښتونخوا وطن د سرو وينو سره مخ دى په افغانستان کې د ديرشو کالو راهيسي جنګ وائى د دې اخرې پړاو دې دى په دې حالاتو کې توکل پکار دى پاکه او رښتيا خبره پکار ده د پښتونخوا وطن متعلق زما رايه دا ده هر څوک چې دا کار کولى شي فورى دستى اوس په لږ لنډو ورځو کې موږ بل کار کولى شو که نه شو کولى د پښتونخوا وطن ټول سياسي خلک هغه خلک چې د دى وطن په غم ځان غمجن بولى هغه خلک چې دا وطن د دې سرو وينو د بربادى نه خلاصول غواړي هغه خلک چې غواړي چې دا سرى وينى يو رنګ وې چې موږ دا وايو دا کار ځه کولاى شم په کار دا ده چې موږ د سياسي د
مفاداتو د تغير سره د منځنى پښتونخوا په ښاغلى پياوړي مشران يي کوي پکار دا ده چې موږ دا د پښتونخوا وطن خلک په دې خبره کښينو او يو جرګه وکړو او په هغې کې د ټولو ملګرو مشرانو نه رايي واخلو او بيا توکل وکړو په هغه لار روان شو چې په هغې کې د دې وطن او د دې پښتونخوا وطن د بچ کيدو امکانات وي دا څوک کوې ځه يې تجويز دى دا اوس پکار دى نورى دستي.
اياز خان: بخښنه غواړم تاسو د خلکو تجويز کوى تاسو پخپله هم يو غټ ليډر يې تاسو پخپله هم د پښتنو رهبر او مشر يي.
محمود خان: که موږ ته يو څوک خوشبختانه دا وايي چې داسئ وکړئ موږ به يې وکړو، راشئ چې سره کښينو پاکستان ډير پراخ ملک دى پښتونخوا وطن خپله ډير پراخ وطن دى چې کوم ځاى باندې متفق شو راشئ هلته سره کښينو، سياسي، اختلافات دى وې ته جماعت اسلامې يي زنده باد، ته جمعيت العلما اسلام يې ته فلانه پارټې يې يا فلانى پارټى يي ته د باجوړ سيال پښتون يې که د جنوبي وزيرستان يي که نن موږ فوري سره کښينه نو نو دا وطن يعنې پښتانه وايې د قام ناتار په قام راگرځى. زموږ وطن ته پيښه ده، ځه تا ته ګوته نيسم ته ما ته ګوته نيسي ځه يې په تااړوم ته يې ما اړوې که دا د بربادى لاره ده مجموعي طور که موږ د پاکستان خبره کوو موږ د پاکستان جرنيلانو ته وايو د پاکستان سياسيانو ته وايو چې مهربانى وکړئ دا ٦١ کاله چې دا ملک څۀ رنگ تاسو چلوو نتيجه يې دا شوه اوس دا ملک بچ کول غواړئ د بچاوولو صرف يوه لاره ده رښتيا او تش رښتيا، رښتيا دا ده چې په دې ملک کې زموږ دپنجاب فوځى او سول بيوروکراسي حتى جيوډيشري (عدليه) دا ملک نه پريښودو چې چې يو جمهوري ملک جوړ شي هغه ورځ اى پي سي (APC) وه مونږ ته پکې چايي راکولى بيا يې کورودان موږ ته يې پکې ډوډى راکړه هغه پليټونه ما راواخېست په شا يې ليکلى وو ميډ ان بنګله ديش يعنى د بنګال موږ سره دغه نښه راپاتې ده هاغه زموږ د مل خلک وو.
اياز خان: تاسو وايي چې موږ يوځاى کښينو يو ګرينډ جرګه پکار ده خاص کر پښتنو له زموږ پښتونخوا وطن له به قومى سطح هم يوه جرګه وشوهAPC څنګه چې تاسو ذکر وکړو، د هغې څه پاليسي مخې ته راغله.
محمود خان: خبره دا ده چې لږ ګوزاره بۀ کوو چې حالات ډير نازک دى ځه د APC ډېرى خبرى نه کوم. ما وزير اعظم ته وويل چې څه هم دا خبره د دې جرګى سره سمون نه خوري ځه تا ته يوه خبره کوم خواست درته کوم که چېرى په پاکستان کې داسې يوه اداره شته که چېرى په پاکستان کې داسې يو فکر شته، چې د باجوړ نه نېولى د جنوبى وزير ستان پورې د پښتونخوا وطن د منځنى پښتنوخوا دا غړيالى اولس دا سيمه د ګوريلا جنګ له پاره بهترينه سيمه ده موږ په دا صفا کوو چې دې ته به د جهان خلک راولو او بيا به امريکا دغلته ګيروو که داسې يو فکر شته موږ په اعتماد کې واخلئ موږ ته وواياست موږ پوه خو کړئ.
اياز خان: تاسو هغوى ته دا وائي چې موږ خبر کړئ تاسو پخپله يو غټ رهبر يئ پکار ده چې دا لوبه روانه يې چې تاسو دا رابرسيره کړئ.
محمود خان: نو بيا مې ورته وويل : ما ويل که داسې يو فکر شته موږ خبر کړئ دا خبره ما هلته نه ده کړى دلته يې کومه. دوى هم ډيره ناقصه خبره کوي No Mans Land په پاکستان کې واحده سيمه منځنى پښتونخوا ده چې انچ انچ ځمکه يې تقسيم ده باجوړ کې چې کوم اولسونه اوسي باجوړ د هغوى دى هر څوک چې هلته اوسيږي هغوى په دغه سيمه د نيکونو د وخت نه د زرګونو کالو راهيسي اوسي. يو يو لويشت ځمکه يې تقسيم ده مالک يې معلوم دى د ملک جګهرا يې نشته د مذهب جهګرايې نيشته دا ناببره زمونږ وطن دا اورولى واخېست او موږ دومره کمزورى خلک خو نه يو اياز خان ، د باجوړ سړى، د مومندو سړى د هنګو سړى زمونږ د وزيرستان پياوړي وزير محسود بيټني موږ دومره کمزورى خلک خو نه يو چې په کور کې به خلک موږ وژني.
اياز: دا خو ډير د افسوس خبره ده، دا ډير د فکروړ خبره ده موږ چا دومره کمزورى کړو چې موږ خپل کلى کورونه هر څه پرېښوده.
محمود خان: خبره هم دا ده چې په دې څوک خفه کيږي که خوشاليږي موږ په ډاډ وايو چې بآجوړ د هاغه اولسونو دى چې پکې پراته دى هغه بۀ فيصله کوې هغه به باجوړ چلوى پوليټيکل ايجنټ به يې نه چلوي فوځيان به يې نه چلوي د اسلام اباد ناپوه بيوروکريټان به يې نه چلوى باجوړ د باجوړ اولس ته په حواله کړى که مسئلې حل نه شوى ځه يې ذمه وار يم جنوبي وزيرستان کې وزير دى ، محسود دى بيټنې دى د وتاڼى دى، سليمان خيل دى، دا وړ دى ، غړيالى خلک دى يو يو انچ ځمکه يې تقسيم ده ډير پياوړى خلک دى خبره دا ده هغې کې بله خبره ما دا کړې وه يعنې دا نه چې ځه ليونى يم، يا په دې نه پوهيږم چې په دې خلک خفه کيږي، يا ځه د غوښې جوړ نه يم چې خلک به فلانى کار وکړي خبره دا ده چې وخت د رښتيا راغلى د وطن د خلاصون لپاره څه خلک دى خفه شي د وطن د خلاصون لاره دا ده وزير اعظم ته ما دا خبره وکه لکه دا نه چې ځه په دې ملک باندى ګواهي کوم داسې شواهد شته چې د باجوړ نه نيولى تر د جنوبي وزيرستان پورې پردې خلک شته دلته په سلګونو دى په زرګونو دى. ما وويل چې فضل الرحمن چې لاړ شي جنوبي وزيرستان ته که . قاضي صيب لاړ شي ؟ که باجوړ ته اسفنديار لاړ شي ، که فلانى ځاى ته يو بل سياسي سړى لاړ شي فورا د انګريزانو نظام دومره زوره ور نظام دى فورا به يو سړى راشي چې فضل الرحمن چا کره راغلى وو هغه کور به ته به ووايي څنګه راغلى وو هغه به وايې چې ما کره ښادي وه فضل الرحمن زما د پارټى مشر دى هغه ما راغوښتې وو فورا به بيا پوښتنه کوي چې دى به کله ځى هغه به ويې دوه ورځى وروستو، اوس نو دا په زرګونو خلک زموږ مينځنى پښتونخوا ته چا راوسته؟ دا ټهيک ده د جنګ قوانين دى په يو ملک جهګړا ده، هغه انسانان دا حق لري چې په جنګې حالاتو کې هر چېرته حتى د خلکو کورونو ته ورننوځي دى راغلو د هرى خوا چې راغلو تورې بورى نه راغلى که د يو بلى خوا راغلى که هر څه بيک ګراونډ لري. دى دومره مضبوط چا کړو. چې ما د خپله کلى څخه وباسي يعنى موږ دومره کمزورى خلک خو نه يو دا خارجى خلک که ميلمانه دى نو خداى دى يې راولى. يعنى ما دا سوال د وزير اعظم نه وکړو. ما ته يې جواب نه دې راکړى . په دې باندې چې زموږ د ملک د هر چا چې لاس پرى پراته دى د هر چا چې دى که دا لاس نه وى پرى پراته نن په وزير مسيد، بيټنى حتى تر باجوړ پورې زمونږ د منځنى پښتونخوا غړيالى اولس پراته دى هغوى ته وايه چى ځه پرې کار نه لرم دا به د سويانو په شان خلک په مخه کړې د سويانو په شان به يې په مخه کړې د غارو او د سمسو څخه به يې راوباسي دا هر قوت چې دا شې حمايه کوى دا هر څوک چې دى موږ ته وواي که دا د خير کار دى منځنى پښتونخوا اولسونه يې راغواړو ټوله پښتونخوا بۀ کښينو ټول پښتون قام بۀ کينو حتى د پاکستان د پارلمان خلک بۀ کښينو چې يره د امريکى سره د جګرى لپاره دا بهترينه لاره ده ، لا د يو چا سره موږ د جهان ليونى د جهان منظم خلک دجهان ګوريلا راولو په دې کې جګړا کوو که دا فيصله ده نو موږ هم د رايى حق لرو، موږ دا حق لرو چې خلک زمونږ نه تپوس کوو په ګومه کې مو ناحق خبره دى ځاى ته راورسوله هغه خلکو به وويل چې کله مې پيرزو شې په بمونو پيښوره
نن د پېښور په هره کوڅه کې غريب انسانان مزدورکاره خلک به يو هوټل کې د سينما مخې ته بمونه خلاصيمږي او نن بيا پکې دا نوى راوشوه چې هغه غريبان چې هلته په وطن کې تنګ دى په کشمور يې بند کړى چې دلته مه راځئ وروه که دا فيصله ده.
اياز خان: دا خو دى ايشو ته هم راځو چې سند کراچې چې نو ګواير ياده.
محمود خان: موږ انسانان يو، موږ سياسي خلک يو، او ګوره يو خبره به ډير واضحه موږ کوو پښتانه موږ چا ته بد نه وايو د امو نه نېولى تر ابا سيند دا تاريخى افغان وطن دى. دا موږ ته چا په خيرات کې نه دى راکړى، دا موږ ته چا په زکات کې نه دى راکړى.په تفصيل کې يې نه ځمه دلته موږ د چترال د غرونو نيولى بيا د سيوئى د ميدانونو پورې تقريبا يو لکو پنځوس زره مربع ميل پشتون په پنجاب کې اټک ميانوالى NWFP ، چې ورته وايي دا بدبخته ټکړا چې غلط نوم يې پرې ايښودى . اوس که خير وى پښتونخوا به يې بولو، FATA چې نوم نه لري زموږ منځنې پښتونخوا او د بلوچستان پښتانه دا وطن زمونږ دى دا زمونږ مور ده په دې کې به هغه خبره کيږي چې موږ يې غواړو.
اياز: ستاسو خبره په ګل بدله ده چې دلته به هغه څه کيږي چې موږ يې غواړو خو نن زمونږ پنځلس لکه پښتانه وروڼه، خويندى، ماشومان بلکه د پنځلس لکه نه هم زيات خلک د خپلو کورونو نه د هم دغه قوتونو له لاسه راوتى ناست دى او زما په خيال يو ليډر هم موږ ته داسې نه ښکاري چې د دغه خلکو په دې وخت کې هم چې پنځلس لکه خلک ترينه راوواته او بيا هم په ډير کلاو طريقه يې مخافت وکړي چې نه هله به ځه ځم چې څه وشو بد وشو ځه خپل کلې خپل وطن او خپل کور هسې چاته نه پرېږدم.
مشر: اياز خان: په دې انسان متفق دى چې جنګ په هغه بدترينو اعمالو کې دى چې انسانيت، به کوشش کوې يره زمونږ ژوند کې به ګرانه شي يو پنځوس سل کاله به لا وى ممکن ده چې انسان ګرد جنګ بيخى ورک کړى جنګ په بيخى د انسان د ډکشنرى نه ورک شي انسان به د انسانيت په لار روان شي موږ دنيا ته دا وايو موږ پرې خفه کيږو نه نه د چا نه ويريږو موږ پښتنو ته دا خبره کوو چې راځئ چې دا خبره په جار وکړو، چې وروره دوه خبرى روانى دى يو داچې زمونږ وطن داسې ښکاره کول کيږي چې دا د وحشيانو وطن دى وحشي خلک دى، دوى بل کار نه کوي سړى هلالوي سرونه ځوړندوى ، دا نه په انسانيت پوهيږي نه په سړيتوب پوهيږي او بل دا چې په جنګ جګړا کې خوشاله دې موږ ټول جهان ته دا خبره کوو امريکى نه نيولى تر زمبابوي پورې چې وروره موږ انسانان يو موږ ډير مهذب خلک يو په دې کې موږ د چا نه يريږو نه چې موږ مسلمانان يو موږ حضرت محمد اخري پيغمبر بولو. موږ مسلمانان يو خپل ژوند خپله زندګي د اسلام په لاره تيروو، ليکن وه د جهان خلکو ټولو واورئ دا بايد چې ټول موږ پښتانه ورته ووايو، چې وروره ته عيسايي ئي ځه د خداى سپاهې نه يم ته عيسايي يي ته هندو يې ، ته سيک يې دنيا کې بيخې ډير مذهبونه دى ايازخان! هغه ورځ ډيره لرې ده چې ټول انسانيت به د خداى په فضل په يو مذهب کې راجمع کيږي تر هاغه ورځې پورې به موږ ګوزاره کوو موږ پښتانه بايد چې ټول جهان ته اعلان وکړو، چې يه سړيه معاهده به دا وې چې زما د خاورو جومات په کاڼو مه اوله ځه ستا په پرګرجا کار نه لرم زما جومات ته بد مه وايه ځه ستا په ګور دواره کار نه لرم. زما په پټکې پورې مه خانده ستا چې څه لباس دى هغى پورې نه خاندم زما پښتو ژبه ده په دې ملنډې مه وهه ستا د ژبې ځه احترام کوم. زندګى بۀ سره تيروو په جهازونو کې به سره ګرځو په دنيا کې به کاروبارونه سره کوو، په خوښۀ که ته مسلمانيږي ځه خوشاله کيږم که نه يې مسلمان ته شيعه يې ته سنې يې ته بريلوى يې ته فلانه يې دا جنجالونه د پښتنو وطن کې نه پخوا وو نه اوس شته ځه په دې باندې نه په ويره کې يم نه خوف کوم ځه مسلمان يم امريکه که په دې خفه کيږي خفه دي شي. ليکن ورسره دا ګارنټي ځه هر چا ته ورکوم چې ځه د خداى داسې سپاهى نه يم چې د مسلمان نه علاوه هر سړى حلالومه دا د پښتنو متعلق انتهايي خطرناکه پراپيګنډۀ ده د دى موږ غندنه کوو، موږ په دنيا کې د ټولو عالمانو سره موږ سره دې پرې بحث وکړي موږ تيار يو، که په دنيا کې دا ثابته شوه چې پښتون افغان په تاريخ کې يا کله دهشت ګرد اوسيدلى دى يا کله فرقه پرست اوسيدلى دى موږ ته دې راښکاره کړى موږ د دنيا په چوک پراته وو، ډير واړه خلک يو د امو نه اباسين پورې عيسى عليه السلام لا نه وو پيدا شوى مذهبونه نه وو شروع شوى چى پر موږ باندې وړومبى حمله د يورب نه سکندر يونانې کړى ده.
اياز خان: محمود خان صيب بالکل ځه ستاسو د خبرې سره اتفاق کوم، يو تاريخي، Perspective او بيک ګراونډ دا دى، خو بيا هم ځه دا خبره کوم ما تاسو نه وړومبى پښتنه کړيوه چې دومره خراب حالت دى په دومره خرابو حالاتو کې ځه دا نه وايم چې په پاکستان کې يا په پښتنو کې د ليډرشپ کمى دى . دا بالکل نه وايم ولى ځۀ دا وايم چې ليډرشپ ولى په بنکرز کې دى دا چا ويرولى دى.
مشر: ځه يې داسې بولم، ويره نيشته لا خوف عليهم و لا هم يحزنون، قرآن شريف ويلى دى: د خداى نيک بندګان نه د چا نه يريږي نه کله غمجن کيږي ، ويره د يو خداى پکار ده نور مرګ خو شته کل نفسه ذائقه الموت، خبره دا ده د پاکستان د بچاو چې دا ګرد پاکستان سره راولو يواځينى لاره دا ده تير هير موږ ته معلومات شته چې څوک ګرم دى موږ يې نه وايو، تير هير تا چې څۀ کړي.
اياز خان: ترکومه پورې به موږ نه وايو.
مشر: که اوس وايو وخت پرې ضايع کيږي، اوس د پاکستان دچلولو يواځېنې لاره دا ده، چې پاکستان بۀ د نوى سره په يو جمهوري بنيادونو رغول کيږي دلته به په انسان د انسان ظلم نه وى دلته به د قوم په قوم بالا دستى نه وى دلته به د چا په جامه پورې ملنډى نه وهل کيږي، دلته به د چا په ژبه پورې خلک نه خاندى. د چا په جامه پورې ملنډى نه وهل کيږي د چا په عقيده پورې به خلک نه خاندى، شيعه سنى په بنياد به انسانان خلک سره نه جنګوى پاکستان د پنځه وروڼو کور دى. پښتون دى بلوڅ دى ، سندهى سرائيکى او پنجابى دى د هر جا ځمکه معلومه ده تاريخ يې معلومه دى. وطن يې معلوم دى که څوک پاکستان چلول غواړي يقينا يې چلول غواړي، د هغى دپاره ضروري دا ده انګريزى کى وايي Enough is Enough د پاکستان د سياست نه به د فوجونو، د فوجى جاسوسي ادارو سياسي رول له مخه ختميږي دوى به په دې کار نه لري پښتونخوا وطن موږ داسې بيانوو NWFP ، ده ورسره زموږ اووه ايجنسي دى ورسره د ميانوالى اټک پښتانه دى، ورسره په ډيره اسماعيل خان پورې تړلى پښتونخوا وطن دى. د دى وطن په وسايلو باندې د دى وطن د بچيانو حق ايينى طور تسليم کيږي سوات د سوات د خلکو دى.
اياز: تاسو خو د دى وطن د وسايلو خبره کوئ نن تاسو پخپله هم دا خبره وکړه چې په کشمور کې څه وشو، پنځويشت بسونه زموږ د وروڼو خويندو ټوله ورځ په ګرمى کى په لمر کې اوساتلى شو بيا لرى کړى شو بيا د کراچى د طرفه دا اعلان راغلى چى They are not welcome تاسو د ښار نه به باهر اوسيږئ بيا هغوى وروستو اعلان وکړو، د پنجاب حکومت چې د ټولو نه Efficient ياديږي شهباز شريف د ټولو نه Efficient وزير اعلى دى هغه هم يو NGO ته د دې پښتنو کمپونه پرېښولى دى او تاسو نه ټول ليډرشپ باندې زما دا دغه دى چې تاسو دا غږ هم نه پورته کوى.
مشر: نه داسې به يې اوچتوو چې دنيا بۀ ورته حيرانه شي موږ وايو دا حالات خطرناک دى چې خلک په موږ دا ونکړى چې د دې بدبختى ذمه وار تاسو ياست موږ وايو که تاسو يې جوړوئ پاکستان د جوړيدو لار يې دا ده تير هير . بلوچ وطن اورينل بلوچ وطن د بلوچ وطن اصلي د بلوچ قام په حواله کړئ سندهى وطن د سندهى وطن وسايل د ساحل د سندهيانو په حوال کړئ سراييکان يوه صوبه غواړي هغه ورکړئ پښتونخوا وطن انګريزانو تقسيم کړى دى په څلورو تکړو کې دا سره راجمع کړئ يو واحده صوبۀ ورجوړه کړئ موږ دى خداى مړه کړي موږ د چا نه زکات نه غواړو، موږد چا نه خيرات نه غواو. او د هيڅ چا يو انچ ځمکه قبضه کول نه غواړو، ليکن خپله ځمکه چا ته نه حواله کوو خپل کور چا ته نه حواله کوو، که څوک پاکستان راسره چلوى موږ تيار يو خداى نخواسته خداى نخواسته دا خبره غلطه ده ليکن چونکه حالات سخت دى کول غواړي. که داسي يو فکر شته چې پاکستان خداى مه کوه ماتوى بيا د مړو څه ضرورت دى چې سره وژنو، خلک راوغواړئ تقسيمونه معلوم دي چيکوسلواک چې دا اوس په بالکان کې جګړې روانى شوى د دوى شاوخوا ک ډزى شروع شوى مړي وينئ قتل عام شروع شو، دوى سره کښيناسته حالانکه چيکوسلواکيه ټينګونه جوړول جهازونه پکې جوړيدل، بهترين توپې يې جوړولى. سره کښيناسته چې چيکوسلواکيه چلوو که يې نه چلوو فيصله وکړه چې يره نه چليږي نو څه پکار دى.
خلک سره کېناسته پټواريان او منشيان يې راوغوښتل چې يره دا چيک دى دا سلواک دى ، دا غر داسي، دا مانده داسې نه چاډز وکړو نه چا څوک مړه کړه.بس ليکه يې اوويسته اوس دوه ملکه دې موږ دا نه وايو چې موږ پاکستان ماتوو ليکن د پاکستان په نامه زمونږ بچې زمونږ عزتمند ماشومان ، ښځې، د شرم خبره ده، د سوات سړى په مردان کې ځه نوم نشم ورکولى. مهاجر يعنې ځه څه ووايم.
اياز: ١٩٤٧ کې هم خلک راغلى وو موږ ورته مهاجر وايي او دا د هغې نه هم غټ تاريخي طور باندې انټرنل ډسپليسډ خلک دى چې موږ لږ ساعت مخکې زموږ صوبائي وزير سره خبرې کيدى هغوى وئيل چې دا د پاکستان د ايين خلاف ده موږ ورته دا خبره کوله چې دا خو د ايين مطابق خبره ده چې کله يو سړى مائيګريشن کوي د يو ملک نه بل ملک ته ځي دا خو يو تن يو وجود او د يو ملک خبره ده دى که دا خبره د کوم ځاى نه راغلله چې هلته به ځي دلته به نه ځې او دلته به ځي هلته به نه ځي.
مشر: اوس خو زما مطلب دا دى چې حالات خطرناک دې ځه دا کوشش کوم چې زما د خولى نه سخت خبره ونه وځي. يره په هرګز چې راسره ګز کوي موږ تيار يو که ملک راسره جوړوي هم موږ تيار يو خبره داده ، زما وطن ته دې پردې خلک راوستى دى نه يو سواتي دومره بې ازله دې نه دومره بې قسمته دى نه دومره نا اهله دى چې دى پخپل کلى کې د خارجى خلکو مقابله نشې کولى. تا راوستى دى وروره ته ترى لرى شه دا ستا پردى خلک د باجوړ نه وزيرستان پورې ته راهسى چې د کومو قوتو په شا ولاړ يي ته لري شه بيا ته ګوره چې بيا څوک جګيدى شي. او که تا دا معامله جوره کړيده ما پرى بې عزته کوې چې پشتون نه وى دا اووه ايجنسى نه وى دا غړيالى پښتون چې يو تاريخي بيک ګراونډ لري چې دا نه يي بيا به ته چېرته يې بيا به دا ملک کې دا ستاسې پر چهاوڼيانى چرته وى خداى ته وګورئ يو سم ملک دى تير هم برباديانى تا جوړى کړى دى ځه احتياطا نوم نه اخلم دغه بربادىد شپيته کالو تا راجوړه کړيده اوس راشه داملک جوړ کړو، د جوړيدو لار يې دا ده چې ماته خپله برخه حواله کړه، ځه د هر چا د سر ذمه واريم يم د هر چا د عزت ذمه وايم يم. د پشتون په معنې يم د مامود په معنى نه ويم. موږ په خپل وطن کې غړيالى خلک هاغه محسود غريبان په زرګونو کډى اوس بيا د اپريشن ويره ده د وزيرستان خلک بيا کډى کوي. تا څه، ډرامه جوړه کړيده، ولى ما بې عزته کوې او زما بې عزتى کې د پاکستان کوم خير دى چې ځه نه يم پاکستان بيا چېرى دى.
اياز خان: محمود خان صيب! دا اوس چې موجوده پاليسې روانه ده ، يا د اى اين پى روانه ده يا د حکومت چې کومه روانه ده د ترهګرى په خلاف د دوى خلاف چې دوې مخکې مذاکرات وکړه. اوس چې کوم څۀ روان دى تاسو څه وايي دا صحيح روانه ده.
مشر: اياز خان د بل په پاليسيانو بۀ څه بحث کوو پښتاته ځان مسلمانان ګڼي وروره د اسلام نه خلکو يو قيصه جوړه کړېده خلکو اسلام په مخه اخستى دى وروره په اسلام باندې هيڅ اختلاف نشته او دا خبره کې چل دى معافى غواړم، چې ته مسلمان يې او شريعت اخلي په اسلام اباد پورې تړى چې اسلام اباد اسلام اعلان کړو بيا به ځه اسلام راولم وه خداى دى غرق مه کړه بختوره د قران شريف اياتونه واضح ښکاره دى که ته يو سړى که هغه ملا دى که هغه پير دى که هغه اى اين پي دې که هغه پى ام اى پي که هغه د منځنى پښتونخوا يو سړى دى قران شريف وايي ژوند به دغه رنګ تيروى دا کار به کوئ دا بۀ نه کوئ نو په دې کې د اسلام آباد د اجازې څۀ ضرورت دى؟ اقتصادى طور قران شريف وايي چې ستا لور ته به ستا د بچې ځوى نيمى برخه ورکوي، اوس د چارسدى يو خان خپل لور ته که پخپله ځمکه کې خپله برخه ورکوي دى څوک ګرځي. د سوات خلک ځه چا ته ګوته نه نيسم ځه پسې ګرځېدلى يم پنجاب، سند، بلوچ سرائيکى، پشتون وايه، ښځې انسانان نه ګڼي، هيچا نه په ځمکه کې برخه ورکړيده هيڅ چا نه په کارخانو کې برخه ورکړى ده هيچ چا نه په روپو کې برخه ورکړيده نه په اوښانو کې اوس د دې لپاره د اسلام اباد حکم ضرورى دى؟ دا بينک بيلنس چې شل کروړه روبى دې په دې کې زما د لور برخه ده ځه يې ورکوم دا شريعت دى.
وروره که صحيح شريعت موږ راولو، صحيح شريعت دا دې چې انسان به د انسان د سرو زندګى احترام کوي د عزت احترام به يې کوي هغه انسان دې قران شريف وايي که يو انسان بيګناه چا مړ کړو لکه ټول انسانيت چې مړ کړې دا يې نه دى ويلي چې مومن دا يې نه دى ويلې چې مسلمان چې يو انسانې زندګى چا ضايع کړه هغه ټول انسانيت ضايع کړى اسلامى انقلاب راغى رسول د وفات نه پس ښځه دومره قوي شوه د انقلاب په وجه د حيثيت په وجه چې د نبى کريم ښځه په تفصيل کې نه ځم بې بې عايشه د صحابه کرامو د لشکر سپه سالاره وه او چيلنج يې چاته ورکړى وو،. حضرت على ته وى را اوځه په دوې کې جګړه وشوله. دا يو اختلافى مسئله ده. په زرګونو که نه وى په سلګونو صحابه شهيدان شول اوس نو اسلام خو ښځه سپه سالار کوي اسلام ښځو ته په ګډو کې حصه ورکوي. اسلام ښځو ته په ځمکه کې حصه ورکوي. په ځنګل کې حصه ورکوي. نن هم په سندهى علاقه کې په بلوچ علاقه کې په سراييکى علاقه کې حتى پښتونخوا وطن کې د ښځے حيثيت تر هاغه بيزى هم کم دې چې دوه کيلو شىدى کوي دا اوس ما درته وويلې چې مه يې ورکوه، اسلام خو سپه سالاريې ته هاغه راوباسي او ته ورته وايي چې ته بۀ نه راوځې.
اياز خان: محمود خان صيب دا خبره خو بالکل ښکاره ده چې د هغوي مطلب خو شريعت نه وو شريعت خو نافذ هم شو صدر په هغې دستخط هم وکړو د اسلام ابآد منظوي هم ورته حاصله شوه اوس مسئله داده چې پنځلس لکه پښتانه د کمپونو ژوند کوي زمونږ يوه غټه علاقه بلکه ټوله پختونخوا د يو شورش سره مخ ده ټهيک ده د مردان خلک د چارسدى او صوابي خلکو خپلې حجرى خلاصى کړي خپل کورونه يې خلاص کړه خپل هر څه يې خلکو ته ورکړل خو بيا هم ستاسو پام دى ته راګرځوم چې دا دخلکو ډيره غټه ګيله ده چې موږ هر څه ته تيار يو زموږ ليډر ولى؟
مشر: لږ احتياط غواړي اياز خان! دا ناورين چې پښتون قام ته پيښ دى د هر چا په سر او مغزو کې اور روان دى اوس مونږ دا وايو چې داسې يو غلطه خبره ونکړو چې ګوره دا خبره ځه په ډيرو نرمو الفاظو کوم. ګورنمنټ دى دې ته خاص نظر وساتي هاغه چې وايي نو شته ديواګر، محترمى سپينې پښتنې د خپلو کورونو نه راوتى دى بيګناه، هيس بد يې نه دې کړى د پښتانه په وطن کې ګوره مرګ په دوه خبرو کيږي اسلام هم دا وايي خداى مه کړه چا بۀ د چا نازولى وژلي وي د دې مرګ په پښتو وطن کې شته په اسلام کې هم دا شته يا به خداى مه کړه څوک بۀد چا په کور ورننوتي وي په عزت بۀ يې تېرى کړې وې دا زموږ په زرګونو خلک په وزيرستان کې باجوړ کې چا مړه کړل افضل خان لالا سپين ګيرى سړى دى په ده شپږ مياشتى ډزى وشوى. د ده د کور بچيان مړه شول زخميان شول دا چې زموږ وينه خلک دومره ارزان ګڼي خداى ته وګوره، ځه معافى غواړم تا ته هم خواست کوم او هاغه ټولو قوتونو ته چې يره موږ دى ته مه مجبوروى دا پښتانه بې بد خلک دى دا د جنګ په اصولو پوهيږي. دا د جنګ په تباهيانو پوهيږي او که يواځينى يواځينى اپشن مو جنګ ورپريښود دا ټول وطن به په دا بل واړى. State دى مهرباني وکړي دا خو هسې د پښتو وطن دى پښتونولى ده د سوات خلک ځۀ ورته کډوال هم نشم ويلى والله که ورته مهاجر ويلى شم ميلمانه هم ورته نشم ويلى څه ورته ووايم خو چونکه پښتو وطن کې ميلمستيا شته هاغى دا خلک لږ په اپ لږ په عزت ساتلى دى داسې ګونئى خو نورى نه ښکاري.
اياز خان: دا وخت کې موږ دا وايو چې حکومت وړوند دى که کوڼ دى يا په چل نه پوهيږي که په چل نه پوهيږي نو دا ورته هم .
مشر: اياز خان! قطع کلامى معاف يو رايي زما دا ده سوات بونير او دير کې جګړه ده دلته اى پي سي وشوه، په دغه کې د سوات يو سړى هم نه وو د ملاکنډ يو سړى نه په سړ يه ټهيک ده موږ به يې ډير ښه بحث کړو، اياز خان به يې ډير ښه بحث کړى هاغه بل سړى به يې ښه بحث کړې ليکن د سوات سړى زيات ښه پرې پوهيږي ځۀ خواست کوم ورته خواست هم د امن لپاره کوم وه وزير اعظږ صيب مهربانى وکړه. د ملاکنډ خلک د ملاکند خلک معنى پنځه خانان نه ټولنيز شخصيتونه د ملاکنډ د سوات راغونډ کړئ راوى يې غواړئ چې يه سړيه ستاسې وطن ته دا بدبختى راغلى موږ څه وکړو هاغه به تجاويز درکړى زما دا دعوى ده ګوره يو پټ لاس خو اسماني خو نه دي. هاغه په اردو کې وايي "غير مرئي" يو غير مرئى ( پټ لاس) خلک دا وايي ځۀ دا نه وايم بي بي سي کې د سوات يو ماشومه جيلکې ګل مکئ نامه يې وه که څۀ وه دومره عالمانه خبرې يې وکړې، اخر هاغه سړى تپوس ترينه وکړو، چې يره دا طالبان ماماګان ښۀ خلک دى که دا فوځيان. په ځواب کې هغې وويل: زما الفاظ خو هير دى خو مطلب يې دا ووچې دواړه دې ورک شي. اوس نو خلک چې دا وايي بيا به خلک دا وطن څنګه خلاصوي اوس هم د سوات خلک فرض يې کړه يو کلى دى. توتانو بانډۀ.
اياز خان: ځه خو دا وايم دا خو دا ماشومى وويل ولى زموږ ليډر ولى دا نه وايي؟
مشر: ليډر يې په اور پسې ما پکې. اولسونه دې خلک راوغواړي. وزيراعظم دى يې راوغواړي. فرض يې کړه توتانو بانډه هاغه خرابه شويده خلک ترې تلى دى دا به د سوات خلک کوي دا توتانو بانډه دى په ايماندارى په اخلاص فوځونه صفا کړي دوى دى ګړ بړ نه کړي د توتانو بانډې خلک دې راولى چې وروره د خپل کلى دا خپله بانډه د خپل جومات دى دا خلک دفاع وکړي. يره په دنيا کې که د جرمنى فوځونه ورغلل نو ما دى مړ کړي. هلکه ته بدمعاشې مه کوه، د کرفيو په تياره خداى خبر څه کوي د ورځي په رڼا کې خداى خبر څه کوي. زموږ وطن د يو ناورين سره مخامخ دى.
وايه موږ خو برباد شو دا پاکستان به بيا صبا نه وي، که څوک دا پاکستان بچاوول غواړي هر چا چې غلطى کړي ده توبۀ دې وباسي چې وروره ما دا غلطې کوله ما دا پردى خلک راوستى دى اوس يې نه کوم. بيا بۀ کښينو جرګې به وکړو، زما دا يقين دى. چې موږ د دې ميلمنو ژوند هم بچاولى شو. دنيا ته به خواست وکړو، چې اوس دا اياز خان ما راوستى دى، وژنه يې مه.
اياز خان: اوس هم دى ته راځو تاسو وويل دنيا ته بۀ خواست وکړو، نو نړيوال حل يې څه دې ځکه نړيوال هم موږ ته ګوټي نيسي چې تاسو سره خلک دى د دې ځاى نه موږ ته هم خطره ده دنيا يو ګلوبل ويلج دى د ټولى دنيا نه لا تعلقه هم نه شو پاتې کېدى د دنيا په امن کې زموږ هم يوه برخه ده يوه هاغه اړخ دى بل لوکل د دى حل څه دى؟
مشر: اياز خان پرون زما او د مشاهد حسين يو انټرويو په اج ټيلى ويژن وه مشاهد ته ما وويل چې يره دا ملک په ډيره خطرناکه لار روان دى راځه سره چې پاکې خبرې وکړو، لږه ګوزاره به سره وکړو، ده وويل ټهيک ده نو په هاغى کې هاغه ډير واضح وويل چې ځه تللى وم چين ته (ګوره موږ په څه ناروغى اخته يو لکه د هيروين او افيمو نشايان) بس په پردى ملکونو کې ګوتى وهل بس د پردى وطن لمبۍ وطن ته راوړل، د هاغى نتيجه دا ده چې مشاهد حسين وويل چې ځۀ تلى وم د کميونسټ پارتى چين په دعوت ويلې هغوى راته ويل چې خداى ته وګورئ دا زموږ مخالفين يا زموږ د وطن ښاريان ترکمن ټول مو بوتلى دى په فاټا کې مو مرکز ورته جوړ کړى، ويل چينى حکومت راته وويل چې هلکه موږ خو معاف کړئ، موږ خو ستاسو دوستان يو، بيا يې دا راته وويل چې موږ اوس خپل شپيته کلنه د ازادى ورځ نمانځو موږ د هاغى لپاره ډيره لوړى تياريانى کړى اوس موږ په جهان کې د هيڅ چا نه نه ويريږو، په فاټا کې دا کوم چينايان چې دى چې دا هلته حملى ونکړى، ويل بيا ځه ايران ته تلى وم ايران والا وى يې راته وويل، وې وه ځوى مړو دا تاسې لکه ليونى هر چرته چې ليونى راولئ تاسې يې استعمالوي، ويل يې چې د جندالله په نامه زموږ ياغيان تاسې ساتلې موږ پرې وژنئ. دا کار څوک کړئ؟ دا بيمار څوک دى؟
اياز خان: زموږ دا علاقه داسې for sale ده؟ هر چاته بس ازادى ده؟ .
مشر: دا قوت که ګيلانى دي نو اودى وايي که يو فوځې جرنيل دى هلکه چين خو زموږۀ دوست دى.
اياز خان: چې زموږ Strategic Partner دى.
مشر: اوس که ته دا کوي بيا هاغه دى پريږدي اکثر خلک جګړى کوي د پاکستان ازادى وروره دا د پولټيکل ساينس بنيادى سوال دى ته ازاد نشى پاتې کېدى چې د بل ملک ازدى تسليم نه کړي. ته به د چين خپلواکي تسليموى. بيا به چين ستا ساورينيټۍ خيال ساتئ ته به د افغانستان ازادى تسليموى هغه به ستا خيال ساتى ته به د هندوستان سره ګوزاره کوې هغه به د تا سره ګوزاره کوئ. د هر ځاى کاڼي غرځوه او توان موږ ته خپل توان معلوم دى چې موږ څه توان لرو او ولى؟ دا څوک دى چې دا خلکو ازاد کړئ چې خلک به وژني چې نن دا فيصله وشي، چې موږ مداخلت نه کوو امريکا يره قسمونو ته ضرورت نيشته موږ نه د امريکى سره دوستان پاتې شوې يو ما ګيلانى ته اى پي سي کى وويل چې دا ستاوزير اعظم هاوس ډير پراخ دى که په يو کوټه کې بن لادن ناست وې او ځه يې ووينم يا الظواهرى ، ياچين نه څوک راغلى ياد جندالله، ما ورته وويل چې ځه د دې جاسوسې امريکى ته نه کوم ليکن تا ته وايم چې ځه بيا تا کره نه راځم ولى چې په دې بلا و پسې خلک راځي. ځه بيا ستا کور ته نه راځم ستا کور ډير دروند دى دلته چې کوم خلک تا ساتلى دى په دوى پسې جنګونه راځي يعنى دا کوم شوق دى او که دا شوق دى. راځئ، چې واضع اعلان وکړو، چې موږ د جهان د هر چا خلاف جګړه کوو اوس په يو خبره واضح نه يم په بله واضح نه يم نيتجه داده موږ د امريکى ايجنټي نه کوو که امريکا دا وايي چې څه شواهد لرم. زما خلاف د بدبختى ، د تخريب د دې مرکز چې دې چارسده ده او دا ثبوت دى بيا د دې که امريکا کافره او که مسلمانه په دې موږ ملامتيږو او که امريکا دا وايي چې پاکستان به زما په مرضى چليږي دا غلطه ده يعنى په يو اصولى موقف به دا خبره مني دا خبره خلک نه مني چې ته دا پروپيګنډۀ کوې چې يره امريکا موږ مسلمانان نه پريږدي.
اياز خان: امريکا کې خپله ډير مسلمانان دې.
مشر: ما ورته وويل چې د امريکا تر ټولو لوى مخالف مسلمانانو کې ايران دى تقريبا ديرش کاله کېږي امريکا ګوتي ورته سنډي چې دا وکړه، تر ننه پورې يې کاڼي نه دې ورغرځولى په دې يې نه دى غرځولى چې ايران په خپل خواو شا کې داسې داسې Foot Prints پل نه دى پريښي چې هغه (امريکا) بهانه ورته وکړي. تاخو سحر او ماښام ثبوتونه پريښودي بيا دغه خبره کوم د ډرون ډرون ډير لوى تاوان کړيدى. زموږ خلک يې مړه کړه. ښځے يې مړى کړې. بچيان يې مړه کړل، ما ورته وويل د ډرون خبره ډيره مه کوئ که فرضا دا سوال درنه ځه وکړم، چې افغانستان پريږده هندوستان هم پريږده، په ګرده مسلمانه نړى کې کوم ملک دى چې هاغه د ډرون غندنه کوي، ولى يې نه کنډم کوي، څۀ قيصه ده؟ څۀ پيښۀ خو ده کنه. سعودى يې نه کنډم کوې زموږ دوست دې ترکې زموږ ياران دى چين يې نه کوي حتى ايران لکه ملک چې د امريکا د ايجنټي يې هيڅ امکان نيشته هغه يې هم نه کنډم کوي.
اياز خان: بعضى وخت د هاغه ځاى خلک وايي چې ډير صحيح ځاى يې وويشت.
مشر: چې يي نه کنډم کوې نو څۀ خو شته، "کچ تو هې. جس کې پرده دارى هې". ما ويل دا شيان له منځۀ ورک کړى د ډرون د چا کار څه دى چې ډرون حملى کوې.
اياز خان: دا خبره خو ښکاره ده چې هاغه شاعر وايي چې ځه جوړ ورته چا په نښه کړې يم او کاني چې راځي زما پرې سرلګې" که هغه ډرون راځي که هغه د ځمکې نه راځي که هغه هر څنګه افت راځي. خو بيا هم محمود خان صيب تاسو وختى يو خبره وکړه چې يره وزير اعظم ته هم دا خبره وکړه په اى پي سي کې هم دا خبره وشوه نورو کسانو به هم دا خبرې کړې وې تاسو وايي چې د سوات هلته يو نماينده هم نه وو خو زمونږ دا ليډران نه اورى يا يې اوريدل نه غواړي دوى بې اختياره دې يا دوې څه کولى نشي بيا هم څۀ وجه ده دا خبرى وشوى بې شکه.
مشر: ته به اخر ما په دې ليډرانو وډبوى ليډران ټول بختور خلک دى ما ګيلانى ته په مزاق کې وويل په اى پي سي کې ما ويل دا دې ښه کار کړيدى چې څوک ور دې والا جرنيل دې نه دې کينولى ما ورته وويل که وردى والا جرنيل ناست وى بيا به موږ ګونګى وو ځکه چې موږ خو د ميجر د رينک خلک يو ميجر مو راووبولى دفتر ته بيا راته خبرې کوئ.
اياز خان: ښۀ ښۀ داسې کيږي.
مشر: هاو نو څۀ ليډران ؟ کوم ليډران!!! موږ ټول د دوى په کارخانو کې... اوس په ما خلک مه ښکاره کوه بس موږ ټول ليډران يو ته هم ليډر يې هاغه دسوات سړى چې کډه يې بار کړې وه هغه هم ليډر دى اوس زموږ وطن ته پيښۀ ده د دې د خلاصون لپاره بس بله مخه نيشته اوس به پاکه سپينه لار په مخه اخلو د هاغې لپاره زماتجويز دى د پښتونخوا وطن جرګه چې هر څوک راغواړي راوي يې غواړى چې سره کينو.
اياز خان: غټه لويه جرګه خو په کوم بنياد؟
مشر: هم په دغه نقاطو که يې په پيښورکې راغواړئ که يې په اسلام اباد کې راغواړئ دغه لوې هال کې کانفرس هال دې که څۀ دې که يې سره جدا کوى، راشئ، په سوات باندې جرګه راوغواړئ، مشران راوغوړئ، هر څوک به خپله خبره ورته وکړي، چې اسلام اباد يې هم واوري.
اياز خان: يواځي سوات نه بلکې ټول پښتونخوا وطن!
مشر: منځنى پښتونخوا وزير مسيد د دى نه نيولى بيا ځه تر باجوړ پورې د هر خيل لس لس شل شل مشران راوغواړي دامشران چې کوم ليډران ته ګڼي دا بۀ ورشو د دوى دا بۀ هم واوري خپله به هم وکړو بيا د ګردى پښتونخوا وطن يو شئ په دغه کانفرنس هال کې راوغواړئ، ويم ځه دا خبره بده ګڼم چې وايم چې ځه يې راغواړم، ويم څوک دې يې راوغواړي موږ تيار يو، ځه دا وايم دا اوس چې وايم چې وروره موږ نه د چا مرئيان يو نه د چا غلامان يو نه د چا غلامى منو نه د چا نه زکات غواړو نه د چا نه خيرات غواړو پښتونخوا وطن زموږ مور ده په دې کې د باجوړ کلې هم زموږ کلى دى او زموږ او د سوات کلې هم زموږ کلې دى په دې کې به هاغه کيږئ چې موږ يې غواړو، موږ ته به يې خلک نه راښايي نه بۀ پنجابي طالبان موږ ته اسلام راښايي پنجابي طالب په وزيرستان کې څۀ غواړي.
اياز خان: اوس خو دخلکو له پاره يو نوى اصطلاح ده پنجابي طالبان خو لکه مخکې به هم دا خبره کيده چې دفترونه ټول په جنوبي پنجاب کې دي اولو به ټوله زموږ په شمالي پښتونخوا کې ده.
مشر: اوس خبره کوي چې مدرسې هلکه مدرسى خو ټولې پنجاب کې دې د فضل الرحمن صيب غټه مدرسه پنجاب کې ده د نوراني ميا غټه مدرسه پنجاب کې ده د جماعت اسلامې مرکز په پنجاب کې دې د فلانې مرکز هم ... وروره زموږ په وطن کې به خلک مهربانې کوي ګوتې به نه وهي، موږ پوه شه زموږ وطن مو پوه شه. سوات پوه شه دسوات خلک پوه شه پښتونخوا وطن کې اوسيدونکى خلک هر څوک چې دى زموږ پر وطن کې زمونږ وطن يو ښايست هم لري. يو گډوډ خلک هم دى وروره زموږ په وطن کې کوهستانيان دى زموږ په وطن کې ګلګتيان دى وروره زموږ په وطن کې ګوجردى، دا زموږ د وطن بچې دي. دا بالکل داسې حق لري لکه زما ځوى چې يي لري يا زما پلار يې چې لري. دا زموږ د وطن خلک دى. دا وطن پوه شه دا خلک پوه شه مهربانى وکړئ موږ ته اسلام هم مه راښايي موږ ته جمهوريت هم مه راښايي که پاکستان راسره چلوى درسره يې چلوو چا نه زکات نه غواړو چا نه خيرات نه غواو خو زما د وطن اختيار به زما وى فاټا ته يې نوم پرې ايښلې دې منځنى پښتونخوا د باجوړ نه واخلئ تر جنوبي وزيرستان پورې څوک وايي ايف سي ار به داسې شي څوک وايي چې دا په فلانى صوبې کې ضم کړى، هلکه د هغو ته پوښتنه وکړئ چې هغوې څۀ وايي دا اووه ايجنسيانې انسانان دى تکړه خلک دى ازادى دوى ساتلى ده جنګېدلى دى د فرنګيانو سره د هغوى نه وړاندې دا اوس چې هغوي کوم حيثيت پيدا کړيدى دا يې پخپل همت پيدا کړيدى هاغه راوغواړئ هاغه به دروښايي چې څنګه يې چلوى، ويې ګيره زما ده اختيار يې د قاضي وطن زما دى ته پردى خلک راولى بيا ما پرې وژنې بيا ما نه دا هيله کوي چې ځه به ستا سپاهي يم تاله پاره بۀ منډى وهم تا لپاره دا ځۀ نشم کولى نو دا غلطه ده قطعا يې نه کوم زما د وطن اختيار به زما وى وزيرستان پوه شه د وزيرستان اولسونه پوه شه. اولسونه يې معلوم دى د هاغه ټولى توۍ نه راواخلى دا دو تاڼى دى د ګوملى سليمانخيل دى بيا ځه ځه تر شمالى وزيرستان پورې ګرد اولسونه معلوم دى. يو يو انچ ځمکه تقسيم ده نه پکې جګړه شته نه يې د مسلک جګړه شته نه يې د ځمکې جګړه شته يره خو دوى ته يې پريږدى چې دوى يې وکړې او که دپاسه پرې زورکوي يره خو موږ بۀ ډير اوزوروي موږ په زوريدو عادت يو. موږ په خپل وطن کې بيروزګاره کړو موږ مو د خپله وطنه اوشړلو موږ منډۀ کړه دوبئ ته لاړو موږ منډۀ کړه ايران ته لاړو موږ منډۀ کړه کراچې مو اباده کړه خو تاسې به پاکستانه والله که تاسې به دا غوبل نه کړې برداشت. که داوطن يو وارى زلزله شوه.
اياز خان: يره چې دوى ته دا نه ښکاري چې موږ ډير خطرناکو خلکو سره لوبې کوو يواځې د دى ملک نه دى غونډې سيمې لپاره چې کوم خوا ته تاسو اشاره کوئ، چې کوم خلک دا پيدا کوي.
مشر: هو کنه مه يې ژرقوئ خداى ته وګورئ موږ په دې تکليف عادت يو، يره عام پښتون سړى په دې معنې بلوڅ هم موږ په يوه اوچه ډوډى او د شړمبو په يو ګلاس ورځ تيروو ستاسې لپاره بۀ ګرانه شي موږ به بيا هم يو دا اووه ايجنسى به بيا هم وى دا سوات به بيا هم وى دا دير به بيا هم وى دا باجوړ به بيا هم دى دا د کوئټى جنوبي پښتونخوا پښتون به بيا هم وى خداى ته وګورۍ مه خرابوۍ داملک راشئ جوړې کړو جوړيده په ما نه کيږي موږ خو د بادشاهې خلک وو تا موږ په دښمنانو بډل کړو په خپله دى بادشاهې په وس پوره نه ده په ما نه کيږي، نه اى اس اى، ام اى فوځونه او د پاکستان د دى ځآى خلک راسره کينۍ دا ملک جوړوو، که يې جوړوو، لار يى داده، د هر کار يو توبه وې چې توبه قران کريم کې وايي ته يو خواته روان يې دى (قران) وائى
اياز خان: يو توبه وې او کفاره هم ورسره وي.
مشر: کفاره هم دغه ده، کفاره خو مونږ ادا کړه، بدکارى تاکړى وه کفاره يې ځه ادا کوم ليکن دا کفاره که ډيره شوه بيا به دى خراب کړى .
اياز خان: بيا به دهر چا د وس نه وځي.
مشر: بيا به د هر چا د وس نه وځي پر مونږ د دى بغاوت نه مونږ هسې هم پرى عادت يو ديرش کاله کېږي تاغوبل جوړ کړې دې افغانستان کښې روسيان وتلى دى خلک تللى دى يعنى افغانستان د يو خودمختاره رياست په حيثيت حق لري که يې نه لري؟
اياز خان: ولى يې نه لري.
مشر: بس جنګ خلاص کړه، فضل الرحمان ته ما ويلى وو بيا خواست ورته کوم يو سړى خو مهربانې وکړى.
اياز خان: حق لري جې د افغانستان خبره تاسو وکړه چې حق لري افغانستان جې حق لري خو لکه بعضى وخت کې پاکستان هم چې کوم اړخ ته ګوته نيغوي لکه کوم بلوچستان کې چې حالات روان دى چې د افغانستان حکومت او د دومره امريکايي فوځ موجودګۍ کې د هغه اړخ نه دا خبره بلوچستان سره روانه ده دواړو اړخو ته دا منل پکار دى چې يره موږ د يو بل دپاره لازم و ملزوم يو.
مشر: فرضا دا خبره صحيح ده خو د هر عمل يو رد عمل وې هلکه مونږ د يو بل حق کې مداخلت کارونه وکړل دلته دلته هغلته هغلته، په لکونو خلک مړه شول نتيجه يې دا شوه اوس يې جوړوو که يې خرابوو.
اياز خان: او هغه ستاسوخبره چې د هر کار يوه توبه وي.
مشر: هو، وس خبره که جوړوئ يې وس فضل الرحمان صيب زمونږ امام دى، ملګرى دى دوست دى، اشنا دى، قاضي صيب دى يعنى زه د دى ټيليويژن انټرويو په ذريعه خواسـت کوم وه قاضي صيب ته يې، فضل الرحمان دى، مولانا سميع الحق دې بل څوک که پيژنې که يې نه پيژنې مجددى صيب خو پيژنى، عالم دين دى، تا سره ګرځيدلى دى پير سيد احمد ګيلانې خو پيژنى تا سره ګرځېدلى دى پروفيسر ربانې دلته د اى اس اى په اداره کې تاسې ټول ورسره انډيوالان وئى ملګرې وې دا وس هم خو خبره وکړه اوس که خداى نخواسته تا دا فيصله کړى وى زموږ علماو چې خداى مکړه ګيلانى صيب، مجددى صيب، پروفيسر ربانې صيب، عبدالرب رسول سياف صيب او د احمد شاه مسعود لښکرى دا ټول امريکن ايجنټان دى دا څوک مني هغو خو جنګېدلى خلک دى ډير بد جنګېدلى دى ډېرى لوى قربانې يې کړېدى د هغوى سره خبره وکړه، چې هاغو چا سره کوله د هغوى سره به يې موږ وکړو، د يو روغى جوړې لار واخلو، د افغانستان نه يې راوالى د منځنى پښتونخوا نه يې رواخلئ خو زمونږ د وطن د جوړې منځنې پښتونخوا ؛چا ته چې فاټاواي، سوات ، دير باجوړ.
اياز خان: کوم ځاى چې دا اوس اور لګېدلى دى.
مشر: هو! په دې کې اول کار دا دې چې دا خارجې ميلمانه موږ ته څه شئ راښايي، دا چې چا راوستلى موږ خواست ورته کوو .
اياز خان: خارجې يادوو خو محمود خان صيب داخلې ورسره ملګري هم شته، موږ بۀ وايو، چې فرض کړه بيت الله محسود نن دومره غټ هيډلاين جوړولى شي چې ستاسى بيان دومره غټ هيډلاين نه جوړوي.
مشر: صحيح اوس فرض يې کړه داخلى خلک چا ورسره ملګرې کړې دى، دا څوک دې؟ دا غير مرئي لاسونه دچا دې؟ که د خير د کار دى راشئ ټول وطن ته موږ غږ وکړو چې بس لار داده که نه دى نو په يو موږ جګړه کوو په يو موږ په خپل وطن کې بمونه په خپل وطن کې وژل خپل وطن کې حلالول تر کومه ځاى پورې موږ خو ډېر حياناک خلک وو موږ پښتانه پښتونخوا وطن مړې کوې، جګړى کوى، بديې کوى په پښتونخوا وطن کې بدترين قاتلان شته چې ستا پلار يې وژلى وى، ستا نيکه يې وژلى وى، ستا بچيان يې وژلى وي. دا ناورين نه کوئ چې د سړى سر لکه د اوزې پرې کړه بيا يې ګرځوه بيا يې په لاره کيږده.
اياز خان: بيا يې جې سي ډي هم راجوړه کړه.
مشر: دا زموږ په وطن کې نيشته موږ د انسانې زندګى قدر کوو موږ د انسان قدر کوو موږ د مسلمان قدر کوو موږ د انسانانو سره په ورورولى کې د هر چا ډېر ښۀ خلک يو دا تصور به موږ ختموو چې موږ پښتانه ليونى يو نه موږ ليونى يو نه داسې يو چې بس هسې خلک حلالوو وروره زما د مذهب قدر کوه ستا د مذهب قدر کوم، ستا وطن دى تاته مبارک وې زنده باد زما وطن دې ماته مبارک وى هاغه مارکيټونو کې جاپان کې، چين کې، امريکا کې په جهازونو کې بۀ سره کښينو چاې به سره څښکو، ګپې بۀ هم سره کوو په څه شي به سره وژنو په څه شي بۀ سره حلالو د پاکستان د جوړيدو يواځينى لاره دا ده چې يو نوى جمهوري پاکستان چې په هاغه کې په سياست کې د افواج پاکستان د جاسوسي ادارو رول نه وي. پارلمنټ د قوت مرکز وى ټول پښتونخوا وطن په يوه صوبۀ کې وى، يو يې اختيار وي وسايل يې د ده د بچو په خدمت کې وي د سندهيانو د سندهيانو په خدمت کې وې د سرائکيانو د سرايکيانو په خدمت کې وې، پنجاب دې خداى جنت کړي پنجابيانو ته مبارک شه. زموږ وطن زموږ ځنګلونه زموږ اوبه زموږ خواره پښتونخوا دى موږ ته حواله کړي بيا بۀ که خير وى پېښور کې بمونه نه وى.
اياز خان: ډيره ډيره مننه محمود خان اچکزى صيب زه خو مو نه غواړي چې دا خبرې يا دا پروګرام په دې ځاى ختم کړو موږ وايو چې دا روان وى هم دغسې ولى زموږ مجبورې ده د پروګرام وخت بالکل ختم شويدى ستاسو ډېره زياته مننه.
د شهيدبهټو فاونډيشن له خوا د فاټا )منځنۍ پښتونخوا( په ملكي اډانه كې د راوستلو تر عنوان لاندې جوړ شوي سيمينار ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د سينير ډپټي چيرمين محترم سينېټر عبدالرحيم خان مندوخېل مقاله.
افغان ملت او افغانستان، چې د نولسمې پېړۍ په سر كښې له امو تر باسين يو ازاد او خپلواك ملت او دولت و او هغه وخت يې له اباسين څخه تر ستلج او له كشمير څخه تر سيند سلطنت ( ايمپاير Empire) درلود.
د نولمسې پېړۍ په سر كښې انګرېزي استعمارګرانو د نړۍ او افغانستان په هغه صورت حال كښې د پنجاب د سكهـ او د فارس په ملاتړ د افغانستان د سلطنت د ختمولو او د افغانستان د خاورې د نيولو په لار كې د افغانستان پر خاوره لس ګونه لويې او واړه يرغلونه وكړل، چې په دې كښې:
۱_ په اول قدم كښې د انګرېزي استعمار په لمسون او كومك له ۱۸۱۸ څخه تر ۱۸۲۳ د سكهـ له خوا د افغانستان د ژمې پايتخت پېښور ونيول شو.
ددې د ټينګولو لپاره په ۱۸۳۸ كې فرنګي پر افغانستان لوى يرغل وكړ او په انګرېز افغان اول جنګ ( ۴۲_ ۱۸۳۸) كې د غاښ ماتوونكي ماتې باوجود يې په ۱۸۴۹ د سيكهـ په ذريعه د قبضې پر ځآى مشرقي افغانستان ( هزاره، پېښور، كوهاټ، بنو او ډېره اسماعيل خان نيغ په نېغه (Direct) قبضه كړ يعنې د سيمې مشرقي افغان اولس (يوسف زى، غوريا خېل، ګګياڼى، خويشګي، محمد زي، خټك، مروت، كوهاټي او ګڼ نور) يې نيغ په نېغه قبضه كړل او په جنوب كې د افغانستان پر ولايت قلات په ۱۸۵۴ كې برلاسي شول.
۲_ په دويم پړاو كې يې په شمال كې پر بونير، سوات، ملاكنډ او په لسګونو لويو او وړو يرغلونو وروسته پر يوسف زي افغان اولس يوه لويه جګړه وتپله.
خو يوسفزي افغان اولس په ۱۸۶۱ كې په (امبيله بونير) كې په ډېره مېړانه مزاحمت وكړ او استعمار يې شاته تللو ته مجبور كړ.
خو له ۱۸۶۱ څخه تر ۱۸۷۶ په جنوب كې د " سنډيمن" استعمارګر په سپارښتونو او يرغلونو د افغانستان اهم ولايت بروهى قلات (بلوچستان ) په ۱۸۷۶ كې د فرنګي براه راست مقبوضه او مستعمره شو او ورسره كويټه (شال كوټ) قبضه كړل شول. خو په پاى كې فرنګي پېښور او كوټه د ټوپ تخته كړه او په ۸۰_ ۱۸۷۸ كې يې پر افغانستان دويم انګريز افغان جنګ وتاپه او د افغانستان پر پايتخت كابل يې يرغل وكړ. د افغانستان دد پاچا شير علي خان پر ځاى يعقوب خان پاچا شو او پر افغانستان د ګنډمك استعماري معاهده ( مۍ ۱۸۷۹) وتپل شوه، چې په دې قدم كې فرنګي استعمار ته په جنوب كې پښين، سيوۍ او تل چوټيالى ( اوسنۍ ضلع سبي، ضلع زيارت، تحصيل دكۍ، ضلع باركهان، ضلع پښين او ضلع قلعه عبدالله خان) او په شمال كې دره خيبر، ميچنۍ، او ضلع كرم تفويض (Assigned) كړل شوې، يعنې ددغه افغان ضلعو او انتظاميې وحدتونو انتظام انګرېز ته داسې حواله شو، چې هغوى به ماليه راغونډه كړه، نو به يې خپل انتظامي لګښت ترې وكړه او پاتې رقم به يې د افغاستان پاچا ته وركړ، خو په سپتمبر ۱۸۷۹ كې د افغان اولس د ملي پاڅون په نتيجه كې مشهور پيرنګي استعمار ګر، " كيوناري" او نور ووژل شول او په جولاي ۱۸۸۰ كې د ميوند په تاريخي ميدان كې د غازي محمد ايوب خان په مشرۍ كې افغاني لښكرو د پيرنګي لښكرو ته تاريخي ماتې وركړه او د هغوى ګټه يې سكروټه كړه.
۳_ په درېيم قدم كې د افغانستان دغه وخت صورتحال كې عبدالرحمن خان د افغانستان پاچا شو، خو پيرنګي د يرغلونو او سازشونو په نتيجه كې افغانستان د خارجه تعلقاتو له اختيار څخه په زور او سازش دست بردار كولو ته مجبور كړ او بيا يې له ۱۸۸۰ څخه تر ۱۸۹۰ د ضلع لورلايي (اوسنۍ ضلع لورلايي او ضلع موسى خېل) او ضلع ژوب اوسنۍ ضلع ژوب او ضلع قلعه سيف الله خاوره په جبر او يرغلونو ونيوله او هلته يې له چترال تر جنوبي وزير ستانه پرله پسې په يوه بله پلمه يرغلونه كول او اخر كار پر (۱۲ نومبر ۱۸۹۳) مشهور انګرېز استعمارګر " ايچ ايم ډيورنډ" (H.M Durand) په نولسمه پېړۍ كې له افغانستان څخه كړې ټولې غاصبانه قبضې (نيوكې) راغونډې كړې او عبدالرحمن خان يې يو خوا د مشرقي افغانستان له لوري خاورې ( جنوبي پښتونخوا او منځنۍ پښتونخوا) څخه دست بردار كولو ته مجبور كړ او بل خوا يې د پاتې افغانستان د خارجه تعلقاتو اختيار نيولو سره هغه نيم مستعمره كړ.
۴_ كه يو خوا افغان ته ددې استعمارې قبضې او ويش په نتيجه كې، چې كومه ټولنيز، اقتصادي، سياسي، تجارتي او كلتوري نقصانونه ورسېدل، هغه ځان ته جلدونه ليكل غواړي، خو بل خوا د افغان ملت د نجات او د افغانستان د دولت د استقلال او د خاورې د تماميت په لار كې لرو بر افغان داسې مبارزې وكړي، چې په تاريخ كې ځلېږي. په دې كې د استعمارګر ډيورنډ د استعماري قبضې په خلاف په ۹۸_ ۱۸۹۷ كې د ملاكنډ، چكدرې، مهمند، خيبر، اوركزى، كرمه، شمالي او جنوبي وزيرستان د پښتون (افغان) پاڅون او بيا په ۱۹۱۹ كې د شاه امان الله خان په مشرۍ كې د افغانستان د استقلال جنګ او د هغه په لړ كې د خيبر، كرمې، وزيرستان، ژوب، پښين، لورالايي، سيوۍ، هر نائى كې د پښتون (افغان) اولس پاڅون او فرنګي ته ماتې يو تاريخي اهميت لري، چې ددې په نتيجه كې د فرنګي له خوا ټولې تپلې معاهدې ختمې شوې او د افغانستان او برطانوي حكومت د لاهور پنډۍ د ۸ اګست ۱۹۱۹ او د كابل د ۲۲ نومبر ۱۹۲۱ د معاهدو لاندې له نورو نقاطو علاوه د افغانستان او سرحدي قبايل (FT) په لړ كې د (۱) د افغانستان استقلال ومنل شو_ (۲) كه د يو خوا د استعمارګر انګرېز نيوكې په چل سره بېرته وتپل شوې، خو په بريټش اينډيا كې قبضه كړې پښتون (افغان) خاوره ( له پېښور تر ډېره اسماعيل خان شمال مغربي سرحدي صوبه) او بريټش بلوچستان (پښين، سيوۍ، تل چوټيالۍ، دكى) څخه دباندې يعنې د هزاره ملاكنډ (بونير، سوات، دير، چترال، باجوړ) مهمند (مهمند ايجنسى) خيبر (خيبر ايجنسي) او اوركزى ايجنسي، كرم ايجنسي شمالي او جنوبي وزيرستان، ژوب (ضلع ژوب او ضلع قلعه سيف الله) او لورلايي (ضلع لورلايي، ضلع موسى خېل او ضلع باركان) پښتون (افغان) اولسونو (سرحد قبايل Frontier Tribes)) كې د افغانستان ګټې (مفاد) وساتل شوى، په دې لړ كې د كابل معاهده (۲۲ نومبر ۱۹۲۱) كې د انګرېز نماينده، هنري ار سي ډابر، د افغان نماينده محمود طرزي ته پخپل ليك (No. 4) كې داسې ليكي:
Letter from British representative to Sadr-l- Ala,
The Afghan Foreign Ministry,
After Compliments,
As the Condition of the frontier tribes of the two Governments are of interest to the Government of Afghanistan, I inform you that the British Government entertains the feeling of goodwill towards all the frontier tribes and has every intention of treating them generously, provided they abstain from outrages against the inhabitants of India.
A collection of treaties, engagements, and sanads relating to India and neighboring countries (Revise) and continued up to 1929
Vol. Persia and Afghanistan
Compiled by: C.U Aichison
Mittal Publication Delhi- 110035
reprinted in India in 1983
له دې علاوه د كابل ۲۲ نومبر ۱۹۲۱ د معاهدې ارټيكل يوولس داسې وايي:
The two High Contracting Parties having mutually satisfied themselves each reading the goodwill of the other and especially regarding their benevolent intensions towards the tribes residing close to their respective boundaries, hereby undertake each to inform the other in case of any military operation of major importance which may appear necessary for the maintenance of order among the frontier tribes residing within their respective spheres before the commencement of such operation.
C.U Aichison Vol:: Xlll, page 292.
د كابل د ۲۲ نومبر ۱۹۲۱ معاهدې ماده څوارلس داسې وايي:
The provisions of this treaty shall come into force from the date of its signature, and shall remain in force for three years from that date, in case neither of the High contracting parties should have notified twelve months before the expiration of the said three years the intention to terminate it, it shall remain binding until the expiration of one from the day on which either of the High contracting parties shall have denounced it.
۵_ خو پر مشرقي پښتون (افغان) د استعماري واك په خلاف د لر و بر افغان سياسي او نظامي مبارزه هر اړخيزه ګړندۍ شوه، د باچاخان، خان شهيد عبدالصمد خان اڅكزى، كاكا صنوبر، حسين مهمند، قاضي عطاء الله، فقير ايپي او نورو اتلانو په مشرۍ كې خدايي خدمتګار (سرخپوش) او انجمن وطن د هندوستان د خپلواكۍ له تحريك سره لاس يو كولو په نتيجه كې پيرنګي له هند او د مستعمره پښتون (افغان) خاورې څخه ايستلو ته مجبور كړ، چې د ۳ جون ۱۹۴۷ د پلان لاندې يې د واك سپارلو اعلان وكړ، چې:
(i) د ۳ جون ۱۹۴۷ د پلان د پيرګراف (۴) لاندې د بريټش انډيا نيولې مشرقي پښتون (افغان) خاورې شمال مغربي سرحدي صوبه ( NWFP) او جنوبي پښتون افغان خاورې ( د هغه وخت ضلع كويټه پښين، ضلع سيوۍ، ضلع لورلايي او ضلع ژوب يعنې د هغه وخت بريټش بلوچستان او انتظامي ضلعې ) صوبايي وحدتونو د واك ترلاسه كولو سره له نورو وحدتونو سره د اجزائى تركيبي په توګه وفاق پاكستان تشكيل كړ. او ځان ته يې ائين ساز اسمبلي جوړه كړه، چې د خپل سرنوشت په خپله ټاكلو د حق د خوندي كولو لپاره ځان ته عمراني معاهده (Social Contract) وكړي، يعنې آئين جوړ كړي.
(ii) او بل خوا د ازادي هند ايكټ India Independent Act 1947 د سيكشن (c) (b) (i) (۷) سره سم پر پښتون (افغان) اولسونو (Frontier Tribes) د پيرنګي محدوده حكمرانى پاى ته ورسېده او له برطانيه څخه خپلواك شو.
د ازادى هند ايكټ India Independence Act 1947 سيكشن (۱) (۷) داسې وايي:
7 (I) As from the appointed day:
(a) His Majesty’s Government in the United Kingdom have no responsibility as respect the government of any of the territories which, immediately before that day, were included in the British India:
(b) The suzerainty of His Majesty over the Indian States lapses and with it, all treaties and agreements in force at the date of the passing of this Act between his Majesty and the rulers of Indian Sates, all functions exercisable by His Majesty at that date with respect to Indian States, all obligations of His Majesty existing at that date towards Indian States or the rulers thereof.
( c) There lapses also any treaties or agreements in force at the date of the passing of this Act between His Majesty and any persons having authority in the Tribal Areas, any Obligations of His Majesty existing at that date to any such persons or with respect to the Tribal Areas, and all powers, rights, authority or jurisdiction exercisable at that date by His Majesty in or in relation to the Tribal Areas by treaty, grant, usage, sufferance or otherwise provided that notwithstanding anything in paragraph (b) or paragraph (c) of this subsection, effect shall, as nearly as may be, continue to be given to the provisions of any such agreement as is therein referred to which relate to customs, transit and communications, posts and telegraphs or other like matters matters, until the provisions in questions are denounced by the Rulers of the Indian States or person having authority in the Tribal Areas on the one hand, or by the dominion or province or other part thereof concerned on the other hand, or are superseded by subsequent agreements.
(2) The assent of the parliament of the United Kingdom is hereby given to the omission from the Royal Style and Titles of the words ‘Indiae Imperator’ and the words ‘Emperor of India’ and to the issue by His Majesty for that purpose of His Royal Proclamation under the Great Seal of the Realm.
Temporary Provision as to Government of each the New Dominions
8. (1) In the case of each of the New Dominions, the Powers of the Legislature of the dominion shall, for the purpose of making provision as to the constitution of the Dominion, be exercisable in the first instance by the Constituent Assembly of that Dominion, and references in this Act to the Legislature of the Dominion shall be Construed accordingly.
(2) Except in so far as other provision is made by or in accordance with a law made by the Constituent Assembly of the Dominion under subsection (1) of this section, each of the new Dominions and all Provinces and other parts thereof shall be governed as nearly as may be in accordance with the Government of India Act, 1935; and the provisions of that Act, and of the Orders in Council, rules and other instruments made thereunder, shall, so far as applicable, and subject to any express provisions of this Act, and with such omissions, additions, adaptations and modifications as may be specified in orders of the governor- General under the next succeeding section, have effect-provided that –
(a) The said provisions shall apply separately in relation to each of the new Dominions and nothing in this subsection shall be construed as continuing on or after the appointed day any Central Government or Legislature common to both the new Dominions;
(۱) تحريك پاكستان تاريخي اسناد، تاليف جى الانه، مخ ۵۷۰، ۱۹۸۸، اسلامك بك لاهور
(ب) مضامين اكبرجي، مخ (۳)
۵ (iii) له دې سره د افغانستان حكومت په ۱۹۴۹ كې د لوى جرګې له پرېكړې سره سم د افغانستان او د برطانوي حكومت د ۲۲ نومبر ۱۹۲۱ معاهده منسوخه كړه.
۶_ د ۳ جون ۱۹۴۷ د پلان د پيراګراف ۱۷ او د ازادى هند ايكټ ( Indian Independence (Act 1947 د سيكشن (۱) ۷ سره سم اوسنى فاټا (Fata) او نور سرحدي اولسونه (Frontier Tribes) له برطانوي اقتدار څخه بشپړ خپلواك شو او د اولسونو د جرګې د انتظامي، حكومتي او عدالتي نظام لاندې يې خپله حكمراني (Self rule) پيل كړ. د ۱۴ اګست ۱۹۴۷ نه تر ۷ جون ۱۹۵۰ دا علاقې د ميلي اولسي جرګې نظام لاندې خپلواكه پاتې شوې او بيا ددې علاقه جاتو د بااختيار نمايندګانو او د پاكستان د ګورنر جنرال تر منځ داسې پرېكړې وشوې، چې دا قبائلي علاقه جات په هغه خصوصي سيلف رول (Self rule) حيثيت له پاكستان سره يو ځاى شوى كوم حيثيت، چې دوى د برطانوي حكومت په مقابل لرلې دا لاندې درې نوټيفيكيشنونه پر دې خصوصي سياسي حيثيت ښه رڼا اچوي، كه څه هم پاكستان هم د انګرېز استعمار په ډول د پښتونخوا دې خاورې سياسي، معاشي او علمي او ټولنيز نشوونما ته د فرنټير كرايمز ريګوليشن ډول اقداماتو زنځيرونه اچولي دي.
NO. F.9 (170)_ F/48 dated, Karachi the 27 June 1950
Whereas the inhabitants of the areas situated within the external frontier of Pakistan which are not included in any of the provinces or in the Chief Commissioner’s province of Baluchistan or in any of the acceding States or in the capital of the federation have, through there accredited representatives, declared their territories to be a part of federation of Pakistan as constituted on the 15th day of August, 1947.
And Whereas, the Governor General has accepted their request and given his consent to these areas being included in the federation of Pakistan. Now therefore in exercise of all the powers enabling him in that behalf the Governor General is pleased to declare as follows:
(1) This notification shall be deemed to have take effect from the 15th day of August 1947.
(2) The areas aforesaid shall be deemed to have been included in the federation with the consent of the federation, as from the 15the day of August, 1947.
N0. F.9 (170)- / 48_1
Whereas the Governor General is empowered by the provisions of paragraph (2) of article (1) of the extra provincial Jurisdiction order. 1949, hereafter referred to as said order, to declare any territories to be territories in which jurisdiction is exercised by him under that order.
And whereas the Governor General has, with the consent and at the request of the inhabitants of the areas described in the Government of Pakistan, Ministry of States and frontier regions notification No. F.9 (170)_F/48, dated 27th June 1950, acquired Jurisdiction, in the aforesaid areas as from the 15th day of August 1947.
Now therefore in exercise of the powers conferred by the Said order and of all other powers enabling him in that behalf, the Governor General is pleased to declare as follows:
(1) This notification shall be deemed to have taken effect from the 15th day of August 1947.
(2) The areas described in the aforesaid notification shall be territories in which the Governor General exercised jurisdiction under the said order.
(3) All administrative jurisdiction exercisable by the Governor General in the aforesaid territories shall be discharged by the following Agents to the Governor General appointed for these Areas, namely; (a) By the Governor General of The North West Frontier Province and agent to the Governor General, in respect of the areas within the external frontiers of Pakistan and beyond the borders of the north West frontier Province:
(b) By the Governor of the Punjab Province and agent to the Governor General in respect of the areas beyond the western borders of the Dera Ghazi khan District of that Province, not included within Baluchistan, until such time as the said areas become, or have become a part of the punjab Province: and
(c ) By the chief Commissioner in Baluchistan and Agent to the Governor General, in respect of the areas within the borders of Baluchistan.
(4) All notifications, rules or other instruments made before the 15th day of August 1947 in respect of the aforesaid areas under sub section (1) and (2) of section 313 of the Government of India Act 1935, shall be deemed to have continued in force after the 14th day of August 1947 and to have been duly made in exercise of the Jurisdiction conferred by the said order.
No. F.9 (170)_ F/48_11
In exercise of the powers conferred by sub section (1) of section 95_A Government of India Act 1935 and of all other powers enabling him in this behalf, the Governor General is pleased to direct that all enactments made in or applied to the Chief Commissioners province of Baluchistan on or after the 15th day of August 1947. and all notifications , rules, orders or by-laws made under those enactments, which are for the time being in force in the aforesaid Province of Baluchistan, shall, unless it is otherwise declared by the Agent to the Governor General in Baluchistan, with the previous sanction of the federation, be deemed to be in force in the territories within the borders of Baluchistan being the ares described in the Government of Pakistan, Ministry of States and Frontiers Regions Notification No. F.9 (170)- F/48, dated the 27th June 1950.
Provided that for the purpose of facilitating the application of any of the aforesaid enactments, notification, rules, orders, or by-laws, any court may construe them with such modification not affecting the substance as may be necessary or proper in order to adopt them to the matter before the court.
Provided further that each of the aforesaid enactments, notification, rules, orders of by-laws shall be deemed to have been in force in the aforesaid territories from the date from which it has been in force in the aforesaid province of Baluchistan.
sd/ -A.S.B.shah
Secretary to the Government of Pakistan
(ګزت اف پاكستان مورخه ۱۹۵۰_ ۶_ ۲۷، مخ ۵۱۱، اكبرجي د مخ ۵_ ۷
۷_ په ۱۳ اكتوبر ۱۹۵۵ چې د مغربي پاكستان د قيام ايكټ ۱۹۵۵ سره سم د مغربي پاكستان صوبه جوړه شوه، نو د شمال مغربي سرحدي صوبې (معروف صوبه پښتونخوا) او د چيف كمشنر صوبه بلوچستان (معروف جنوبي پښتونخوا) سره هم دغه قبايلي علاقه جات ( اوسنى علاقه جات) او رياستونه وو كوم، چې د حكومت پاكستان وزارت رياست هاى و سرحدي علاقه جات نوټيفيكشين كې ذكر دى:
(Government of Pakistan, Ministry of States and frontier regions Notification No. F.9 (170)_f/48, dated the 27the June, 1950)
(۸) (I) په آئين ۱۹۵۶ كې قبائيلي علاقه جات ته (خصوصي علاقه جات) نوم وركړل شو او په ارټيكل ۲۱۸ كې داسې راغلي دي.
Article 218: Special areas means the areas of the Province of West Pakistan immediately before the commencement of the establishment of West Pakistan Act 1955 were;
(a) The triabal Areas of Baluchistan, the Punjab and the North West frontier, and
(b) The States of Amb, Chitral, Dir and swat.
(ii) په آّئين ۱۹۶۲ كې (د قبائيلي علاقه جات) په باره كې په ارټيكل ۲۴۲ كې داسې راغلي دي.
Article 242: Tribal Areas means the areas in the Province of West Pakistan, which on the 13th day of October 1955 were:
(a) The Tribal Areas of Baluchistan, the Punjab and the the North_West frontier, and
(b) The States of Amb, Chitral, Dir and Swat.
(iii) په كال ۱۹۶۹ كې د دېر، چترال او سوات ايډمنسټريشن ريګوليشن ( ۶۹_ ۸_ ۱۵) Dir Chitral and Swat regulation 15_8_ 1969 ولګېده او له دې سره ددې رياستونو، د حكمرانانو اختيارات ختم كړل شو، او ددې رياستونو انتظام صوبايي حكومت (مغربي پاكستان) ترلاسه كړ.
(iv) پر اول جولاي ۱۹۷۰ د صدراتي حكم 1970_1سره سم د مغربي پاكستان صوبه ماته كړل شوه او ددې حكم د ارټيكل (۳) او (۴) سره سم نوي صوبې جوړې شوې د آئين (۱۹۶۲) سره سم، چې كوم قبائيلي علاقه جات په نوي صوبو كې شامل نه كړل شوې، هغو ته د مركز تر انتظام لاندې قبايلي علاقه جات، Centrally Administrated Tribal Areas نوم وركړل شو.
[يادداشت:]
(v) د آيين ۱۹۷۳ په مطابق (قبايلي علاقه جات) او د دوى حيثيت په ارټيكل ۲۴۶ او ۲۴۷ كې داسې راغلى دى:
Chapter3_ Tribal Areas
246 . In the Constitution:
(a) ‘Tribal Areas’ means the areas in Pakistan which, immediately before the commencing day, were Tribal Areas, and includes.
(1) The Tribal Areas of Baluchistan and The North West frontier Province and
(2) The former States of Amb, Chitral, Dir and Swat.
(b) ‘Provincially Administered Tribal Areas’ means_
(I) The Districts of Chitral, Dir and Swat (which includes Kalam) [The Tribal Areas in Kohistan district], Malakand Protected Areas, the tribal area adjoining Maneshra district and the former State of Amb, and
(2) Zhob district, Lorali district (excluding Duki Tehsil), Dalbandin tehsil of Chagai district and Marri and Bugti Tribal territories of Sibi district, and:
(c ) ‘Federally Administrated Tribal Areas’, includes;
(I) Tribal Areas, adjoining Peshawar District.
(2) Tribal Areas adjoining Kohat district.
(3) Triabl Areas adjoining Bannu district.
(4) Tribal Areas adjoining Dera Ismail khan district.
(5) Bajaur Agnecy.
(6) Orakzai Agency.
(7) Mohmand Agency.
(8) Khyber Agency.
(9) Kuram Agency.
(10) North Waziristan Agency , and
(11) Southe Waziristan Agency.
Article 247:
Administration of Tribal Areas
(1) Subject to the Constitution, the executive authority of the federation shall extend to the Federally Administrated Tribal Areas, and the executive Authority of a province shall extend to the provincially Administrated Tribal Areas therein.
(2) The President may, from time to time, give such directions to the Governor of a province relating to the whole or any part of a Tirbal Area within the province as he may deem necessary, and the Governor shall, in the exercise of his functions under this Article, comply with such directions.
(3) No Act of Majlis-e-Shoora (Parliament) shall apply to any Federally Administrated Tribal Areas or to any part thereof, unless the president so directs, and no Act of Majlis-e shoora (Parliament) or a Provincial Assembly shall apply to a Provincially Administrated Tribal Area, or to any part thereof unless the Governor of the Province in which the Tribal Area is situated, with the approval of the President, so directs: and in giving such a direction with respect to any law, the President or, as the case may be, the Governor, may direct that the law shall, in its application to a Tribal Area, or to a specified part thereof, have effect subject to such exception and modifications as may be specified in the direction.
(4) Notwithstanding anything contained in the constitution, the President may, with respect to any matter within the legislative competence of Majlis_e shoora (Parliament) and the Governor of a Province, with the prior approval of the President may, with respect to any matter within the legislative competence of the Provincial Assembly make regulation for the peace and good Government of a Provincially Administrated Tribal Area or any part thereof, situated in the Province.
(5) Notwithstanding anything contained in the Constitution, the President may, with respect to any matter, make regulations for the peace and good government of a Federally Administrated Tribal Area or any part thereof.
(6) The President may, at any time, by Order, direct that the whole or any part of a Tribal Area shall cease to be Tribal Area, and such order may contain such incidental and consequential provisions as appear to the President to be necessary and proper; provided that before making any Order under this clause, the President shall ascertain, in such manner as he consider appropriate, the views of the people of the Tribal Area concerned, as represented in Tribal Jirga.
(7) Neither the Supreme Court nor a High Court shall exercise any Jurisdiction under the Constitution in relation to a Tribal Area unless Majlis-e Shoora (parliament) By law otherwise provides; provided that nothing in this clause shall affect the Jurisdiction which the Supreme Court or a High Court exercised in relation to a Tribal Area Immediately before the commencing day.
(۹) (i) د پيرنګي په دور كې د ذكر شوې ټول سياسي، ائيني، او قانوني حقايقو او اقتداماتو څخه دا نتيجه راوځي، چې د پيرنګي د ټول يرغلونو او مكارۍ باوجود، د پښتون (افغان) ا ولسونو دې خاورې (اوسنې معروف په فاټا (Fata) د خپل پرله پسې مزاحمت په زور خپله خوداختياري (Self Government) وساتله. كه څه هم پردې د استعماري بالا دستي سايه وه او د خود اختيارۍ دې سياسي، روايتي، رواجي او انتظامي نظام او محور د ا ولسونو، ( د تپو او پرګنو) د بااختياره او نماينده ملكانو د جرګې نظام وو.
(ii) او، چې د ۳ جون ۱۹۴۷ د پلان او ازادۍ هند ايكټ ۱۹۴۷ لاندې دا خاوره بشپړه خپلواكه شوه، نو بيا يې له پاكستان سره له ۱۹۵۰ څخه د نوي اقرارنامو او معاهدو لاندې هم د خود اختيارۍ دغه خصوصي حيثيت وساتلۍ، چې له نورو حقايقو علاوه د آيين ۱۹۷۳ ارټيكل(۲۴۶) او (۲۴۷) يې ثابتوي.
(iii) خو له بد مرغه د پيرنګي استعمار په ډول پاكستان هم د منځنۍ پښتونخوا (فاټا) ددې خاورې سياسي، سماجي، معاشي، تجارتي، علمي او حقوقي نشوونما د ۱۹۵۶، ۱۹۶۲ او د ۱۹۷۳ آئينونو د فرنټير كرايمز ريګوليشن ۱۹۰۱ (اف سي ار ۱۹۰۱) د پوليټيكل ايجنټ د انتظاميې اقتدار او دا ډول نور استعماري انتظامي اقداماتو په ذريعه راښكېل كړه او پر شا يې وتمبوله او دا خاوره يې د استعماري تسلط په واسطه ساتلې ده.
(iv) له دې سره له تېر ديرش كلونو ( له ۱۹۷۸ تر ۲۰۰۸) پورې د پاكستان او افغانستان په دې سيمه كې دوه غير اعلانه جنګونه ( چې لومړى يې په ۱۹۷۸ كې پيل شو او د پاكستان او افغانستان تر منځ د جينيوا معاهده ۱۹۸۸ باندې پاى ته ورسېده او دويم جنګ له ۱۹۸۹ څخه پيل شو او په بېلو بېلو مرحلو كې تر نن پورې په ۱۹ اكتوبر ۲۰۰۸ لګيا دۍ او دا دواړه جنګونه بېل بېل نړيوال اړخونه هم لري. ددې جنګونو پر پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا او منځنۍ پښتونخوا (فاټا) د ترهګرۍ په شمول ډېرې اغېزې شوې دي.
(v) په دې پس منظر او صورتحال كې په ټوله پښتونخوا (شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا او منځنۍ پښتونخوا) او بيا بالخصوص په منځنۍ پښتونخوا كې استمعاري امرانه او د انتهاپسندۍ او ترهګرۍ زنځيرونه پرېكول او دلته هر اړخيز سياسي، ټولنيز، معاشي او قانوني جمهوري اصلاحات د وخت اواز دى.
(vi) نو تر ټولو د مخه موږ دلته (Appendix_ A) په توګه د ۲۰ اپريل ۲۰۰۸ د مجوزه تراميمو مسوده (Proposed Amendments) وړاندې كوو په كوم كې، چې زموږ هغه تراميم دى، كوم، چې موږ دا جسټس ريټايرډ اجمل ميا لخوا د فرنټير كرايمز ريګوليشن ۱۹۰۱ (اف سي ار ۱۹۰۱) د اصلاحاتو په لړ كې تجويز كړي فاټا ريګوليشن ۲۰۰۶ Fata Regulations 2006 ورته تجويز كړى دى.
(vii) په دې تجاويزو كې پر قومي جمهوري اصولونو او پر بنيادي انساني حقوقو مبنې د فاټا (منځنۍ پښتونخوا) خصوصي آئييني حيثيت.
_ د بالغ راى دهي منتخب ايجنسي جرګه او قومي جرګه.
_ د ايجنسۍ د جرګې منتخب او جوابده ايګزيګټيو.
_ او د فاټا (منځنۍ پښتونخوا) قومي جرګې منتخب او جوابده چيف ايګزيګټيو.
_ د آزاد عدليې لپاره د ايجنسي د منتخب ايګزيګټيو رابلل شوې د مشرانو جرګه ( Council Of Elders) د اپيل لپاره له هايي كورټ سره برابري لرونكي اعلى جرګه او داسې نور ادارې تجويز كړل شوي دي.
_ د فاټا (منځنۍ پښتونخوا) لپاره تجويز شوي دا اصلاحات به تر ټولو ښه اثر هلته ولري، چې تر ټولو د مخه ټوله پښتونخوا، شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، منځنۍ پښتونخوا او اټك او مياوالۍ قومي وحدت جوړ كړل شي او كه داسې نه وي او پښتونخوا قدم په قدم كې متحد كېږي، نو هم دا تجويز كړي اصلاحات د فاټا ( منځنۍ پښتونخوا) او د نورې پښتونخوا لپاره د نجات، ترقۍ او امن زيرى دى.
!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
سوات قامي امن جرګه د سوات په مرکز منګوره کې په ٢٧ جنورى کال ٢٠٠٨ کې جوړه شوه.
دا جرګه د کال ٨-٢٠٠٧ د سوات دخونړى روان صورتحال په تناظر کې کيږي د دې جرګې ضرورت مونږ هغه وخت محسوس کړو کله چې په سوات کې بدامني ، لاقانونيت، دهماکې، مرګ ژوبله او ترهه ګرى په خپل انتها وو. د دې جرګې د جوړولو لپاره وړومبى غونډه په ٩دسمبر کال ٢٠٠٧ په پيښور کې جوړه شوه چې په هغه کې دې ذکر شوو مشرانو: حاجى شجاعت على خان، عبدالجبار خان، محمد على خان، مختار خان يوسفزى، ايوب خان اشاړى، اقبال خان د شموزو، انجنير فقير خان، جمال ناصر خان ضلعى ناظم، حاجى زاهد خان، خان نواب، لياقت على خان د جوختى، مظفر على خان، معمبر خان ايډوکيټ، شمشير على خان ټکدارى ، ډاکتر خالد محمود، فضل الرححمن دخوازه خيله، حميد خان کوزه درشخيله ، ډاکټر شير محمد خان، حيات خان د شموزو، ډاکټر هدايت الله، نيروز پاچا د تيرات، خورشيد کاکاجى ، شاه روم خان، عطاالله خان، عمر على يوسفزى ، جاويد خان ، عبدالله، قيوم خان او ارباب مجيب الرحمن د کوربه په حيث شريک شو او شير شاه خان، دوست محمد خان او نور قامي مشران د خپل ځاني مشکلاتو له کبله وړومبى اجلاس ته حاضر نه شو.
د جرګى درنو برخه والو، هم په دې اجلاس کې د سوات قامي امن جرګه د جوړښت او دهغې په ايجنډا اتفاق اوشو او دهغې لپاره يو کارنده کميټى جوړه شوه جې دغه کميټى به دجرګې د غړو لست جوړوي او انتظامات به کوي.
کميټى پرله پسې خپل اجلاسونه اوکړل، او دکار د اسانولو او سرته رسولو لپاره يې پنځويشت کيز کميشن په دې ذکر شوو مشرانو مختار خان يوسفزى، حاجى شجاعت علي خان ، عبدالجبار خان، محمد على خان، اقبال خان د شموزو، شير شاه خان، انجينير فقير خان، دوست محمد خان، حاجى زاهد خان، لياقت على خان ايډوکيټ، شمشير على خان ټيکدارى، خورشيد کاکاجى ، عظيم خان ايډوکيټ، ضيا الدين يوسفزى، شاه روم خان، جمال ناصر خان، ايوب خان اشاړى، نثار الملک ، خواجه خان، شاه عالم خان، عمر على يوسفزى مظفر على خان، معمبر خان ايډوکيټ، حيات خان او اختر خان جوړ کړ.
کميشن د خپل پرله پسې اجلاسونو په نتيجه کې د جرګې نيټه، وخت او مقام فيصله کړل او دکاميابى لپاره يې دعوت نامه او د امن غږ په نامه يو پمپليټ هم تيار کړو، اود جرګې د برخه والو دخبرتيا لپاره يې پلان جوړ کړواو دا د نن جرګه هم د د غه ټول کار او زيار نتيجه ده.
د جرګې په غونډه کې مشانو او برخه والو وينا ګانې او کړې او تجاويز يې وړاندې کړل، چې د هغې په رڼا کې د سوات قامي امن جرګې درنو مشرانو او برخه والو دا لاندې اعلاميه په مکمل اتفاق منظوره کړه.
١ _ د سوات قامي امن جرګه په ډاګه اعلان کوي چې د سوات خاوره د سوات د اوسيدونکو ده، د سوات خلک د امن او دقانون عملدارۍ طرفداران دي لهذا مونږ په خپله خاوره هيڅ قسمه لاقانونيت ترهه ګري ، زورګيرى نه منو.
٢ _ دا جرګه او دسوات خلک په يوه خوله د دې خبرى اظهار کوي چې دهشت ګردي ، فرقه واريت او زورګيرى د حکمرانانو د اولس دښمنه او ملک دښمن پاليسو نتيجه ده، دا د حکمرانانو پالسي وه چې زمونږ په وطن کې يې دهشت ګردۍ ، فرقه واريت، لاقانونيت او بد امنۍ ته وده ورکړه، خارجي دهشت ګردان او د هغو وطنى اله کار يې په خلکو مسلط کړل، چې په نتيجه کې يې سمسور او ښايسته سوات تباه برباد شو، لهذا دا جرګه د سوات د تباهى او بربادى ذمه وار مرکزى او صوبائى حکومتونه او انټليجنس ايجنسيانې ګڼې.
٣ _ سوات قامي امن جرګه دا په ډاګه کوي چې په سوات کې د خلکو د سرو مال او عزت تحفظ او د قانون عملدارى راوستل دحکومت ائينى، قانوني او اخلاقي ذمه وارى ده، لهذا دا جرګه په کلکه غوښتنه کوي چې حکمرانان دې د خپل تېر ګناهونو کفاره ادا کړي او زر تر زره دې د خلکو د سرو مال او عزت و ناموس تحفظ يقينى کړى او په سوات کې دې د قانون حکمراني جوړه او امن بحال کړي.
٤ _ دا جرګه د خپل خداى په حضور په خپل افغانى هوډ دا لوظ او تړون اعلانوي چې د ظلم او جبر د قوتونو په مخکې به خپل سر په هيڅ حالت نه ټيټوي او د زور ظلم په خلاف به خپله مبارزه جارى ساتي او دسوات په هر ګوټ کې چې جبر او زرو ګيرى وه د هغې به په شريکه مخ نيوى کوي او هيڅوک به ظالمانو ته يواځې نه پرېږدي او د مظلومانو ملاتړ به کوي.
٥ _ دا جرګه په ټولو خارجي ترهه ګرو غږ کوي چې زمونږ دخاورى نه دې ووځي. او مقامي خلکو ته اپيل کوي چې داسې عناصرو ته دې پخپله يا د يو چا په وينا پنا نه ورکوي، او مقامي جنګيالو ته اپيلکوي چې د زور او ټوپک مارى په ځايې دې صلح ايزه لار واخلي.
دا جرګه دا هم په ډاګه کوي چې که چرى خارجي ترهګران او د هغوى مقامي اله کار د خلکو د سرو مال او ناموس په خلاف خپله ناوړه سرګرمى جارى ساتي نو دا جرګه به د حکومت او د دغه عناصرو په خلاف جدو جهد کول حق بجانب ګڼي.
٦ _ دا جرګه د سوات درنو دينى عالمانو او پيش امامانو ته اپيل کوي چې هغوى دې د منبر و محراب او نور ديني مراسمو په دوران کې د ديني تعليماتو خيال اوساتي او په جوماتونه، مدرسې او جنازګاهونه نه دې د ترهه ګرى او فرقه واريت او زور ګيرى ته د ودى ورکول دپاره نه استعمالوي. او نه دې دغه مقدس ځايونه چا ته د دې قسم پر چارو او سرګرمو لپاره حواله کوي. او جوماتونو او مدرسو دې د سياسي مخالفينو خلاف استعمال بند کړي او دا شان دې د جوماتونو او دينى مدرسو تقدس بحال کړي.
٧ _ د سوات دا نماينده جرګه په روان اپريشن کې د بې ګناه خلکو په وژلو خوږولو او زيانولو او په لويو لارو د پاټکونو په ذريعه د خلکو د تنګولو په سخته غندنه کوي. او مطالبه کوي چې اپريشن دې د مجرمانو او ګناهګارو په خلاف فوکس او ټارگيټيډ شي. او د هوايي بمبارو په ځاى دې د دهشت ګردو او مجرمانو په خلاف ځمکني عمليات وشي. د اصل مجرمانو د ګرفتارولو او خپل انجام ته د رسولو د پاره دې کوټلى اقدامت وشي. او د اپريشن دعملياتو په دوران کې دې د سوات د خلکو د ملي او کلتوري رواياتو خيال وساتلى شي.
٨ _ دا جرګه د سوات په موجوده غميزه کې د هغه ټولو کورونو سره د مکمل ملاتړ او خواخوږۍ اظهار کوي د چا د کورونو افراد چې په شهادت رسيدلى دي، زخميان شوي دى او مالي تاوان يې ليدلى دى لهذا دا جرګه مطالبه کوي چې د شهيدانو ، زخميانو او نورو متاثره کورونو ته دې درنې معاوضى ورکړى شي او د سوات د خلکو صنعت، زراعت، سياحت، تجارت او تعليم ته چې په تيرو اولسو کلونو کې د سر کار د مجرمانه خاموشى او غفلت په سبب د دې عناصرو د لاسه کوم تاوانونه رسيدلى دى حکومت دې د سوات د دوباره بحالۍ په خاطر کم از کم دوه سوه اربه روپى پيکج اعلان کړي او خلکو ته دې ريليف ورکړي.
٩ _ دا جرګه په کلکه مطالبه کوي چې د سپريم کورټ يا هايى کورټ د هغه ججانو چې د PCO لاندې يې حلف نه وى پورته کړى په هغو باندې مشتمل يو انکوائرى کميشن تشکيل کړى چې د سوات د بربادۍ ذمه وار بې نقابه او بربنډ شي او دا هم معلومه کړي چې سوات ته خارجى دهشت ګرد څنګه راغلل او د هغوى مقامي اله کار وسله وال چا وروزل دوى ته بې پناه پيسي او درنۍ وسلې چا ورکړې؟ او کوم حکومتي اهلکارو په دې عمل مجرمانه خاموشي او غفلت اختيار کړه. لهذا د کميشن د لارۍ دې ذمه واران په ګوته کړې شي او هغوى ته دې عبرتناکې سزاګانې ورکړې شي.
١٠ _ دا جرګه دا لوظ او عزم کوي چې د امن او سوکالۍ لپاره به سوات قامي امن جرګه خپله مبارزه جاري ساتي او د جرګو او جلسو د لارې به دا عمل د تپو او کلو ترحده رسوي، او دخپل اولس د دفاع لپاره به ټول امکانات په کار راولي.
د جرګې برخه والو د سوات قامي امن جرګې د پريکړو د عملي کولو لپاره د کنونګ باډۍ منظورى ورکړه.
>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>><<<<<<<<<<<<<<<<<<<<
صدر پاکستان آصف علي زرداري ته
وړاندې کوونکى: مختار خان يوسفزى ( 28 نومبر 2009)
د ټولو نه وړاندې خو مونږ ستاسو ډېر مشکور يو چې تاسو د خپل ارزښتناک وختونو نه مونږ ته موقع راکړه، مونږ هيله لرو چې تاسو به زمونږ خواستونه په غور واورۍ او مونږ ته پيښ دا هر اړخېزو کشالونه د خلاصي په لړ کې خپل مهم کردار ولوبوئ.
ښاغلي صدر صيب! تاسې به خپر يې چې د پښتونخوا وطن او په خاصه توګه د سوات اولس د ډېرى سختې په حال کې دې او ترهګرو دوې يرغمال کړې دى ژوند يې دلته په ټپه ولاړ دى زمونږ کلى او ښارونه په کنډرو بدل کړې شوي دى زمونږ قومي او سياسي مشران او نور ډير باشعوره خلک وژل کيږي زمونږ حجرى، جماتونه او غم ښادۍ دودونه د ترهګرو په ضد باندې دي. هره ورځ خلک د پيسو دپاره تښتول کېږي، مکتبونه، روغتونونه، سړکونه او پولونه په بارودو الوزول کيږي د سوات په ټولو لويو لارو باندې ترهګر چيک پوسټونه جوړوي، چې د هغې له کبله د سوات امن پسنده، وطن پال مګر بې وسه اولس په خپلو کورونو کې بنديوان شوې دي.
د تباه شوي سړکونو او مسلسل کرفيو ( بنديز) له کبله د سوات ميوۍ، سبزيانې او فصلونه په پټو او باغونو کې وراسته شول او بل خوا ته زمونږ د علاقى صنعت، سيل ګرى ( سياحت) او تجارت د مخکې نه په پوره توګه ختم شوې دى، هغه لږ ډېر کمې پکې بې مقصده پوځې عملياتى ( اپريشن) او اوږد مهاله کرفيو، ړنده، بمباري او هوايي بريدونه پورا کړ، چې په نتيجه کې زرګونه خلک د مرګ ښکار شول، په سلګونو بې ګناه خلک، سرکاري مامورين، په ډېره بى رحمۍ سره په د جاسوسى په تور حلال کړل شول د رياست واکمنى په پوره توګه ختمه ده او واکمنى په عملى توګه د ترهګرو په لاس کې ده چې له امله يې هر څوک د ناامنى او د ځان، مال او عزت د شديد خطر سره مخامخ دي، ډېرى خلک د خپل کورونو په پرېښودلو مجبوره، او در په در او خاوې په سر شول، چې تر اوسه يې د پښتنې او مرستې څوک نشته.
نو ښاغلى صدر صيب!
د پورتنې ذکر شوى حالاتو په نتيجه کې د سوات خلک پر دې خبره متفق او يوه خوله دې چې په سوات کې روان پوځي عمليات په بشپړه توګه ناکامه او د ترهګرۍد ختميدو په ځاى د لا زياتوالى لامل ګرځېدلى دى نو ځکه مونږ په روان پوځې عملياتو باندې د پوره بى اطمينانۍ او بې باورۍ څرګندونه کوو، او يو منظمه ډرامه يې ګڼو.
ښاغلي صدر زردارى صيب!
د اور د بندونو نه تېر شوى او بې اندازۍ مصيبتونونه تير شوى اولس د دايمى خلاصي اود حقيقى او پاتې کېدونکى امن دپاره زمونږ وړانديزونه او غوښتنې دا دى چې:
١ _ په سوات کې جارې پوځي عمليات دې په ټاکلې شوى نيټه کې په موثره توګه وکړي او دا عمليات دې د بې ګناه اولس په ځاى خاص د ترهګرو پر خلاف بيخې په نښه او د هواى بمبارۍ پر ځاى دې ځمکنې عملياتو ته دې ترجيح ورکړى شي، چې دا عمليات د اولس دپاره باور او اطمينان وګرځي.
٢ _ مونږ دا ګڼو چې په سوات کې د حقيقي امن دپاره دا لازمه ده چې هلته دې ژر تر ژره رياستي او حکومتي عملدارى قائمه کړى شي، او د قانون لوړتيا دې شي نه د دې دپاره دې د مټې نه سخره دره، شور، بيوچار درې په شمول دترهګرو مرکزونه او مشرانو پر ضد دې اغيزناک ګامونه واخستلې شي او د سوات ټولى لويې لارې دې د اولس د تګ راتګ دپاره خوندى کړى شي. او په دې لارو دې په مستقله توګه ګشت نظام قائم کړې شي .
٣ _ د سوات د اولس دپاره دا خبره ډېره د افسوس او حيرانيتا ده چې د زرګونو خلکو په قتل کې د بمونو په چاودونو، ټارګټ کلنګ ، اولسي شتمنۍ تباه کولو کې ککړ او د هغى ذمه وارى قبلولو باوجود دى د نامعلومو خلکو په خلاف مقدمې جوړيږي چې له کبله يې دا معلوم مجرمان نور هم حوصله مومي.
نو اوس مونږ دا غوښتنه کوو چې د دې معلومه مجرمانو په خلاف دې مقدمى وچلول شي.
٤ _ د سوات په مرکزي ښآر مينګوره کې د لا زياتيدونکى قتلونو او د ترهګرى د پيښو دى په فورى توګه د خاتمې دپاره دى موثر ګامونه پورته کړى شي. او د اولس ژوند، مال او عزت ته دې تحفظ ورکړل شي.
٥ _ د ترهګرى او حکومتي پوځي عملياتو د کار روايى په وجه د سوات رنګ شوى ښارګوټى او کلو ته متاثره شوې اولس او هغه مشران د چا حجرى او کورونه چې برباد کړې شوې دي، د هغوى د بياودانۍ دپاره حکومت په موثره توګه د مالي مرستې اعلان وکړي، او د نورې تباهۍ نه د بچ کېدو دپاره دې د قامي او سياسي مشرانو ژوندونه محفوظ کولو دپاره دې ګامونه پورته کړې شي.
٦ _ په سوات کې د څو کلونو راهيسې دا روان منظمه ترهګرى په نيتجه کې د هغې، انفراسټرکچر، تعليمي ادارى، د صحت مرکزونه، صنعت، کرکيله،تجارت او سيل ګرۍ ته په خرابه توګه زيان رسولى شوې دى نو د ى ادارو د بيا ودانۍ دپاره دې دروند مالي امداد وکړې شي او هم په دې لړ کې د سوات د خلکو زرعي قرضې معاف کړې شي او د اولس د بيارغونى او بيا ودانى کارونو دپاره دې بغير سوده قرضې ورکړى شي. او د سوات د لوستونکو د تعليم جاري ساتلو دپاره دې د تعليمې مراعاتو اعلان وکړى شي.
٧ _ سوات کې د ترهګرى ځاله او د هغى په وده کې بنيادى کردار لوبونکى اف ايم سټيشن دې په فورى توګه بند کړې شي، په ترهګرى کې شامل سرکاري ملازمان دې د نوکرونه وويستل شي او دوى دې د قانون ليچو ته حواله کړې، شي د ترهګرى په خلاف اپريشن کې د کوزه بانډه په شان نور مرکزونه دې ختم کړى شي چې د ترهګرى مرکزونه بيا وده ونه مومي.
٨ _ په سوات کې روان افسوسناک صورتحال په رڼا کې يو ازاد او خودمختاره انکوائرى کميشن جوړ کړې شي چې دامعلومه شي سوات ته دا خارجى ترهګر څنګه راننوتل.
او دا چې مقامي د ترهګرو مرسته کوونکو ته د بږونو جوړولو د بارودو او جديدې وسلې د چلوو تربيت چا ورکړو او د دې له د بې اندازۍ دولت رسلو بندوبست چا وکړو.
د ترهګرو په لاس کې د درنو اف ايم راډيو سټيشن څنګه او د چا په اجازه قائم شوې او څرنګه اوسه پورې کار کوي، او دا چې دې ترهګرو ته د جاسوسۍ دا جديد نظام چا ورکړو، او دا چې رياستې جاسوسي ادارې ولې په دې غلې پاتې شوي او حکومت د دې په وخت ولې تپوس ونه کړو، او د مجرمانو په ګوته کولو نه پس هم د هغوي په خلاف د اولس د قتل عام او د رياست خلاف د غدارۍ او بغاوت مقدمې ولې جوړې نه شوى چې د دې له يې سزا ورکول دې.
٩ _ د اولس د حفاظت او د پاتې کيدونکې امنيت دپاره دې د اولس تحفظ ادراې، پوليس، فرنټير کانسټبلري، او نورې دې مضبوطه او مستحکمې کړى شي او د امنيت د ساتنې دپاره دې د نورو صوبونه د اف سي پښتونخوا او په خاصه توګه سوات کې تعينات کړې شي، او د دې په تنخواګانو او نورو مراعاتو کې دې معقول زياتې راوستى شي.
مونږ يو ځل بيا د پښتونخوا صوبې او په خاصه توګه د سوات د اولس ستاسې ډېره مننه کووچې د خپلو مصروفو وختونو نه مو وخت راويست او مونږ له مو د خپلو مسلو د بيانولو موقع راکړه.
په ډېر احترام
د سوات قامې امن جرګه
٢٨ نومبر ٢٠٠٨
ايوان صدر اسلام آباد
///////////////////////////////////////////////////////
د پښتونخوا وزير اعلى ډير ګران او محترم امير حيدر خان هوتى صب د کيبينټ غړو اعلى سراري چارواکو د صوبايي اسمبلۍ غړو د سوات د قامي جرګى نمايندګانو:
د ټولو وړاندې ځه د ځان او د سوات د جرګى لخوا د وزير اعلى صيب شکريه ادا کوم چې مونږ ته يې د ملاقات موقع راکړه چې په روان صورتحال کې د سوات په صورتحال خپل نظر او تجاويز دوى ته واړندې کړو.
محترم وزير اعلى صيب مونږ د دې جرګې په وساطت تاسو ته پوره ډاډ درکوو چې په روانو حالاتو کې د سوات ټول اولس ستاسو سره ملګرې او په شامو مو محکم ولاړ دي. مونږ تاسو ته دا باور هم درکوو چې د قام په حيث په روانه جګړه کې کومه زمه واري تاسو مونږ ته سپارل غواړئ يا يې په ګوته کول غواړئ مونږ تاسو ته ډاډ درکوو چې په روڼ تندي به يې د خداى پاک په فضل تر سره کوو.
قدرمند وزير اعلي صيب مونږ د سوات قامي امن جرګې د اولى ورځې موقف دا وو، چې د دهشت ګردانو سره هيڅ قسم نرمي او رعايت نه دې پکار او دا د حکومت ذمه واري ده چې خلکو ته د سر مال او عزت تحفظ ورکړي او په دې لار کې د قانون ماتوونکيو خلاف سخت چلند او اقدامات وکړي په دغه سلسله کې مونږ د روان پوځي عملياتو مکمل حمايت او ملاتړ کوو.
تر اوسه پورې چې د اپريشن کومې مثبت نتيجې مخې ته راغلي دي. د هغې ستايينه کوو، او قناعت پرې کوو البته تاسو ته دا ياد دهاني هم کول غواړو، چې وس هم ډېر لويي کار پاتې دې او پوځي عمليات نيمګړتياوي لري، چې هغه تاسو ته په ګوته کول ضروري ګڼو:
جناب وزير اعلى صيب !
په روان اپريشن کې د دهشتګردو اهم مرکزونه فوځ په خپل ولقه اغستلى دى او برباد شوي دي د دوى تنظيم تر ډيره حده کمزوري شوى دى لوى کلى ښارونه د دهشتګردو د شر نه تقريبا خلاص شوي دي په لويه پېمانه د دوى مسلح ګشتونه ختم شوي دى لوې لارې د پوځ په کنټرول کې دي په خلکو کې ويره تر ډيره حده کمه شوى ده او د پوځ باره کې د اولس شکوک په اوميد اوړيدلى دي. چې دا لويه کاميابي ده. په دې مونږ تاسو ته مبارکي وايو د فوځ د کمانډ مننه کوو، فوځي ځوانانو ته شاباش وايو او چې څوک شهيدان شوي دي هغوى ته د مغفرت دعا کوو البته دا خبره هم په ګوته کول ضروري ده چې دهشتګردان سره د دې چې وسله د ورځې نه ګرځوي مګر اوس هم په ډيرو کلو کې موجود او ازاد ګرځي او کله کله د شپې مسلح ګشتونه هم کوي.
د سوات د سند په جنوب کې چې کومې علاقې د دهشتګردو نه صفا شوي دي او اوس ورته متاثرين واپس روان دي دا عمل هم زمونږ او ستاسو نه سخته پاملرنه غواړي.
او هغه دا چې د سوات شمالي برخه د شموزو نه تر سخرى پورې لا اوس هم صفا نه ده په ډېر تعداد دهشتګردان پکې موجود دى او د امکان شته چې دوى د سند نه راپورې ووځي او بيا فتنه او فساد جوړ کړي د دې علاوه د هشتګردو مرکزي ليډر شيپ لا ژوندى دى او د يو بل سره رابطه هم لري. د کبل او مټي تحصيلونو په غريزو علاقو کې اوس هم د سوونو په تعداد دهشتګردان راغونډ دي.
د کبل او مټي نه علاوه يو څه تعداد د چارباغ، خوازه خېله، شيڼ، ميادم او فتحپور سره نزدې غرونو کې هم موجود دى. او په تيرو ورځو کې يې ځنې خلک هم وژلې دي.
د دهشتګردو ځنې اهم کمانډران د ملک نه په دې دوران کې بهر هم وتښتېدل او په محفوظه طريقه خليجې ممالکو ته لاړل او څوک لا دلته په ملک کې ګرځي. بعضي کسان وينول شول خو خبر شو چې هغه بيا پرېښودل شوي دي.
په دې کې مونږ تجويز کول غواړو :
١ - چې څومره ژر کېداى شي په مټه او کبل تحصيلونو کې دى پوځې عمليات تيز شي په کلو کې موجود دهشتګرد دې ګرفتار شي او خپل انجام ته ورسول شي.
٢ _ د دهشتګردو مرکزي قيادت او لوې ډلې چې دا وخت د کبل تحصيل او د مټي په علاقو کې موجود دى په تيزۍ سره ووهل شي. او ختم شي.
٣ _ د دهشتګردۍ په تور نيول شوي کسان په پرېښودو کې دې پوره تحقيق او احتياط وشي. هغه دې د پوره تحقيق نه پس پريښودي او په تحقيق کې دې د خلکو نماينده ګانو او جرګې رايې ته دې سرکار اهميت ورکړي.
٤ _ د ټولو دهشتګردانو نومونه دې اميګريشن محکمې ته ورکړى شي او د ملک نه د تلو په صورت کې دې په هوايي اډو کې داسې نظام جوړ شي چې دوى ګرفتار شي.
ګران او محترم وزير اعلى صيب! د دهشت ګردى په خلاف د جنګ ګټلو دپاره دا ضروري ده چې مونږ د خلکو مورال او حوصله لوړه کړو او خلک د حکومت د دې اقداماتو ملګري کړو خو داهله کېداى شي چې د سوات قومي او سياسي مشران واپس سوات ته لاړ شي او هلته د سوات د خلکو په مينځ کې موجود وې.
مګر تاسو ته دا هم معلومه ده چې د دې خلکو امنيت په خطر کې دې په دې کې اکثر خلک هغه دې چې د وړاندې نه هم ډير په عذاب شوي او تاواني شوي دي نو په دې لړ کې د دوى سوات ته واپسي ستاسو لخوا ځنې اقداماتو ته اړتيا لري.
١ _ هغه خلک چې کورونه يې وران شوي دي په شمير ډير لږ دي هغوى ته په فوري توګه د سرکاري کورونو يا د کرايي د کورنو بندوبست کول پکار دي.
د ټولو قومي او ساسي مشرانو د سيکورټۍ دپاره اقدامات کول پدي لړ کې ځه تجوزي کوم چې د کميونټي پوليس نظام په جوړولو کې دې د مشرانو رايي ته ترجيح ورکړي شي د دوى په خوښه دې خلک واغستلي شي او د نورو فرائضو نه علاوه يو مهم فرض دې يې دا وي چې کميونټي پوليس د دې مشرانو امنيت وساتي.
٣ _ قومي مشرانو او سياسي کارکونانو ته د ځان د حفاظت د پاره د وسلې ګرځولو اجازت ورکړى شي.
٤ _ کميونټي پوليس سره سره دې يو معلوم او باوري ميکنيزم لاندې په کلو کې د دفاع کميټيانې جوړول چې هغه کميټيانې د حکومت او قامي مشرانو د کنټرول لاندې وي د غه کميټيانو ته که ممکن وي د سرکار له خوا وسله ورکړي شي او که امکان يې نه وې نو د قومي مشرانو او حکومت د څارنې لاندې د خپلې وسلې د ساتلو اجازت ورکړل شي.
٥ _ د کلو د دفاع کميټيانې دې د تپې او ضلع تر سطح د يو قامي او سرکاري کمانډ لاندې منظم شي، چې د تکليف په وخت کې د يو بل کمک وکړي.
_ د دې پاره ضروري ده چې د انتظامي حکومت او جرګې تر منځ د يو بل سره مکمل تعاون وي او يو بل ته جواب دې هم وي.
محترم وزير اعلى صيب : تاسو ته معلومه ده چې سوات دا وخت په اقتصادي توګه مکمل تباه شوى دى مونږ دا مطالبه کوو چې په فوري ډول ټول سوات دې متاثره وګڼلي شي او ټول خلک د ې په خپل يونين کونسل کې رجسټر او د امداد مستحق وګرځولي شي.
٧ _ خلکو ته د ژوند روانولو دپاره دې د اوږدې مودې بلاسود قرضې ورکړې شي د بجلى ګيس او اوبوبلونه دې معاف کړى شي.
٨ _ د خلکو د تباه شوو کورونو نيوى شوو ځمکو، باغونو، دکانونو او نور شوو تاوانونو ادائګي دې حکومت وکړي.
٩ _ د دهشتګردانو نه علاوه په روانه جګړه چې څومره خلک شهيدان شوي دي او يا زخميان شوي دي هغوى ټول دې رجسټر شي او معقوله معاوضه دې ورکړل شي.
١٠ _ د دهشتګردانو په خلاف په روانه کاروايي کې د کورونو د ورانولو او ګرفتارۍ په سلسله کې احتياط کول چې څوک په ناحقه تاواني نه شي.
١١ _ په دهشتګردۍ کې ککړ سرکاري ملازمين دې برطرف او ګرفتاري کړى شي.
١٢ _ د سوات سره تعلق لرونکي طالب علمانو ته دې په پيشه وراو نورو تعليمي ادارو کې معقوله کوټه مقرر شي.
١٣ _ خلکو ته دې د ژوند د بحاليدو پورې مفت طبى سهوليات ورکړي شي.
محترم وزير اعلى صيب : دا هغه اقدامت دې چې، په فوري او هنګامي بنيادونو کول ضروري دي. البته د سوات زراعت ، صنعت، سياحت او تجارت ته په تيرو نولسو کلونو کې پرله پسې زيان رسيدلې دى. او خلک په اقتصادي توګه تباه شوي دې مونږ مطالبه کوو چې د دې تاوان دې پوره حساب وشي او د سوات د مکمل بحالۍ دپاره دې معقول پيکج ورکړي شي.
١٤ _ د سوات تباه حال سړکونو او وران سکولونو بحالئ ته خاصه پاملرنه وشي.
محترم وزير اعلى صيب!
په پايله کې دا هم ضروري ګڼم چې د سوات دا نمائنده جرګه د دهشتګردو سره د نورو مذاکراتو سخت مخالفت کوي او دا خبرادرى هم ورکوي، چې په يو نوم يا بل نوم د دهشتګردو سره مذاکرات به په راتلونکي وخت کې د لوې تباهۍ نه سوا هيڅ نتيجه نه ورکوي لهذا مونږ مطالبه کوو، چې د دوې سره نور هيڅ قسم مذاکرات ونشي بلکې په سختۍ سره دې دهشتګردۍ خاتمه وشي او د قانون حکمراني دې جوړه شي.
#####################################################
سيف الرحمن سليم
پښتانه د پښتونخوا درانه ښاغلي
د مغولو سېلاب يووړل لکه خلي
زمانه راپسې توره په لاس ګرځي
لکه ما يې چې وي پلار نيکه وژلي
ستا لاسونو ته به هسې خلک ګوري
پرهرونه زما نه دي چا ليدلي
عجيبه ده محبوبا غېږه کې غواړې
او لاسونه دې خپل شاته دي تړلي
ما په دار کړه چې منصور خلکو ته ياد شي
مودې وشوې څوک په دار نه دي ختلي
څلــوريزه
ارواښاد ډاکتر کبير ستورى
چې پښتو دوزخي بولي مخ يې تور دى
په پښتو باندې حرام د دوزخ اور دى
چې دوزخي يې په ويلو جنتي شي
د پښتو ژبې جنت کې کلى کور دى
%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%
چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د لندن د مظاهرې منعقده دويمه جنوري کال 2009 په موقعه د برطانيې وزير اعظم ګورډن براؤن ته په 10 ډاوننګ سټريټ لندن کې وړاندې شو او بيا دا دستاويز د اقوام متحده جنرال سيکرټري او د غربي دنيا په شمول د ټولې دنيا اعلى چارواکو ته ورکړى شو. (اداره)
په ١٤ اګست ١٩٤٧ کې د نړۍ په نقشه کې يو نوې هېواد پاکستان چې په پښتون، بلوچ، سندهي، سراييکي، بنګالي او پنجابي قومونو باندې مشتمل وو منځ ته راغلو د جوړښت د ورځې نه دا بدقسمته کثير القومه هېواد د يو حقيقي جمهوري نظام نه محروم پاتې کړې شو د هېواد د پښتون ، بنګالي، سندهي، بلوچ او سراييکي قوم يو بل سره په امن سره د اوسيدو وعده وکړه، او د پارلمان د لوړتيا لوظ يې وکړو، خو له بده مرغه مونږ د قومونو د برابرۍ په بنياد جوړ شوې وفاقي جمهوري نظام ونه لېده په يو رښتوني جمهوري نظام کې د طاقت ارتقاز د يوې وفاقي اکايي ( Federating Unit ) په لاس کې هيچېرې هم نه وي د دې برعکس د پنجاب سول او ملټري بيوروکراسۍ د عدليې په مرسته د نورو قومونو لاندې کولو ايجنډۀ شروع کړه په حقيقت کې پنجابي اسټبلشمنټ د خپلې غلبې اوبرلاسيتوب ساتلو لپار ه دستور ( اساسي قانون) جوړولو ته برې نه ښود. که چېرې مونږ د پاکستان په سياسي او دستوري تاريخ يو نظر واچوو، نو مونږ ته په هغې کې د پنجاب په نورو قومونو باندې د چل ول په ذريعه د غلبې حاصلولو يو زورور خواهش ښکاري.
د ١٩٥٦ د اساسي قانون ( آئين) کې مونږ ته د بنګال د ټيټولو او د پنجاب د غلبې کوشش ليدل کېږي. کله چې پنجاب محسوسه کړه چې جمهوري قوتونه به مزاحمت وکړي نو دوي په ملک کې وړومبۍ مارشل لا نافذه کړه چې د هغې په نتيجه کې په ١٩٧١ کې مشرقي پاکستان بيل شو او بنګله ديش جوړ شو خو د دې باوجود هم حکمران اسټبلشمنټ د خپلو دغو ډېرو لويو غلطو نه زده کړه ونکړه او پاتې ملک يې د اساسي قانون نه محرومه وساتلو څه په پټه او څه په ښکاره حقيقي طاقت د پنجاب اکثريتي فوج او استخباراتي ادارو په لاس کې ورکړي شو. د خفګان خبره داده چې د هغې وخت نه تر اوسه پورې ٤٠ ميليونه پښتانه په څلورو بېلو بېلو انتظامي اقايو لکه فاټا، NWFP، بلوچستان او پنجاب کې وساتلي شو او غرض يې دا و، چې دوې خپله قامي پېژندګلو او اقتصادي وسايلو نه محرومه پاتې کړى شي. د دې نه داسې ښکاري چې د نورو قومونو په مقابل کې د دوي پاليسي د پښتنو په هکله ډيرې د دښمنۍ نه ډکې رارواني دي.
د پښتون ( افغان) تاريخ ښايي چې دوې يو ډير مهذبه، سيکولر، غير فرقه پرست او پرامنه قوم دې او دوي تل د بل د خودمختارۍ احترام کړې دې. خود ١٩٧٩ نه تر ١٩٨٩ پورې د افغان جنګ په دوران کې د افغانستان سره تړلې علاقي يعنې د پاکستان دننه علاقې د جهانې طاقتونو د افغان حکومت او پخواني سويت يونين خلاف په مرکز بدلې شوې چې د هغې په پايله کې افغانستان لوټې لوټې شو د جېنيوا لوظنامې په نتيجه کې سويت فوجونه واپس لاړل خو تا ته يې د څوارلسو کالو جنګ ځپلې هېواد پرېښودو، چې په هغې کې يو بې قانونه حکومت، خراب امنيتې حالت، ويجاړې ادارې، مات ګوډ د مواصلاتو نظام او د بيارغونې او ابادکارۍ هېڅ انتظام موجود نه و او د سويت يونين مخالف طاقتونو د اړخه د غټ غفلت خبره دا ده چې هغوي د جنګې ګروپونو نه وسله غونډه نه کړه.
د جنګ د ختمېدو نه وروسته دغه جنګې ګروپونه آى -اس -آى (ISI) د يوې ستراتيجې لاندې بيا منظم کړل دا هغه ګروپونه وو دچا په لاس چې آى اس آى راتلونکي افغان حکومتونه او ادارې بيارغونې او ودې ته پرېنښودل .آى اس آى خپل جال نور هم خپور کړو او د وخت تېرېدو سره يې د خپلې ولقې لاندې خطرناک ترهګر تنظيمونه جوړ کړل، چې هغه وروسته د القاعدې او د طالبانو په نوم ټول افغانستان قبضه کړو.
د ٩/ ١١ نه وروسته چې کله امريکې او نورو شرکت کوونکو دا محسوسه کړه چې د دوې نه غټې غلطې شوي دي نو د وې د ترهګرو د پناه ګاهونو ختمولو منصوبه شروع کړه خو دا ځل بيا آى اس آى د دې ترهګرو تنظيمونو مرسته وکړده او دوې يې په څه طريقه منځنې پښتونخوا (FATA) ته راورسول . د بين الملل (UN) د افغان ريزولوشن (Resolution) اود افغان – بون کنفرانس نه وروستو نوى افغان حکومت د بيارغونې کارونه شروع کړل خو آى اس آى دا هم ترهګر تنظيمونو په مرسته يې افغان حکومت بې ثباته کولو هلې ځلې پېل کړې. هم د آى اس آى د قومندې لاندې دې ترهګر تنظيمونو يعنې القاعده او طالبانو په افغان پوليس، افغان فوځ ، ناټو (NATO) فوځونو بريدونه پيل کړل چې په پايله کې يې د منځنې پښتونخواخلک په منځ کې راګير شول.
او د دې په وجه ډېر پښتانه مشران او سياسي او ټولنيز کارکونکي قتل کړې شول او په زرګونو ماشومان، بې وسله سړي او ښځې هم پکې مړه شول. په سلګونو مکتبونه، هسپتالونه، سړکونه، پولونه او نور ډېر عمارتونه د بمونو په واسطه تباه کړې شول.
په ميليونونو پښتانه بې کوره شول او ډېر په بدحال اوس هم ډېر خلک په کيمپونو کې ديره دي.
نن هم سوونو کاله زاړه کلي او تاريخي نوادرات لګيا دي برباد کړل کيږي.
سوات چې د اسيا په سوټزرلينډ مشهور وو او د سياحانو مرکز وو په کنډره بدل شو او د منځني پښتونخوا بنو، ټانګ، هنګو، کوهاټ ډيره اسمعيل خان سره همدغه چل وشو.
په دغه علاقو د رياست هيڅ عمل دارى نشته او د ترهګرو حکم پکې چليږي. د F.M اف ام راډو په ذريعه ٢٤ ساعته دوي خلکو ته نوې نوې هدايت ورکړل کيږي خلک دا ګڼي چې دوي بيخي يواځې دي او جنګ په دې ورتپل شوې دې خو هيڅ څوک د دوي مرستې ته نه راځي. د دې ژوند د دى بې رحمه ترهګر قاتلانو په خواهش دى چې څوک وژني او څوک پرېږدي د سرکاري راپورونو (Reports) له مخې د دې ترهګرو شمېره تر ١٠٠٠ پورې ده او دسرکاري پوځونه د دې نه ٥٠ چنده زيات دې چې پوليس پکې نه دى شامل. او هم دا تناسب هر ځاې کې دې خود حيرانتيا خبره ده چې په ځې کې د ترهګرو عملدارې ده او د دې کنترول په ٨٠ فيصده علاقه باندې دې.
په ډېرو ځايونو کې ترهګرو خپل عدالتونه قايم کړي دي او په لويو لارو باندې يې خپل چيک پوسټونه هم جوړ کړي دي.
خلک په زور دې عدالتونو ته راوستل کيږي. د دې دلته هيڅ بنيادي انساني ( بشري) حقونه نه لري او ډېر د بې غېرتۍ سلوک ورسره کيږي. دوې ته دلته د خپلې دفاع حق هم نه ورکړل کيږي.
دا عدالتونه د خپل جبر دپاره مشهور دى او په يو څو منټو کې خلکو ته سزا ورکوي.
د ځناور غوندې سرونه پرې کول او د وجود نور اندامونه، لکه خپې، لاسونه په ارو او په چړو پرېکول پکې يوه عامه خبره ده د دې عکسونه او فلمونه بيا وروسته جوړ او خپاره شوې چې په اولس کې ويره او ترهې ته دوام ورکړي. او قتل کړي شوي بدقسمته خلک په چوکونو کې زوړند کړل کيږي.
دا ترهګر په دې سيمو کې دخلکو نه په زور ډيرې پيسې هم راغونډوي او په دې توګه د دې په اولس د خپلې وېرې له کبله عمل دارۍ جوړه کړي ده.
اوس خلک حيران دې چې حکومت چې د هغه زمه واري ده خلکو ژوند د تحفظ ورکول دي. پرته دې خلک نه پوهيږي چې د تحفظ ورکول ذمه واره ادارې څنګه اولس ته دوکه ورکوي اولس ګوري چې بې ګناه خلک وژل کيږي او نور د ډيرو سختو پابنديو لاندې دي.
داسې ښکاري چې د سرکاري پوځ او ترهګرو په منځ کې يوه نمائشي مقابله ده او اولس يې منځ کې نښتې دې په دغو سيمو کې د اولس اقتصاد، کرکيله، سياحت، تعليم او صنعت بيخي ختم شوې دى او منظر فقط تباهي او بربادې ښکاره کوي.
حقيقت ته که څوک وګوري نو داسي ښکاري چې دا پوځي عمليات د ترهګرو نه، بلکې د اولس پر ضد دي. د پوځي څوکو نه په يو څو قدمو کې دا ترهګر د اولس نه سرونه پريکوي، خلک تښتوي، او په بازارونو کې ګشتونه کوي.
بل اړخ ته په زرګونو جينکۍ د بنيادي تعليم نه بې برخې کړې شوي دي او په کورونو کې بې مقصده ناستي دي او نفسياتي مريضاني شوي دي.
د سرکاري پوځونو په موجودګې کې د پښتونخوا ٤٠ ميليونه پښتانه په عمومې توګه او د (FATA) ، سوات، بنو، ټانک، هنګو، کوهاټ او ډېره اسمعيل خان ضلعو خلک په خصوصي توګه د يو ډير د وېرې او خوف په حال کې دې او د دې حال اوس څو کلونه وشو.
د حيرانتيا خبره داده چې د پوځونو د عسکرو او د پوليسو په وړاندې د هغو خلکو مړي چې ترهګرو ورته جاسوسان وايي، راوړل شي او په چوکونو کې ستنو ته رازوړند کړې شي. د دې په وجود چې د خبردارۍ يو پاڼه لګولي وي چې په هغې داسې ليکل شوي وي:
"چې د جاسوس ( خبرلوڅ) به دا انجام وي."
د پورته بيان کړې شوي حقيقتونو په رڼا کې مونږ دا ګڼو چې
١ _ د پاکستان فوځونه او د ترهګرو په منځ کې روان جنګ فقط د اولس سره يوه ويرونکي ډرامه ده چې په پايله کې يې يواځې تباهي او بربادي راوړي ده او په دې عمل زمونږ هيڅ باور نشته.
٢ _ مونږ ګڼو چې زمونږ استخباراتي ( Intelligence ) ادارې د دې خوني ډرامي جوړونکي ، وړاندي کوونکي او حمايه کوونکي دي.
زمونږ غوښتنې لاندې دي:
٣ _ مونږ په خپله خاوره د قانون عملداري غواړو.
٤ _ مونږ بنياد پرستي، فرقه پرستي، انتها پسندي او د مذهبي ليونتوب په کلکه غندنه کوو که هغه دلته وي او که د نړۍ په بل ځاۍ کې وي.
٥ _ مونږ د پاکستاني رياست په افغانستان کې د لاسوهنې په کلکه غندنه کوو.
٦ _ مونږ بين الملل او د هغې لاس لاندې ادارو لکه د بشري حقوقو اداري ، نړيواله ټولنې (International Community) ته خواست کوو چې خپلې ذمه وارۍ دې سرته ورسوي او په دې لړ کې دې د دې مظلومه ، بې ګناه او ډېر ځبلې شوي اولس مرسته وکړي.
مونږ د دې نه دا هيله لرو چې
١ _ د رياستي سورې لاندې پاللې شوې ترهګرې چې په نتيجه کې يې په زرګونو بې ګناه اولس ووژل شو، دې ختم کړي .
٢ _ دا ملکونه او اداري دې په پاکستان زور واچوي چې د ترهګرو پر خلاف دې خپل عمليات اغېزناک کړي او هغه داسې چې عمليات دې دترهګرو خلاف وشي نه چې د اولس خلاف
او حکومت دې په دې لړ کې اولس ته جواب ده کړي.
او دا عمليات دي ډير واضحه او نتيجه راوړونکي وي چې پکې د اولس زيان کم نه کم وي.
٣ _ د اولس ژوند او کاروبار ته دې تحفظ ورکړل شي
٤ _ د بيارغونې او بياودانولو لپاره دې هر قسم مرسته وکړل شي. برباد کړل شوي کلي او ښارونه دي ودان کړې شي او د بې کوره شوي اولس د بيا راوستلو دپاره دې ګامونه پورته کړې شي ځکه چې دوي په کيمپونو کې ډېرو سختيو سره مخ دي او د خوراک او صحت يې هيڅ بندوبست نشته.
#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@
د پښتونخوا ملى عوامى پارټۍ جنوبي پښتونخوا د صوبائى جرګى غونډۀ په نهم اګست ٢٠٠٩ د کوئټې په تاريخې ښار کې وشوه. د غونډې صدارت د پارټې چېرمين او محترم مشر ښاغلى محمود خان اڅکزى وکړه په غونډ کې د پارټۍ سينير ډپټې چيرمين محترم سنيټر عبدالرحيم مندوخيل ، مرکزى جنرل سيکرټرى محترم اکرم شاه خان، ډاکټر کليم الله، رضا محمد رضا، عبدالروف خان، حاجى فضل قادر شيرانى، حاجى حکيم خان مندوخيل، د صوبايي ايګزيکټيو غړو، دمرکزى کميټئ غړو، د لاهور او سيالکوټ د ضلعى ايګزيکټيو غړو هم ګډون وکړ، د جرګى په غونډۀ کې په سوونو د جرګې غړو برخه واخېسته د پارټۍ په دغه ايينې اداره کې په جنوبي پښتونخوا کې د تيروو دوو کالو تفصيلى سياسي او تنظيمى رپورټ وړاندې کړي شو.
غونډې ته د پښتونخوا ملې عوامې پارټۍجنوبې پښتونخوا د پارټئ صوبايي صدر ښاغلې عثمان خان کاکړ د پارټې لخوا د فوجې امريت په خلاف په ملک کې د محکوم قومونو د قامي برابري او خودمختاري په ملک کې دجمهوري حکمرانې د قيام، په افغانستان کې د اسلام اباد د مداخلت و جارحيت په ملک کې د ترهګرې انتها پسندى، فرقه واريت، په سند کراچى کې د پښتنو په خلاف د فاشسټ او ترهګر قوتونو د ناروا اقداماتو په خلاف په پښتون بلوچ صوبه او ټول ملک کې قومونو او اولسونو ته د ورپيښ مسايلو د حل لپاره، د عدليي د ازادئ د چيف جسټس د بحالۍ په تحريک د لندن د ال پارټيز کانفرنس (APC)د فيصلو تر مخه په ملک ک ېد ايين و قانون د حکمرانى د امريت د مستقل خاتمې او د حقيقي جمهوريت د بحاى لپاره د ال پارتيز ډيموکريټک موومنټ (APDM)د بائيکاټ تحريک ، د محکوم قومونو د نجات تحريک پونم او د پښتون قامي تحريک د متحدو منظم کولو لپاره د پارټى د تاريخې مبارزى جدوجهد په لړ کې تفصيلى سياسي رپورت وړاندې کړو د پارټۍ صوبايي سيکرټرى ښاغلى عبدالرحيم زيارتوال د پارټۍ د تنظيمى فعاليتونو په حواله تفصيلى تنظيمى رپورټ وړاندى کړو. په غونډۀ کې د صوبيي جرګې برخه والو د اينده تګ لارې په حواله پيشنهادونه وړاندې کړه او پارټې ته يې په شاندار کارکردګۍ او تاريخې مبارزۍ شاباسي او مبارکې وړاندې کړه. او د پارټۍ د لازيات منظم و فعال کولو عزم او اداره يې ښکاره کړه. غونډې ته د پارټې چېرمين محترم مشر محمود خان اڅکزى او سنئـير ډپټي چيرمين محترم سينيټر عبدالرحيم مندوخيل ويناوى وکړي. صوبايي جرګې ته پخپله وينا کې د پارټۍ سنير ډپټې چېرمين محترم سينټر عبدالرحيم خان مندوخيل د جنوبي پښتونخوا صوبايي پارټي ته په بهترين سياسي و تنظيمى رپورټ وړاندې کولو مبارکې ورکړه او وى ويل چې پارټي د خپل قومى او جمهوري اهدافو لپاره پر افتخاره مبارزه کړيده هغوى وويل چې د متحده او خودمختار قومې صوبى پښتونخوا، پښتونستان يا افغانيه قيام، د پښتون قامې واک او اختيار ترلاسه کول او د ازاد افغانستان دفاع زموږ قومي اهداف دى او پښتونخوا ملى عوامې پارټي په پاکستان کې د پښتون بلوچ سندهى سراييکى او پنجاى قومونو د برابري په بنياد د جمهوري وفاق او په ملک کې د قومونو د برابرې، خودمختارى او د اولس د جمهوري حکمرانى په مبارزه کې مهم کردار لوبولى دى موږ د هر فوجى امريت په خلاف د شهيدانو او کارکنانو د قيدو بند قربانيانى ورکړى دى پارټي د دهشتګردى د تباه کن نتايجو نه حکمرانان په وخت خبر کړيدى او نن چې په دغه ملک او سيمه کې د دهشتګردې په وجه کومې خطرې راپيښې شويدى د هغى ذمه وار زموږ حکرانان دى هغوى وويل چې پښتونخوا وطن او ملک کې د دهشتګردى د مکمل خاتمې نه بغير جمهوريت او د قانون حکمرانى نشى جوړيدى . او په پښتونخوا وطن مسلط استعماري دهشتګردانو چې زموږ د اولس په خلاف د جبرو استبداد کوم اقدامات او د وحشت و بربريت جرايم کړى هاغه چنګيز خان، هلاکو خان او هټلر هم نه دى کړى او اوس دا د خوشالۍ خبره ده چې دملک جمهوري قوتونو د دهشتګردى په مکمل خاتمه اتفاق کړيدى . محترم عبدالرحيم مندوخيل وويل چې پښتونخوا ميپ د لندن په ال پارټيز کانفرنس کې مهم رول لوبولى او د هغى د فيصلو د عملى کولو لپاره يې د هيڅ قربانۍ نه دريغ نه د ى کړى که نورى پارټيانى هم په اصولى موقف ولاړى پاتې شوى وى نو د جنرال مشرف د فوجې امريت خاتمه او د ايين د مکمل بحالى به ډېر پخوا شوى وي و هغوي وويلچې نن مسئله صرف د اوولسم ترميم خاتمه نه بلکې د قومونو د برابرۍ او د صوبايي خودمختارې مسئله راپيښه ده د پښتون اولس قومي مطالبه داده چې جنوبي و شمالي پښتونخوا او په اټک و ميانوالي مشتمله صوبه پښتونخوا په فوري توګه راجوړه شي. او د پښتونخوا وطن په ټولو وسايلو دى د پښتون قام حق ملکيت تسليم کړي شي هغوي وويل چې د پښتنو د قومي وحدت پورې دى په عبورې دور کې پښتون بلوچ صوبه کې د قومې برابرې په بنياد د صوبي سياسي اقتدار او ټول معاملاتو کې د پښتنو مساوي نمايندګې تسليم کړى شي يا دى بيا د پښتنو صوبه جنوبي پښتونخوا قايم کړل شي او د منځنې پښتونخوا ازادانه ايينې حيثيت قايم ساتلو سره د هاغه ځاى د اولس منتخب او بآ اختيار جرګې قيام په عمل کې راوستل شي.
محترم عبدالرحيم مندوخيل وويل چې تر څو وفاق کې شامل قومونه مقتدرا او خودمختار تسليم کړل شوى نه وي د هغوې په وسايلو د هغوې اختيار قايم کړى شوى نه وى سينټ با اختياره او د صوبايي خودمختارى ايينى ضمانتونه ورنکړل شي تر هغې د جمهرويت قيام ممکن نه دى هغو وويل چې د سپريم کورټ چيف جسټس او عدالت عظمى لخوا د دوه شپيته کلن غير ايينى اقداماتو په مستردکولو د پښتنوخوا ملى عوامى پارټى په تاريخى موقف د تصديق مهر ثبت کړيدى او موږ په دې فخر کوو چې زموږ پارټى د عدليى د ازادى لپاره له هر چا مهم کردار لوبولى دى.
هغوى د پارټۍ کارکنانو ته وويل چې د پښتونخوا ميپ د نور زيات فعاله او منظم کولو لپاره شپه او ورځ محنت وکړئ ځکه چې د يو منظم سياسي پارټى نه بغير قومى نجات ممکن نه دى او پارټى د قامى نجات اصل وسيله ده د پښتونخوا ميپ کارکنانو ته به د قومي اهدافو د ترلاسه کولو او د وطني ګټو د دفاع لپاره هرې قربانى ته تيار اوسيدل وى هغوى زياته کړه چې پښتونخوا ميپ د امريت او استبداد د ټولو قوتونو مقابله کړيده او په هر مشکل وخت کې د خپل اولس د ځآن و مال د تحفظ لپاره خپل رول لوبولى دى او پارټى پښتون بلوچ صوبه او ملک کې د بد امنې ، فرقه واريت، ټارګټ کلنګ او د ناروا اقدام په خلاف موثر اواز پورته کړيدى. او پښتونخوا ملى عوامې پارټى د خپلو قومى او وطنى مفاداتو تحفظ خپله قامي او ديني فريضه ګڼي او پښتونخوا ميپ بهد خپل بهادر او مېړنى اولس په تائيد و حمايت خپل قامې نجات ممکن جوړوي.
د پښتونخوا ملى عوامى پارټى چيرمين محترم مشر محمود خان اڅکزى د پارټى صوبايي جرګى ته په خپله وينا کې د پارټى د دغه اهم ادارى د اجلاس په راجوړولو مبارکى وړاندى کړه او ويې ويل چې د پښتونخوا ميپ د خپل بر حق دريځ او د کارکنانو د لا زوال قربانيو په نتيجه کې نن په ټول پښتونخوا وطن کې د اولس او پښتون غيور ملت يو نماينده او رهبر پارټى جوړه شويده زموږ لپاره دا خبره د افتخار باعث ده چې د ملک سپريم کورټ چيف جسټس او هايي کورټ هاغه ټولى خبرې درست وګرځولى د کومو لپاره چې د پښتونخوا ملى عوامى پارټى مشرانو او کارکنانو د تيرو دوه شپيته کالو راهېسې مبارزۍ کولى موږ د جنرال ايوب خان، يحيى خان، جنرل ضيا او پرويز مشرف څلور واړه مارشل لاوى غير ايينى او د ملک له پاره تباه کن وګرځولى او د هاغو مقابله مو په څو ځوانمردۍ وکړه موږ د جمهوريت د قومونو د برابرى او خودمختارى او ملک کې داولس د حکمرانى لپاره ناقابل بيان قربانيانى ورکړى، زمونږ مشرانو او کارکنانو ته اوږدى د قيدو بند سزاګانى ورکړل شوى د هاغو جائيدادونه ضبط کړى شول مګر زموږ قومى تحريک د جبر او استبداد اوامريت اقتدار هميشه مسترد کړى او نن په ټول ملک کې جمهوري قوتونو، عدليي او د ملک اولس مارشل لا د هميشه لپاره مسترد کړى او د پښتون قومي تحريک او د نورو جمهوري قوتونو د قربانو په نتيجه کې زموږ ملک يو ځل بيا د جمهوريت په پاټلۍ (لار) روان شويدى. زموږه عدليي د دوه شپيته کاله ټول غير ايينې اقدامات غلط ګرځولو سره د جمهوري پاکستان د تشکيل لپاره بنياد فراهم کړيدى که د ملک سياسي پارټيانو مثبت طرز عمل اختيار کړو، نو موږ د يو داسې جمهوري پاکستان تشکيل په اسانه کولى شو چرته به چې د دغه ملک د او سيدونکو ټولو قومونو برابرى و خودمختارى او زمونږ د اولس جمهوري حکمرانى يقينى وي.
محترم مشر محمود خان اڅکزى وويل چې اوس د دغه ملک او سيمى صورتحال ډيره پيچيده دى د حکمرانانو په يوه غلطى هم دا سيمه د وحشت و بربريت د يو بدترين جنګ ښکار کيدى شي د تباهى و بربادى سخه د بچ کيدو لپاره بۀ موږ ته د يو نوى جمهوري پاکستان د تشکيل پخه اراده کول دى موږ پاکستان ماتول نه غواړو، ولى په پاکستان کې د غلام او محکوم په حيث اوسيدو ته هم تيار نه يو پښتون بلوڅ، سندهى، سراييکى او پنجابى قومونه پخپلو تاريخى وطنونو اباد دى ټولوقومونو ته د خپل وطن په ټولو وسايلو د ملکيت حق او په ملک کې د قومى برابرى حق حاصل دى که د قومونو حقوق و اختيارات او د مورنئى ژبو حق تسليم کړى شي نو موږ د يو خوشال او ترقي يافته پاکستان هدف ته رسيدلى شو. هغوى وويل چې نن هم پښتون د انګريزى استعمار په طرز تقسيم او ټولو وسايلو د ملکيت څخه محروم دى چې د هغى نتيجه داده چې د قدرتي وسايلو او نعمتونو څخه مالا مال وطن د مالک کېدو باوجود پښتون اولس په بدترين غربت، نادارى او تباه حالئ په صورتحال کې په ژوند تيرولو مجبور دى. او په کروړونو پښتانه په پردي وطنونو کې شپه او ورځ په محنت و مزدورى مجبور دى هغوى وويل چې د پښتونخوا وطن ټول وطن دوسته او جمهوري قوتونه بايد چې يو شي او خپل اولس د تباه حالۍ د صورتحال څخه د ويستلو پښتون قوم ته د قومى برابرى ، ملى وحدت، قومي شناخت او په خپلو وسايلو د ملکيت حق تر لاسه کولو لپاره خپل رول ولوبوي. پښتونخوا ميپ به د پښتونخوا وطن د اولسونو د متحد او منظم کولو ملى او دينى فريضه سرته رسوى، موږ د دى ملک په حکمرانانو واضح کول غواړو چې که د قومونو د حقوقو نه انکار او د ا مريت لار يو ځل بيا اختيار کړې شوه نو دا به د پاکستان د خاتمې لار وى. هغوى وويل چې د پنځوس په لسيزه کې د پښتنو، بلوڅو، سندهيان، بنګاليانو او پنجابيانو قومې او جمهوري پارټيانو د نيشنل عوامى پارټى بنياد کېښـود.
چا چې په لسانى ، تاريخى بنيادونو د قومې صوبو د تشکيل او د جمهوري فيډريشن لپاره قربانيانى ورکړى، مګر حکمرانانو دون او پيريټى استعمارى نظام مسلط کړو او په ملک کې د اوږدو مارشل لاګانو دور مسلط کړه، چې د هغې نتيجه دا شوه چې نن د پاکستان اولس او قومونه د يو نوى عمرانى معاهدى او جمهورى پاکستان لپاره د يوى نوى ايين د تشکيل مطالبه کوي د سپريم کورټ فيصلى د پښتونخوا ميپ او نورو جمهوري قوتونو په برحق تاريخي دريځ د تصديق مهر ثبت کړېدى، اوس حکمرانانو ته د ماضى د غلطيانو څخه سبق ترلاسه کول پکار دى، اوس صورتحال يکسره بدل شوېدى د قومى او جمهوري حقونو لپاره د اولس مضبوط تحريکونه موجود دى که يو جرنيل د پنځمى مارشل لا د نفاذ حماقت وکړو، نو هغه ته به د عدليې يو جج او يوه سياسي پارټى هم د حمايت لپاره نه تياريږي. محترم مشر محمود خان اڅکزى وويل چې ماته په ال پارټيز کانفرنس کې واضح کړې وه چې که زموږ حکمرانانو په پښتونخوا وطن کې د عالمې دهشتګردانو په مرکزونو جوړولو او د امريکا د اينخلولو لپاره د دهشتګردى د جنګ د مسلط کولو فيصله کړى وى نو دا يوه داسې فيصله ده چې بيا پاکستان د يو ملک په حيث نشى پاتې کېدى ځکه چې د دهشتګردى خاتمه د جهان د ټولو ملکونو متفقه فيصله ده او د دغه سيمې او د نړۍ د امن واحد ضمانت هم دا دې چې د دهشتګردى د هر شکل مکمل خاتمه وکړى شي ، هغوي وويل چې د افغانستان په تباهى او بربادى کې يې کوم ملکونو برخه واخېسته نن هغوى د هاغى تاوانونو سره مخ دى پاکستان چې نن د تباهې کوم صورتحال سره مخ دى د هغى بنيادى وجه د افغان دشمنې پاليسي ده هغوې زياته کړه، چې موږ د رنګ و نسل عقيدى او ژبې پر بنياد د چا نه نفرت نه کوو موږ دټولو مذهبونو د پيرو کارو څخه هم اميد کوو چې هغوې بۀ زموږ د دين عقيدى، قومې ثقافت، دود دستور احترام کوې موږ به هم د هغوي د دينى او ثقافتى اقدارو احترام کوو هغوى وويل چې پښتون به دغه ملک کې د هر قوم پخپل وطن او وسايلو د هغوي حق تسليموي د چا په يو انچ ځمکه د قبضى موږ سوچ هم نشو کولى مګر په خپل تاريخي وطن دخپل قومي حق نه په هيڅ صورت دستبرداره کېږو نه اوس وخت راغلى دى چې د دې ملک ټول قومونه او اولسونه پخپلو کې داسې متحد او منظم شي چې د حکمرانى يو داسې جمهوري نظام راجوړ کړى چې د يو قام په بل قام د يوى طبقې په بلې طبقى او د يو فرد پر بل فرد هيڅ بالا دستې نه وي.
محترم مشر په کارکنانو زور واچولو چې هغوې د خپل اولس ته د کردار يو داسې مثالى نمونه وړاندې کړې ځکه چې پښتون اولس د پښتونخوا ميپ د کردار په وجه په هغوي اعتماد کوي، او پښتونخوا ملي عوامي پارټي به د خپل غيرتمند ملت د نجات د پرامن پر مختګ او خوشال مستقبل لپاره هرې قربانۍ ته هميشه تيار وي.
^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^
د FAVON او FAROE ډيرو محترمو مشرانو او دغونډې برخه والو
د ټولو نه وړاندې د خپل ځان ، د خپل ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشرتابه ګران محترم محمود خان اڅکزى او عبدالرحيم مندوخيل لخوا د FAVON او FAROE ډيره مننه کوم چې مونږ ته يې د خپلو خيالاتو د اظهار لپاره په دغه غونډه کې بلنه راکړه.
محترم دوستانو: څرنګه چې تاسو او مونږ ټولو ته معلومه ده چې ترهګري د يو داسې ناروا عمل او مزمومې پديدي نوم دى، د کوم په ذريعه چې يو محدود ټولګې خپل نامشروع نظريات عقائد او ناولي مقاصد په قامونو او اولسونو د زور د لارې مسلط کول غواړي، د هغې دپاره صلح ايز، قانوني، ائيني او انساني لارو چارو د اختيارولو په ځاې د بې ګناه انسانانو قتل او ترور کوي، ويره او وحشت پيدا کوي، د بده مرغه زمونږ مورنى ټاټوبې ګران او تاريخي افغانستان د نړۍ په مخ د شمار په هغه څو ملکونو کې دې، چې د تاريخ په اوږدو کې مسلسل د د غه ناروا عمل ښکار پاتې شوې دى، که مونږ د افغانستان تاريخ ته وګورو زمونږ سره په معلوم تاريخ کې وړومبې دهشتګردي د مهذب يورب سکندر مقدوني وکړه، چې زمونږ په وطن يې يرغل وکړو زمونږ تهذيب او تمدن يې تباه کړو او د افغانستان د ميړني اولس قتل عام يې وکړو، د سکندر يوناني نه پس چنګيز خان، تيمور لنګ، عرب، ايراني، مغلي او انګريزي استعمار هغه قوتونه دي چې يو په بل پسې يې زمونږ په وطن يې توره او بې پوره حملي کړي دي، چې په نتيجه کې زمونږ په وطن کې د انساني کپرو مينارونه جوړ شول، زمونږ تهذيب، تمدن، هنر، علم او فرهنګ مينځ نه وړي دى، او زمونږ ملت يې زورولى او په شابولى دى، افغان ميړني ملت هم د يرغلګرو مخ ته خپلې سينى ډال کړي او د خپلو سرونو په قيمت يې د خپل ګران وطن دفاع کړيده.
يو افغان شاعر د دې پرله پسې دهشت ګردې ذکر داسې کړي دى:
دا زمونږ تقدير دى چې په وينو کې مزل کوو
يـــــو دشمن چې اووهو بيا بل وهو او بل وهو
د پورته ذکر شوي تمهيد سره سم که وګورو نو نن هم د افغان په خاوره دغه عمل روان دى، خو نن مونږ وينو چې د تيرو ترهګرو په خلاف اوسني ترهګر يعنې پنجابي استعمار هغه خوش قسمته ترهګر او حمله اور دې چې د سکندر مقدوني نه نيولي تر انګريزي استعمار پورې چې ټولو خارجي يرغلګرو افغآن ملت ته د سر او مال کوم زيان په شريکه رسولې دې، پنجابې استعمار تر هغې زيات افغانان قتل کړل، او افغانستان يې په کنډوالو بدل کړو، تر اوسه پورې ديرش کاله کيږي، چې افغان ملت د دغه يرغل سره مخ دې، مګر د افسوس خبره داده، چې افغانانو لا د ده تڼې هم نده شو کولى، او نه پکې د ده يو بچې تاواني شو، پنجابي استعمار د افغان وژنې او د افغانستان د قبضه کولو دغه ناروا استعماري يرغل ته د جهاد THE HOLY WAR مقدس نوم ورکړى دى، په خپله د پردى شاته ناست دى او د پراکسى وار PROXY WAR په ذريعه يې په افغانستان کې د وينو دريابونه اوبيول.
د اسلامي افغانستان په خلاف د پنجابي استعمار د د غه يرغل څخه پنجاب دوه مقاصد ترلاسه کول غواړي، يو مقصد يې د ډيورنډ کرښه په افغانستان منل دي، او بل دا چې افغانستان خپل خارجي سياست د پاکستان د خوښې تابع کړي، د دغه استعماري عزايمو دپاره د پنجاب استعماري رياست پاکستان د اولې ورځې نه په افغانستان کې د مداخلت سياست خپل کړې دى.
د سکندر ميرزا د کنفډريشن تجويز او د هغه بعد د پاکستاني واکدارانو لخوا وخت په وخت د افغانستان په کورني چارو کې مداخلت، لاس وهنه، د تجارتي لارو بندول د دې فشار دپاره اقدامات وو.
په افغانستان کې د سردار محمد داود خان د واکمن کېدو نه پس دغه مداخلت نور بربنډ شو، کله چې پنجابي استعمار د جنرال نصيرالله بابر په مشرۍ کې افغان سيل راجوړ کړو، د دې ګواهي جنرال بابر په خپلو ويناګانو راډيو، تلويزيوني او اخباري مرکو کې وار په وار کړې ده، چې افغانستان په ړنګولو کې بنيادي کردار ده لوبولې دې، دى وايي چې داود خان د پښتونستان موضوع راپورته کړه نو ما ګلبدين ، استاد رباني، حبيب الرحمان، ملا خالص او احمد شاه مسعود پاکستان ته راوستل او د دوي په ذريعه مې د داود خان په خلاف د کودتا کوشش وکړو، کومه چې ناکامه کړى شوه په افغانستان کې د ثور د بدلون نه څو ورځې پس ګلبدين وويل چې که خلقيانو انقلاب نه وې کړى نو مونږ د داود خان د حکومت د نسکورولو فيصله کړى وه.
د ثور د بدلون نه پس چې لا د شوروي اتحاد فوځونه افغانستان ته نه وو راغې د پاکستان اى ايس اى يعنى انټر سرويسز انټليجنس د خپلو دغه روزل شوو قوتونو په ذريعه په افغانستان کې د عدم استحکام راوستلو هڅې پيل کړې، او په افغانستان کې يې مسلح مداخلت شروع کړو، او بيا چې کله شوروي فوځونه افغانستان ته راغلل نو دغه مداخلت خپل انتها ته ورسيدو، د جهان قوتونو له پکار وو، چې که د وى د شوروي اتحاد فوځونه د افغان خاورې څخه ويستل غوښتل، نو دا کار د سياسي لارو چارو لخوا هم کېداى شو، مګر د سياسي لارو په ځاى دوى فوځي لاره غوره کړه او بيا دا وو چې د امريکې نه نيولې تر عربستانه او د يورپ نه نيولى تر کمونست چين پورې ټولو د افغانستان د بربادولو د پاره ملا وتړله، په بيليونونو ډالرو، يورو، فرانک، ريال، درهمونه او د خطرناکو ويجاړونکو وسلو امبارونه يې پاکستان ته حواله کړل، د پاکستان فوځي حکمرانانو په ډير مهارت د دې استعمال وکړ، او داسې نقشه يې د جنګ جوړه کړه چې د ده د مقاصدو د پاره په لکونو افغانان مړه شول په لکونو معيوب شول، په ميلينونو د خپله کوره او کليو کډۀ شول، افغانانو ته آى ايس آى په سوونو تربيتي مرکزونه جوړ کړل او دغه رنګې په افغانستان کې تباه کوونکي اورونه بل کړل.
د بين الملل په ملګرتيا د افغانستان او پاکستان په منځ کې مذاکرات پيل شول، د پاکستان غوښتنه دا وه، چې شوروي فوځونه دى د افغانتسان څخه وځي، او دافغانستان جواب دا وو چې تر څو پورې د پاکستان لخوا په افغانستان کې مداخلت بند نشي ، شوروي فوځونه دافغانستان څخه نشي وتلى بالاخر د اقوام متحده په کوششونو جنيوا لوظنامه لاس ليک شوه، پاکستان د مداخلت بندلو وعده وکړه، او افغانستان د شوروي فوځونو د انخلا نظام الاوقات ورکړو، چې د هغې مطابق اخري شوروي فوځي په شپارسم فروري ١٩٨٩ د افغانستان څخه ووتل، په پاکستان کې ميشته افغان اپوزيشن به دا دعوه کوله چې دوى د ازادۍ مجاهدين دي او په کابل کې ناست ډاکټر نجيب الله د روس ګوډاګۍ دې، مګر کله چې جينوا معاهده لاس ليک کيده، د افغان حکومت لخوا د افغانستان خارجه وزير عبدالوکيل دستخط وکړو، او د افغان اپوزيشن لخوا د پاکستان وزير خارجه زين نوراني دستخط وکړو، د دې نه دا په ډاګه معلوميږي چې په دې جنګ کې اصل فريض په پاکستان کې مېشته افغان اپوزيشن نه وو، بلکې پخپله پاکستان وو، او بل فريق افغان حکومت وو، په دغه لوظنامه کې پخواني شوروي اتحاد او امريکا د دې ضامنان وو، افغان حکومت په ټاکل شوي وخت کې شوروي عسکر د افغانستان څخه وويستل مګر د شوروى عسکرو د وتلو سره سم پاکستان د جنيوا معاهده تر خپو لاندې کړه او په شپږم مارچ ١٩٨٩ کې يې په جلال آباد حمله وکړه، افغان زړه ور او قهرمان فوځ د ميړني افغان اولس په ملاتړ د وطن يا کفن او سر ورکوو، خو سنګر نه ورکوو،تر ملي شعار لاندې د پنجابي استعمار او د هغه د انډيوالو يرغلګرو ځواکونو سره په ډيره ميړانه د خپل وطن او استقلال دفاع وکړه او پاکستان ته يې تاريخي ماتې ورپه برخه کړو، افغان ميړني اولس د و طن پالنې په انقلابي جذبه دا ثابته کړه، چې
ختمول د پښتنو څه اسان نه دي
هر دښمن مو سر خوړلې دې برباد دى
پنجابيان او وهابيان دى ځان خبر کړي
هر سنګر د پښتونخوا جلال آباد دى
حقيقت دا دې چې د جنيوا معاهدې دضامن په حيث د امريکې حکومت خپله ذمه واري پوره نه کړه او نه يې په افغانستان کې د افغان حکومت د ملي روغې جوړي سياست تائيد کړو، د کوم په نتيجه کې چې به د حکومت او اپوزيشن په شريکه يو مخلوط حکومت جوړيدو، د اشتراک اقتدار دپاره به يوه فارموله جوړيده، په نتيجه کې به پر امن انتقال اقتدار کېده، افغان کډوال به په عزت خپل کور او کلو ته واپس تلل، د کوم پيشنهاد چې ډاکټر نجيب الله بيا بيا کولو، د دې برعکس امريکا، غربي او شرقي ټولې نړۍ د پاکستان د مداخلت کار سياست پلوي کوله چې بنيادي مقصد يې د افغانستان ملي استقال، ملي حاکميت، ارضي تماميت او افغان دولتي ادارې ختم کول او په کابل د لاهور حکمراني جوړول وو.
د جنيوا معاهدې نه پس د پاکستان مداخلت نور زيات شو، اقوام متحده د بينن سيوان په ذريعه د افغان حکومت او د هغه د ګونډيانو ترمينځه د صلحې يوه نوې فارموله وړاندې کړه چې افغان حکومت هغه ومنله، د دغه فارمولې مطابق ډاکټر نجيب الله د جمهوري رياست څخه په خپله استعفا رضا مندي ښکاره کړه، مګر د پاکستان لخوا د پر امن انتقال اقتدار دغه پلان هم ناکام کړل شو، په پاکستان کې ميشته افغان اپوزيشن په اسلام اباد کې د حضرت صبغت الله مجددي په مشرې کې د افغانستان دپاره يو ائتلافي اداره جوړه کړه، مګر د آى ايس آى نيغ په نيغه مداخلت په نتيجه کې افغانستان يو تباه کوونکې خانه جنګې سره مخامخ شو، دوه مياشتې پس په پېښور کې د پروفيسر برهان الدين رباني په مشرې يوه بل ائتلافي حکومت جوړ شو، مګر دا حکومت هم کار ته پرې نه خواى شو، د دغه حکومت وزير اعظم ګلبدين حکمتيار کابل ته د تلو په ځاى په چاراسياب کې خپل سنګر راجوړ کړو او په کابل يې د توغندو بارانونه وورول،افغان وسلوال فوځ ملي پوليس اود ملي امنيت ادارې ختم شوې، او په افغانستان د جنګ اورونه بل شول، د پاکستان پخواني انډيوالان حضرت صبغت الله مجددي، پروفيسر برهان الدين رباني، احمد شاه مسعود، پير سيد احمد ګيلاني، استاد عبدالرب رسول سياف د پاکستان په استعماري عزايمو پوهه شول، او دوى د پاکستان په مخالف افغان کيمپ کې ودريدل چې وروستو ګلبدين حکمتيار هم د پروفيسر برهان الدين رباني په حکومت کې د وزير اعظم په حيث شامل شو، مګر پاکستان خپل نوى لښکر د طالبانو په نامه منظم کړو، د جمهوريت امن او انصاف علمبردار يورپ، امريکا او نورې نړۍ افغانستان اسلام اباد ته حواله کړو، د جمهوريت امن او انصاف علمبردار يورپ، امريکا انو نورې نړۍ افغانستان اسلام اباد ته حواله کړو، او دا شان جنګ زپلې ، زخمي او ناتوانه افغانستان د آى ايس اى په رحم و کرم شو.
پنجابي استعمار د خپل پلان سره سم افغانستان د بين الاقوامي ترهګرې په مرکز بدل کړو، د ټول جهان ترهګر يې پاکستان ته راوستل دلته يې منظم کړل، او په افغانستان کې يې استعمال کړل، د رباني حکومت چې هغه وخت د افغانستان مرکزي حکومت وو، او جهان منلې وو، د پاکستان وزير داخله نصير الله بابر او د پاکستان د استخباراتي ادارو نور مشران به د افغان حکومت د اجازې نه بغير په افغانستان کې داسې ازاد ګرځېدل لکه دا ملک چې دوى فتح کړي وي، د هغه افغان حکومت په هر فورم د دې په خلاف اواز پورته کولو مګر دمهذبې دنيا غوږونه کاڼه وه، بالاخره په ستمبر ١٩٩٦ کابل هم طالبانو د آي ايس آى په مرسته او قومنده ونيولو په کابل د طالبانو قبضه په اصل کې د پنجابي او عرب قبضه وه، پنجابي استعمار افغانستان خپله کالوني جوړه کړه او وهابي عربانو د افغانستان خاوره د شيعه ايران په خلاف استعمالول غوښتل، په کابل د اى ايس اى د قبضې سره سم د ټولى نړۍ دهشتګرد په افغانستان کې ديره کړى شول، او دوى ته يې د تربيت مرکزونه جوړ کړل، د سنکيانګ، چيچنيا، ازبکستان، تاجکستان، کشمير او ټولې عرب دنيا نه ځانته شو، ملي ا ستقلال يې د لاسه ورکړو د سعودي عرب، پاکستان او عرب اماراتو نه علاوه افغانستان د هيڅ يو ملک سره سفارتي اړيکي نه لرلې، افغان دولت په امارت بدل شو، فوځ، پوليس، امنيت، ملي سرود، ملي بيرغ ، مکتب، شفاخانه، سرکونه يې ختم شول، د افغانستان ملي شتمنۍ لوټ او چور او تالا شوې ، طيارې، ټانګونه او فوځي ساز او سامان يې چور شول، د افغان اولس هغه ملي عنانات، ملي کلتور ختم کړل شول، حتى عبادت يې هم د اغيارو په خوښه شو، دوى د خپل حفاظت دپاره چاقو هم نشو ساتلې، او خارجيان به په ټانګونو کې ګرځېدل، افغانستان د ترهه ګرو د پاره جنت شو او د افغانانو دپاره زندان، د کابل په ښار کې بر ق نه وو، مګر د ترهه ګرو په مرکزونو کې د دنيا ټول اسانتياوى موجود وي.
ائ ايس ائ ترهه ګري ته نړيوال شکل ورکړو، او د هر ځاې دپاره يې خپل خپل ترهه ګرتنظيمونه جوړ کړل، په جهان کې د ترهه ګړې ټول تنظيمونه په يو نه يو شکل کې آي ايس آي منظم کړه، په پاکستان کې لشکر طيبه، جيش محمد، حرکت الانصار، حزب المجاهدين، تحريک نفاذ شريعت، جماعت الدعوه، اشاعت التوحيد والسنت، لشکر جنګوي، سپاه صحابه ، سپاه محمد او دا شان په درځنونو نور تنظيمونه او په دوې کې يو تنظيم د القاعده په نامه آى ايس آى په خوست کې راجوړ کړو چې عرب دهشتګرد پکې شامل وو او بيا وروستو دغه القاعده په دې وتوانېدو چې د يولسم ستمبر خونړۍ پېښه پلان کړي، د يولسم ستمبر ٢٠٠١ خونړو واقعياتو دامريکايانو او د نورو غربي هيوادونو سترګې وغړولې په حقيقت کې دا د دوى د هغه جرايمو سزا وه، کوم جرايم چې دوى د افغانستان په قضيه کې کړي وو غربي هيوادونو د افغانستان نه د شوروى فوځونو د ويستلو په نامه پاکستان ته هغه بې حسابه دولتونه اود وسلو امبارونه ورکړي وو، چې يو خوا د پاکستان جرنيلان په ډالرو کې ارب پتي شول او بل خوا ته تش په نامه د جهاد د تقويه کولو دپاره يې نام نهاد ډلو ته په اربونو ډالرو ورکړل.
دآى ايس آى نيغ په نيغه څارنې لاندې د مدرسو او دارالعلومونو په نامه په زرګونو داسې مرکزونه جوړ کړل، چې په هغه کې دا وخت د طالب په نامه په لکونو خلکو ته شپه او ورځ د مهذبي دنيا او په ملک کې د ننه د قومي جمهوري تحريکونو په خلاف تربيت ورکول کيږي. د دې نه پخوا هم په پښتونخوا وطن کې خلکو مذهبي زده کړې کولې خو د دغه زده کوونکو استوګنه به د کلو په جماعتونو کې وه او د خوراک بندوبست يې د کلي خلکو کولو، د کلي ملا به د کلي خلکو ساتلو، د ملا سود زيان د کلي خلکو سره تړلي وو، مګر د افغان جنګ نه پس چې دلته د ډالرو ، پونډونو، مارکونو، ريالونو، د رهمونو کوم سيلاب راغې، د هغې په نتيجه کې دغه ملايان په داسې طبقه بدل شول چې د دوى ګټې د خپلو خلکو په ځاى د آى ايس آى سره وتړلې شوې، که پيسې د هر چا دې خو دغه مرکزونه او ملايانو ته د آى ايس آى په ذريعه رسيږي. دا رنګ د مدرسو په نامه دغه مرکزونه د ترهه ګرى په مرکزونوبدل شول دا وخت مذهبي سياسي جماعتونه چې کوم دولت لري د هغې حساب نشې کېداى، اى ايس اى مذهبى سياسي جماعتونه تقويه او مسلح کړه، په اهم کليو او ښاريو کې ورته دغه مرکزونه جوړ کړل، هر مرکز ته يې بې حسابه فنډونه برابر کړل، بلې غاړې ته يې د وطن دوست او جمهوري سياسي ګوندونو په خلاف دغه ترهه ګر استعمال کړل، وطن دوست سياسي قامي مشران يې د مارشلا په ذرېعه د خپل اولس سره د رابطې څخه منې کړل، آى ايس آى په پاکستان کې سياسي واک او اختيار د افغان پاليسي سره مشروط کړو، دوى بې نظير بوټو ته اقتدار په دې شرط ورکړو، چې افغانستان په لړ کې به د آى ايس آى پاليسي جاري ساتي.
په يو لاس مذهبي سياسي ډلې مسلسل په اولس کې تقويه کول او بلې خوا ته په افغانستان او پاکستان کې د ترهه ګرو مسلسل تربيت او روزنه د دې سبب شوه، چې يو خوا ټوله مرکزي اسيا، سنکيانګ، چيچنيا، داغستان، کشمير کې د جنګ اورونه بل شو، نو بلې خوا ته په غربي دنيا کې ترهه ګري ته ملا وتړله، او د دې په نتيجه کې د يولسم ستمبر ٢٠٠١ واقعيات منځ ته راغلل د دغه واقعياتو عملي کوونکى عرب ټول د آى ايس آى تربيه شوى دهشتګرد وو او دغه دهشتګرد آى ايس آى په افغانستان کې ساتلي وو. د امريکي د ټاورو د نړولو نه پس دوى په خپل کرلي تخم پسې ملا وتړله او د ترهه ګرى په خلاف نړيوال اتحاد جوړ شو، دغه اتحاد ته پکار وو، چې دوى د ترهه ګرى اصل روزونکي ته سزا ورکړي وى او ورسره يې حساب کړى وې، مګر د دې برعکس جهاني ټولنې د ترهه ګرى اصل سرچينه يعنى پاکستان د ځان سره پدغه محاذ کې شامل کړو، او په دې نامه يې نور په بيلينونو ډالر ورکړه د ترهه ګري په خلاف نړيوال محاذ په افغانستان کې د جنګ نه پس د آى ايس آى تپلې شوې ترهه ګره اداره ختم کړله.
اقوام متحده او د هغې سلامتي کونسل غونډه وکړه، او په افغانستان کې د يو قانوني ادارې د راجوړولو دپاره د جرمني په ښار بون کې د افغان قوتونو کانفرنس راووغوښتو، په دغه کانفرنس کې د ذکر وړ افغان قوتونو برخه واخستله او په دوه کاله کې د يو قانوني نظام د راجوړولو دپاره يې په پنځۀ مرحلو مشتمل پلان جوړ کړو، او د محترم حامد کرزى په مشرۍ کې يو ائتلافي حکومت جوړ کړو، افغان ملت د محترم حامد کرزي په مشرى کې په ټاکلي وخت کې د اقوام متحده او افغان قوتونو دغه پلان مکمل عملي کړو، او نن افغانستان کې يو منتخب رئيس جمهور ، منتخب پارلمان، منتخب عدليه او انتظاميه وجود لري او افغانستان خپل اساسي قانون لري، د ترهه ګرو د ماتې او په افغانستان کې د يو قانوني او ائيني ادارې د جوړيدو نه پس د افغانستان چټکې ترقې دپاره جهاني رورولي کانفرنسونه وکړل، او د افغانستان په بيا رغونه کې يې د افغانستان د مرستې وعده وکړه. مګر آى ايس آى او د پاکستان فوځي حکمرانانو قدم په قدم د افغانستان د تباه کولو دپاره خپل پلان جوړ کړى او په دغه پلان يې عمل روان کړې، په افغانستان کې د ماتې نه پس ټول دهشتګرد قوتونه اى ايس اى پاکستان ته راوستل، دغه قوتونه يې په منځنۍ پښتونخوا يعنى قبائلى سيمو کې ديره کړل، او مشران يې ورله په اسلام اباد، لاهور، کراچى ، پېښور او کوئټه کې سرکاري ميلمانه کړل، په لږ وخت کې يې بېرته منظم کړل، او په افغانستان کې خپل تروريستي فعاليتونه د وړاندې نه په زيات منظم طريقه د سره شروع کړل، د ترهه ګرو د ساتلو دپاره يې ټوله قبائلي سيمه دوى ته حواله کړى ده، او دا وخت زياتې قبائيلي علاقې د دغه ترهه ګرو لخوا اداره کيږي، دوى خپلې محکمې او بنديخانې لري، قومي او قبائيلي مشران وژني، سياسي کارکنان او جرنلسټان حلالوي شي هيڅ يو سياسي مشر دغه علاقو ته نشي تلاى، په بندوبستي علاقو کې د ايف ايم راډيو ګانو او جماتونوکې ښکاره په ښکاره د ترهه ګرې کمپين روان دى، د سوات نه نيولى تر کوټې پورې ټوله پښتونخوا کې د وېرى او دهشت داسې فضا مسلط ده، چې د هرچا سره د خپل سرغم دى آى ايس آى د قبايلى علاقو نه علاوه په بندوبستي علاقو کې د جرايم پيشه قوتونو په ذريعه د طالب په نامه ترهه ګر منظم کوي دنايانو دوکانونه، ميوزيک سنټرى، په زور بندول کيږي، په دغه دکانونو کې د بمونو چاودتې کيږي، د سندرغاړو هنري اوزار ماتول کيږي سندرغاړي وهل کيږي، په ودو او خادو کې په ميوزيک او ډول بنديز لګول کيږي او که څوک پښتون دغه کار کوي نو هغه بې عزته او رسوا کيږي، انجوني د مکتب او پوهنځيونه بنديږي. د پوليو قطرې غير اسلامې ګڼل کيږي. ښځې د نوکرې نه منع کيږي. غرض دا چې د ترهه ګرو کوم حکومت په کابل کې ختم شو، هغه يې په قباييلي علاقو کې جوړ کړې او په محکومه پښتونخوا کې د جوړولو اراده کړيده، په افغانستان کې د دوى مداخلت خپل انتها ته رسيدلى، د هلمند، قندهار، زابل، کونړ، جلال اباد او کابل څخه د دهشتګردو مړي پاکستان ته راوړلې کيږي. د خودکش حملو دپاره د مکتبونو او مدرسو ماشومان روزل کيږئ. نو په داسې حالاتو کې به په افغانستان کې د دهشتګردى په خلاف جنګ څرنګه کامياب شي، چې دهشتګرد قوتونو ته سپلائي مسلسل روانه ده، روزنه او پالنه يې کيږي او کوم خلک چې دا کار کوي د ترهه ګري خلاف نړيوال اتحاد لخوا هغوي ته نور په بلينونو ډالر ورکول کيږي، ځکه خو جنرال پرويز مشرف او علي محمد جان اورکزى وايي، چې طالبان به يو ځل بيا د افغانستان پاچاهي بيرته بيا نيسي.
په افغانستان کې د امن مسئله نړيواله مسئله ده، که چيرې نړيوال محاذ خپل زړې پاليسې ته دوام ورکوي، نو دا جنګ نه ختميږي او نه دا جنګ ګټلې کېداى شي، بلکې د وخت تيريدو سره به نړيوال قوتونه د سر او مال تاوانونو سره مخامخ کيږي، او د دوى اولس به د ترهه ګرى په خلاف په جنګ د خپلو حکومتونو مخالف کيږي او که چېرې نړيوال ائتلاف دا جنګ بيلي نو دا خبره تر افغانستان محدود نه پاتې کيږي، بلکې دا به ټوله نړۍ په غيږ کې نيسي، او د نيا چې تر اوسه څه حاصل کړي دي ، هغه به د لاسه ورکړي او دنيا به د وحشت او بربريت دور ته په شا لاړ شي، لهذا مونږ پيشنهادکوو، چې نړيوال ائتلاف دى د پاکستاني حکمرانانو سره پخپل تعلق د سره غور وکړي، او د دوى سره دې د دوى د عمل مطابق سلوک وکړي.
١ _ د نړيوالو قوتونو لخوا د پاکستان سره داسې نظامي معاشي او سياسي برخورد پکار دى، چې دى د خپل دوه غبرګي کردار نه لاس واخلي.
٢ _ په منځنې پښتونخوا يعنى قبائلى علاقى او محکوم پښتونخوا کې د وطن دوست او جمهوري سياسي قوتونو اجتماعات جرګې پدې خاطر جوړول چې په افغانستان کې د ترهه ګرې او مداخلت مخه ونيسي.
٣ _ په محکومه او منځنې پښتونخوا کې د ترهه ګرې مرکزونه او فعاليتونه دى بند کړي شي او دلته دې د قانون حکمراني جوړه شي.
٤ _ په پاکستان کې د فوځې حکمرانې په ځاى د جمهور د حکمرانى ملاتړ وشي.
٥ _ د هغه افغان قوتونو سره چې د افغانستان موجوده آيني نظام مني د هغوې سره دې مذاکرات وشي.
٦ _ په افغانستان کې داولسي جرګو قيام چې د خپل حکومت په حمايت کې د ترهه ګرو په خلاف اولس منظم کړي، د افغانستان ټول سياسي ګوندونه، قومونه او قبايل دې، خپل دغه ذمه وارى پوره کړي.
٧ _ دغه جرګې په محکومه پښتونخوا کې هم پکار دي.
٨ _ د فلسطيني رياست جوړيدل د فلسطيني اولس حق دى، او د عراق ملي استقلال ارضي تماميت او ملي حاکميت احترام دى وکړى شي او ايران ته هم د پر امن ايټمي پروګرام هغه حق ورکړي شي، کوم چې نورو قومونو ته ورکول شوي دي.
په درناوي
ارباب مجيب ا لرحمان
سکرټري پښتونخوا ملي عوامي پارټي شمالي پښتونخوا
&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&
د انګريزانو ، مغلو، عربو او سکندر يوناني استعمار پر ضد د ا زادۍ لپاره د پښتنو سياسي جدو جهد او قربانو قصه ډيره اوږده ده د پيرنګى خلاف پښتنو ځوانانو، بډاګانو او ښځو جدو جهد د خان شهيد عبدالصمد خان اچکزى ، باچا خان، کاکاجى صنوبر حسين مومند په قيادت کې شروع کړى وو د هغې په پايله کې پيړنګې خو لاړ خو هغه ازادى زمونږ نصيب نه شوه او نه پخپله ګټه پوه شو نه زمونږ وسائل زمونږ په لاس راغلل او نه پښتو ژبه زمونږ سرکاري ژبه وګرځيده او نه زمونږ وطن ته د قام په مناسب نوم بلد شو بلکې د دې پر ضد د غلامې ځنځيرونه نور هم مضبوط شو دا هغه وخت وو، چې پنجاب جاګيردار په پښتنو کې د سامراج د ملاتړو مهاجر سرمايه دار، سوداګر اوګماشته تش په نوم ازاد ملک دوکانداران او څوکيدار او محافظ شول دا د عالمي سامراج د پښتنو سره دښمني وه نو حکمت عملي دا جوړه که چې پخپل حق کې د دايمي دنيا ترقى پر لور روان ملکونه او په هغې کې قومي سياسي تحريکونو روان جدو جهد سبوتاژ کړي او په دغه ملکونو کې امريت نواز واکداران او څوکيداران وساتي. او بيا د هغوى د فارمولي او هدايت مطابق د پوځي او نيم پوځي واکمنو دا هنر دى چې د ملک اولس محکوم، بې تعليمه، بې روزګاوه، بې علاجه او پسمانده ساتلو سره خپلو کې د جنګونو په لار روان کړي او د حقيقي مسلو او بنيادي انساني حقونو د عوام توجه بل خوا وگرځوي دغه شان د دوى خلاف جدو جهد مبارزه دوى يکجهتى ته نه پريږدي او هغه تقسيم در تقسيم کړي او په دغه چل دوى خپله غرضونه په اسانه سرته رسوي.
انګريزانو چې کومې حکمت عملي زمونږ سره کوي چې زمونږ قومي سياسي تحريکونه ووهى دغه چل ول پاکستان کې جاسوسي ادارو شروع کړې دى د دوى په لاس زمونږ وجود، ژبه، معشيت او سياست غلام دى او زمونږ د محکومو قومونو سره او سپين لوټي او مزې پرى کوي اوس د پنجاب نه مونږ ته برطانيه جوړه شوى ده نن کراچى کې پښتانه د فنا او ويش سره مخامخ دې دغه شان ټول وطن کې دا حال دى په شمالي او جنوبي پښتونخوا او منځنى پښتونخوا کې دهشت ګردي روانه ده هلته دوى تعليمى ادارى تباه کوي د تعليمي ادارو د تباه کولو مطلب دا دى چې پښتانه تعليم ته نه پريږدي چې پسمانده شي د قومونو سره سيال نه شي .
نن په کراچى کې دا حال دى چې ٨٥ کې بشرى زيدى يو غير پښتون ډرائيور د لاسه مړه شوه نو مهاجرو د پښتون سره جنګ جوړ کړو او د پښتنو ه خولو ګټلي محنت يې تالا ترغه کړو او ډير پښتانه يې مړه کړه بيا دغه شان ١٢ مى کال ٢٠٠٧ يوه تاريخي سانحه ده چې هيڅ يو پښتون به دغه توره ورځ هيره نه کړي. د پښتنو طرف دا ګناه چې پښتون په وطن کې انصاف د قانون برلاسي غوښتل او مهاجر د دى پر ضد امرين غوښتل او د امريت لپاره دوى به نفس نفيس په پښتنو ډزى وکړى چې پنځوس پښتانه پکې شهيدان شو او اوس مهاجر د طالبانائزيشن په نامه پښتانه وژنې دا يو عجيبه خبره ده چې مدرسې په کراچى کې ډيرې دى د ام کيو ايم وزيران هغوى ته يعنې دغه مدرسو ته کمپيوټري، پيسى ، پلاټونه ورکوي چې پر پاکستان کې د طالبانو مالي مرسته د کراچى سرمايه داران کوي خو کله هم رياستي ادارو حکمران اتحادي پارټيانو خصوصا ام کيو ايم د دې خلاف هيڅ غږ ندى پورته کړې او او نه يې د دى سرمايه دارو خلاف قدم اخستى دى، دلچسپه خبره خو دا ده چې د جهاني دباو په نتيجه کې کوم مذهبي او جهادي تنظيمونه د پاکستان حکومت کالعدم کړى دى هغوى ته په کراچى کې د هر قسم سرګرمو مکمل ازادى حاصله ده او په ځيني ځايونو کې د جهاد په نامه معصوم خلک دهوکه کړل شي او د جاسوسي ادارو په نګرانې کې تربيتى مراکزو ته په رڼا ورځ ليږلى کيږي. او هم دا شان کراچى کې دې دهشت ګرد تنظيمو ته د چندى په نامه د تبليغي مهماتو ازادى حاصله ده د دوى اخبارات، رسائل او اډيو وډيو کسټس عام په سرکونو خرڅيږي، طالبانو او د طالبانائزيشن په نامه د رياستي ادارو تخليق شوي ايم کيو ايم د پښتنو پر ضد ډئر تبليغات او بيانانت هر چاته لکه د لمر ښکاري د طالبانائزيشن په اړ کې ايم کيو ايم ډير کوشش وکړو چې کراچې کې د پښتنو او د مهاجرو ترمنځ لساني جګړې جوړ کړي د دې لپاره تير کال د اردو ويونکو اکثريتي ابادو کې پښتانه د کاروبار او خوارى مزدورى نه منع کړى شو او ځاى پر ځاى د پښتنو سرونو ته يې هم لاس واچو او تقريبا ٥٠ نه زيات پښتانه د ايم کيو ايم دهشتګردو د لاسه شهيدان شو او په ٢٩ او ٣٠ نومبر او اول دسمبر په اورلګى ټاون راجه تنوير کالونى او قصبه کالونې سائټ ټاون کې د پښتنو په ابادى ناڅاپه حملى وکړي بيا هم پښتنو ډير په همت او جرات او پښتني غيرت داسې غاښ ماتونکى ګزارونه ورکړ، چې الطاف حسين د لندن څخه د پښتنو په ښپو پريوتولو لپاره د تيارى اظهار وکړو په دى لړ کې د پښتنو د سياسي کمپاين وجه هم دا وه چې عام اردو ويونکې د دوى سره د پښتنو خلاف ونه دريدل او حکومت سند فورى طور حکمران اتحادي پارټو يوه مشترکه غونډه راوبلله چې پکې د پښتونخوا ميپ صوبايى صدر حاجى حکيم خان مندوخيل هم ګډون وکړو، په دې موقع حاجى حکيم خان مندوخيل ډير ښکاره وويل که ايم کيو ايم له اى ان پي نه ګيله شکوه لري هغه دې خپلې انتقامي سرګرمى اى ان پي پورې محدودى وساتي مګر دلته ايم کيو ايم سرګرمى او دهشتګردى دا ثابته وى چې ايم کيو ايم د ټولو پښتنو پر ضد خپل کارکنان تيار کړى او په دې غونډۀ کې امن کميټي جوړى شوى او دى کميټى ټولو مشرانو به د اتحادي پارټو صوبائى دفاترو مشترکه دوره کوله او هلته به يې مشترکه ويناګانى کولى کله چې دا وفد د سياسي پارټو دفاترو ته روان شو نو د پښتونخوا صوبائى صدر حکيم خان او صوبائى ډپټي سيکرټري سکندرخان زيرو نائن ته لا نه ړل او دا موقف يې اختيار کړو چې ايم کيو ايم د ١٢ مى د جرم اعتراف کړى نه وى او په دغه عمل يې معافى غوښتى نه وى نو پښتونخوا ميپ د ايم کيو ايم مرکز ته هيڅ کله تلو ته تياره نده په هر حال يو عارضى عمل هغه کراچى کې جوړ شو چې ايم کيو ايم غير متوقع تاوان ته مخامخ شو دويم دا چې کراچى کې پښتون ايکشن کميټى ٢٩ مارچ ٢٠٠٩ د ١٢ مى د شهيدانو دويمه کليزه د لمانځلو لپاره په نشتر پارک کې جلسه عام اعلان کړه خو ايم کيو ايم دا محسوسه کړه ، چې پښتانه پر کراچى کې د خپل برپور قوت اظهار کوي او د ايم کيو ايم په کراچى کې قايم دهشت او دباو ماتيدو خطره محسوسه کړه او غير اعلانيه د پښتنو په سرو مال يې حملى شروع کړى او درى زره هوټل مالکان دوکانداران د خپلو اکثريتى ابادو نه په ويستلو مجبور کړو او د دهشتګردى په دې عمل کې ٦٠ پښتانه شهيدان او يو نيم سل پښتانه ژوبل کړي شول.
*******************************************************************
پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سيالکوټ ضلعى کانفرنس پر ٢٤ جولاى ٢٠٠٩ د ګوند مرکزي سينئر سيکرټري او شمالي پښتونخوا صوبائى صدر مختار خان يوسفزئى تر صدارت لاندې وشوه په کانفرنس د تير کار رپورټ پيش شو. او د نوى ايگزيکټيو انتخاب سرته ورسيده، د انتخاباتو په نتيجه کې حاجي اکبر خان سليمانخيل ضلعي سيکرټري مرزا خان ضلعي سينئر معاون سيکرټري تازه خان، عمر ، عمر خان، عصمت الله، شيرخان، باروزخان، حاجى شاه محمد، محمد امين، محمد رفيق ، على حسن، آيت الله خمينى، ميا گل وټاکل شو.
کانفرنس ته د ګوند مرکزې سيکرټري او شمالي پښتونخوا صوبايي صدر مختار خان يوسفزئى د ګوند مرکزې ډپټي سيرکرټري او شمالي پښتونخوا صوبائۍ سيکرټرى ارباب مجيب الرحمان د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن مرکزي سيکرټري اول احمد جان د ګوند د لاهور ضلعى سيکرټري موبين خان مومند د لاهور اطلاعات سيکرټري خالق دا د وطن پال، او تازه خان ويناوى وکړى.
د وينا کولو پر وخت مختار خان يوسفزيى، ارباب مجيب الرحمان او نورو وينا کوونکووويل چې پښتون قوم د تاريخ د بدترين دور سره مخامخ دى. د پاکستان د دوه شپينه (٦٢)کلن دور کې پښتونخوا وطن په څلورو برخو جنوبى پښتونخوا، شمالي پښتونخوا، اټک ميانوالى او قبائل تقسيم دى پښتون قوم له خپلې مورنۍ ژبى محروم دى او وسايل يې د نورو قومونو پر ترقى او خوشالى خرڅيږى.
دوي وويل چې قدرتې نعمتونو ډک وطن خاوندان نن په کراچى سند ، پنجاب او د ملک په نورو برخو کې او د ملک نه بهر په بدترينه مسافري ژوند کوي او څوکيدارى بوټ پالش او نا تر سه مزدوى زمونږ د قوم مقدر ګرځېدلى شويدى او په ټول ملک کې پښتون د دوئمى درجى شيرى تصور کيږي. پښتون قوم له ملى تشخص محروم او پر دولتونو يې د نورو قبضه ده.
دوي ويل چې د ملک په سياست کې دجاسوسي ادارو او د فوځ مسلسل لاس وهنى له کبله نن ملک معاشي سياسي بحرانونو کې لويدلى دى. په ملک کې د قومونو له برابرى څخه انکار او په افغانستان او نورو ګاونډى هيوادونو کې د لاس وهنى په نتيجه کې نن پښتنونخوا وطن او ټول ملک د ترهګرى او بدامنى سره مخامخ دى.
دوى وويل چې د ملک د واک دارانو جاسوسى ادارو او فوځ د استعمارى پاليسو په نتيجه کې نن پښتونخوا وطن د بدترينه ترهګرى لاندى دى . د پښتونخوا وطن ښوونځي، پوهنځي، روغتونونه، سرکونه، جوماتونه، هجرى، پيغلى، ځوانان، سپين ږيري په بمونو وسوځيده او نور هم سوځيږي.
او دا ټولي بدبختى بربادى او بد امنى په ملکي سياست کې د جاسوسي ادارو او د فوځ مسلسل مداخلت او په ازاد افغانستان او په نورو ګاونډي هيوادونو کې لاس وهنه او وسيع پسندانه عزائمو سبپ ګرځوي.
دوى وويل چې د قوم نجات د خپل قوم په ملي ګوند کې دى او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قوم ترجمانه ګوند او د قوم ملي سرمايه ده او ګوند د ملي مشر محمود خان اڅکزى په مشرۍ کې ملي مبارزى ته دوام ورکوي. دوي وويل چې پښتنو ته پکار دي چې د قام تر ملي بيرغ لاندې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر مرکز راجمع شي او د قوم د ملي مبارزى په بهير کې حصه واخلي.
دوي وويل چې مونږ غواړو چې پښتون قوم په پاکستان کې په يو متحده قومي وحدت چې شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، اټک ميانوالى باندي مشتمل وي او پښتونخوا پښتونستان يا افغانيه نوم وى. او پښتو ژبه د پښتونخوا وطن تعليمي د وترى او عدالتى ژبه وګرځول شي.
د پښتون قوم وسائل دى د پښتون پرترقۍ خرڅ شي د ازاد قبائل ازاد حيثيت دى ازاد وساتل شي په کراچى، سند، پنجاب او د ملک په نورو برخو کې دې د پښتنو د سرو مال تحفظ او شهري حقوق ورکړل شي.
دوى پر کارکنانو زور واچوو چې دوې خپلې ذمه وارى په ښه توګه سرته ورسوي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سرلوړى لپاره خپل شپه او ورځ يوه کي او د قوم دا ملي مبارزه دى سرته ورسوي. او د قوم ملي ارمانونه سرته ورسوي، او په خپل پاکه قومي جذبه او همت پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته د پښتنون افغان ملت په زړونو کې ځاى جوړ کړي.
¯¯¯
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن لاهور ضلعى کانفرنس:
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن لاهور ضلعى کانقرس د ارګنائزيشن شمالي پښتونخوا صوبائى معاون سيکرټرى حيدر خان مومند تر صدارت لاندې وشوه، په کانفرس کې د تير کار راپور او د نوى ضلعى ايګزيکټيو انتخاب سرته ورسيده د انتخاباتو له عمله ډاکټر کريم مندوخيل، ضلعي سيکرټري، ذيشان خټک ضلعى سينئر معاون سيکرټري ، افراسياب، ډاکټر طارق افغان، رضوان بڼګش، ډاکټر طارق موسي خيل، اورنګزيب خان، ايمل خان، نعمان ترين ضلعى معاونين وټاکل شو.
کانفرنس ته د ارګنائزيشن شمالي پښتوخوا صوبائى معاون سيکرټرى حيدر خان مومند د پښتونخوا ملى عوامى ګوند لاهور ضلعى سيکرټري موبين خان مومند د ګوند د لاهور اطلاعات سيکرټري خالق داد وطن پال پى اس او اسلام اباد سيکرټري ببرک خان اڅکزى او ډاکټر کريم مندوخيل ويناوى وکړي.
وينا کوونکيو وويل چې پښتنو طالبلعلمانو باندې له تعليم سره سره قومي ذمه وارى هم جوړيږي، دوى وويل چې پښتون قوم په يويشتمه صدى کې د انتهاى غربت پسماندګى او د غلامى ژوند تيروي. پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن د پښتونخوا وطن سره تعلق لرونکيو روښان فکره، مترقي وطن دوست او با سواده ځوانانو سازمان دى او ارګنائزيشن هر وخت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر مشرى کى نه ستړي کيدونکي مبارزى ته دوام ورکوي.
دوى ووي چې ارګنائزيشن دملى مبارزى او تعليمي ستونزو د حل لپاره نه ستړي کيدونکى مبارزه کړى ده ځکه ارګنائزيشن د پښتونخوا وطن د ځوانانو په زړونو کې ځاى جوړ کړى دى. دوى وويل چې د ارګنائزيشن ملګرو باندې ذمه وارى جوړيږي چې دوى خپل ملګري په علمي او اګاهانه سوچونو منور کي. او د علمي او اګاهانه مبارزى په نتيجه د اولس نمائندګى وکړي. او د قوم د ملى ازادى او ترقى لپاره بريالى ګامونه واخلي.
دوى وويل چې پښتون قام د قدرت د نعمتونو ډک وطن خاوند دى او زمونږ نيکونو پر برصغير باندى ٤٠٠ کاله باچاهى کړى ده زمونږ قام د دنيا زورور قوتونو تاتار، منګول، مغل، فرينګيو ته ماتې ورکړى ده. او نن پښتون افغان ملت د خپل وطن اختيار نه لري .
پښتونخوا وطن په پاکستان کې په څلور برخو ( شمالي پښتونخوا، جنوبى پښتونخوا، اټک ميانوالى) کې ويشل شوى دى د قام وسائل د نورو قامونو پرترقى او خوشالې خرڅيږي . او مونږ په خپل مورنۍ ژبۀ کې له تعليم حاصلولو محرومه يو او نن خو پښتونخوا وطن بدترينه ترهګرى لاندې کړى دى زمونږ د وطن تعليمي ادارى، هسپتالونه، سړکونه او انسانان په بمونو وسوځيدل.
دوى وويل چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قام د دى ملي ستونځى او د دى ترهګرى او بدامنى وجه په ملکي سياست کې د جاسوسي ادارو او د فوځ مسلسل لاس وهنه ګرځوي. او په ازاد افغانستان او په نورو ګاونډي هيوادونو کې لاس وهنه هم د دى سبب دى. دوى وويل چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه کوي چې شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، اټک ميانوالي بآندې مشتمله پښتون وحدت چې نوم يې پښتونخوا، پښتونستان يا افغانيه وي. پښتو ژبه د وطن تعليمي د وترى او عدالتي ژبه وګرځوي. د آزاد قبائلو آزاد حيثيت او د بالغ راى دهى پر بنياد د دوي قومي جرګه ازاد حيثيت له ملکي سياسته د جاسوسي ادارو او فوځ مکمل لاس ايستل په ملک کې د طبقاتي نظام تعليم خاتمه، په تعليمي ادارو کې ميرټ ته اوليت او سلف فنانس سکيم خاتمه په مورنى ژبه تعليم زموږ حق دى.
دوي وويل چې ارګنائزيشن ملګري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ملي مبارزه کې فعاله برخه واخلي او تعليمي سرګرميانو سره سره قومي ذمه داريانو احساس هم وکړي.
د ترهګرۍ پر خلاف لاريون:
پښتونخوا ملي عوامي ګوند لاهور په سوات ، دير، بونير، قبائلى ايجنسو او په ټول ملک کې د روانى ترهګرى او په پنجاب کې له پښتنو سره د امتيازي سلوک خلاف پر مال روډ صوبايى اسمبلى پنجاب ترمخه احتجاجي مظاهره وکړه. دا مظاهره له ناصرباغ څخه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لاهور ضلعي ايګزيکټيو په مشرۍ کۍ وشوه په دى مظاهره کې ګډونکوونيکو د پنجاب صوبايى حکومت پام په پنجاب کې له پښتنو سره د امتيازي سلوک ته راګرځوو ګډون کوونکيو د ترهګرى او له پښتنو سره د امتيازى سلوک خلاف لاس نيونکو کارډونه او د ګوند بيرغونه له ځان سره اخستي وو. دا احتجاجى مظاهره د پنجاب اسمبلى ترمخه په يوه لويه جلسه بدله شوه.
دې احتجاجى جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لاهور ضلعى سيکرټرى مبين خان مومند ضلعى اطلاعات سيکرټرى خالق داد وطن پال ضلعى معاونين ثواب ګل او ډاکټر کريم مندوخيل ويناوى وکړي.
وينا کوونيکو وويل چې مونږ له مرکزي حکومت دا غوښتنه کوو چې پښتونخوا وطن کې د روانى ترهګرى مخ نيوى وکړى او د پښتونخوا وطن د ترهګرى خلاص کړي.
دوي وويل: چې له ترهګرو سره معاهدى ترهګرو ته د تقويت ورکولو لپاره کيږي. او د معاهدو په ترڅ کې دوې ترهګرو ته نور قوت ورکوي. ځکه پښتونخوا ملي عوامي ګوند موقف دى چى د ترهګرو خلاف د موثر کاروائى غوښتنه کوي.
دوي ووي چې پنجاب کې له پښتنو سره انتظاميه امتيازي سلوک کوي، د ترهګرى په ترڅ کې مهذبه عزتمن پښتانه تنګوي او پوليس د ترهګرۍ په ترڅ کې د رشوت بازار ګرم کړى دى.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دى ناروا سلوک په کلکه غندنه کوي او صوبائى او مرکزى حکومت څخه دا خواست کوي چې د پوليس د دى ناروا سلوک جاج واخلي. ګنې مونږ بۀ احتجاج سلسله نوره اوږده کړو. دوي وويل چې د ترهګرى او ترهګرو ځاي معلوم دى او مونږ شک کوو چې ترهګر او حکومت يو دى ولى چى حکومت ترهګرو ته خطونه ورکړي دى او هغه سرعام د ترهګرى مظاهره کوي او ترهګرو د حکومت رټ اخطار کړى دى او حکومت يې دى ته جوګه کړى دى چې له ترهګرو سره معاهده وکړي. مونږ د حکومت د دى عمل په کلکه غندنه کوو او له حکومت او عالمي ادارو دا غوښتنه کوو چې د ترهګرى په نامه حکومت ته دا امدادودنه بند کړي تر څو پورې چې حکومت د ترهګرو خلاف موثر کاروائى ونکړي او دغه امدادونه د حکومت لخوا د ترهګرئ خلاف موثر اقداماتو سره مشروط کړى شي.
######################################################
د پښتون ټول تاريخ که مونږ وګورو په کې مختلف پړاونه راغلي دي ښه او بد هر رنګه وخت يې تېر کړى دى اوسنى حالت شايد د تاvيخ پښتون بدترين دور وي. ديرش لکهه (٣٠٠٠٠٠٠) پښتانه صرف له ملاکنډ څخه بار شول د باجوړ، دير، مومند، اورکزئى قطبى او د سهيلى وزيرستان خلک د دې نه علاوه دى د پښتون د تاريخ بدترين وحشت او بربريت پر پښتونخوا خصوصا په مالاکنډ کې د پنجابي له خوا خور شوى دى د دنيا تهذيب يافته او ښايسته علافه سوات د فضل الله او شاه دوران لخوا د پنجاب اجرتي قاتلانو او جاسوسانو ته ورخواله کړل شوه د بچيانو په مخ کې به پلار حلاليدو د مور او پلار په مخ کې به اولادونه په ګوليو ويشتل کېدل. عزتونه لوټ شول، جائيدادونه لوټ شول د غريبانو کورونه وران کړل شول دهشت ګردان په فائيوسټار هوټلونو کې په کوم کې چې به سيلانيان وسېدل، سکولونه، هسپتالونه بجلى ګر او پولونه په بمونو والوزول شول آخر ولى؟؟؟ د پښټنو ګناه څۀ ده؟؟ چا ته يې کوم نقصان ورسولې دى؟ چې دومره ظلم ورسره کېږي پښتانه پنجابي ته کوم نقصان ورسولى دى چې پنجابي ورله دا دومره لويه سزا ورکوي له پنجابي سره خو تر ټوله زياته نيکې پښتنو کړې ده پنجاب که نن آباد دى خو د پښتنو په اوبو بجلى ګيس او معدنيات اباد دى.
پنجابي خپلې حکمرانۍ او د محکوم قامونو خصوصا د پښتون غلام ساتلو دپاره چې کومې غير سرکاري درې ادارې پرانستې دي درې واړه په چلولو کې تر ټوله لويه برخه د پښتنو ده لکه د ١_ رائيونډ تبليغ، ٢- افغان او کشمير جهاد، ٣-مدرسې.
د رائيونډ په تبليغ کې ورته ويل کېږي چې ستا د ټولو مسائلو جړ ستا ګناه ده. او د ټولو مسئلو حل په څلور مياشتو يا څلوېښت ورځې تېرلو کې ده يعنې دا ډول بۀ دا خلک کله هم د خپلو حقوقو غوښتنه ونکړي بلکه ځان بۀ ګناګار ګڼي. د جهلم او د چناب اوبه قبضه کولو او افغانستان د پنجابي پاکستان پنځمه صوبه جوړولو دپاره يې پنجابي استعمارګرانو د جهاد افغانستان او جهاد کشمير په نامه کومه ډرامه روانه کړې ده د دې ډرامې اکثره برخه وال پښتانه دي. د پنجابي د اوبو دپاره په کشمير کې تر ټولو زيات پښتانه ځوانان مري خو بيا هم پنجابي پښتون نه معافوي. د افغان انقلاب په خلاف دامريکې په ډالرو پرانستل شوي مدرسې د دې دپاره کار کوي چې د پښتون قامې تحريک مخ نيوى وکړي. او په آزاد افغانستان کې د پنجاب د لاس وهنې لاره هواره کړي او پښتون د ښه تعليم څخه محرومه د ساتي نن په لر او بر افغان وطن کې پښتانه يو کيلکوليټر نه شي جوړولې په زرګونو عرب، چچن، اوزبک او د دنيا ترهګر، مخ تورن، مجرمان، د ميلمنو په نامه د منځنى پښتونخوا په پښتنو مسلط کړل شول، دغه ميلمنو د پښتون وطن په سوونو مشران او دجرګې خلک شمله ور او مخه ور پښتانه ووژل. په قبايلي سيمه کې اور بل کړى شو چې په نتيجه کې يې په لکونو خلک بار شول.
عجيبه خو داده چې د مقامي ځاى خلک کډه شول خو هغه ترهګر لا هلته دي. د پښتنو په سيمو کې مړي پس له مرګه بې عزته کېږي. په جنکيو ظلمونه کيږي. خلک حلاليږي. حلالېدل خو د دنيا په يو مذهب يو تهذيب که نيشته.
په نړۍ کې داسي خلک هم شته چې هغوي په دې وجه سبزى خواره دي غوښه نه خوري، چې په حيوان ظلم کېږي هغه حلاليږي، خو بل خوا په سوات او وزيرستان کې د پښتنو حلالېدل يو معمول جوړ شوى دى جنت ته د تللو دپاره لنډه لاره خودکش حمله عام خبره ده. چې په کې بې ګناه پښتانه وژل کيږي. په جوماتونو، جنازو، ودونو، جرګو او جلسو کې خودکشه حملې کېږي. هيڅوک يې هم غندنه نه کوي. نه ملا نه تبليغي نه جهادي. نه جمعيت (ف) نه جمعيت (نظرياتي) نه جماعت اسلامي ټول خاموشه دي. خو په هغه ورځ بيا اسمان راکښته کوي. چې ډرون حمله کې تورن مجرم دهشت ګرد په نښه کي.
بيا قاضي ، فضل الرحمان او نو رنعرې او چيغې وهي، ولې جې په دې کې د پنجابي ملګري دوستان او پښتون افغان دښمنان په نښه کېږي. دا خلک په دې يوه ورځ نه راووتل چې زمونږ اوبه ولې پنجابي او سندهى استعمالوي. بجلې موږ پيدا کوو بيا ولې په موږ د لوډشيډنګ تورې تيارې راخوري وي. دوى هيڅ کله هم د قام د حقوق خبره نه کوي بلکه د حق د راوړلو مخ نيوې کوي.
بله خوا که مونږ د بلوڅو قامي تحريک ته وګورو نو پښتانه د دوى د جائز تحريک ملاتړ کوي خو اوس د دوئ په تحريک کې د دهشتګردى عنصر هم شامل شوى دي.
دوى بې ګناه خلک وژني په بلوڅي سيمى او کوئټه ښار کې يو دهوبي ، نايي او مزدور مستري ځکه وژني چې ژبه يې پنجابي ده د دې با وجود پنجابې له بلوڅ سره هغه رويه نه ساتي کومه چې له پښتنو سره ساتي پښتنو خو د بلوڅ رنګه د ازادۍ تحريک هم نه دى روان کړئ. بلوڅان خو سرعام وايي چې "ټوټ کى رهى گا پاکستان بن کى رهى گا بلوچستان"، په بلوچستان کې د ګورنر اووزير اعلي څخه يوه عهده د پښتون حق ده ، خو له مشرف نه تر زرداري پورې دواړو، دا عهدې بلوڅو ته ورکړي دي د دې باوجود اکثره پښتانه تر پنجابي ، هندوستاني مهاجرنه زيات د "پاک سرزمين" او "پاک فوج" ترانې وايي.
مونږ ولېدل چې کله د ملاکنډ جنګ ځپلو سنده، کراچۍ او پنجاب ته خپل خپلوانو ته تلل نو شهباز شريف پر اټک او سندهي او مهاجر په کشمور لاره وتړله تاسې اندازه ولګوئ ، چې پښتون ته په دې ملک کې په کوم نظر کتل کېږي. دا د پښتنو دپاره ډېر د عبرت اوافسوس مقام دى.
اکتوبر نومبر ٢٠٠٧ کې چې کله فوځ سوات ته د اپريشن په نامه ننوتل او ويل يې چې فوځ به په يوه مياشته کې اپريشن ختم کړي او دهشتګردي به له منځه يوسي خو دهشتګردي د ختميدو په ځاى نوره زياته شوه. دهشتګردانو به خلک حلالول د خلکو کورونه به يې لوټول خلک به يې وژل کېدل فوج بۀ ولاړوو تماشه به يې کوله، صرف په غرونو به يې براى نام بمبارى کوله. کرفيو د دې دپاره لګيدله چې د ترهګرو يوځايه تر بل ځايه پورې محفوظه لاړ شي. موجوده د سوات د صوبائى اسمبلى غړو به په اسمبلۍ کې ناري کړې چې دا اپريشن نه بلکه يوه ډرامه ده مګر د دوى خپل حکومت د دوى خبره نه اورېدله د يو نيم کال اپريشن پس، په کار خو دا وه، چې دهشتګردان د علاقى څخه ايستل شوې وايې مګر دامن معاهدې په نامه د اى اين پي په مرضي او د زرداري دارډننس په ذريعه سوات د دهشتګردانو ته د سيمې په توګه حواله کړل شو کله چې دهشتګردان په ارامه نه کښېناستل او نورو علاقو ته يې مخه وکړه، نو نړۍ په پاکستان فشاد واچوو چې د دهشتګردانو خلاف دي صحيح اپريشن وکړي. بيا فوج د نړۍ د فشار له وجهې د صحيح اپريشن کولو ته مجبور شو. او پنجاب ته د فوجيانو جنازې راتګ شروع شوې. تردې له مخه په يو نيم کال اپريشن کې ما د يو سپاهې د مرګ نه وواورېدى نه مې په ټيلي ويژن ولېدل. اوس هم په اپريشن کې يو څه سواليه نشانونه شته هغه دا چې د دهشتګردانو اولنى قيادت څۀ شو؟
دوى بچ کړې شول او که د بلې ډرامې دپاره بيا ساتل کېږي. او څه موده پس بيا بله ډرامه شروع کړي.
بهر حال دا به راروان وخت وښايي چې د دې حقيقت څه دى، خو د پښتنو دا فرض جوړيږي چې د پردو سياست پرږدي. د خپل قام سياست او دخپل قام د حقوق خبره دي شروع کړي ٦٢ کاله پښتنو د پردو په ډهول اتڼ کړى دى چا د اسلام د پاک سرزمين په نامه خو نتيجه يې پښتون صرف تباهي د خپل حقوق څخه محروم پاتېدل او په څلورو برخو تقسېمېدل دي په داسې نااميدي که د پښتنو واحده اثاثه پښتونخواملي عوامي پارټۍ ده چې له اولى ورځې يې د قام ته خپل دښمن ورپه ګوته کړې دې چې پنجابى د پښتون افغان ازلى دښمن دى.
د افغان انقلاب نه موجوده سوات او د قبائلى سيمو حالاتو ته څوک د روس او امريکې څوک د کفر او د اسلام جنګ واي خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند هغه وخت هم ويل او اوس هم وايي دا د افغان او پنجابي جنګ دى اوس دا خبره ټولي نړۍ منلې ده چې د جهان د دهشتګردانو جنت پاکستان دى جهان زمونږ خبرې ته راغلى دى.اوس که پښتون خپله خبره شروع کړي نو اميد دى ډېر ژر به پښتانه د خپل حقوقو خاوندان شي.
@@@@@@@@@@@@@@@@@@
کوئټه ( پ ر ) د پښتونخوا ملى عوامي ګوند غونډۀ د صوبايي صدر عثمان خان کاکړ په صدارت کې وشوه. په غونډۀ کې د پښتونخوا ميپ سنده زون صوبايي سکټري صابرين خان چغرزي سره د نورو صوبايي ايګزيکټيو سنده برخه په خصوصى توګه ګډون وکه. په غونډه کې د جنوبي پښتونخوا او ټولو ضلعو د تنظيمي او سياسي کارکردګې جاج واخستلې شو او د راتلونکې تګ لارې په اړه مهمې فيصلې وشوې.
په غونډۀ کې وويل شو چې ملک دا وخت د خپل تاريخ تر ټولو بد سيايس، معاشي او ټولنيز بحرانونو نه تيريږي. د قامونو د برابرۍ نه اوس هم انکار کيږي. د ملک محکوم قامونه خپل ځان لکه مريان او مظلومان ګڼي، چې د دې له کبله حالات ورځ تر ورځه خرابيږي. او د دې حالاتو نه د وتو دپلاره دا ضروري ده چې دقامونو د برابرۍ په بنياد د ١٩٤٠ د قرارداد لاندې نوې اساسي قانون جوړ کړې شي. او د دې غرض دپاره دې د قامونو د کانفرنس ( ګول ميز کانفرنس) راوغښتي شي چې دې کشالو حل پکې ولټولې شي په غونډۀ کې دا وويل شو چې د تير شوى پارلماني کميټو په پرېکړو دې عمل وکړي شي دې پارلماني کميټو ته ټولو ګوندونو خپل سفارشونه په تحريري توګه وړاندې کړې وو. غونډۀ کې اوويل شو چې د ملک دننه جنوبي پښتونخوا ، شمالي پښتونخوا، اټک، ميانوالي په ګډون دې خپلواکه قامي صوبه افغانيه، پښتونخوا يا پښتونستان جوړه کړې شي او د پښتون قام په شتمنو باندې دې د پښتون اولس حق ومنلى شي.
پښتو دې د تعليم، د عدالت، او د سرکار ژبه شي.
په غونډۀ کې وويل شو چې دملک امرانه طاقتونو، جاسوسي ادارو د استعماري، پاليسۍ او توسيع پسنده ارادى په افغانستان او نور ګاونډي هېوادونو کې وسله واله مداخلت او د لاس وهنې سياست ملک او بيا په خصوصي توګه پښتونخوا وطن د بدترينه ترهګرى او انتها پسندى سره مخامخ کړې دى او د دې ترهګرو او انتها پسندو له کبله د شمالي پښتونخوا د ملاکنډ ډويزن ، سوات، شانګله، دير او د منځنې پښتونخوا نه پنځوس لکه نه زيات پښتون اولس په کډه مجبوره شو او نن دغه خلک په تمبوانو کې ډير د سختو ستونزو سره مخامخ دي.
په غونډه کې وويل شول چې تر هغې پورې په دې سيمه او پښتونخوا وطن کې امن نه شي راتلاې تر څو چې د ترهه ګرو او انتها پسندو پر خلاف کوټلى او اغيزناک ګامونه نه وې پورته کړې شوې د دې دپاره دې حکومت د اخرى ترهه ګر او انتها پسند د ختمولو پورې عمليات نور هم په نښه او اغيزناکه کړي. غونډه کې دا هم وويل شو چې حکومت دې د کډوالو بيرته تګ دپاره غوره انتظام وکړي. او ټولو کډوالو کورونه ته دې د هغوى د شوو تاوانونو معاوضه ورکړي شي او د دوې د ښه اسانيتا وو ورکولو دپاره دې ګامونه پورته کړې شي.
غونډې دا خبره ډېره وستايله چې ټول غيرت مند افغان پښتون، ملت په اتفاق او يووالى د ترهګرو او مذهبى انتها پسندو په خلاف د ډېرى کرکې څرګندونه وکړه، او د ترهګرۍ په مقابل کې يې بشرې ازادى، پياوړې، پښتون قامې روايات، جمهوريت، برابرۍ، ټولنيز عدل او انصاف او وروولۍ په حق کې واضحه پرېکړه وکه او هم دغه شان د نړۍ ټولو قامونو هم مذهبى ترهګرى او انتها پسندى مسترده کړه چې د هغې څرګند مثال په لبنان، ايران، هندوستان او نورو ملکونو کې انتها پسندو ته په انتخابونو کې واضحه شکست دۍ
غونډۀ کې وويل شو، چې په صوبه کې پښتون قام د ژوند په هر اړخ کې د برابرۍ اصولو لاندې د ژوند تېرولو حقدارې دې، خو د افسوس خبره ده چې د صوبې ټولو سرکاري ادارو نه پښتانه د يوې پښتون دښمنه پاليسې لاندې ويستلې کيږي او په دې وخت کې ګورنر، وزير اعلى، سپيکر، چيف سکټري، کمشنر، ناظم سټي کې په يوه عهده هم پښتون نشته. چې د دې له کبله پښتون قام د هر قسم حقوقو او واکمنۍ نه محرومه دې.
په غونډه کې وويل شو چې په صوبۀ کې د پښتون بلوچ د برابرۍ اصول دې ومنلى شي او د ژوند په هره شعبه کې دې دوې له د برابرۍ حق ورکړى شي.
په غونډۀ کې د ګوندد مرکزي سيکټري نواب محمد اياز خان جوګيزى په کور باندې د راکټ دحملې غندنه وشوه او دا ويل شو چې ګوند او غيرت مند پښتون قام د دې ناروا عمل په خلاف په پوره توګه متحد دى او د دې واقعې مجرمان به د پښتون اولس د قهر نه بچ نه شي. او غنډې دا غوښتنه وکړه چې حکومت دې دا رنګه شر ښوښي ونيسي او دو ته دې سخته سزا ورکړې شي.
په غونډه کې په جنوبي پښتونخوا کې دواپډا له اړخه د اوږد لوډ شيډنګ او په بجلۍ کې د هر وخت د کمۍ زياتې غندنه وشوه. او دا هم وويلى شو چې د دې ځاې د خلکو ژوند په زراعت باندې ولاړ دې خو د سيزن په منځ کې د بجلۍ اوږد لوډ شيډنګ زراعت او باغونه بيخې تباه کړل.
غونډه کې دا غوښتنه وشوه، چې لوډشيډنګ دې ختم کړې شي او د ډيره اسمعيل خان نه د ژوب په لاره دې د بجلۍ نوې تارونه خواره کړل شي. د بجلۍ د کمۍ پوره کولو دپاره دې په جنوبي پښټونخوا کې مائنز ايريا کې تهروى پاور هاوس جوړ کړې شي.
غونډه کې غوښتنه وشوه. چې ټولې زرعې قرضې دې معاف کړې شي او په ټولو ضلعو کې د اوبو سطح د اوچتولو او د زراعت د ترقۍ دپاره دې ايکشن ډيمونه، چيک ډيمونه او سټوريج ډيمونه جوړ کړل شي غونډۀ کې وويل شو چې د جنرل مشرف په وخت کې په صوبه کې قائم روايتې او ازمايل شوى نظآم په ځاى د پوليسو استعماري نظآم جوړ شو چې د هغې په خلاف ټولو سياسي جمهوري ګوندونو او په خاصه توګه پښتونخوا ملي عوامي ګوند د يوې اوږدي مبارزۍ، قربانو، هړتالون، جلسو او جلوسونو نه پس د ليويز نظام يو ځل بيا جوړ شو خو اوس داسې ښکاري چې د ليويز د اختيار کمولو او د پوليس اختيار او واک زياتولو سازشونه روان دې چې د هغې زمونږ ګوند په پوره توګه مخالفت کوي او د دې خلاف به مزاحمت جاري ساتي.
غونډه کې غوښتنه وشوه چې د ليويز نظام د زړو اختياراتو د بحالولو په فيصله دى عمل وکړى شي.
په غونډه کې د ګرانۍ. بيروزګارۍ د نوى طوفان د مخ نيوى او اولس ته د پيښو د سختو ستونزو ته ډير د فکر په نظر وکتل شو او د حکومت نه دا غوښتنه وشوه، چې کاربن د ټيکس په نوم په اولس باندې د کهربونو روپو ټيکسونه ډير ظلم دى او د دې په خلاف د سپريم کورټ د فيصلۍ ستاينه وشوه خو د حکومت له اړخه د صدارتى ارډننس په ذريعه د دې ټيکس بيا لګول او د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې بې کچه زيات والې وغندل شو او حکومت نه دا غوښتنه وشوه چې د پټروليم مصنوعاتو سره سره د خوراک څښاک ټولو څيزونو په نرخونو کې دې کمې وکړې شي او بيروزګارې دې ختمه کړې شي.
په غونډۀ کې په سيوۍ (سبى) ضلعه کې په غير قانوني او غير ايينې توګه د تحصيل لهړى شاملولو د دې اولس دښمنه فيصلې غندنه وشوۀ او دا غوښتنه وشوه، چې د تحصيل لهړى دې د سيوۍ ضلع نه بېل کړې شي.
په غونډۀ کې په صوبۀ او کوئټه کې د امنيت خرابيدونکې حالت، د غلا، ډاکې، د پيسو دپاره تښتولو او د ټارګټ کلنګ پيښو ته ډېر د فکر او پريشانۍ په نظر وکتل شول. او د حکومت نه غوښتنه وشوه، چې په ټولو لويو لارو لکه کوئټه، قلات، ، کوئټه چمن، لورلايي نه ډي جي خان ، کوئټه او سيوۍ نه تر جيکب اباد پورې لارې د محفوظ کولو دپاره دې اغېزناک ګامونه پورته کړى شي او د شوکې، غلا، او د تښتونې د پېښو د مخ نيوي دپاره دې کوټلي کاروائي وکړى شي. غونډۀ کې دا هم وويل شو د پوليسو محکمه په اداري فساد (کرپشن) کې ککړه ده چې تاڼو کې افسران او اهلکاران په رشوت کې ککړ دې او د دوې د غلو، ډاکوانو او بدمعاشانو په خلاف عمليات نه کوي.
غونډۀ کې د نادرا له اړخه په غير ضروري توګه د تنګولو په غرض دستاويز لکه لوکل سرټيفيکټ د غوښتنو غندنه وشوه او ويې ويل چې پښتون اولس په دې ملک د برابرۍ حق لري او د دې ځايې اوسيدونکى دې په شناختي کارډ جوړول کې داسې قسم خنډونه لري کړې شي.
په غونډۀ کې د جنوبي پښتونخوا په ډيرو تعليمې ادارو کې د خراب صورتحال او په څه ضلعو کې د سکولونو د بندولو غندنه وشوه او دا وويل شو ، چې د يو سازش لاندې سرکاري سکولونه بندول، خلک له پرايوټ تعليمى ادارو کې په تعليم د مجبوره کولو يو سازش دې او په غونډه کې غوښتنه وشوه، چې د پشين کېډت کالج عمارت دې په فوري توګه بيا جوړ کړې شي ولې چې د تيرو دوو کالو راهيسې طالبعلمان نورو کالجونو کې سبق ترسره کوي.
په غونډ کې د اين -ايچ -اى له اړخه په مختلفو لويو لارو باندې کار ډير په ورو توګه روان دې او د کويټه ، چمن، قلعه سيف الله نه تر ژوب او بيا لورايي نه ډېره اسمعيل خان د کچ نه تر هرنايي د لويو لارو خراب حال او د دې په تعمير کې د ډېرى سستۍ غندنه وشوه او دا غوښتنه وشوه چې په هنګامې توګه دې په دغو لارو کار وشي. او دا لارې دې مکمل کړې شي.
:::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
انساني ټولنه ډېره اوږده موده کې د ډيرو ستړو او ستومانۍ بې شمېره پړاونو په نتيجه کې جديد ترقي يافته دور ته رارسيدلى ده کومو قومونو او ملکونو چې د وخت تقاضي ترسره کړى دي اجتماعي علم يې اختيار کړې دې هغه مخه په وړاندې د ترقى په لور روان دى کوم چا چې د وخت تقاضي نظر انداز کړي دي هغه ټولنه پسمانده ده ه او له لوړو ژورو څخه ډکه وګړي يې د ژووند لپاره هغ سهوليات نه لري چې جهان اختيار کړي دي او داسې بدنصيب هم شته چې د هغه خپل بنيادي ضرورياتونو پوره کلو وسايل او ذرايع نه لري بيا هم هره ټولنه دا طبيعي خصوصيت لري چې په نا محسوس کيدونکى انداز په مخ ځي ترقي کوي.
د پښتون افغان وطن وګړي ډيرو مشکلاتو او خارجي يرغلونو وروسته د ښايست ښکلا او ترقي يو خاص مقام ته رسيدلى وو خو د پښتون جنت نظير وطن د ترهګرو له لاسه د سکرو او ايرو ډيران جوړشو او دلر او بر پښتون وطن بې شمېره تاريخي اثار قومي املاک سرکاري ځايونه سړکان، مکتبونه، کالجونه، هسپتالونه پلونه او د عام اولس خصوصا د مخورو سياسي رهبرانو کارکنانو وطن پرستو ملکانو سردارانو خانانو کورونه نن د لرغوني وختونو د کهنډراتو منظر پيښوي تاريخي افغانستان يې له خاورو سره برابر کړو د پخواني تهذيب ټولى نښې نښانې يې پکې تباه کړي لکونه انسانان يې قتل کړو خو د دښمن زړه تر اوسه سوړ نه دى له افغانستان سره سره نن يې په محکوم پښتون افغان خصوصا په وزيرستان او ملاکنډ ډويژن کې دا ناروا عمل روان کړى دى دا ټولې پېښې يو له بل بېلې نه دى د يو ځنځير کړۍ دي څوک يې کړى څله يې کړې پدې د هر پښتون فرض جوړيږي چې خپل تاثرات او معلومات جهان ته وړاندې کړي په دې لړ کې د خپلو تاثراتو وړاندې کولو له مخه ضروري ګڼم چې لوستونکيو ته دې معلومه وي چې د ترهګرۍ هره پيښه کې مرکزي کردار د پاکستان د جاسوسي ادارو دې که هغه د طالبانو په شکل کې ښکاره کيږي او که هغه د مجاهدينو په شکل کې وي.
او نن دا تور د پاکستان په ادارو له مخالفو ملکونو قوتونو او قومونو سره سره پاکستان د ډېر قابل احترام دوست چين او ايران هم لګوي او په نړۍ کې پاکستان د ترهګرو نر سرى يعنې د پيداوارى مرکز په حيثيت مشهور دې ، که په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښه کيږي دا هم يو سازش دى او جهان ته پدې دوکه ورکول کيږي چې مونږ هم د ترهګرو ښکار او يرغمال يو په دى لړ کې د تصديق او دتعجب وړ خبره داده چې په پاکستان کې حتى الوس ترهګر نه نيول کيږي. که چيرته د غلطى يا مجبورۍ په صورت کې ونيول ( ګرفتار) شي هغه ته سزا نه ورکول کيږي او په جيل کې د ې ترهګرو ته مکمل تحفظ او مراعات ميسر وى دا شان هر ترهګر په خاموشۍ سره خوشي شي او د ترهګرو حوصله افزايي او د هغو په تعدا کې ورځ په ورځ اضافه کيږي ( لوستونکيو ته خصوصي خواست دې چې هغه دې په دې خبره ښه غور وکړي او انشا الله زما دا خبره په رښتينى ثابته شي)
ترهګر چې اولس ورسره ملګرتيا نه کوي د ټوپک په زور خلک د ځآن ملګري کوي خپل مخالفين وژني د هغو کورونه تباه کوي جايداد او عزتونه يې لوټي او په نړۍ کې يو مذهب هم چا ته د ترهګى اجازت نه ورکوي خو د افسوس مقام دا دې چې د پښتون افغان په خاوره ترهګري د سپيڅلي دين اسلام په نامه کيږي او اسلام د يو انسان ناحقه قتل د ټول انسانيت قتل بولي د اسلام دې زرين اصول ته وګورو او بله خوا د ترهګرو روان عمل خصوصا ځان وژونکى حملو ( خودکش حملو) ته وګورو نو دا به راته ثابته شي چې ترهګر نه دين لري نه مذهب او نه د انسانيت څه اصول پدې لړ کې د تعجب او د خندا وړ خبره دا ده چې د ترهګرو مشران چې خودکشو ته د کوم جنت زيرې ورکوي هغه پخپله هغه جنت ته نه ځي او نه خپل اولاد ورليږي بلکې ساده ماشومان په اشتعال کې راولى يا د منشياتو عادي کسانو ته په دوکه جيکټ ورواغوندي او استعمال يې کړي.
پښتانه دا وخت درې قسمه دهشتګردۍ سره مخامخ دي او په پاکستان کې دا څه نوي عمل نه دى د پاکستان د جوړيدو سره سره پښتانه سينديان، بلوڅان، سرايکيان، او بنګاليان د رياستي دهشتګردۍ ښکار دې که د ١٢ اګست ١٩٤٨ څخه يعنې د بابړۍ د واقعي څخه تر ننه پورې د رياستي فورسيز دهشتګردى په تفصيل سره لکيم مقصد به را څخه پاتي شي او په پاکستان کې د محکومو قومونو حقوق او پاکستاني اولس لپاره جمهوري حقوق غوښتونکيو سياسي رهبرانو وژل ګرفتاره کول، د قيد سزا ورکول او په ننۍ حالاتو کې د سياسي کارکنانو اغوا د رياستي دهشتګردۍ جلا جلا نمونې دي، خو تر ټولو لويه رياستي دهشتګردۍ په اقتدار باندې د فوج قبضه ده او د محلاتي سازشونو په نتيجه کې د حکمرانانو ترمنځ يو او بل وژل او د يو بل خلاف سازشونه کول د رياستي دهشتګردۍ يو بل اړخ دې پدې کې د يوې واقعي نشاندهى کول ضروري ګنم چې د پاکستان باني محمد علي جناح صيب د ټي بى مريض وو او د محلاتې سازشونو په نتيجه کې هغه د دسمبر په يخجنه مياشت کې د پاکستان تر ټولو زيات سوړ ځاى زيارت ته ولېږل شو مطلب يې دا وو چې دې ژر مړ شي او هغه وو چې محمد علي جناح څو ورځي بعد په زيارت کې د يخنۍ له لاسه مړ شو دا شان د لياقت عى خان په جلسه عام کې وژل د محلاتي سازشونو او رياستي دهشتګردى يو بل رنګ دى او ورسره وسره لس کاله د جنرل ايوب خان، درى کاله د جنرل يحيى خان، يوولس کاله دجنرل ضيا او اته کاله د جنرل مشرف د فوج په طاقت په اقتدار قبضه د رياستي دهشتګردۍ تر ټولو اعلى قسم دى او د مجبورى په صورت کې فوجى بيوروکريسي له اقتداره لاس اخستي دې اود پردې شاته په تلو باندې مجبور شوي دې او سويلين حکومتونه راغلي دي خو هغه هم د فوجي او جاسوسسي ادارو سره د مصالحت نتيجه ده او حکمرانان د فوجي حکام تابع پاتې شوي دي پدې ترهګرۍ کې رياستي او جهاني سازشونه او مفادات سره مربوط ثابت شوي دې ځکه رياستي ذرائع ابلاغ او بين الاقوامي نشرياتي ادارې پدې خاموشه شوي دي د ترهګرى دوهم بل شکل کراچې کې د ايم کيو ايم د پښتنو خلاف اقدامات دې چې د هغو تفصيل په بله موقع بيانوو او دريم شکل يې د دهشت پسند طالبانو دى دا درى واړه د پاکستاني فوځ جاسوسي اداري اى ايس اى پيداوار دى چى د سياسي او معاشي ګټو لپاره استعماليږي او جهان يا د پاکستان اولس که د دې ترهګرو څخه تنګ راشي د هغعو توجو اړولو لپاره رياستي فورسيز ا و دهشتګرد د يو بل خلاف په جنګ اخته کېدو ډرامه هم جوړه شي او هرچا چې دا جنګ ( ډرامه) لېدلى وى هغه پدې ښه پوه شوي دې چې دا خو جنګ ندى او په دې کې ترهګر نه مري بلکې بې ګناه انسانان پکې وژل کيږي د طالبانو سرغنه د رياستي ايجنسو حقيقي اثاثى دى چې تر اوسه مجفوظ دې يقينا د فکر وړ خبر ده چې د پاکستان موجووده وفاقي وزير داخله رحمان ملک اعلانيه وايي چې په ملاکنډ ډويژن کې پنځه زره شدت پسندطالبان سرګرم عمل دى که دا خبره رښتيا وي نو بيا د تعجب خبره دا ده چې د ملاکنډ ډويژن ديرشو لکو وګړو خپل کورونه ځايونه، او کلى خالي کړو او فوځ ته يې د مکمل اپريشن دپاره لار خلاصه او جوړه کړه فوج د درنې وسلى سره رالو د جهازونو کومک هم ورسره دې خو دوه مياشتي وشوي چې دا پنځۀ زره طالبان دوى ختم نکړو او تر اوسه ملاکنډ ډويژن کې ترهګر موجود دى او ترهګرى روانه ده يقينا دا يوه ډرامه ده او پښتانه به پخپله د ترهګرو او د هغو د سرپرستانو خلاف قدم اخلي او جهان به له پښتنو سره ملګرتيا کوي ملاکنډ ډويژن کې د اپريشن په نامه د روانې ډرامى د خندا وړ يو پاټ دا دى چې په جون ٢٠٠٩ کې حکومت ځېنې دهشتګردان اشتهاري ملزمانو په حيثيت اعلان کړو د هغو د سرونو قيمت يې مقرر کړو پدې اشتهاري ملزمانو کې يو کس د خوازه خېلې لياقت نومى دهشتګرد کمانډر هم دې کله چې د دې کمانډر تصوير د ډېره اسماعيل خان انتظاميه وليدو هغه حکومت ته رپورټ ورکړي چې دا لياقت اکتوبر ٢٠٠٨ کې ګرفتار شوي دى او فروري ٢٠٠٩ کې د ډيره اسماعيل خان جيل ته منتقل شوى دې او تر اوسه دلته دې دا رپورټ چې کله اخباراتو کې شايع شو د يو غير مصدقه پيان مطابق د ډېره اسمعيل خان جيل ځينې افسران په دې بيان معطل کړل شو.
د پښتون افغان په خاوره چې کوم ترهګر راغلي دي پښتنو هغه ته غاښ ماتوونکې ځواب ورکړي دې پښتانه کله هم د ترهګرو متاثره او ډار شوي نه دې او نه د ترهګرو ملګري شوي دي يورپي چې ځان ته ډير مهذب وايي هغو کې سکندر يوناني لومړي هغه ترهګر حکمران دې چې په پښتنو يې حمله وکړه او په پښتنو دا خارجي دهشت مسلط شو خو پښتنو د خپل قام وطن او ناموس په خاطر سکندر ته داسې ځواب ورکړو چې دواړه پښې يې ورماتې کړې او سکندر وويل چې زما دا خيال وو چې زه د يو ديوتا زوى يم په ما به هيڅ درد اثر نکړي خو د دې خلکو ( پښتنو) له لاسه ماته کوم درد ورسيدو زه پوه شوم چې زه هم انسان يم او د انسانانو په شان ماته تکليف رارسيدى شي.
له سکند يوناني ورسته فارس ( ايران) ، تازى ( عرب) په پښتنو يرغلونه وکړو د چنګېز او هلاکو لښکرى راغلى مغولو پښتنو له وينو، سرونو او کورنو سره لوبې وکړې خو په پاۍ کې دغو نسلونو خپل قامي وجود له لاسه ورکړې نن هغه حکمرانان د تاريخ په پاڼو کې ژوندى دې په اخر کې انګريز راغلو د نړۍ لوى نيمايي يې لاندې کړو له پښتنو سره يې درى ځله مقابله وکړه او هر ځل بدترين ماتې سره مخامخ شو پښتانه يې د ځان تابع نکړو او په دوکه يې يقينا څه مقاصد تر لاسه کړو دا شان هر ترهګر او زورور پښتنو د خپلې خاورې د خپلو مټو په زور تښتولى دى ځکه نن پښتون په تاريخ کې يو خاص مقام او اهميت موندلى دى.
پښتانه چې د اسلام په مقدس نامه دا وخت کومې ترهګرى سره مخامخ دى د دې بنيادى وجه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ په نامه منحسوه تشه کرښه ده د افغانستان حکومت او لرو بر پښتنو کله هم دا تش په نامه کرښه د سرحدي پولي په حيثيت منلى نه ده د پاکستان حکومت تل دا کوشش کړي چې افغان حکومت دې دا کرښه د بين الاقوامي پولې په حيثيت ومني د افغانستان هر حکمران د پاکستان دا خواهش مسترد کړى دى سردار داود او د طالبانو په حکمرانې کې د پاکستاني حکومت دا خواهش تر سره کېدو امکانات او اثار ښکاره شو اکتوبر ١٩٧٧ کې د جنرل ضيا الحق کابل ته دوره او مارچ ١٩٨٧ کې د سردار داود پنځه ورځنۍ د پاکستان دوره د دې منصوبى او سازشونو کړى وې او دى دواو ملکونو په شمول ايراني حکومت داسې سازشونو باندې هم اتفاق وکړو چې په دى درى واړو ملکونو کې د جمهوري او قومي غورځنګونو سره تړلي سياسي رهبران او کارکنان به له منځه وړو.
د پاکستان حکومت ١٤ مارچ ١٩٧٨ کې د پنجاب هاى کورټ په ذريعه ذوالفقار على بوټو ته د پانسي د سزا فيصله ورکړه او په کابل کې د خلق ډيموکراټيک پارټۍ کارکنان د نامعلومو کسانو په ډزو قتل شول او او ١٧ اپريل استاد مير اکبر خيبر کابل کې قتل شو دى سره سردار داود حکومت د خلق پارټۍ ټول قيادت د قانون له لارې وژلو لپاره هغه ګرفتار کړو خو د خداى پاک کړه نور څه وو هغه وو چې په ٢٧ اپريل ١٩٧٨ کې افغانستان په اقتدار د خلق پارټۍ راغله.
افغانستان کې خلقي انقلاب په رښتيا سره د حقيقي قام پرستانو اقتدار تر لاسه کولو کې کميابي وه او خلق پارټۍ په خپل مرام کې د افغان اولس سره د ډيورنډ کرښه له منځه وړلو وعده کړې وه د دې انقلاب باني نورمحمد ترکى په لومړى نشرياتي بيان کې د دې وعدى تر سره کولو اعلان وکړو د پاکستان د حکومت د جهاني استعماري فاشسټ او ارتجاعى ملکونو په کمک دافغانستان دا نوې انقلابى او اولسي حکومت د کميونسټ په نامه بدنام کړو او پروپيکنډه يې وکړه او پدې لړ کې د سردار داود حکومت او د پاکستان ترمنځ شوي معاهده مسترد کړي ...... چې د افغانستان دا نوې حکمران پارټۍ ټول عير مسلم دى او په افغانستان کې د جهاد په نامه غير اعلانيه جنګ او دهتشګردۍ يې مسلط کړه د نور محمد ترکى د يو نيم کال په حکمرانى کې د افغانستان په خاوره دې پښتون افغان دښمن جهاني قوتونو دومره بارود استعمال کړو چې د ټول جنګ عظيسم دويم په دوران کې نه وو استعمال شوي ١٧ کاله په افغانتسان کې د امريکي او برطانيى استعمار په خواهش د سعودي عرب په امداد د پاکستان له لارې دجهاد په نامه د هشتګردى وشوه افغانستان کې مترقي او قومي حکومت ړنګ شو د مجددي او بيا د رباني حکومتونه منځ ته راغلو د پاکستان حکمران نواز شريف دومره خوشاله شو چې پيپلز پارتى ته يې پيغور ورکړو که تم نې ډهاکه کهويا هم نې کابل پايا،،، د پاکستان حکومت او حکمرانانو خيال دا وو چې د اى ايس اى يه غيږ کې روزل شوي دا جهاديان به د ډيورنډ لاين د منلو په صورت کې د نمک حلالى ثبوت ورکړي خو د مجددى او رباني په وينه کې د دومره غټي غدارۍ ما ده نه وه او هغو دى کار ته غاړه کېښوده که څه هم مولانا فضل الرحمن، قاضي حسين احمد مولانا سميع الحق او په پاکستان کې د محکوم پښتون افغان په وطن کې ځيني عالمانو ملايانو پدې لړ کې ډيرى هلى ځلى وکړي خو کامياب نه شو او اخر کار اى ايس اى هغه پلان عملي کولو له پاره خپل کار پيل کړو چې افغانستان د پاکستان صوبه شي د دې منصوبي او سازش د کاميابى دپاره يې د طالبانو په نامه يو عسکري ډله منځ ته راوسته .
د طالبانو په پښتون افغان سياسي او عسکري تاريخ کې لومړى ځل ٣ نومبر ١٩٩٤ کې هغه وخت په وجود کې راغلل چې کله د پاکستان وزير داخله نصر الله بابر او د اى ايس اى ډايريکټر جاويد اشرف دافغان حکومت بې اجازته يوه تجارتي قافله د کوټي او چمن په لار و کندهار ته روانه کړه په دې لار کې د افغان مليشه کمانډر نصرالله منصور غير قانوني افغانستان ته داخل شوي دا قافله ونيوله او په مخ يې تګ ته پرينېښوده پاکستاني ادارو ته د دې د انجام اندازه وه او هغو تر قافلې له مخه خپل ايجنټان لېږلې وو چې کله دا قافله ونيول شوه له يو بل خوا لښکرى راغلې چې ځان ته يې طالبان ويل هغو نصر الله منصور ونيولو او ځوړند يې کړو او په دې علاقه د طالبانو نوم او دهشت خور شو طالبانو د باد او باران په شان ځينى علاقى د جنګ نه پرته قبضه کړى د طالبانو د دې کاميابى وجه دا وه چې په افغانستان کې له انقلابه وروسته هر کمانډر اى ايس اى په پاکستان کې روزلى و او تماس يې برقرار وو او هر کمانډر ته اى ايس اى په لکونو ډالر او سعودى ريال ورکول او هغو به زير اثر علاقه طالبانو ته سپارله پدې لړ کې احمد رشيد خپل کتاب ( طالبان، اسلام، تيل، ګيس اور وسذى ايشيا مې سازشو کا کهيل صفحه نمبر ٧٤) کې ليکلى دى چې د جلال اباد کمانډر ته د سعودى عرب انټلجنس ډايرکټر شهزاده ترکى په کوششونو لس مليونه ډالر اخستو باندې راضي شو له دې سره دې ګورنر ته دا ضمانت هم ورکړل شو چې په پاکستان کې د ده اثاثي او اوکانټ به نه منجمد کيږي له دې ورسته د طالبانو د جزوي کاميابى په نتيجه کې د پاکستان حکومت فوري طور په افغانستان کې د طالبانو حکومت تسليم کړو او په نړۍ کې دويم ملک سعودى عرب وو چې د طالبانو حکومت يې تسليم کړو او ډير وخت وروستو متحده عرب امارات د طالبانو حکومت ومانه د دې درى ملکونو علاوه ټولى نړۍ بشمول د اقوام متحده تر اخره د رباني حکومت تسليم کړى و او لوستونيکو ته دا هم وريادوم چې په اکتوبر ١٩٩٦ کې د سعودي انټليجنس دا ډايرکټر اسلام اباد او کندهار ته راغلى وو چې په کابل د طالبانو د قبضى لپاره لار جوړه کړي.
د طالبانو په نامه عسکري او ترهګره ډله منځ ته د راتګ په لړ کې زه د يو قوم پرست يا جمهوريت پسند، طالبانو مخالف اخبار يا رسالي حواله نه ليکم بلکې د ځينو هغو اخباراتو رسالو او کسانو بيانونه او اقتباس لوستونکيو ته وړاندي کوم چې دا وخت د طالبانو په زور حمايت او ملاتړ کوي.
١ _ د نصرالله بابر په مشرۍ کې کوټه، کندهار او هرات په لار وسطى اسيايي ملکونو ته کومه قافله ـوليږل شوه دا تجارتي نه وه بلکې يوه ازمايشي وه ايوان صنعت و تجارت پاکستان هم د دې قافلې په تيارولو او ليږلو څخه بې خبر ساتلى وو، هفت روزه تکبير ٢٤ نومبر ١٩٩٤
٢ _ برطانوي حکومت درى ځله افغانستان سره جنګونه کړي دى د هغه ځاى د خلکو د نفسياتو ښه تجربه لري برطانوي جاسوسانو د يو سفارت کار په لباده کې د کوټې دوه داسې ملايان ( غالبا زما ګومان دا دې چې ملابورجان او ملا ترابى ته اشاره ده) چوڼ کړو چې د کندهار په علاقه کې دوى ښه اثر رسوخ او تعلقات درلودل هغو ته يې درنى روپۍ ورکړى او د جديد مواصلاتي نظام سره کندهار ته په ډيرو قيمتي ګاډو کې وليږل چې کندهار کې د طالبانو په نامه د يو سياسي پارټى اعلان وکړي. ( هفته روزه تکبير کراجى)
٣ _ افغانستان کې د طالبانو پر مختګ کې زموږ ترکوششونو امريکايى دخل زيات دى همدى مضمون کې پر مخ ليک دى چې د طالبانو د تحريک ځينى سرپرستان خصوصا مولانا فضل الرحمان د امريکنو او اى ايس اى په منشا جوړ شوى منصوبه کې شريک نه بلکې په وسايلو کې هم برابر حصه دار دى همدى شماره کې د پاکستان دجاسوسي ادارى اى ايس اى پخوانى مشر (ر) جنرل حميد ګل وايي چې د طالبانو په پرمختګ امريکن ډير خوشاله دى او امريکن طالبان د ليبرل کيمپ نمايندګاه ګڼي هغته روزه تکبيرکراچى ٥ اکتوبر ١٩٩٥.
٤ _ د جماعت اسلامي عبدالحق هاشمي ٢٦ فروري ١٩٩٥ په کوهستان کويټه اخبار کې ليکلي وو چې د طالباانو تحريک اصلاحي نه دى دا له داسې تحريک سره مشابه دې چې د تيرتاريخ څخه ځېنې افراد ور پکې مخصوص قوتونو راپيدا کړي دې او دننه دننه يې ساتلي دي اوس يې ناڅاپه د فتني په شکل را وايستو امريکه د دې خبرى اعتراف کوي چې هغه د طالبانو پشت پناهي کوي او افغانستان کې د امريکې د ايجنډى مطابق کارکونکى هم د طالباانو امداد کوي او په دې لړ کې شواهد عالمي پريس کې شايع شوى دي.
٥ _ د پاکستان حکومت په طالبانو څومره مهربانه وو لوستونکيو ته به د دې اندازه ولګيږي او هم په حيران شي چې د پاکستان محکمه ټيلفون او ټلګراف ( ټى اينډ تى) پى ټى سى ايل انجينرانو هرات، کندهار او جلال اباد بالترتيب لاهور کوټه او پيشور له ټيليفون ايکسچنج سره وتړلو او د لوکل ټلفون سهوليت يې ورکړو.
کله چې افغانستان کې د پاکستان جاسوسي ادارى اى ايس اى د طالبانو په نامه دهشت پيل کړو او يو غير معروف کس ملا عمر يې په افغانستان کې امير المومنين وټاکو د محکوم پښتون افغان اولس توجه د دې سرګرمو څخه اړولو لپاره په دې صبا يعنى په څلور نومبر ١٩٩٤ کې د نفاذ شريعت په نامه ملاکنډ ډويزن کې تحريک راپورته کړو او د دې تحريک کارکنان مکمل مسلح وو ډير بې شمېره کسان يې قتل کړ او په هغو کې يو کس د صوبايي اسمبلى ممبر بديع الزمان هم وو ورسره په دې ورځ د مينګورى پوليس تاڼه د دې تحريک کسانو قبضه کړه دا شان په افغانستان کې طالبانو د کاميابى دپاره او په دغه دهشتګردۍ د پردى اچولو لپاره سوات ، دير، باجوړ، وغيره علاقو کې د تحريک نفاذ شريعت په نامه بدامنى جوړيده او لوستونکو ته به ياد وى، چې د شديدى بدامنى او قتل غارت وروسته دولس ديارلس او څوارلس اکتوبر ١٩٩٤ کې درى ورځې مسلمل کرفيو وه په دې ټوله بدامنى کې د اى اس اى يو ريټاير ميجر عامر نوم اخستل کيدو. پدى لړ کې د تحريک نفاذ شريعت باني مولانا صوفى محمد هغه بيان هم د دلچسپۍ وړ دى چې په دولسم اکتوبر په اخباراتو کې شايع شوى وو دې کې موصوف ويلى وو چې د تحريک نفاذ شريعت په نامه کوم لښکر باجوړ او سوات کې جوړ شوى دى دا زموږ د تحريک کسان نه دى او نه داکسان زما خبره مني ځيني ږيره ور نامعلوم کسان په اولس کې شر او اشتغال پيدا کوي د دې سره زمونږ هيڅ اړيکى نشته.
دا وو په پښتون افغان وطن کې د ترهګرۍ اغاز چې د خپلو معلوماتو مطابق تاسو ته وړاندې کړو او راتلونکي وختونو کې به د تحريک طالبان سوات متعلق خپل جمع کړي شواهد تاسو ته وړاندي کوم.
~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~
کاکاجي صنوبر حسين مومند غالبا په کال ١٨٩٣ کې د مومندو په کږه وله د ګل فراز خان په کور کې پيدا شويدى، لکه چې ولى محمد طوفان ويلي دي.
دا يوه کږه وله ده صنوبر يې پيدا کړي، نورې هم ډيرې ولې دى د باړې نه راوتلى. داسې ويل کيږي چې په ورکوټوالي کې يې قطعا نه ژړل چې خلکو وربآندې شک کاوه چې ګوندې نارمل نه دى د ګرمى او يخنئ احساس نه شي کولي. کله چې يوه اندازه لوى شو په کلې کې يې کوم سکول نه و نو د پېښور په يو سکول کې داخل کړې شو. وايي چې وړوکوالې څخه د پښتنو په سيمه باندې پردې تسلط يې په طبع سم نه راتللو د طالب علمې په زمانه کې يې داسې فکرکاوه چې دې که استاد جوړ شي. ښه ښه شاګردان وروزي د ملک او دقوم سره مينه د هغوي په زړونو بيدارولى شي څو هغوي وکولاي شي خپل وطن د پردې تسلط څخه ازاد کړي.
لسم کې چې بريالى شو نو د استاذى پيشه يې اختيار کړه، نواب شير علي خان په اولاده کې د ارباب نورمحمد خان مرحوم ارباب نياز محمد خان مرحوم او د ارباب فتح محمد خان استاد هم پاتې شوېدى ليکن کله چې ورته د ازادۍ د حصول په سلسله کې دغه ليار اوږده محسوسه شوه د قلمي جهاد لاره يې اختيار کړه.
د هميش خليل د تصنيف کتاب کاکا صنوبر حسين مومند له مخې هغوي په ١٩٢٠ کې د خپل سياسي ژوند اغاز وکړ. په ١٩٢٦ کې په کوزه پښتنوخوا کې زميداره انجمن بنياد کېښود. نږدې يو کال پس يې د عبدالرحمن ريا او د عبدالعزيز خوشباش په مرسته د جمعيت نوجوانان سرحد بنياد کېښودو چې ورسته بيا دنوجوانان بهارت سبها په نامه ياد شو. په صوبه سرحد کې د نوجوانان بهارت د يو رهنما په حيث کاکاجى د خپل فعال کردار په وجه په خپلو همخيالو کې ډير محبوب وو. په دغو ورځو کې به کاکا تور پټکې يعنې دستار تړلو څادر به يې په اوګه د خامتا درنى جامى به يې په غاړه وې چې يه حيث د اولسي رهنما د کاکاجى شخصيت ورباندې نمايان و.
د خليق صاحب د خولې خبره ده چې په وړومبې ځل د چوک يادګار اولسي جرکې ته چې کاکاچې کوم تقرير کړى و هغه د خپل تاثر او شعله بيانۍ يه وجه ډير اهم و.
کاکاجى د عدم تشدد د فلسفى سخت خلاف و، د هغوي خپل نظر داسې وو چې عدم تشدد د خپل ورور سره مزه کوي نه چې د فرنګى سره چې د لرې څخه راغى دى. پښې يې زمونږ په خاوره کې غزولى دى. دوى بايد د تشدد په ذريعه تنګ کړې شي څو زمونږ د خاورې خپله کمبله ټوله کړي. په ١٩٣٠ کې د وړومبي ځل دپاره ګرفتار شو خو د کال ١٩٣١ په ابتدا کې دګاندهى ارون پيکټ له مخې د ډېرو له زندان څخه ازاد کړې شو. پدغه کال يې د پېښور نه يوه اووه ورځنې مجله د سيلاب په نامه په پښتنو او اردو ژبو کې اجرا کړه.
د سيلاب څلورګنې وتلى وې چې د دغى مجلى په اولس کې دمقبوليت په وجه انګريز په دسمبر ١٩٣١ په نپځه ويشتمه نيټه بيا د دوى د ګرفتارولو اراده وکړه نو دوى د خپلو ملګرو صاحبزاده محمد اسلم، سيد امير پاچا او مرتضى پاچا سره روپوش شول. څه موده ګنداو کې د کسئ ميا صاحب لال صديق سره وو، بيا لکړو کې د ترنګزو د حاجى صيب سره ملګرې شول. د حاجى صيب د ژوند پورې په لکړو کې وو او د فرنګيانو خلاف په جهاد کې مصروف وو په قبائلو کې د شعله په نوم د يوې مجلى اجرا وکړه او دغه شان يې د عملې جهاد سره سره قلمي جهاد هم شروع کړو.
حاجى صيب د ترنګزو به د خپلو فعاليتونو مشوره د کاکاجي صنوبر حسين سره کوله د هغوي رايه ته به يې اهميت ورکولو، د تحرير ټول کار د کاکاجي په ذمه وه، کوم وخت چې حاجي صاحب افغانستان ته تلو نو کاکاچې ورسره هم وو د حاجى صاحب د وفات نه پس د هغه د ځوى پاچا ګل صاحب سره د اختلافاتو په وجه د خپلو ملګرو سره کاکاجى وکوچيد او په سوال قلعه کې دملک عمر خان سره ديره شو هم دغلته په کال ١٩٣٣ کې يوه شپه صاحبزاده صيب محمد اسلم د پيرنګى په سازش د کوم قاتل د لاسه په ګولۍ اوېشتلى شو او سخت زخمي شو. کاکاجې د علاج لپاره جلال اباد ته ورسولو خو د ډيرو کوششونو باوجود په ٢٦ جنورۍ ١٩٣٤ مى د شهادت جام نوش کړو.
د کاکاجي او د هغه د ملګرو وخت د ملک محمد عمر خان سره ښه تيريدلو دا ځکه چې ملک محمد عمرخان پوخ نظر پاتې ملګرى ثابت شو هم نوا او همرکاب ملګرې سره خداى پاک يوځاى کړې وو. کاکاجې په مومندو کې د خان صيب په نوم ياديدلو هغه شان په سوال قلعه هم پدغه نوم ياديدلو.
سبهاش چندربوس چې دقبايلو په لار افغانستان ته اوړيدو نو د کاکاجې ملاقات ته هم ورغلى وو له هغه ځايه بيا افغانستان ته د رسولو بندوبست يې کاکاجې وکړو، کاکاجې هغه حاجې محمد امين ته اورسولو د سبهاش جندربوس سره بهګت رام ( فرضي نوم رحمت خان) او عباد خان هم ملګري وو، حاجى محمد امين سبهاش کابل ته ورسولو.
د کتاب ازادۍ تحريک مصنف ډاکټر وارث خان د صفحه ٢٠٦ څخه اقتباس له مخې په ټول هندوستان کې بې چېنې او بدامني شروع وه زما سترګې بهګت رام ته وې په زړه کې مې ويل چې ازادې په ژر راوړي ملګرو ته به مو هم د خوشالي زيرې ورکول، تيارې مو کوله، باغيانه مواد به مو په اعتباري ملګرو تقسيمول په ٢٩ اکتوبر د بهګت رام نه خبر راغى چې په ديرشم اکتوبر ماته سره د ټانګى تخت بهايي ته تيار راشه، ځه لار د تخت بهايي نه مې ټانګه د سرډيرو په طرف روانه کړه خانمۍ تهاڼه کې زما ورور تهاڼه داروو سرډهيرو بازار کې په مخ راغې، بهګت رام وروسته ناستوو . کوز شو او د ګوړې منډهې ته زر ننوت. چې د ورور نه واپس شوم نو بهګت رام مې د ځنن سره په ټانګه کې کيناوو، په سړک مې ورته د ښځو جامې او برقه واچوله. لس بجې مردان ته راورسيدو کورته په برقه کې لاړو او په دريمه ورځ يې بيا د ملاويدو خبره اوکړه. کشورى لال هم راغلى وو فيصله مو داسې وکړه، چې د شپې په دولس بجې اکوړى سټيشن ته په څه طريقه بهګت رام اورسوو او په بمبى ايکس پريس کې سور کړو. بهګت رام په ميرانجان کې يو خفيه ميټنګ مقرر کړې وو پدغه ميټينګ صنوبر حسين کاکاجې مومند، غلام مرتضى، محمد عمر خان ملک المعروف سوال قلعه ملک هم غوښتل شوى وو.
د صنوبر حسين کاکاجې کار او د مصروفيت دغه رنګ د ملک محمد عمر خان مصروفيت د سوال قلعه نه د مخفى صيب صاحبزاده اسلم شهيد تيغ فرنګ. ترنګزوحاجى صيب کارونه د قبايلو متحد کول او په ملاکنډ، کړپه ناقي کامراني او په نورو مختلفو ځايونو د فرنګي خلاف راپاڅول او جنګول وو، چې دغه ذمه وارى دوى ته پارټئ سپارلى وه چې د سوال قلعه اتمانخيل څخه په سر رسوله.
دا وه د کاکا صنوبر حسين مومند او دهغوي د ملګرو مبارزه چې د هغوې د هم عصرو د مبارزو څخه په هيڅ صورت کې کمه نده البته هغوى يويشتمې صدى ته د مبارزۍ کوم صورت وټآکو په توره که په قلم؟ دغه مشوره ستاسو سره کوو.
د صنوبر حسين کاکاجې يو شعر چې هغه پخپل قلم ليکلې دى اوس هم د وخت د تقاضاو په معيار پوره ختلى شي.
####################################################
د واړو که واړو
وطن برباد کړو سپين پګړو که سپينو خولو که دواړو
دې کور ته اور پورې کړو خپلو که پردو که دواړو
په سپينه ږيره هلک چا کړې د سرحد پښتونه
ته خو ډير دروند وى دا سپک چا کړې د سرحد پښتونه
لکه د ګډې اصيل چا کړې د سرحد پښتونه
دې شنو نوټونو انګريزو که کابلو که دواړو
په سترګو ړوند په غوږو کوڼ پښتونه چا کړلې ته
لکه د سپې په خپلو غوښو چا لګيا کړلې ته
چاله اسلامه او خپل ځانه نا اشنا کړلې ته
د خان پيالو د فساد ډکو مسلو که دواړو
هستې نيستې دې په دنيا کې نامعقوله چا کړه
ناسته ولاړه ښکته پورته دې مجهوله چا کړه
سوال او زارۍ دې د خداى در کې نامقبوله چا کړه
دې بې اخلاصه عادتى مونځ او روژو که دواړو
د خداى په پاک کلام الله باندې ښپې چا کېښودې
لارې د خپل رسول الله او وايه چا پرېښودې
د ميراث پاڼه له قران شريف نه چا اوشکودې
خان ، ميا، ملا او که جاهلو پښتنو که دواړو
دين په دنيا باندې ووايه اخر چا بدل کړو
خير د خپل ځان چا د اسلام په خير خواهئ دل کړو
هغه شين باغ د ابراهيم ووايه چا جلبل کړو
نمرو مردود که د رسول ميرثا خورو که دواړو
چا کينولى رښتيا وايه د اغيارو درته
کوم شي محتاج کړلې چار پايه د کفارو درته
پرانيستې مټې چا روان کړلې د خير نه شر ته
د جاپان زيړو شنو بوسکو له مشدود که دواړه
ته خو زمرى وروره ولى غريدلى نه شي
وطن تباه شو ته له غاره راوتلى نه شې
څه درنه يوړلو همت چې پاڅېدلى نه شي
د زهرو ډکو چايو شنو تور د شودو که دواړو
سياسي ايکبيکوالې ( جمود) څه ته وائي دا هغه عمل دې چې په ټولنه قوم او هېواد کې مثبت وده او پرمختګ په ټپه ودريږي کشالې او ستونځې راولاړې شي او له منځه وړل يې د وګړو دپاره ګران شي اولسي سياسي مشران او پوهان په دې لړ کې څۀ نظر لري، څوک څه ليدلې شي او څۀ درکولې شي، څه پريږدي او څه ترې پاتي کېږي؟ په رښتيا چې ډير توپير به ولري او که څنګه؟
سياستدان چې ريښتني اولسي بڼۀ ولري نه چې په ګمله کې پالل شوې وى په دې لړ کې به ټول اړخېز درېز ولري، چې د خپل هېواد اولس سياسي، معاشي، اقتصادي، سماجي تاريخي ملي او نړيوال ائينه دار وي، سياسي جمود په يو هېواد او اولس څه بدې اغېزى لري او کومو بدبختو او کشالو سره يې مخ وي.
په ټولنه کې سياسي جمود د ټولنې معاشي اقتصادي سماجې او اجتماعي ستونځې راولاړه وي چې اولس يې د له منځه وړلو توان نه لري، او ورو ورو ټولنه (قوم) مفلوج کړي او د استعماري سامراج او استحصال کوونکى په رحم و کرم شي يعنې هيواد (قوم) ټولنه مفلوج شي خپل واک اختيار او حاکميت او ملي تشخص د لاسه ورکړي او د بدبختې او بدمرغۍ سره مخ شي او جنګ يې درشل او نغرى ته راشي او کله چې سودا نغرى ته راغله نو ورور وژنه او کور نړيدنه پيل شي چې مونږ خپلې ټولنې او چاپيريال ته زير شو او وګورو چې موږ سره څه روان دي او موږ څۀ کوو .
په پښتانو کې سياسي جمود يو مصنوعي عمل دي خو عوامل يې رښتوني دي.
يويشتمه پيړۍ ده پښتانه د نړيوال سامراجي استعمار او پنجابي استعمار تر ناورانې لاندې د تاريخ په بد پړاو کې ښکيل دې چې د تاريخ لوى جبر دى په پښتانو کې سياسي جمود چا، څنګه او ولې رامنځ ته کړو، په دغه ناشونې او ناولى کار کې د پښتانو سياسي او اولسي مشرانو څه کردار ولوبولو او بايد څه کردار يې لوبولى وې اوس د دغه ناورين څخه د وتلو دپاره څۀ پکار دي چې د مهذبې نړۍ په مرسته او لارښودنې پنجابې استعمار يې په وړاندې بيايي او روزنه او څارنه يې کوي. چې خپل تسلط ته دوام ورکړي. د تش په نامه نړيوال مهذب، جمهوري او د انساني حقونو علمبردار ، په رښتيا سره د ملکونو او قومونو د تاريخ، جغرافيي حقونو او وسائلو استحصال کوي.
د دې ناولې او نشونې کار دپاره جاسوسان په پيسو اخلي چې ډېر د بې کلتوې په ټکو ياد شي د دغو جاسوسانو په مرسته بې علمه او ناپوهه اولس د خپلو شومو دسيسيو دپاره په کار راولي چې انسانيت ته لوى خيانت دى. دغه کار دښمن په پښتانو کې ډير په اسانه وړاندې بيايي. د پښتو مائل دى چې سخ دى د نادان چې ه په سود دى نه په زيان ، ځکه چې مذهب د پښتون خوګه ګوته ده او پيسې يې لويه کمزورى ده . يعنې د مذهب په نامه او پيسو پښتون خپل ورور وژني ، خپل کور ورانوي، خپل ننګ ناموس تاريخ واک او امن تاله ترغه کوي چې د ناپوهۍ وروستى پړاو دى د نړې قوتونه چې د ازادي، جمهوريت، انساني حقوقو سورې وهى هم دوى په پښتنو کې سياسي جمود جوړ کړى دى او د خپلو ناړه موخو دپاره يې لر بر افغان ويشلى او تيت و پرک کړې دى . د ترهګرى له منځۀ وړلو تر نامى لاندې پښتون قوم زوروي او استحصال يې کوي.، ولې په اصل کې ترهګر روزل کېږي او ترهګرې په وړاندې بيا يې په هر ځاى کې دغو نړيوالو واک ورکړى چې روزنه، پالنه درملنه او ساتنه يې کوي.
د نړېوالى ورورولى نه غوښتنه کوو چې نور دې نړيوال سامراج د مترقى خلکو ګوندونو او تنظيمونو مرسته وکړي او واک اختيار دې دوى ته وليږدوي هغه عوامل دې له منځ نه يوسي چې لر بر افغان يې د ستونځو او کشالو سره مخ کړي دى، چې انسانيت نړۍ او افغانانو ته ګټه ورسي.
نړيوال سامراج وايي چې د روس د وتلو نه وروستو موږ افغانستان يواځې پريښود نو ځکه د کشالو او ستونځو ښکار شو او نړۍ ته ګواښ شو په دغه خبره کې رښتياوالى نيشته او اوس افغانان پوهېدلى دې چې نړيوال سامراج د چا روزنه، پالنه ، درملنه او ساتنه کوي. د وړومبى ورځي څخه پښتونخوا ملي عوامي پارټې او د پارټى مشر او لوى لارښود ښاغلى محمود خان اڅکزى ټوله نړى خبره کړه چې په لر و بر افغان کې طالب او القاعده او ترهګر نشته او دا دوي يا په بدلو نومونو پښتانه مه زوروى د دوى په ازادۍ، تاريخ او وسائلو تشخصي ډاګه مه اچوى او نړى ته يې وويل چې د پاکستان جنرل نصير الله بابر په ژار، اخبار، راډيو او تلويزيون نړۍ ته وويل چې طالبان دوي جوړ کړي دى او نړيواله مرسته راته حاصله ده او په رسميت يې پيژنو.
پښتون اولس نړيوالو ته دا غوښتنه کوي چې دغه موخې چې نړيوال سامراج يې د تشدد له لارې لاس ته راوړل غواړي،د رښتونې انسان دوسته سياست د لارې لاس ته راوړلى شي ، چې په لږ وخت او لږ خرڅ بې له زيانه به د پښتانو په ژوند او فکر کې داسې بدلون راشي، چې د نړۍ او افغانانو په ګټه به وي او د ملکونو خفيه ادارى دې نوره پښتون دښمنه پاليسي پرېږدي چې د انسانيت د تذليل څخه ونيول شي.
پښتانه اوس دې سوال سره مخ دي چې په پښتانو کې به د اجتماعي ګټي، اجتماعي زمه وارئ، ودانۍ ملى تشخص ، شعور او احساس څنګه پيدا شي.
دې سوال ته بايد د پښتانو سياسي او اولس مشران ځواب ووايي او په پښتنو د لاندينو تپل شوو خبر و غم وخوري لکه چې:
١ _ په پښتنو کې مصنوعي سياسي جمود.
٢ _ يويشتمه پيړۍ او د عقائدو د لارې د پښتنو زوريدنه اواستحصال
٣ _ د پښتنو واک جاهل او ظالم ته سپارل
٤ _ پښتون تيتدلى ويشلې ( تقسيم) ساتل
٥ _ پښتون ودى او پرمختګ ته نه پرېښودل
٦ _ د پښتنو ملي تشخص تاريخي جغرافيايي پر ځاى کيدنه.
د نړيوال استحصال او استعمار له خوا پښتون ته د ور پيښ، بدبختو، کشالو، ستونځو ويشلي وجود ملي وحدت او تشخص دپاره څه پکار دي.
دغو غوښتنو او پوښتنو ته به څنګه ځواب ووايي او د ناورين څخه د وتلو صلاحيت بۀ څنګه پيدا کړي. د پښتانو سياسي مشرانو اولسي مشرانو او پوهانو دپاره لوى امتحان دى چې دوى به څنګه له دغه ناورين څخه خپل قوم په برياليتوب اوباسي چې له کوره يې جنګ ورک شي، امن او سوکالي راشي او هېواد يې ودان شي، مضبوط خپلواک حکومت جوړ کړي او د اولس ملاتړ خوندى وساتي، او که نه دوى بۀ دغه صلاحيت ونه لري، او هر وخت به د پښتو له دغه متل څخه ګټه پورته کوي لکه چې خړى اوبه ړانده کبان
د پښتنو د پوهې خو دا حال دې چې دوى تپل شوو او جوړ کړى شو ډرامو ته د حقيقت په سترګو ګوري ان تردې چې د بحث او تکرار په وخت د يو بل وينى هم توى کړې او د دغه تپل شوو ډرامو ملاتړ او د رښتونوالى هسې کوي او جاسوسان چې د پيسو او مراعاتو په بدل کې دغه ډرامه په وړاندې بيايي په ټولو حوالو او کزيکو سره يې د رښتياوالى او برياليتوب نوره هسې کوي ولې په دې نه پوهيږي چې وخت راځي چې دى هم د د غه اور سوي نشې او پخپله هم د ډرامى ښکار شي دغسې ډرامى د تاريخ په اوږدو کې دښمن هر وخت په پښتنو تپلې دې لکه د بېلګې په توګه، باجوړ، سوات بنير، دير او ټولې قبايلي سيمي او نورې د پښتانو سيمې
خبره په دې ولاړه ده چې پښتانه به څنګه په خپل سود او زيان پوه کړې شي او څنګه به د يوالى په لار روان کړى شي د پښتانو سياسي مشرانو ته پکار ده چې په اروپا، امريکا، خليج کې مېشت پښتانه وېښ کړي د هغوى ترمنځ تړون پيدا کړي او هغوى دې ته وهڅول شي چې په کوم ملک کې چې مېشته دې د پښتانو د حقوقو غوښتنه وکړي او د دغو هېوادونو څخه د لاس وهنى غندنه او مخ نيوى وکړي او د د غو پښتنو په مرسته د پښتنو په ټاټوبي کې پښتانه د يوالى پر لور روان کړي.
د افغان صيب شعر دى چې وايي:
وخت راغلى دې چې وکړو د خپل شتون خبره
افغانه د لر او بر د پيوستون خبره
د دې دپاره پښتون قوم بايد د داسې پښتون لارښود سياسي او اولسي مشر تر شا ودريږي چې ريښتونې پښتون وي په قوم هيواد او تاريخ ميين وي که پښتون قام دغه کار ونه کړي نو تاريخ او خپلو راتلونکو نسلونو ته به مخ توري وي او راتلونکي نسلونه بهيې هم غلامان وي. د تاريخ په اوږدو کې پښتنو تل د هېواد او تاريخ دپاره قربانئ ورکړي دي چې ډېر ورسره بلد او اموخته دي اوس د و خت غوښتنه ده چې پښتانه قرباني ورکړي او هغه دا چې د ريښتوني پښتون مشر ملاتړ وکړي او د هغه وينا او ښودنه عملي کړي چې د پښتنو د يووالى او حاکميت سرچينه به وي.
>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>
لـــــــــــــــه ښاره راغلم چې خوب به وکړم
تســــــــــل لـــــــــه درده او اشوب به وکړم
ستــا څپې چــې راغلى زه يې بيدار کړم
اوس پـــر ما حرام دى چې خوب بۀ وکړم
د پرون نن او سبا ترمنځ يو مناسب تړون او تسلسل د انساني ټولنې د ودى او ارتقا بنياد دى د قومونو د ژوند نظامونه بدليږي د زړو نظامونو سالم او مثبت عناصر پر ترقي يافته شکل کې ير نوى نظامونو کې راڅرګنديږي او فرسوده منفى او استحصالي قوتونه به ورکيږي او فنا کيږي دا د فطرت اصولونه دې چې ټولنه پکې جوړيږي مستحکم کيږي او بشري ارزښتنونه (اقدار) راږوندي کيږي.
دا تمهيد ما پردى وليکولو د دنيا د ستړو ورځو د ګوښې پر خاطر خپلې خاورې پر کشش پښتونخوا وطن د ښکلې د اوبو ډيم تربيلى تر لاړو د کور بر ملګرو هم ډيره مننه خويو ډير ژور خيال کې د شنو اوبو عکسونوکې دخپلې خاورې او ملت د بدنصيبې پر حقله ډوب او زهير شوم چې دومره وسائلو باو جود زه په تيارو کې ډوب در په دره د بل درکې سوالي يم ولې د زما نصيب يا تقدير دې بالکل نه بلکې د اغيارو استحصالي شکنجې دې چې زما محبوب وطن پښتنونخوا او با تور ملت افغان يې پر خپل ناروا طريقو باندې د خپلو جائز اسلامې ، انساني وسائل څخه محروم ساتلې دې.
د محبوب وطن پښتونخوا ګلرنګه ګل ورينه ناوه چې په درسته دنيا کې دخپل فطرى حسن ښکله ډنګو واورينو غرونو لويو لويو او ګڼ ګڼ ځنګلونو يخو اوبو ډکو سيندونو، خوړو، چينو ډنګو ډنګو ابشارونو رقم رقم د دارو خاصيت لرونکو بوټو دغلو دانو ډکې او فصل خيزه ځمکې او د ښکلې د خوشبو ګانو نرګسې ګلونو د يو مثالي افرادي قوت لرونکى اولس، نوبل اړخ ته دا ناوه د زړو مذهبونو ، کلتورونو، قامونو، خيلونو اثار قديم دودو و دستورونه ناوه هم ده.
بني آدم چې د عدم نه وجود ته راشي نو د پيدايش پر وخت د ژړا او کريکو په شکل کې دخپل جذباتو ښکارونه او اظهار کوي او چې څومره دا ږوند پر پوړې خيجي هومره هومره دغه جذبات رابرڅيره کيږي او دغه شان د ژړا، غصې او مروريدو د جذباتو سره سره ګڼ نور جذبات لکه خوښول، رد کول دوستي دښمنې او سنجيدګى د ده د شخصيت برخه شي اور دى شه او بد، ښکلې او بد رنګ خپل او پردې د خوږ او تريخ د حقيقت نه ورو ورو اشنا شي پر دغه څيزونو کې د ځينو سره الفت او د ځينو نورونه کرکه پيدا کېدل قدرتى او فطرى امر وي.
پر توره تياره کې ائينه ړنده وي نه څوک ويني او نه يې څوک وينې خو د تېرو پر کومې کې رڼا پټه وي فرض دا چې پر نظريو دوام مومي او قامونه پر نظريو ژوندى وى د افغان ملت زلمې يوه ملى فريضه لري چې پر خپل ملت کې علمې او نظرياتي انقلاب راولي ننې دنيا په علم او هنر ولاړه ده خو هر کله چې علم و هنر د ظالم او بداخلاقه قوتونه پر لاسو کې دى نو هغه قوتونه پر دنيا کې د فساد موجب شوي دې نن د هغوى د لاسه دنيا قصاب خانه ده قتلونه دى مرګونه دى لوټ مار دى د زړو خانى ده نه قانون شته نه عدل شته نه حق شته نه انصاف شته کوم فرد چى د يو ملت په طافت قوي شي نو بيا ترې نه د ځنګل ځناور جوړ شي د قامونو ژوند په سولى کړى امن تاله کړي، خپل اولس هم تباه کړي بدنام يې کړئ او نورو قامونو ته هم دوزخ جوړ کړي ځکه زه وايم چې د اسماني هداياتو په رڼا کې د علم او هنر حصول او د امن او خوشالۍ دپاره بيا دغه علم او هنر استعمالول د انسانيت خاصه ده پردې طمع لرو چې د وطن زلمې پر خپل خوږ ملت او خوږه ژبه ژوندې سياله او هسکه ساتي ورسره خپل قامې وسائل پرخپل تصرف کې اخېستل سره سره د خپل اولس د اختيار قائمول اولينه پښتنې فريضه ده دې سره خيانت ملي خيانت دې راځي يو غږ او يو اواز شو د يو نوى شکلې سباون پر خاطر چې خېبر ، شمشاد، سپين غر او لواغر يو ځل بيا پر نارو شي او د ترانى پرى شي اباسين ازاد شو او وطن سيال شو امو مست شو يو ځل بيا باختر پر افق بيرغ پر رپيدو شو ملي سندرى د رباب پر تارو پر ترانې شوې وطن اباد شو ځلاند شو خوشال شو خائن تل دپاره رسوا او برباد شو.
د وطن زخــــــم لـــــږ ليمو تـــــه درنږدي که
چې دې کڅې لږ د پت پر وينو سور شي

په منځنۍ پښتونخوا
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دريځ

اعلاميه
سوات قــامي امــن جرګه
27 جنوري 2008

صدارتي کور، اسلام آباد
د سوات قامي امن جرګې په نمايندګۍ
صدر پاکستان آصف علي زرداري ته
وړانديزونه
وړاندې کوونکى: مختار خان يوسفزى ( 28 نومبر 2009)
د ټولو نه وړاندې خو مونږ ستاسو ډېر مشکور يو چې تاسو د خپل ارزښتناک وختونو نه مونږ ته موقع راکړه، مونږ هيله لرو چې تاسو به زمونږ خواستونه په غور واورۍ او مونږ ته پيښ دا هر اړخېزو کشالونه د خلاصي په لړ کې خپل مهم کردار ولوبوئ.
ښاغلي صدر صيب! تاسې به خپر يې چې د پښتونخوا وطن او په خاصه توګه د سوات اولس د ډېرى سختې په حال کې دې او ترهګرو دوې يرغمال کړې دى ژوند يې دلته په ټپه ولاړ دى زمونږ کلى او ښارونه په کنډرو بدل کړې شوي دى زمونږ قومي او سياسي مشران او نور ډير باشعوره خلک وژل کيږي زمونږ حجرى، جماتونه او غم ښادۍ دودونه د ترهګرو په ضد باندې دي. هره ورځ خلک د پيسو دپاره تښتول کېږي، مکتبونه، روغتونونه، سړکونه او پولونه په بارودو الوزول کيږي د سوات په ټولو لويو لارو باندې ترهګر چيک پوسټونه جوړوي، چې د هغې له کبله د سوات امن پسنده، وطن پال مګر بې وسه اولس په خپلو کورونو کې بنديوان شوې دي.
د تباه شوي سړکونو او مسلسل کرفيو ( بنديز) له کبله د سوات ميوۍ، سبزيانې او فصلونه په پټو او باغونو کې وراسته شول او بل خوا ته زمونږ د علاقى صنعت، سيل ګرى ( سياحت) او تجارت د مخکې نه په پوره توګه ختم شوې دى، هغه لږ ډېر کمې پکې بې مقصده پوځې عملياتى ( اپريشن) او اوږد مهاله کرفيو، ړنده، بمباري او هوايي بريدونه پورا کړ، چې په نتيجه کې زرګونه خلک د مرګ ښکار شول، په سلګونو بې ګناه خلک، سرکاري مامورين، په ډېره بى رحمۍ سره په د جاسوسى په تور حلال کړل شول د رياست واکمنى په پوره توګه ختمه ده او واکمنى په عملى توګه د ترهګرو په لاس کې ده چې له امله يې هر څوک د ناامنى او د ځان، مال او عزت د شديد خطر سره مخامخ دي، ډېرى خلک د خپل کورونو په پرېښودلو مجبوره، او در په در او خاوې په سر شول، چې تر اوسه يې د پښتنې او مرستې څوک نشته.
نو ښاغلى صدر صيب!
د پورتنې ذکر شوى حالاتو په نتيجه کې د سوات خلک پر دې خبره متفق او يوه خوله دې چې په سوات کې روان پوځي عمليات په بشپړه توګه ناکامه او د ترهګرۍد ختميدو په ځاى د لا زياتوالى لامل ګرځېدلى دى نو ځکه مونږ په روان پوځې عملياتو باندې د پوره بى اطمينانۍ او بې باورۍ څرګندونه کوو، او يو منظمه ډرامه يې ګڼو.
ښاغلي صدر زردارى صيب!
د اور د بندونو نه تېر شوى او بې اندازۍ مصيبتونونه تير شوى اولس د دايمى خلاصي اود حقيقى او پاتې کېدونکى امن دپاره زمونږ وړانديزونه او غوښتنې دا دى چې:
١ _ په سوات کې جارې پوځي عمليات دې په ټاکلې شوى نيټه کې په موثره توګه وکړي او دا عمليات دې د بې ګناه اولس په ځاى خاص د ترهګرو پر خلاف بيخې په نښه او د هواى بمبارۍ پر ځاى دې ځمکنې عملياتو ته دې ترجيح ورکړى شي، چې دا عمليات د اولس دپاره باور او اطمينان وګرځي.
٢ _ مونږ دا ګڼو چې په سوات کې د حقيقي امن دپاره دا لازمه ده چې هلته دې ژر تر ژره رياستي او حکومتي عملدارى قائمه کړى شي، او د قانون لوړتيا دې شي نه د دې دپاره دې د مټې نه سخره دره، شور، بيوچار درې په شمول دترهګرو مرکزونه او مشرانو پر ضد دې اغيزناک ګامونه واخستلې شي او د سوات ټولى لويې لارې دې د اولس د تګ راتګ دپاره خوندى کړى شي. او په دې لارو دې په مستقله توګه ګشت نظام قائم کړې شي .
٣ _ د سوات د اولس دپاره دا خبره ډېره د افسوس او حيرانيتا ده چې د زرګونو خلکو په قتل کې د بمونو په چاودونو، ټارګټ کلنګ ، اولسي شتمنۍ تباه کولو کې ککړ او د هغى ذمه وارى قبلولو باوجود دى د نامعلومو خلکو په خلاف مقدمې جوړيږي چې له کبله يې دا معلوم مجرمان نور هم حوصله مومي.
نو اوس مونږ دا غوښتنه کوو چې د دې معلومه مجرمانو په خلاف دې مقدمى وچلول شي.
٤ _ د سوات په مرکزي ښآر مينګوره کې د لا زياتيدونکى قتلونو او د ترهګرى د پيښو دى په فورى توګه د خاتمې دپاره دى موثر ګامونه پورته کړى شي. او د اولس ژوند، مال او عزت ته دې تحفظ ورکړل شي.
٥ _ د ترهګرى او حکومتي پوځي عملياتو د کار روايى په وجه د سوات رنګ شوى ښارګوټى او کلو ته متاثره شوې اولس او هغه مشران د چا حجرى او کورونه چې برباد کړې شوې دي، د هغوى د بياودانۍ دپاره حکومت په موثره توګه د مالي مرستې اعلان وکړي، او د نورې تباهۍ نه د بچ کېدو دپاره دې د قامي او سياسي مشرانو ژوندونه محفوظ کولو دپاره دې ګامونه پورته کړې شي.
٦ _ په سوات کې د څو کلونو راهيسې دا روان منظمه ترهګرى په نيتجه کې د هغې، انفراسټرکچر، تعليمي ادارى، د صحت مرکزونه، صنعت، کرکيله،تجارت او سيل ګرۍ ته په خرابه توګه زيان رسولى شوې دى نو د ى ادارو د بيا ودانۍ دپاره دې دروند مالي امداد وکړې شي او هم په دې لړ کې د سوات د خلکو زرعي قرضې معاف کړې شي او د اولس د بيارغونى او بيا ودانى کارونو دپاره دې بغير سوده قرضې ورکړى شي. او د سوات د لوستونکو د تعليم جاري ساتلو دپاره دې د تعليمې مراعاتو اعلان وکړى شي.
٧ _ سوات کې د ترهګرى ځاله او د هغى په وده کې بنيادى کردار لوبونکى اف ايم سټيشن دې په فورى توګه بند کړې شي، په ترهګرى کې شامل سرکاري ملازمان دې د نوکرونه وويستل شي او دوى دې د قانون ليچو ته حواله کړې، شي د ترهګرى په خلاف اپريشن کې د کوزه بانډه په شان نور مرکزونه دې ختم کړى شي چې د ترهګرى مرکزونه بيا وده ونه مومي.
٨ _ په سوات کې روان افسوسناک صورتحال په رڼا کې يو ازاد او خودمختاره انکوائرى کميشن جوړ کړې شي چې دامعلومه شي سوات ته دا خارجى ترهګر څنګه راننوتل.
او دا چې مقامي د ترهګرو مرسته کوونکو ته د بږونو جوړولو د بارودو او جديدې وسلې د چلوو تربيت چا ورکړو او د دې له د بې اندازۍ دولت رسلو بندوبست چا وکړو.
د ترهګرو په لاس کې د درنو اف ايم راډيو سټيشن څنګه او د چا په اجازه قائم شوې او څرنګه اوسه پورې کار کوي، او دا چې دې ترهګرو ته د جاسوسۍ دا جديد نظام چا ورکړو، او دا چې رياستې جاسوسي ادارې ولې په دې غلې پاتې شوي او حکومت د دې په وخت ولې تپوس ونه کړو، او د مجرمانو په ګوته کولو نه پس هم د هغوي په خلاف د اولس د قتل عام او د رياست خلاف د غدارۍ او بغاوت مقدمې ولې جوړې نه شوى چې د دې له يې سزا ورکول دې.
٩ _ د اولس د حفاظت او د پاتې کيدونکې امنيت دپاره دې د اولس تحفظ ادراې، پوليس، فرنټير کانسټبلري، او نورې دې مضبوطه او مستحکمې کړى شي او د امنيت د ساتنې دپاره دې د نورو صوبونه د اف سي پښتونخوا او په خاصه توګه سوات کې تعينات کړې شي، او د دې په تنخواګانو او نورو مراعاتو کې دې معقول زياتې راوستى شي.
مونږ يو ځل بيا د پښتونخوا صوبې او په خاصه توګه د سوات د اولس ستاسې ډېره مننه کووچې د خپلو مصروفو وختونو نه مو وخت راويست او مونږ له مو د خپلو مسلو د بيانولو موقع راکړه.
په ډېر احترام
د سوات قامې امن جرګه
٢٨ نومبر ٢٠٠٨
ايوان صدر اسلام آباد
///////////////////////////////////////////////////////
وزيراعلى کور،پښور
د سوات قامي امن جرګې په نمايندګۍ
د پښتونخوا وزير اعلى امير حيدر خان هوتي ته وړانديزونه
وړاندې کوونکى: مختار خان يوسفزى (24 اپريل 2009)
د پښتونخوا وزير اعلى ډير ګران او محترم امير حيدر خان هوتى صب د کيبينټ غړو اعلى سراري چارواکو د صوبايي اسمبلۍ غړو د سوات د قامي جرګى نمايندګانو:
د ټولو وړاندې ځه د ځان او د سوات د جرګى لخوا د وزير اعلى صيب شکريه ادا کوم چې مونږ ته يې د ملاقات موقع راکړه چې په روان صورتحال کې د سوات په صورتحال خپل نظر او تجاويز دوى ته واړندې کړو.
محترم وزير اعلى صيب مونږ د دې جرګې په وساطت تاسو ته پوره ډاډ درکوو چې په روانو حالاتو کې د سوات ټول اولس ستاسو سره ملګرې او په شامو مو محکم ولاړ دي. مونږ تاسو ته دا باور هم درکوو چې د قام په حيث په روانه جګړه کې کومه زمه واري تاسو مونږ ته سپارل غواړئ يا يې په ګوته کول غواړئ مونږ تاسو ته ډاډ درکوو چې په روڼ تندي به يې د خداى پاک په فضل تر سره کوو.
قدرمند وزير اعلي صيب مونږ د سوات قامي امن جرګې د اولى ورځې موقف دا وو، چې د دهشت ګردانو سره هيڅ قسم نرمي او رعايت نه دې پکار او دا د حکومت ذمه واري ده چې خلکو ته د سر مال او عزت تحفظ ورکړي او په دې لار کې د قانون ماتوونکيو خلاف سخت چلند او اقدامات وکړي په دغه سلسله کې مونږ د روان پوځي عملياتو مکمل حمايت او ملاتړ کوو.
تر اوسه پورې چې د اپريشن کومې مثبت نتيجې مخې ته راغلي دي. د هغې ستايينه کوو، او قناعت پرې کوو البته تاسو ته دا ياد دهاني هم کول غواړو، چې وس هم ډېر لويي کار پاتې دې او پوځي عمليات نيمګړتياوي لري، چې هغه تاسو ته په ګوته کول ضروري ګڼو:
جناب وزير اعلى صيب !
په روان اپريشن کې د دهشتګردو اهم مرکزونه فوځ په خپل ولقه اغستلى دى او برباد شوي دي د دوى تنظيم تر ډيره حده کمزوري شوى دى لوى کلى ښارونه د دهشتګردو د شر نه تقريبا خلاص شوي دي په لويه پېمانه د دوى مسلح ګشتونه ختم شوي دى لوې لارې د پوځ په کنټرول کې دي په خلکو کې ويره تر ډيره حده کمه شوى ده او د پوځ باره کې د اولس شکوک په اوميد اوړيدلى دي. چې دا لويه کاميابي ده. په دې مونږ تاسو ته مبارکي وايو د فوځ د کمانډ مننه کوو، فوځي ځوانانو ته شاباش وايو او چې څوک شهيدان شوي دي هغوى ته د مغفرت دعا کوو البته دا خبره هم په ګوته کول ضروري ده چې دهشتګردان سره د دې چې وسله د ورځې نه ګرځوي مګر اوس هم په ډيرو کلو کې موجود او ازاد ګرځي او کله کله د شپې مسلح ګشتونه هم کوي.
د سوات د سند په جنوب کې چې کومې علاقې د دهشتګردو نه صفا شوي دي او اوس ورته متاثرين واپس روان دي دا عمل هم زمونږ او ستاسو نه سخته پاملرنه غواړي.
او هغه دا چې د سوات شمالي برخه د شموزو نه تر سخرى پورې لا اوس هم صفا نه ده په ډېر تعداد دهشتګردان پکې موجود دى او د امکان شته چې دوى د سند نه راپورې ووځي او بيا فتنه او فساد جوړ کړي د دې علاوه د هشتګردو مرکزي ليډر شيپ لا ژوندى دى او د يو بل سره رابطه هم لري. د کبل او مټي تحصيلونو په غريزو علاقو کې اوس هم د سوونو په تعداد دهشتګردان راغونډ دي.
د کبل او مټي نه علاوه يو څه تعداد د چارباغ، خوازه خېله، شيڼ، ميادم او فتحپور سره نزدې غرونو کې هم موجود دى. او په تيرو ورځو کې يې ځنې خلک هم وژلې دي.
د دهشتګردو ځنې اهم کمانډران د ملک نه په دې دوران کې بهر هم وتښتېدل او په محفوظه طريقه خليجې ممالکو ته لاړل او څوک لا دلته په ملک کې ګرځي. بعضي کسان وينول شول خو خبر شو چې هغه بيا پرېښودل شوي دي.
په دې کې مونږ تجويز کول غواړو :
١ - چې څومره ژر کېداى شي په مټه او کبل تحصيلونو کې دى پوځې عمليات تيز شي په کلو کې موجود دهشتګرد دې ګرفتار شي او خپل انجام ته ورسول شي.
٢ _ د دهشتګردو مرکزي قيادت او لوې ډلې چې دا وخت د کبل تحصيل او د مټي په علاقو کې موجود دى په تيزۍ سره ووهل شي. او ختم شي.
٣ _ د دهشتګردۍ په تور نيول شوي کسان په پرېښودو کې دې پوره تحقيق او احتياط وشي. هغه دې د پوره تحقيق نه پس پريښودي او په تحقيق کې دې د خلکو نماينده ګانو او جرګې رايې ته دې سرکار اهميت ورکړي.
٤ _ د ټولو دهشتګردانو نومونه دې اميګريشن محکمې ته ورکړى شي او د ملک نه د تلو په صورت کې دې په هوايي اډو کې داسې نظام جوړ شي چې دوى ګرفتار شي.
ګران او محترم وزير اعلى صيب! د دهشت ګردى په خلاف د جنګ ګټلو دپاره دا ضروري ده چې مونږ د خلکو مورال او حوصله لوړه کړو او خلک د حکومت د دې اقداماتو ملګري کړو خو داهله کېداى شي چې د سوات قومي او سياسي مشران واپس سوات ته لاړ شي او هلته د سوات د خلکو په مينځ کې موجود وې.
مګر تاسو ته دا هم معلومه ده چې د دې خلکو امنيت په خطر کې دې په دې کې اکثر خلک هغه دې چې د وړاندې نه هم ډير په عذاب شوي او تاواني شوي دي نو په دې لړ کې د دوى سوات ته واپسي ستاسو لخوا ځنې اقداماتو ته اړتيا لري.
١ _ هغه خلک چې کورونه يې وران شوي دي په شمير ډير لږ دي هغوى ته په فوري توګه د سرکاري کورونو يا د کرايي د کورنو بندوبست کول پکار دي.
د ټولو قومي او ساسي مشرانو د سيکورټۍ دپاره اقدامات کول پدي لړ کې ځه تجوزي کوم چې د کميونټي پوليس نظام په جوړولو کې دې د مشرانو رايي ته ترجيح ورکړي شي د دوى په خوښه دې خلک واغستلي شي او د نورو فرائضو نه علاوه يو مهم فرض دې يې دا وي چې کميونټي پوليس د دې مشرانو امنيت وساتي.
٣ _ قومي مشرانو او سياسي کارکونانو ته د ځان د حفاظت د پاره د وسلې ګرځولو اجازت ورکړى شي.
٤ _ کميونټي پوليس سره سره دې يو معلوم او باوري ميکنيزم لاندې په کلو کې د دفاع کميټيانې جوړول چې هغه کميټيانې د حکومت او قامي مشرانو د کنټرول لاندې وي د غه کميټيانو ته که ممکن وي د سرکار له خوا وسله ورکړي شي او که امکان يې نه وې نو د قومي مشرانو او حکومت د څارنې لاندې د خپلې وسلې د ساتلو اجازت ورکړل شي.
٥ _ د کلو د دفاع کميټيانې دې د تپې او ضلع تر سطح د يو قامي او سرکاري کمانډ لاندې منظم شي، چې د تکليف په وخت کې د يو بل کمک وکړي.
_ د دې پاره ضروري ده چې د انتظامي حکومت او جرګې تر منځ د يو بل سره مکمل تعاون وي او يو بل ته جواب دې هم وي.
محترم وزير اعلى صيب : تاسو ته معلومه ده چې سوات دا وخت په اقتصادي توګه مکمل تباه شوى دى مونږ دا مطالبه کوو چې په فوري ډول ټول سوات دې متاثره وګڼلي شي او ټول خلک د ې په خپل يونين کونسل کې رجسټر او د امداد مستحق وګرځولي شي.
٧ _ خلکو ته د ژوند روانولو دپاره دې د اوږدې مودې بلاسود قرضې ورکړې شي د بجلى ګيس او اوبوبلونه دې معاف کړى شي.
٨ _ د خلکو د تباه شوو کورونو نيوى شوو ځمکو، باغونو، دکانونو او نور شوو تاوانونو ادائګي دې حکومت وکړي.
٩ _ د دهشتګردانو نه علاوه په روانه جګړه چې څومره خلک شهيدان شوي دي او يا زخميان شوي دي هغوى ټول دې رجسټر شي او معقوله معاوضه دې ورکړل شي.
١٠ _ د دهشتګردانو په خلاف په روانه کاروايي کې د کورونو د ورانولو او ګرفتارۍ په سلسله کې احتياط کول چې څوک په ناحقه تاواني نه شي.
١١ _ په دهشتګردۍ کې ککړ سرکاري ملازمين دې برطرف او ګرفتاري کړى شي.
١٢ _ د سوات سره تعلق لرونکي طالب علمانو ته دې په پيشه وراو نورو تعليمي ادارو کې معقوله کوټه مقرر شي.
١٣ _ خلکو ته دې د ژوند د بحاليدو پورې مفت طبى سهوليات ورکړي شي.
محترم وزير اعلى صيب : دا هغه اقدامت دې چې، په فوري او هنګامي بنيادونو کول ضروري دي. البته د سوات زراعت ، صنعت، سياحت او تجارت ته په تيرو نولسو کلونو کې پرله پسې زيان رسيدلې دى. او خلک په اقتصادي توګه تباه شوي دې مونږ مطالبه کوو چې د دې تاوان دې پوره حساب وشي او د سوات د مکمل بحالۍ دپاره دې معقول پيکج ورکړي شي.
١٤ _ د سوات تباه حال سړکونو او وران سکولونو بحالئ ته خاصه پاملرنه وشي.
محترم وزير اعلى صيب!
په پايله کې دا هم ضروري ګڼم چې د سوات دا نمائنده جرګه د دهشتګردو سره د نورو مذاکراتو سخت مخالفت کوي او دا خبرادرى هم ورکوي، چې په يو نوم يا بل نوم د دهشتګردو سره مذاکرات به په راتلونکي وخت کې د لوې تباهۍ نه سوا هيڅ نتيجه نه ورکوي لهذا مونږ مطالبه کوو، چې د دوې سره نور هيڅ قسم مذاکرات ونشي بلکې په سختۍ سره دې دهشتګردۍ خاتمه وشي او د قانون حکمراني دې جوړه شي.
#####################################################
سيف الرحمن سليم
پښتانه د پښتونخوا درانه ښاغلي
د مغولو سېلاب يووړل لکه خلي
زمانه راپسې توره په لاس ګرځي
لکه ما يې چې وي پلار نيکه وژلي
ستا لاسونو ته به هسې خلک ګوري
پرهرونه زما نه دي چا ليدلي
عجيبه ده محبوبا غېږه کې غواړې
او لاسونه دې خپل شاته دي تړلي
ما په دار کړه چې منصور خلکو ته ياد شي
مودې وشوې څوک په دار نه دي ختلي
څلــوريزه
ارواښاد ډاکتر کبير ستورى
چې پښتو دوزخي بولي مخ يې تور دى
په پښتو باندې حرام د دوزخ اور دى
چې دوزخي يې په ويلو جنتي شي
د پښتو ژبې جنت کې کلى کور دى
%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%%
ميمورنډم
(د سوات قامي جرگې ميمورنډم)
چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د لندن د مظاهرې منعقده دويمه جنوري کال 2009 په موقعه د برطانيې وزير اعظم ګورډن براؤن ته په 10 ډاوننګ سټريټ لندن کې وړاندې شو او بيا دا دستاويز د اقوام متحده جنرال سيکرټري او د غربي دنيا په شمول د ټولې دنيا اعلى چارواکو ته ورکړى شو. (اداره)
په ١٤ اګست ١٩٤٧ کې د نړۍ په نقشه کې يو نوې هېواد پاکستان چې په پښتون، بلوچ، سندهي، سراييکي، بنګالي او پنجابي قومونو باندې مشتمل وو منځ ته راغلو د جوړښت د ورځې نه دا بدقسمته کثير القومه هېواد د يو حقيقي جمهوري نظام نه محروم پاتې کړې شو د هېواد د پښتون ، بنګالي، سندهي، بلوچ او سراييکي قوم يو بل سره په امن سره د اوسيدو وعده وکړه، او د پارلمان د لوړتيا لوظ يې وکړو، خو له بده مرغه مونږ د قومونو د برابرۍ په بنياد جوړ شوې وفاقي جمهوري نظام ونه لېده په يو رښتوني جمهوري نظام کې د طاقت ارتقاز د يوې وفاقي اکايي ( Federating Unit ) په لاس کې هيچېرې هم نه وي د دې برعکس د پنجاب سول او ملټري بيوروکراسۍ د عدليې په مرسته د نورو قومونو لاندې کولو ايجنډۀ شروع کړه په حقيقت کې پنجابي اسټبلشمنټ د خپلې غلبې اوبرلاسيتوب ساتلو لپار ه دستور ( اساسي قانون) جوړولو ته برې نه ښود. که چېرې مونږ د پاکستان په سياسي او دستوري تاريخ يو نظر واچوو، نو مونږ ته په هغې کې د پنجاب په نورو قومونو باندې د چل ول په ذريعه د غلبې حاصلولو يو زورور خواهش ښکاري.
د ١٩٥٦ د اساسي قانون ( آئين) کې مونږ ته د بنګال د ټيټولو او د پنجاب د غلبې کوشش ليدل کېږي. کله چې پنجاب محسوسه کړه چې جمهوري قوتونه به مزاحمت وکړي نو دوي په ملک کې وړومبۍ مارشل لا نافذه کړه چې د هغې په نتيجه کې په ١٩٧١ کې مشرقي پاکستان بيل شو او بنګله ديش جوړ شو خو د دې باوجود هم حکمران اسټبلشمنټ د خپلو دغو ډېرو لويو غلطو نه زده کړه ونکړه او پاتې ملک يې د اساسي قانون نه محرومه وساتلو څه په پټه او څه په ښکاره حقيقي طاقت د پنجاب اکثريتي فوج او استخباراتي ادارو په لاس کې ورکړي شو. د خفګان خبره داده چې د هغې وخت نه تر اوسه پورې ٤٠ ميليونه پښتانه په څلورو بېلو بېلو انتظامي اقايو لکه فاټا، NWFP، بلوچستان او پنجاب کې وساتلي شو او غرض يې دا و، چې دوې خپله قامي پېژندګلو او اقتصادي وسايلو نه محرومه پاتې کړى شي. د دې نه داسې ښکاري چې د نورو قومونو په مقابل کې د دوي پاليسي د پښتنو په هکله ډيرې د دښمنۍ نه ډکې رارواني دي.
د پښتون ( افغان) تاريخ ښايي چې دوې يو ډير مهذبه، سيکولر، غير فرقه پرست او پرامنه قوم دې او دوي تل د بل د خودمختارۍ احترام کړې دې. خود ١٩٧٩ نه تر ١٩٨٩ پورې د افغان جنګ په دوران کې د افغانستان سره تړلې علاقي يعنې د پاکستان دننه علاقې د جهانې طاقتونو د افغان حکومت او پخواني سويت يونين خلاف په مرکز بدلې شوې چې د هغې په پايله کې افغانستان لوټې لوټې شو د جېنيوا لوظنامې په نتيجه کې سويت فوجونه واپس لاړل خو تا ته يې د څوارلسو کالو جنګ ځپلې هېواد پرېښودو، چې په هغې کې يو بې قانونه حکومت، خراب امنيتې حالت، ويجاړې ادارې، مات ګوډ د مواصلاتو نظام او د بيارغونې او ابادکارۍ هېڅ انتظام موجود نه و او د سويت يونين مخالف طاقتونو د اړخه د غټ غفلت خبره دا ده چې هغوي د جنګې ګروپونو نه وسله غونډه نه کړه.
د جنګ د ختمېدو نه وروسته دغه جنګې ګروپونه آى -اس -آى (ISI) د يوې ستراتيجې لاندې بيا منظم کړل دا هغه ګروپونه وو دچا په لاس چې آى اس آى راتلونکي افغان حکومتونه او ادارې بيارغونې او ودې ته پرېنښودل .آى اس آى خپل جال نور هم خپور کړو او د وخت تېرېدو سره يې د خپلې ولقې لاندې خطرناک ترهګر تنظيمونه جوړ کړل، چې هغه وروسته د القاعدې او د طالبانو په نوم ټول افغانستان قبضه کړو.
د ٩/ ١١ نه وروسته چې کله امريکې او نورو شرکت کوونکو دا محسوسه کړه چې د دوې نه غټې غلطې شوي دي نو د وې د ترهګرو د پناه ګاهونو ختمولو منصوبه شروع کړه خو دا ځل بيا آى اس آى د دې ترهګرو تنظيمونو مرسته وکړده او دوې يې په څه طريقه منځنې پښتونخوا (FATA) ته راورسول . د بين الملل (UN) د افغان ريزولوشن (Resolution) اود افغان – بون کنفرانس نه وروستو نوى افغان حکومت د بيارغونې کارونه شروع کړل خو آى اس آى دا هم ترهګر تنظيمونو په مرسته يې افغان حکومت بې ثباته کولو هلې ځلې پېل کړې. هم د آى اس آى د قومندې لاندې دې ترهګر تنظيمونو يعنې القاعده او طالبانو په افغان پوليس، افغان فوځ ، ناټو (NATO) فوځونو بريدونه پيل کړل چې په پايله کې يې د منځنې پښتونخواخلک په منځ کې راګير شول.
او د دې په وجه ډېر پښتانه مشران او سياسي او ټولنيز کارکونکي قتل کړې شول او په زرګونو ماشومان، بې وسله سړي او ښځې هم پکې مړه شول. په سلګونو مکتبونه، هسپتالونه، سړکونه، پولونه او نور ډېر عمارتونه د بمونو په واسطه تباه کړې شول.
په ميليونونو پښتانه بې کوره شول او ډېر په بدحال اوس هم ډېر خلک په کيمپونو کې ديره دي.
نن هم سوونو کاله زاړه کلي او تاريخي نوادرات لګيا دي برباد کړل کيږي.
سوات چې د اسيا په سوټزرلينډ مشهور وو او د سياحانو مرکز وو په کنډره بدل شو او د منځني پښتونخوا بنو، ټانګ، هنګو، کوهاټ ډيره اسمعيل خان سره همدغه چل وشو.
په دغه علاقو د رياست هيڅ عمل دارى نشته او د ترهګرو حکم پکې چليږي. د F.M اف ام راډو په ذريعه ٢٤ ساعته دوي خلکو ته نوې نوې هدايت ورکړل کيږي خلک دا ګڼي چې دوي بيخي يواځې دي او جنګ په دې ورتپل شوې دې خو هيڅ څوک د دوي مرستې ته نه راځي. د دې ژوند د دى بې رحمه ترهګر قاتلانو په خواهش دى چې څوک وژني او څوک پرېږدي د سرکاري راپورونو (Reports) له مخې د دې ترهګرو شمېره تر ١٠٠٠ پورې ده او دسرکاري پوځونه د دې نه ٥٠ چنده زيات دې چې پوليس پکې نه دى شامل. او هم دا تناسب هر ځاې کې دې خود حيرانتيا خبره ده چې په ځې کې د ترهګرو عملدارې ده او د دې کنترول په ٨٠ فيصده علاقه باندې دې.
په ډېرو ځايونو کې ترهګرو خپل عدالتونه قايم کړي دي او په لويو لارو باندې يې خپل چيک پوسټونه هم جوړ کړي دي.
خلک په زور دې عدالتونو ته راوستل کيږي. د دې دلته هيڅ بنيادي انساني ( بشري) حقونه نه لري او ډېر د بې غېرتۍ سلوک ورسره کيږي. دوې ته دلته د خپلې دفاع حق هم نه ورکړل کيږي.
دا عدالتونه د خپل جبر دپاره مشهور دى او په يو څو منټو کې خلکو ته سزا ورکوي.
د ځناور غوندې سرونه پرې کول او د وجود نور اندامونه، لکه خپې، لاسونه په ارو او په چړو پرېکول پکې يوه عامه خبره ده د دې عکسونه او فلمونه بيا وروسته جوړ او خپاره شوې چې په اولس کې ويره او ترهې ته دوام ورکړي. او قتل کړي شوي بدقسمته خلک په چوکونو کې زوړند کړل کيږي.
دا ترهګر په دې سيمو کې دخلکو نه په زور ډيرې پيسې هم راغونډوي او په دې توګه د دې په اولس د خپلې وېرې له کبله عمل دارۍ جوړه کړي ده.
اوس خلک حيران دې چې حکومت چې د هغه زمه واري ده خلکو ژوند د تحفظ ورکول دي. پرته دې خلک نه پوهيږي چې د تحفظ ورکول ذمه واره ادارې څنګه اولس ته دوکه ورکوي اولس ګوري چې بې ګناه خلک وژل کيږي او نور د ډيرو سختو پابنديو لاندې دي.
داسې ښکاري چې د سرکاري پوځ او ترهګرو په منځ کې يوه نمائشي مقابله ده او اولس يې منځ کې نښتې دې په دغو سيمو کې د اولس اقتصاد، کرکيله، سياحت، تعليم او صنعت بيخي ختم شوې دى او منظر فقط تباهي او بربادې ښکاره کوي.
حقيقت ته که څوک وګوري نو داسي ښکاري چې دا پوځي عمليات د ترهګرو نه، بلکې د اولس پر ضد دي. د پوځي څوکو نه په يو څو قدمو کې دا ترهګر د اولس نه سرونه پريکوي، خلک تښتوي، او په بازارونو کې ګشتونه کوي.
بل اړخ ته په زرګونو جينکۍ د بنيادي تعليم نه بې برخې کړې شوي دي او په کورونو کې بې مقصده ناستي دي او نفسياتي مريضاني شوي دي.
د سرکاري پوځونو په موجودګې کې د پښتونخوا ٤٠ ميليونه پښتانه په عمومې توګه او د (FATA) ، سوات، بنو، ټانک، هنګو، کوهاټ او ډېره اسمعيل خان ضلعو خلک په خصوصي توګه د يو ډير د وېرې او خوف په حال کې دې او د دې حال اوس څو کلونه وشو.
د حيرانتيا خبره داده چې د پوځونو د عسکرو او د پوليسو په وړاندې د هغو خلکو مړي چې ترهګرو ورته جاسوسان وايي، راوړل شي او په چوکونو کې ستنو ته رازوړند کړې شي. د دې په وجود چې د خبردارۍ يو پاڼه لګولي وي چې په هغې داسې ليکل شوي وي:
"چې د جاسوس ( خبرلوڅ) به دا انجام وي."
د پورته بيان کړې شوي حقيقتونو په رڼا کې مونږ دا ګڼو چې
١ _ د پاکستان فوځونه او د ترهګرو په منځ کې روان جنګ فقط د اولس سره يوه ويرونکي ډرامه ده چې په پايله کې يې يواځې تباهي او بربادي راوړي ده او په دې عمل زمونږ هيڅ باور نشته.
٢ _ مونږ ګڼو چې زمونږ استخباراتي ( Intelligence ) ادارې د دې خوني ډرامي جوړونکي ، وړاندي کوونکي او حمايه کوونکي دي.
زمونږ غوښتنې لاندې دي:
٣ _ مونږ په خپله خاوره د قانون عملداري غواړو.
٤ _ مونږ بنياد پرستي، فرقه پرستي، انتها پسندي او د مذهبي ليونتوب په کلکه غندنه کوو که هغه دلته وي او که د نړۍ په بل ځاۍ کې وي.
٥ _ مونږ د پاکستاني رياست په افغانستان کې د لاسوهنې په کلکه غندنه کوو.
٦ _ مونږ بين الملل او د هغې لاس لاندې ادارو لکه د بشري حقوقو اداري ، نړيواله ټولنې (International Community) ته خواست کوو چې خپلې ذمه وارۍ دې سرته ورسوي او په دې لړ کې دې د دې مظلومه ، بې ګناه او ډېر ځبلې شوي اولس مرسته وکړي.
مونږ د دې نه دا هيله لرو چې
١ _ د رياستي سورې لاندې پاللې شوې ترهګرې چې په نتيجه کې يې په زرګونو بې ګناه اولس ووژل شو، دې ختم کړي .
٢ _ دا ملکونه او اداري دې په پاکستان زور واچوي چې د ترهګرو پر خلاف دې خپل عمليات اغېزناک کړي او هغه داسې چې عمليات دې دترهګرو خلاف وشي نه چې د اولس خلاف
او حکومت دې په دې لړ کې اولس ته جواب ده کړي.
او دا عمليات دي ډير واضحه او نتيجه راوړونکي وي چې پکې د اولس زيان کم نه کم وي.
٣ _ د اولس ژوند او کاروبار ته دې تحفظ ورکړل شي
٤ _ د بيارغونې او بياودانولو لپاره دې هر قسم مرسته وکړل شي. برباد کړل شوي کلي او ښارونه دي ودان کړې شي او د بې کوره شوي اولس د بيا راوستلو دپاره دې ګامونه پورته کړې شي ځکه چې دوي په کيمپونو کې ډېرو سختيو سره مخ دي او د خوراک او صحت يې هيڅ بندوبست نشته.
#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@#@
د پښتونخوا ملــي عــوامي گــــوند
د جنوبي پښتونخوا د صوبايي جرګې غونډه
د پښتونخوا ملى عوامى پارټۍ جنوبي پښتونخوا د صوبائى جرګى غونډۀ په نهم اګست ٢٠٠٩ د کوئټې په تاريخې ښار کې وشوه. د غونډې صدارت د پارټې چېرمين او محترم مشر ښاغلى محمود خان اڅکزى وکړه په غونډ کې د پارټۍ سينير ډپټې چيرمين محترم سنيټر عبدالرحيم مندوخيل ، مرکزى جنرل سيکرټرى محترم اکرم شاه خان، ډاکټر کليم الله، رضا محمد رضا، عبدالروف خان، حاجى فضل قادر شيرانى، حاجى حکيم خان مندوخيل، د صوبايي ايګزيکټيو غړو، دمرکزى کميټئ غړو، د لاهور او سيالکوټ د ضلعى ايګزيکټيو غړو هم ګډون وکړ، د جرګى په غونډۀ کې په سوونو د جرګې غړو برخه واخېسته د پارټۍ په دغه ايينې اداره کې په جنوبي پښتونخوا کې د تيروو دوو کالو تفصيلى سياسي او تنظيمى رپورټ وړاندې کړي شو.
غونډې ته د پښتونخوا ملې عوامې پارټۍجنوبې پښتونخوا د پارټئ صوبايي صدر ښاغلې عثمان خان کاکړ د پارټې لخوا د فوجې امريت په خلاف په ملک کې د محکوم قومونو د قامي برابري او خودمختاري په ملک کې دجمهوري حکمرانې د قيام، په افغانستان کې د اسلام اباد د مداخلت و جارحيت په ملک کې د ترهګرې انتها پسندى، فرقه واريت، په سند کراچى کې د پښتنو په خلاف د فاشسټ او ترهګر قوتونو د ناروا اقداماتو په خلاف په پښتون بلوچ صوبه او ټول ملک کې قومونو او اولسونو ته د ورپيښ مسايلو د حل لپاره، د عدليي د ازادئ د چيف جسټس د بحالۍ په تحريک د لندن د ال پارټيز کانفرنس (APC)د فيصلو تر مخه په ملک ک ېد ايين و قانون د حکمرانى د امريت د مستقل خاتمې او د حقيقي جمهوريت د بحاى لپاره د ال پارتيز ډيموکريټک موومنټ (APDM)د بائيکاټ تحريک ، د محکوم قومونو د نجات تحريک پونم او د پښتون قامي تحريک د متحدو منظم کولو لپاره د پارټى د تاريخې مبارزى جدوجهد په لړ کې تفصيلى سياسي رپورت وړاندې کړو د پارټۍ صوبايي سيکرټرى ښاغلى عبدالرحيم زيارتوال د پارټۍ د تنظيمى فعاليتونو په حواله تفصيلى تنظيمى رپورټ وړاندى کړو. په غونډۀ کې د صوبيي جرګې برخه والو د اينده تګ لارې په حواله پيشنهادونه وړاندې کړه او پارټې ته يې په شاندار کارکردګۍ او تاريخې مبارزۍ شاباسي او مبارکې وړاندې کړه. او د پارټۍ د لازيات منظم و فعال کولو عزم او اداره يې ښکاره کړه. غونډې ته د پارټې چېرمين محترم مشر محمود خان اڅکزى او سنئـير ډپټي چيرمين محترم سينيټر عبدالرحيم مندوخيل ويناوى وکړي. صوبايي جرګې ته پخپله وينا کې د پارټۍ سنير ډپټې چېرمين محترم سينټر عبدالرحيم خان مندوخيل د جنوبي پښتونخوا صوبايي پارټي ته په بهترين سياسي و تنظيمى رپورټ وړاندې کولو مبارکې ورکړه او وى ويل چې پارټي د خپل قومى او جمهوري اهدافو لپاره پر افتخاره مبارزه کړيده هغوى وويل چې د متحده او خودمختار قومې صوبى پښتونخوا، پښتونستان يا افغانيه قيام، د پښتون قامې واک او اختيار ترلاسه کول او د ازاد افغانستان دفاع زموږ قومي اهداف دى او پښتونخوا ملى عوامې پارټي په پاکستان کې د پښتون بلوچ سندهى سراييکى او پنجاى قومونو د برابري په بنياد د جمهوري وفاق او په ملک کې د قومونو د برابرې، خودمختارى او د اولس د جمهوري حکمرانى په مبارزه کې مهم کردار لوبولى دى موږ د هر فوجى امريت په خلاف د شهيدانو او کارکنانو د قيدو بند قربانيانى ورکړى دى پارټي د دهشتګردى د تباه کن نتايجو نه حکمرانان په وخت خبر کړيدى او نن چې په دغه ملک او سيمه کې د دهشتګردې په وجه کومې خطرې راپيښې شويدى د هغى ذمه وار زموږ حکرانان دى هغوى وويل چې پښتونخوا وطن او ملک کې د دهشتګردى د مکمل خاتمې نه بغير جمهوريت او د قانون حکمرانى نشى جوړيدى . او په پښتونخوا وطن مسلط استعماري دهشتګردانو چې زموږ د اولس په خلاف د جبرو استبداد کوم اقدامات او د وحشت و بربريت جرايم کړى هاغه چنګيز خان، هلاکو خان او هټلر هم نه دى کړى او اوس دا د خوشالۍ خبره ده چې دملک جمهوري قوتونو د دهشتګردى په مکمل خاتمه اتفاق کړيدى . محترم عبدالرحيم مندوخيل وويل چې پښتونخوا ميپ د لندن په ال پارټيز کانفرنس کې مهم رول لوبولى او د هغى د فيصلو د عملى کولو لپاره يې د هيڅ قربانۍ نه دريغ نه د ى کړى که نورى پارټيانى هم په اصولى موقف ولاړى پاتې شوى وى نو د جنرال مشرف د فوجې امريت خاتمه او د ايين د مکمل بحالى به ډېر پخوا شوى وي و هغوي وويلچې نن مسئله صرف د اوولسم ترميم خاتمه نه بلکې د قومونو د برابرۍ او د صوبايي خودمختارې مسئله راپيښه ده د پښتون اولس قومي مطالبه داده چې جنوبي و شمالي پښتونخوا او په اټک و ميانوالي مشتمله صوبه پښتونخوا په فوري توګه راجوړه شي. او د پښتونخوا وطن په ټولو وسايلو دى د پښتون قام حق ملکيت تسليم کړي شي هغوي وويل چې د پښتنو د قومي وحدت پورې دى په عبورې دور کې پښتون بلوچ صوبه کې د قومې برابرې په بنياد د صوبي سياسي اقتدار او ټول معاملاتو کې د پښتنو مساوي نمايندګې تسليم کړى شي يا دى بيا د پښتنو صوبه جنوبي پښتونخوا قايم کړل شي او د منځنې پښتونخوا ازادانه ايينې حيثيت قايم ساتلو سره د هاغه ځاى د اولس منتخب او بآ اختيار جرګې قيام په عمل کې راوستل شي.
محترم عبدالرحيم مندوخيل وويل چې تر څو وفاق کې شامل قومونه مقتدرا او خودمختار تسليم کړل شوى نه وي د هغوې په وسايلو د هغوې اختيار قايم کړى شوى نه وى سينټ با اختياره او د صوبايي خودمختارى ايينى ضمانتونه ورنکړل شي تر هغې د جمهرويت قيام ممکن نه دى هغو وويل چې د سپريم کورټ چيف جسټس او عدالت عظمى لخوا د دوه شپيته کلن غير ايينى اقداماتو په مستردکولو د پښتنوخوا ملى عوامى پارټى په تاريخى موقف د تصديق مهر ثبت کړيدى او موږ په دې فخر کوو چې زموږ پارټى د عدليى د ازادى لپاره له هر چا مهم کردار لوبولى دى.
هغوى د پارټۍ کارکنانو ته وويل چې د پښتونخوا ميپ د نور زيات فعاله او منظم کولو لپاره شپه او ورځ محنت وکړئ ځکه چې د يو منظم سياسي پارټى نه بغير قومى نجات ممکن نه دى او پارټى د قامى نجات اصل وسيله ده د پښتونخوا ميپ کارکنانو ته به د قومي اهدافو د ترلاسه کولو او د وطني ګټو د دفاع لپاره هرې قربانى ته تيار اوسيدل وى هغوى زياته کړه چې پښتونخوا ميپ د امريت او استبداد د ټولو قوتونو مقابله کړيده او په هر مشکل وخت کې د خپل اولس د ځآن و مال د تحفظ لپاره خپل رول لوبولى دى او پارټى پښتون بلوچ صوبه او ملک کې د بد امنې ، فرقه واريت، ټارګټ کلنګ او د ناروا اقدام په خلاف موثر اواز پورته کړيدى. او پښتونخوا ملى عوامې پارټى د خپلو قومى او وطنى مفاداتو تحفظ خپله قامي او ديني فريضه ګڼي او پښتونخوا ميپ بهد خپل بهادر او مېړنى اولس په تائيد و حمايت خپل قامې نجات ممکن جوړوي.
د پښتونخوا ملى عوامى پارټى چيرمين محترم مشر محمود خان اڅکزى د پارټى صوبايي جرګى ته په خپله وينا کې د پارټى د دغه اهم ادارى د اجلاس په راجوړولو مبارکى وړاندى کړه او ويې ويل چې د پښتونخوا ميپ د خپل بر حق دريځ او د کارکنانو د لا زوال قربانيو په نتيجه کې نن په ټول پښتونخوا وطن کې د اولس او پښتون غيور ملت يو نماينده او رهبر پارټى جوړه شويده زموږ لپاره دا خبره د افتخار باعث ده چې د ملک سپريم کورټ چيف جسټس او هايي کورټ هاغه ټولى خبرې درست وګرځولى د کومو لپاره چې د پښتونخوا ملى عوامى پارټى مشرانو او کارکنانو د تيرو دوه شپيته کالو راهېسې مبارزۍ کولى موږ د جنرال ايوب خان، يحيى خان، جنرل ضيا او پرويز مشرف څلور واړه مارشل لاوى غير ايينى او د ملک له پاره تباه کن وګرځولى او د هاغو مقابله مو په څو ځوانمردۍ وکړه موږ د جمهوريت د قومونو د برابرى او خودمختارى او ملک کې داولس د حکمرانى لپاره ناقابل بيان قربانيانى ورکړى، زمونږ مشرانو او کارکنانو ته اوږدى د قيدو بند سزاګانى ورکړل شوى د هاغو جائيدادونه ضبط کړى شول مګر زموږ قومى تحريک د جبر او استبداد اوامريت اقتدار هميشه مسترد کړى او نن په ټول ملک کې جمهوري قوتونو، عدليي او د ملک اولس مارشل لا د هميشه لپاره مسترد کړى او د پښتون قومي تحريک او د نورو جمهوري قوتونو د قربانو په نتيجه کې زموږ ملک يو ځل بيا د جمهوريت په پاټلۍ (لار) روان شويدى. زموږه عدليي د دوه شپيته کاله ټول غير ايينې اقدامات غلط ګرځولو سره د جمهوري پاکستان د تشکيل لپاره بنياد فراهم کړيدى که د ملک سياسي پارټيانو مثبت طرز عمل اختيار کړو، نو موږ د يو داسې جمهوري پاکستان تشکيل په اسانه کولى شو چرته به چې د دغه ملک د او سيدونکو ټولو قومونو برابرى و خودمختارى او زمونږ د اولس جمهوري حکمرانى يقينى وي.
محترم مشر محمود خان اڅکزى وويل چې اوس د دغه ملک او سيمى صورتحال ډيره پيچيده دى د حکمرانانو په يوه غلطى هم دا سيمه د وحشت و بربريت د يو بدترين جنګ ښکار کيدى شي د تباهى و بربادى سخه د بچ کيدو لپاره بۀ موږ ته د يو نوى جمهوري پاکستان د تشکيل پخه اراده کول دى موږ پاکستان ماتول نه غواړو، ولى په پاکستان کې د غلام او محکوم په حيث اوسيدو ته هم تيار نه يو پښتون بلوڅ، سندهى، سراييکى او پنجابى قومونه پخپلو تاريخى وطنونو اباد دى ټولوقومونو ته د خپل وطن په ټولو وسايلو د ملکيت حق او په ملک کې د قومى برابرى حق حاصل دى که د قومونو حقوق و اختيارات او د مورنئى ژبو حق تسليم کړى شي نو موږ د يو خوشال او ترقي يافته پاکستان هدف ته رسيدلى شو. هغوى وويل چې نن هم پښتون د انګريزى استعمار په طرز تقسيم او ټولو وسايلو د ملکيت څخه محروم دى چې د هغى نتيجه داده چې د قدرتي وسايلو او نعمتونو څخه مالا مال وطن د مالک کېدو باوجود پښتون اولس په بدترين غربت، نادارى او تباه حالئ په صورتحال کې په ژوند تيرولو مجبور دى. او په کروړونو پښتانه په پردي وطنونو کې شپه او ورځ په محنت و مزدورى مجبور دى هغوى وويل چې د پښتونخوا وطن ټول وطن دوسته او جمهوري قوتونه بايد چې يو شي او خپل اولس د تباه حالۍ د صورتحال څخه د ويستلو پښتون قوم ته د قومى برابرى ، ملى وحدت، قومي شناخت او په خپلو وسايلو د ملکيت حق تر لاسه کولو لپاره خپل رول ولوبوي. پښتونخوا ميپ به د پښتونخوا وطن د اولسونو د متحد او منظم کولو ملى او دينى فريضه سرته رسوى، موږ د دى ملک په حکمرانانو واضح کول غواړو چې که د قومونو د حقوقو نه انکار او د ا مريت لار يو ځل بيا اختيار کړې شوه نو دا به د پاکستان د خاتمې لار وى. هغوى وويل چې د پنځوس په لسيزه کې د پښتنو، بلوڅو، سندهيان، بنګاليانو او پنجابيانو قومې او جمهوري پارټيانو د نيشنل عوامى پارټى بنياد کېښـود.
چا چې په لسانى ، تاريخى بنيادونو د قومې صوبو د تشکيل او د جمهوري فيډريشن لپاره قربانيانى ورکړى، مګر حکمرانانو دون او پيريټى استعمارى نظام مسلط کړو او په ملک کې د اوږدو مارشل لاګانو دور مسلط کړه، چې د هغې نتيجه دا شوه چې نن د پاکستان اولس او قومونه د يو نوى عمرانى معاهدى او جمهورى پاکستان لپاره د يوى نوى ايين د تشکيل مطالبه کوي د سپريم کورټ فيصلى د پښتونخوا ميپ او نورو جمهوري قوتونو په برحق تاريخي دريځ د تصديق مهر ثبت کړېدى، اوس حکمرانانو ته د ماضى د غلطيانو څخه سبق ترلاسه کول پکار دى، اوس صورتحال يکسره بدل شوېدى د قومى او جمهوري حقونو لپاره د اولس مضبوط تحريکونه موجود دى که يو جرنيل د پنځمى مارشل لا د نفاذ حماقت وکړو، نو هغه ته به د عدليې يو جج او يوه سياسي پارټى هم د حمايت لپاره نه تياريږي. محترم مشر محمود خان اڅکزى وويل چې ماته په ال پارټيز کانفرنس کې واضح کړې وه چې که زموږ حکمرانانو په پښتونخوا وطن کې د عالمې دهشتګردانو په مرکزونو جوړولو او د امريکا د اينخلولو لپاره د دهشتګردى د جنګ د مسلط کولو فيصله کړى وى نو دا يوه داسې فيصله ده چې بيا پاکستان د يو ملک په حيث نشى پاتې کېدى ځکه چې د دهشتګردى خاتمه د جهان د ټولو ملکونو متفقه فيصله ده او د دغه سيمې او د نړۍ د امن واحد ضمانت هم دا دې چې د دهشتګردى د هر شکل مکمل خاتمه وکړى شي ، هغوي وويل چې د افغانستان په تباهى او بربادى کې يې کوم ملکونو برخه واخېسته نن هغوى د هاغى تاوانونو سره مخ دى پاکستان چې نن د تباهې کوم صورتحال سره مخ دى د هغى بنيادى وجه د افغان دشمنې پاليسي ده هغوې زياته کړه، چې موږ د رنګ و نسل عقيدى او ژبې پر بنياد د چا نه نفرت نه کوو موږ دټولو مذهبونو د پيرو کارو څخه هم اميد کوو چې هغوې بۀ زموږ د دين عقيدى، قومې ثقافت، دود دستور احترام کوې موږ به هم د هغوي د دينى او ثقافتى اقدارو احترام کوو هغوى وويل چې پښتون به دغه ملک کې د هر قوم پخپل وطن او وسايلو د هغوي حق تسليموي د چا په يو انچ ځمکه د قبضى موږ سوچ هم نشو کولى مګر په خپل تاريخي وطن دخپل قومي حق نه په هيڅ صورت دستبرداره کېږو نه اوس وخت راغلى دى چې د دې ملک ټول قومونه او اولسونه پخپلو کې داسې متحد او منظم شي چې د حکمرانى يو داسې جمهوري نظام راجوړ کړى چې د يو قام په بل قام د يوى طبقې په بلې طبقى او د يو فرد پر بل فرد هيڅ بالا دستې نه وي.
محترم مشر په کارکنانو زور واچولو چې هغوې د خپل اولس ته د کردار يو داسې مثالى نمونه وړاندې کړې ځکه چې پښتون اولس د پښتونخوا ميپ د کردار په وجه په هغوي اعتماد کوي، او پښتونخوا ملي عوامي پارټي به د خپل غيرتمند ملت د نجات د پرامن پر مختګ او خوشال مستقبل لپاره هرې قربانۍ ته هميشه تيار وي.
^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^^
٦مۍ 2007، هالېنډي
د FAVON او FAROE غونډې ته
د ارباب مجيب الرحمن وينا
د FAVON او FAROE ډيرو محترمو مشرانو او دغونډې برخه والو
د ټولو نه وړاندې د خپل ځان ، د خپل ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشرتابه ګران محترم محمود خان اڅکزى او عبدالرحيم مندوخيل لخوا د FAVON او FAROE ډيره مننه کوم چې مونږ ته يې د خپلو خيالاتو د اظهار لپاره په دغه غونډه کې بلنه راکړه.
محترم دوستانو: څرنګه چې تاسو او مونږ ټولو ته معلومه ده چې ترهګري د يو داسې ناروا عمل او مزمومې پديدي نوم دى، د کوم په ذريعه چې يو محدود ټولګې خپل نامشروع نظريات عقائد او ناولي مقاصد په قامونو او اولسونو د زور د لارې مسلط کول غواړي، د هغې دپاره صلح ايز، قانوني، ائيني او انساني لارو چارو د اختيارولو په ځاې د بې ګناه انسانانو قتل او ترور کوي، ويره او وحشت پيدا کوي، د بده مرغه زمونږ مورنى ټاټوبې ګران او تاريخي افغانستان د نړۍ په مخ د شمار په هغه څو ملکونو کې دې، چې د تاريخ په اوږدو کې مسلسل د د غه ناروا عمل ښکار پاتې شوې دى، که مونږ د افغانستان تاريخ ته وګورو زمونږ سره په معلوم تاريخ کې وړومبې دهشتګردي د مهذب يورب سکندر مقدوني وکړه، چې زمونږ په وطن يې يرغل وکړو زمونږ تهذيب او تمدن يې تباه کړو او د افغانستان د ميړني اولس قتل عام يې وکړو، د سکندر يوناني نه پس چنګيز خان، تيمور لنګ، عرب، ايراني، مغلي او انګريزي استعمار هغه قوتونه دي چې يو په بل پسې يې زمونږ په وطن يې توره او بې پوره حملي کړي دي، چې په نتيجه کې زمونږ په وطن کې د انساني کپرو مينارونه جوړ شول، زمونږ تهذيب، تمدن، هنر، علم او فرهنګ مينځ نه وړي دى، او زمونږ ملت يې زورولى او په شابولى دى، افغان ميړني ملت هم د يرغلګرو مخ ته خپلې سينى ډال کړي او د خپلو سرونو په قيمت يې د خپل ګران وطن دفاع کړيده.
يو افغان شاعر د دې پرله پسې دهشت ګردې ذکر داسې کړي دى:
دا زمونږ تقدير دى چې په وينو کې مزل کوو
يـــــو دشمن چې اووهو بيا بل وهو او بل وهو
د پورته ذکر شوي تمهيد سره سم که وګورو نو نن هم د افغان په خاوره دغه عمل روان دى، خو نن مونږ وينو چې د تيرو ترهګرو په خلاف اوسني ترهګر يعنې پنجابي استعمار هغه خوش قسمته ترهګر او حمله اور دې چې د سکندر مقدوني نه نيولي تر انګريزي استعمار پورې چې ټولو خارجي يرغلګرو افغآن ملت ته د سر او مال کوم زيان په شريکه رسولې دې، پنجابې استعمار تر هغې زيات افغانان قتل کړل، او افغانستان يې په کنډوالو بدل کړو، تر اوسه پورې ديرش کاله کيږي، چې افغان ملت د دغه يرغل سره مخ دې، مګر د افسوس خبره داده، چې افغانانو لا د ده تڼې هم نده شو کولى، او نه پکې د ده يو بچې تاواني شو، پنجابي استعمار د افغان وژنې او د افغانستان د قبضه کولو دغه ناروا استعماري يرغل ته د جهاد THE HOLY WAR مقدس نوم ورکړى دى، په خپله د پردى شاته ناست دى او د پراکسى وار PROXY WAR په ذريعه يې په افغانستان کې د وينو دريابونه اوبيول.
د اسلامي افغانستان په خلاف د پنجابي استعمار د د غه يرغل څخه پنجاب دوه مقاصد ترلاسه کول غواړي، يو مقصد يې د ډيورنډ کرښه په افغانستان منل دي، او بل دا چې افغانستان خپل خارجي سياست د پاکستان د خوښې تابع کړي، د دغه استعماري عزايمو دپاره د پنجاب استعماري رياست پاکستان د اولې ورځې نه په افغانستان کې د مداخلت سياست خپل کړې دى.
د سکندر ميرزا د کنفډريشن تجويز او د هغه بعد د پاکستاني واکدارانو لخوا وخت په وخت د افغانستان په کورني چارو کې مداخلت، لاس وهنه، د تجارتي لارو بندول د دې فشار دپاره اقدامات وو.
په افغانستان کې د سردار محمد داود خان د واکمن کېدو نه پس دغه مداخلت نور بربنډ شو، کله چې پنجابي استعمار د جنرال نصيرالله بابر په مشرۍ کې افغان سيل راجوړ کړو، د دې ګواهي جنرال بابر په خپلو ويناګانو راډيو، تلويزيوني او اخباري مرکو کې وار په وار کړې ده، چې افغانستان په ړنګولو کې بنيادي کردار ده لوبولې دې، دى وايي چې داود خان د پښتونستان موضوع راپورته کړه نو ما ګلبدين ، استاد رباني، حبيب الرحمان، ملا خالص او احمد شاه مسعود پاکستان ته راوستل او د دوي په ذريعه مې د داود خان په خلاف د کودتا کوشش وکړو، کومه چې ناکامه کړى شوه په افغانستان کې د ثور د بدلون نه څو ورځې پس ګلبدين وويل چې که خلقيانو انقلاب نه وې کړى نو مونږ د داود خان د حکومت د نسکورولو فيصله کړى وه.
د ثور د بدلون نه پس چې لا د شوروي اتحاد فوځونه افغانستان ته نه وو راغې د پاکستان اى ايس اى يعنى انټر سرويسز انټليجنس د خپلو دغه روزل شوو قوتونو په ذريعه په افغانستان کې د عدم استحکام راوستلو هڅې پيل کړې، او په افغانستان کې يې مسلح مداخلت شروع کړو، او بيا چې کله شوروي فوځونه افغانستان ته راغلل نو دغه مداخلت خپل انتها ته ورسيدو، د جهان قوتونو له پکار وو، چې که د وى د شوروي اتحاد فوځونه د افغان خاورې څخه ويستل غوښتل، نو دا کار د سياسي لارو چارو لخوا هم کېداى شو، مګر د سياسي لارو په ځاى دوى فوځي لاره غوره کړه او بيا دا وو چې د امريکې نه نيولې تر عربستانه او د يورپ نه نيولى تر کمونست چين پورې ټولو د افغانستان د بربادولو د پاره ملا وتړله، په بيليونونو ډالرو، يورو، فرانک، ريال، درهمونه او د خطرناکو ويجاړونکو وسلو امبارونه يې پاکستان ته حواله کړل، د پاکستان فوځي حکمرانانو په ډير مهارت د دې استعمال وکړ، او داسې نقشه يې د جنګ جوړه کړه چې د ده د مقاصدو د پاره په لکونو افغانان مړه شول په لکونو معيوب شول، په ميلينونو د خپله کوره او کليو کډۀ شول، افغانانو ته آى ايس آى په سوونو تربيتي مرکزونه جوړ کړل او دغه رنګې په افغانستان کې تباه کوونکي اورونه بل کړل.
د بين الملل په ملګرتيا د افغانستان او پاکستان په منځ کې مذاکرات پيل شول، د پاکستان غوښتنه دا وه، چې شوروي فوځونه دى د افغانتسان څخه وځي، او دافغانستان جواب دا وو چې تر څو پورې د پاکستان لخوا په افغانستان کې مداخلت بند نشي ، شوروي فوځونه دافغانستان څخه نشي وتلى بالاخر د اقوام متحده په کوششونو جنيوا لوظنامه لاس ليک شوه، پاکستان د مداخلت بندلو وعده وکړه، او افغانستان د شوروي فوځونو د انخلا نظام الاوقات ورکړو، چې د هغې مطابق اخري شوروي فوځي په شپارسم فروري ١٩٨٩ د افغانستان څخه ووتل، په پاکستان کې ميشته افغان اپوزيشن به دا دعوه کوله چې دوى د ازادۍ مجاهدين دي او په کابل کې ناست ډاکټر نجيب الله د روس ګوډاګۍ دې، مګر کله چې جينوا معاهده لاس ليک کيده، د افغان حکومت لخوا د افغانستان خارجه وزير عبدالوکيل دستخط وکړو، او د افغان اپوزيشن لخوا د پاکستان وزير خارجه زين نوراني دستخط وکړو، د دې نه دا په ډاګه معلوميږي چې په دې جنګ کې اصل فريض په پاکستان کې مېشته افغان اپوزيشن نه وو، بلکې پخپله پاکستان وو، او بل فريق افغان حکومت وو، په دغه لوظنامه کې پخواني شوروي اتحاد او امريکا د دې ضامنان وو، افغان حکومت په ټاکل شوي وخت کې شوروي عسکر د افغانستان څخه وويستل مګر د شوروى عسکرو د وتلو سره سم پاکستان د جنيوا معاهده تر خپو لاندې کړه او په شپږم مارچ ١٩٨٩ کې يې په جلال آباد حمله وکړه، افغان زړه ور او قهرمان فوځ د ميړني افغان اولس په ملاتړ د وطن يا کفن او سر ورکوو، خو سنګر نه ورکوو،تر ملي شعار لاندې د پنجابي استعمار او د هغه د انډيوالو يرغلګرو ځواکونو سره په ډيره ميړانه د خپل وطن او استقلال دفاع وکړه او پاکستان ته يې تاريخي ماتې ورپه برخه کړو، افغان ميړني اولس د و طن پالنې په انقلابي جذبه دا ثابته کړه، چې
ختمول د پښتنو څه اسان نه دي
هر دښمن مو سر خوړلې دې برباد دى
پنجابيان او وهابيان دى ځان خبر کړي
هر سنګر د پښتونخوا جلال آباد دى
حقيقت دا دې چې د جنيوا معاهدې دضامن په حيث د امريکې حکومت خپله ذمه واري پوره نه کړه او نه يې په افغانستان کې د افغان حکومت د ملي روغې جوړي سياست تائيد کړو، د کوم په نتيجه کې چې به د حکومت او اپوزيشن په شريکه يو مخلوط حکومت جوړيدو، د اشتراک اقتدار دپاره به يوه فارموله جوړيده، په نتيجه کې به پر امن انتقال اقتدار کېده، افغان کډوال به په عزت خپل کور او کلو ته واپس تلل، د کوم پيشنهاد چې ډاکټر نجيب الله بيا بيا کولو، د دې برعکس امريکا، غربي او شرقي ټولې نړۍ د پاکستان د مداخلت کار سياست پلوي کوله چې بنيادي مقصد يې د افغانستان ملي استقال، ملي حاکميت، ارضي تماميت او افغان دولتي ادارې ختم کول او په کابل د لاهور حکمراني جوړول وو.
د جنيوا معاهدې نه پس د پاکستان مداخلت نور زيات شو، اقوام متحده د بينن سيوان په ذريعه د افغان حکومت او د هغه د ګونډيانو ترمينځه د صلحې يوه نوې فارموله وړاندې کړه چې افغان حکومت هغه ومنله، د دغه فارمولې مطابق ډاکټر نجيب الله د جمهوري رياست څخه په خپله استعفا رضا مندي ښکاره کړه، مګر د پاکستان لخوا د پر امن انتقال اقتدار دغه پلان هم ناکام کړل شو، په پاکستان کې ميشته افغان اپوزيشن په اسلام اباد کې د حضرت صبغت الله مجددي په مشرې کې د افغانستان دپاره يو ائتلافي اداره جوړه کړه، مګر د آى ايس آى نيغ په نيغه مداخلت په نتيجه کې افغانستان يو تباه کوونکې خانه جنګې سره مخامخ شو، دوه مياشتې پس په پېښور کې د پروفيسر برهان الدين رباني په مشرې يوه بل ائتلافي حکومت جوړ شو، مګر دا حکومت هم کار ته پرې نه خواى شو، د دغه حکومت وزير اعظم ګلبدين حکمتيار کابل ته د تلو په ځاى په چاراسياب کې خپل سنګر راجوړ کړو او په کابل يې د توغندو بارانونه وورول،افغان وسلوال فوځ ملي پوليس اود ملي امنيت ادارې ختم شوې، او په افغانستان د جنګ اورونه بل شول، د پاکستان پخواني انډيوالان حضرت صبغت الله مجددي، پروفيسر برهان الدين رباني، احمد شاه مسعود، پير سيد احمد ګيلاني، استاد عبدالرب رسول سياف د پاکستان په استعماري عزايمو پوهه شول، او دوى د پاکستان په مخالف افغان کيمپ کې ودريدل چې وروستو ګلبدين حکمتيار هم د پروفيسر برهان الدين رباني په حکومت کې د وزير اعظم په حيث شامل شو، مګر پاکستان خپل نوى لښکر د طالبانو په نامه منظم کړو، د جمهوريت امن او انصاف علمبردار يورپ، امريکا او نورې نړۍ افغانستان اسلام اباد ته حواله کړو، د جمهوريت امن او انصاف علمبردار يورپ، امريکا انو نورې نړۍ افغانستان اسلام اباد ته حواله کړو، او دا شان جنګ زپلې ، زخمي او ناتوانه افغانستان د آى ايس اى په رحم و کرم شو.
پنجابي استعمار د خپل پلان سره سم افغانستان د بين الاقوامي ترهګرې په مرکز بدل کړو، د ټول جهان ترهګر يې پاکستان ته راوستل دلته يې منظم کړل، او په افغانستان کې يې استعمال کړل، د رباني حکومت چې هغه وخت د افغانستان مرکزي حکومت وو، او جهان منلې وو، د پاکستان وزير داخله نصير الله بابر او د پاکستان د استخباراتي ادارو نور مشران به د افغان حکومت د اجازې نه بغير په افغانستان کې داسې ازاد ګرځېدل لکه دا ملک چې دوى فتح کړي وي، د هغه افغان حکومت په هر فورم د دې په خلاف اواز پورته کولو مګر دمهذبې دنيا غوږونه کاڼه وه، بالاخره په ستمبر ١٩٩٦ کابل هم طالبانو د آي ايس آى په مرسته او قومنده ونيولو په کابل د طالبانو قبضه په اصل کې د پنجابي او عرب قبضه وه، پنجابي استعمار افغانستان خپله کالوني جوړه کړه او وهابي عربانو د افغانستان خاوره د شيعه ايران په خلاف استعمالول غوښتل، په کابل د اى ايس اى د قبضې سره سم د ټولى نړۍ دهشتګرد په افغانستان کې ديره کړى شول، او دوى ته يې د تربيت مرکزونه جوړ کړل، د سنکيانګ، چيچنيا، ازبکستان، تاجکستان، کشمير او ټولې عرب دنيا نه ځانته شو، ملي ا ستقلال يې د لاسه ورکړو د سعودي عرب، پاکستان او عرب اماراتو نه علاوه افغانستان د هيڅ يو ملک سره سفارتي اړيکي نه لرلې، افغان دولت په امارت بدل شو، فوځ، پوليس، امنيت، ملي سرود، ملي بيرغ ، مکتب، شفاخانه، سرکونه يې ختم شول، د افغانستان ملي شتمنۍ لوټ او چور او تالا شوې ، طيارې، ټانګونه او فوځي ساز او سامان يې چور شول، د افغان اولس هغه ملي عنانات، ملي کلتور ختم کړل شول، حتى عبادت يې هم د اغيارو په خوښه شو، دوى د خپل حفاظت دپاره چاقو هم نشو ساتلې، او خارجيان به په ټانګونو کې ګرځېدل، افغانستان د ترهه ګرو د پاره جنت شو او د افغانانو دپاره زندان، د کابل په ښار کې بر ق نه وو، مګر د ترهه ګرو په مرکزونو کې د دنيا ټول اسانتياوى موجود وي.
ائ ايس ائ ترهه ګري ته نړيوال شکل ورکړو، او د هر ځاې دپاره يې خپل خپل ترهه ګرتنظيمونه جوړ کړل، په جهان کې د ترهه ګړې ټول تنظيمونه په يو نه يو شکل کې آي ايس آي منظم کړه، په پاکستان کې لشکر طيبه، جيش محمد، حرکت الانصار، حزب المجاهدين، تحريک نفاذ شريعت، جماعت الدعوه، اشاعت التوحيد والسنت، لشکر جنګوي، سپاه صحابه ، سپاه محمد او دا شان په درځنونو نور تنظيمونه او په دوې کې يو تنظيم د القاعده په نامه آى ايس آى په خوست کې راجوړ کړو چې عرب دهشتګرد پکې شامل وو او بيا وروستو دغه القاعده په دې وتوانېدو چې د يولسم ستمبر خونړۍ پېښه پلان کړي، د يولسم ستمبر ٢٠٠١ خونړو واقعياتو دامريکايانو او د نورو غربي هيوادونو سترګې وغړولې په حقيقت کې دا د دوى د هغه جرايمو سزا وه، کوم جرايم چې دوى د افغانستان په قضيه کې کړي وو غربي هيوادونو د افغانستان نه د شوروى فوځونو د ويستلو په نامه پاکستان ته هغه بې حسابه دولتونه اود وسلو امبارونه ورکړي وو، چې يو خوا د پاکستان جرنيلان په ډالرو کې ارب پتي شول او بل خوا ته تش په نامه د جهاد د تقويه کولو دپاره يې نام نهاد ډلو ته په اربونو ډالرو ورکړل.
دآى ايس آى نيغ په نيغه څارنې لاندې د مدرسو او دارالعلومونو په نامه په زرګونو داسې مرکزونه جوړ کړل، چې په هغه کې دا وخت د طالب په نامه په لکونو خلکو ته شپه او ورځ د مهذبي دنيا او په ملک کې د ننه د قومي جمهوري تحريکونو په خلاف تربيت ورکول کيږي. د دې نه پخوا هم په پښتونخوا وطن کې خلکو مذهبي زده کړې کولې خو د دغه زده کوونکو استوګنه به د کلو په جماعتونو کې وه او د خوراک بندوبست يې د کلي خلکو کولو، د کلي ملا به د کلي خلکو ساتلو، د ملا سود زيان د کلي خلکو سره تړلي وو، مګر د افغان جنګ نه پس چې دلته د ډالرو ، پونډونو، مارکونو، ريالونو، د رهمونو کوم سيلاب راغې، د هغې په نتيجه کې دغه ملايان په داسې طبقه بدل شول چې د دوى ګټې د خپلو خلکو په ځاى د آى ايس آى سره وتړلې شوې، که پيسې د هر چا دې خو دغه مرکزونه او ملايانو ته د آى ايس آى په ذريعه رسيږي. دا رنګ د مدرسو په نامه دغه مرکزونه د ترهه ګرى په مرکزونوبدل شول دا وخت مذهبي سياسي جماعتونه چې کوم دولت لري د هغې حساب نشې کېداى، اى ايس اى مذهبى سياسي جماعتونه تقويه او مسلح کړه، په اهم کليو او ښاريو کې ورته دغه مرکزونه جوړ کړل، هر مرکز ته يې بې حسابه فنډونه برابر کړل، بلې غاړې ته يې د وطن دوست او جمهوري سياسي ګوندونو په خلاف دغه ترهه ګر استعمال کړل، وطن دوست سياسي قامي مشران يې د مارشلا په ذرېعه د خپل اولس سره د رابطې څخه منې کړل، آى ايس آى په پاکستان کې سياسي واک او اختيار د افغان پاليسي سره مشروط کړو، دوى بې نظير بوټو ته اقتدار په دې شرط ورکړو، چې افغانستان په لړ کې به د آى ايس آى پاليسي جاري ساتي.
په يو لاس مذهبي سياسي ډلې مسلسل په اولس کې تقويه کول او بلې خوا ته په افغانستان او پاکستان کې د ترهه ګرو مسلسل تربيت او روزنه د دې سبب شوه، چې يو خوا ټوله مرکزي اسيا، سنکيانګ، چيچنيا، داغستان، کشمير کې د جنګ اورونه بل شو، نو بلې خوا ته په غربي دنيا کې ترهه ګري ته ملا وتړله، او د دې په نتيجه کې د يولسم ستمبر ٢٠٠١ واقعيات منځ ته راغلل د دغه واقعياتو عملي کوونکى عرب ټول د آى ايس آى تربيه شوى دهشتګرد وو او دغه دهشتګرد آى ايس آى په افغانستان کې ساتلي وو. د امريکي د ټاورو د نړولو نه پس دوى په خپل کرلي تخم پسې ملا وتړله او د ترهه ګرى په خلاف نړيوال اتحاد جوړ شو، دغه اتحاد ته پکار وو، چې دوى د ترهه ګرى اصل روزونکي ته سزا ورکړي وى او ورسره يې حساب کړى وې، مګر د دې برعکس جهاني ټولنې د ترهه ګرى اصل سرچينه يعنى پاکستان د ځان سره پدغه محاذ کې شامل کړو، او په دې نامه يې نور په بيلينونو ډالر ورکړه د ترهه ګري په خلاف نړيوال محاذ په افغانستان کې د جنګ نه پس د آى ايس آى تپلې شوې ترهه ګره اداره ختم کړله.
اقوام متحده او د هغې سلامتي کونسل غونډه وکړه، او په افغانستان کې د يو قانوني ادارې د راجوړولو دپاره د جرمني په ښار بون کې د افغان قوتونو کانفرنس راووغوښتو، په دغه کانفرنس کې د ذکر وړ افغان قوتونو برخه واخستله او په دوه کاله کې د يو قانوني نظام د راجوړولو دپاره يې په پنځۀ مرحلو مشتمل پلان جوړ کړو، او د محترم حامد کرزى په مشرۍ کې يو ائتلافي حکومت جوړ کړو، افغان ملت د محترم حامد کرزي په مشرى کې په ټاکلي وخت کې د اقوام متحده او افغان قوتونو دغه پلان مکمل عملي کړو، او نن افغانستان کې يو منتخب رئيس جمهور ، منتخب پارلمان، منتخب عدليه او انتظاميه وجود لري او افغانستان خپل اساسي قانون لري، د ترهه ګرو د ماتې او په افغانستان کې د يو قانوني او ائيني ادارې د جوړيدو نه پس د افغانستان چټکې ترقې دپاره جهاني رورولي کانفرنسونه وکړل، او د افغانستان په بيا رغونه کې يې د افغانستان د مرستې وعده وکړه. مګر آى ايس آى او د پاکستان فوځي حکمرانانو قدم په قدم د افغانستان د تباه کولو دپاره خپل پلان جوړ کړى او په دغه پلان يې عمل روان کړې، په افغانستان کې د ماتې نه پس ټول دهشتګرد قوتونه اى ايس اى پاکستان ته راوستل، دغه قوتونه يې په منځنۍ پښتونخوا يعنى قبائلى سيمو کې ديره کړل، او مشران يې ورله په اسلام اباد، لاهور، کراچى ، پېښور او کوئټه کې سرکاري ميلمانه کړل، په لږ وخت کې يې بېرته منظم کړل، او په افغانستان کې خپل تروريستي فعاليتونه د وړاندې نه په زيات منظم طريقه د سره شروع کړل، د ترهه ګرو د ساتلو دپاره يې ټوله قبائلي سيمه دوى ته حواله کړى ده، او دا وخت زياتې قبائيلي علاقې د دغه ترهه ګرو لخوا اداره کيږي، دوى خپلې محکمې او بنديخانې لري، قومي او قبائيلي مشران وژني، سياسي کارکنان او جرنلسټان حلالوي شي هيڅ يو سياسي مشر دغه علاقو ته نشي تلاى، په بندوبستي علاقو کې د ايف ايم راډيو ګانو او جماتونوکې ښکاره په ښکاره د ترهه ګرې کمپين روان دى، د سوات نه نيولى تر کوټې پورې ټوله پښتونخوا کې د وېرى او دهشت داسې فضا مسلط ده، چې د هرچا سره د خپل سرغم دى آى ايس آى د قبايلى علاقو نه علاوه په بندوبستي علاقو کې د جرايم پيشه قوتونو په ذريعه د طالب په نامه ترهه ګر منظم کوي دنايانو دوکانونه، ميوزيک سنټرى، په زور بندول کيږي، په دغه دکانونو کې د بمونو چاودتې کيږي، د سندرغاړو هنري اوزار ماتول کيږي سندرغاړي وهل کيږي، په ودو او خادو کې په ميوزيک او ډول بنديز لګول کيږي او که څوک پښتون دغه کار کوي نو هغه بې عزته او رسوا کيږي، انجوني د مکتب او پوهنځيونه بنديږي. د پوليو قطرې غير اسلامې ګڼل کيږي. ښځې د نوکرې نه منع کيږي. غرض دا چې د ترهه ګرو کوم حکومت په کابل کې ختم شو، هغه يې په قباييلي علاقو کې جوړ کړې او په محکومه پښتونخوا کې د جوړولو اراده کړيده، په افغانستان کې د دوى مداخلت خپل انتها ته رسيدلى، د هلمند، قندهار، زابل، کونړ، جلال اباد او کابل څخه د دهشتګردو مړي پاکستان ته راوړلې کيږي. د خودکش حملو دپاره د مکتبونو او مدرسو ماشومان روزل کيږئ. نو په داسې حالاتو کې به په افغانستان کې د دهشتګردى په خلاف جنګ څرنګه کامياب شي، چې دهشتګرد قوتونو ته سپلائي مسلسل روانه ده، روزنه او پالنه يې کيږي او کوم خلک چې دا کار کوي د ترهه ګري خلاف نړيوال اتحاد لخوا هغوي ته نور په بلينونو ډالر ورکول کيږي، ځکه خو جنرال پرويز مشرف او علي محمد جان اورکزى وايي، چې طالبان به يو ځل بيا د افغانستان پاچاهي بيرته بيا نيسي.
په افغانستان کې د امن مسئله نړيواله مسئله ده، که چيرې نړيوال محاذ خپل زړې پاليسې ته دوام ورکوي، نو دا جنګ نه ختميږي او نه دا جنګ ګټلې کېداى شي، بلکې د وخت تيريدو سره به نړيوال قوتونه د سر او مال تاوانونو سره مخامخ کيږي، او د دوى اولس به د ترهه ګرى په خلاف په جنګ د خپلو حکومتونو مخالف کيږي او که چېرې نړيوال ائتلاف دا جنګ بيلي نو دا خبره تر افغانستان محدود نه پاتې کيږي، بلکې دا به ټوله نړۍ په غيږ کې نيسي، او د نيا چې تر اوسه څه حاصل کړي دي ، هغه به د لاسه ورکړي او دنيا به د وحشت او بربريت دور ته په شا لاړ شي، لهذا مونږ پيشنهادکوو، چې نړيوال ائتلاف دى د پاکستاني حکمرانانو سره پخپل تعلق د سره غور وکړي، او د دوى سره دې د دوى د عمل مطابق سلوک وکړي.
١ _ د نړيوالو قوتونو لخوا د پاکستان سره داسې نظامي معاشي او سياسي برخورد پکار دى، چې دى د خپل دوه غبرګي کردار نه لاس واخلي.
٢ _ په منځنې پښتونخوا يعنى قبائلى علاقى او محکوم پښتونخوا کې د وطن دوست او جمهوري سياسي قوتونو اجتماعات جرګې پدې خاطر جوړول چې په افغانستان کې د ترهه ګرې او مداخلت مخه ونيسي.
٣ _ په محکومه او منځنې پښتونخوا کې د ترهه ګرې مرکزونه او فعاليتونه دى بند کړي شي او دلته دې د قانون حکمراني جوړه شي.
٤ _ په پاکستان کې د فوځې حکمرانې په ځاى د جمهور د حکمرانى ملاتړ وشي.
٥ _ د هغه افغان قوتونو سره چې د افغانستان موجوده آيني نظام مني د هغوې سره دې مذاکرات وشي.
٦ _ په افغانستان کې داولسي جرګو قيام چې د خپل حکومت په حمايت کې د ترهه ګرو په خلاف اولس منظم کړي، د افغانستان ټول سياسي ګوندونه، قومونه او قبايل دې، خپل دغه ذمه وارى پوره کړي.
٧ _ دغه جرګې په محکومه پښتونخوا کې هم پکار دي.
٨ _ د فلسطيني رياست جوړيدل د فلسطيني اولس حق دى، او د عراق ملي استقلال ارضي تماميت او ملي حاکميت احترام دى وکړى شي او ايران ته هم د پر امن ايټمي پروګرام هغه حق ورکړي شي، کوم چې نورو قومونو ته ورکول شوي دي.
په درناوي
ارباب مجيب ا لرحمان
سکرټري پښتونخوا ملي عوامي پارټي شمالي پښتونخوا
&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&&
پښتانه په کراچۍ کښې
(صابرين چغرزى)
د انګريزانو ، مغلو، عربو او سکندر يوناني استعمار پر ضد د ا زادۍ لپاره د پښتنو سياسي جدو جهد او قربانو قصه ډيره اوږده ده د پيرنګى خلاف پښتنو ځوانانو، بډاګانو او ښځو جدو جهد د خان شهيد عبدالصمد خان اچکزى ، باچا خان، کاکاجى صنوبر حسين مومند په قيادت کې شروع کړى وو د هغې په پايله کې پيړنګې خو لاړ خو هغه ازادى زمونږ نصيب نه شوه او نه پخپله ګټه پوه شو نه زمونږ وسائل زمونږ په لاس راغلل او نه پښتو ژبه زمونږ سرکاري ژبه وګرځيده او نه زمونږ وطن ته د قام په مناسب نوم بلد شو بلکې د دې پر ضد د غلامې ځنځيرونه نور هم مضبوط شو دا هغه وخت وو، چې پنجاب جاګيردار په پښتنو کې د سامراج د ملاتړو مهاجر سرمايه دار، سوداګر اوګماشته تش په نوم ازاد ملک دوکانداران او څوکيدار او محافظ شول دا د عالمي سامراج د پښتنو سره دښمني وه نو حکمت عملي دا جوړه که چې پخپل حق کې د دايمي دنيا ترقى پر لور روان ملکونه او په هغې کې قومي سياسي تحريکونو روان جدو جهد سبوتاژ کړي او په دغه ملکونو کې امريت نواز واکداران او څوکيداران وساتي. او بيا د هغوى د فارمولي او هدايت مطابق د پوځي او نيم پوځي واکمنو دا هنر دى چې د ملک اولس محکوم، بې تعليمه، بې روزګاوه، بې علاجه او پسمانده ساتلو سره خپلو کې د جنګونو په لار روان کړي او د حقيقي مسلو او بنيادي انساني حقونو د عوام توجه بل خوا وگرځوي دغه شان د دوى خلاف جدو جهد مبارزه دوى يکجهتى ته نه پريږدي او هغه تقسيم در تقسيم کړي او په دغه چل دوى خپله غرضونه په اسانه سرته رسوي.
انګريزانو چې کومې حکمت عملي زمونږ سره کوي چې زمونږ قومي سياسي تحريکونه ووهى دغه چل ول پاکستان کې جاسوسي ادارو شروع کړې دى د دوى په لاس زمونږ وجود، ژبه، معشيت او سياست غلام دى او زمونږ د محکومو قومونو سره او سپين لوټي او مزې پرى کوي اوس د پنجاب نه مونږ ته برطانيه جوړه شوى ده نن کراچى کې پښتانه د فنا او ويش سره مخامخ دې دغه شان ټول وطن کې دا حال دى په شمالي او جنوبي پښتونخوا او منځنى پښتونخوا کې دهشت ګردي روانه ده هلته دوى تعليمى ادارى تباه کوي د تعليمي ادارو د تباه کولو مطلب دا دى چې پښتانه تعليم ته نه پريږدي چې پسمانده شي د قومونو سره سيال نه شي .
نن په کراچى کې دا حال دى چې ٨٥ کې بشرى زيدى يو غير پښتون ډرائيور د لاسه مړه شوه نو مهاجرو د پښتون سره جنګ جوړ کړو او د پښتنو ه خولو ګټلي محنت يې تالا ترغه کړو او ډير پښتانه يې مړه کړه بيا دغه شان ١٢ مى کال ٢٠٠٧ يوه تاريخي سانحه ده چې هيڅ يو پښتون به دغه توره ورځ هيره نه کړي. د پښتنو طرف دا ګناه چې پښتون په وطن کې انصاف د قانون برلاسي غوښتل او مهاجر د دى پر ضد امرين غوښتل او د امريت لپاره دوى به نفس نفيس په پښتنو ډزى وکړى چې پنځوس پښتانه پکې شهيدان شو او اوس مهاجر د طالبانائزيشن په نامه پښتانه وژنې دا يو عجيبه خبره ده چې مدرسې په کراچى کې ډيرې دى د ام کيو ايم وزيران هغوى ته يعنې دغه مدرسو ته کمپيوټري، پيسى ، پلاټونه ورکوي چې پر پاکستان کې د طالبانو مالي مرسته د کراچى سرمايه داران کوي خو کله هم رياستي ادارو حکمران اتحادي پارټيانو خصوصا ام کيو ايم د دې خلاف هيڅ غږ ندى پورته کړې او او نه يې د دى سرمايه دارو خلاف قدم اخستى دى، دلچسپه خبره خو دا ده چې د جهاني دباو په نتيجه کې کوم مذهبي او جهادي تنظيمونه د پاکستان حکومت کالعدم کړى دى هغوى ته په کراچى کې د هر قسم سرګرمو مکمل ازادى حاصله ده او په ځيني ځايونو کې د جهاد په نامه معصوم خلک دهوکه کړل شي او د جاسوسي ادارو په نګرانې کې تربيتى مراکزو ته په رڼا ورځ ليږلى کيږي. او هم دا شان کراچى کې دې دهشت ګرد تنظيمو ته د چندى په نامه د تبليغي مهماتو ازادى حاصله ده د دوى اخبارات، رسائل او اډيو وډيو کسټس عام په سرکونو خرڅيږي، طالبانو او د طالبانائزيشن په نامه د رياستي ادارو تخليق شوي ايم کيو ايم د پښتنو پر ضد ډئر تبليغات او بيانانت هر چاته لکه د لمر ښکاري د طالبانائزيشن په اړ کې ايم کيو ايم ډير کوشش وکړو چې کراچې کې د پښتنو او د مهاجرو ترمنځ لساني جګړې جوړ کړي د دې لپاره تير کال د اردو ويونکو اکثريتي ابادو کې پښتانه د کاروبار او خوارى مزدورى نه منع کړى شو او ځاى پر ځاى د پښتنو سرونو ته يې هم لاس واچو او تقريبا ٥٠ نه زيات پښتانه د ايم کيو ايم دهشتګردو د لاسه شهيدان شو او په ٢٩ او ٣٠ نومبر او اول دسمبر په اورلګى ټاون راجه تنوير کالونى او قصبه کالونې سائټ ټاون کې د پښتنو په ابادى ناڅاپه حملى وکړي بيا هم پښتنو ډير په همت او جرات او پښتني غيرت داسې غاښ ماتونکى ګزارونه ورکړ، چې الطاف حسين د لندن څخه د پښتنو په ښپو پريوتولو لپاره د تيارى اظهار وکړو په دى لړ کې د پښتنو د سياسي کمپاين وجه هم دا وه چې عام اردو ويونکې د دوى سره د پښتنو خلاف ونه دريدل او حکومت سند فورى طور حکمران اتحادي پارټو يوه مشترکه غونډه راوبلله چې پکې د پښتونخوا ميپ صوبايى صدر حاجى حکيم خان مندوخيل هم ګډون وکړو، په دې موقع حاجى حکيم خان مندوخيل ډير ښکاره وويل که ايم کيو ايم له اى ان پي نه ګيله شکوه لري هغه دې خپلې انتقامي سرګرمى اى ان پي پورې محدودى وساتي مګر دلته ايم کيو ايم سرګرمى او دهشتګردى دا ثابته وى چې ايم کيو ايم د ټولو پښتنو پر ضد خپل کارکنان تيار کړى او په دې غونډۀ کې امن کميټي جوړى شوى او دى کميټى ټولو مشرانو به د اتحادي پارټو صوبائى دفاترو مشترکه دوره کوله او هلته به يې مشترکه ويناګانى کولى کله چې دا وفد د سياسي پارټو دفاترو ته روان شو نو د پښتونخوا صوبائى صدر حکيم خان او صوبائى ډپټي سيکرټري سکندرخان زيرو نائن ته لا نه ړل او دا موقف يې اختيار کړو چې ايم کيو ايم د ١٢ مى د جرم اعتراف کړى نه وى او په دغه عمل يې معافى غوښتى نه وى نو پښتونخوا ميپ د ايم کيو ايم مرکز ته هيڅ کله تلو ته تياره نده په هر حال يو عارضى عمل هغه کراچى کې جوړ شو چې ايم کيو ايم غير متوقع تاوان ته مخامخ شو دويم دا چې کراچى کې پښتون ايکشن کميټى ٢٩ مارچ ٢٠٠٩ د ١٢ مى د شهيدانو دويمه کليزه د لمانځلو لپاره په نشتر پارک کې جلسه عام اعلان کړه خو ايم کيو ايم دا محسوسه کړه ، چې پښتانه پر کراچى کې د خپل برپور قوت اظهار کوي او د ايم کيو ايم په کراچى کې قايم دهشت او دباو ماتيدو خطره محسوسه کړه او غير اعلانيه د پښتنو په سرو مال يې حملى شروع کړى او درى زره هوټل مالکان دوکانداران د خپلو اکثريتى ابادو نه په ويستلو مجبور کړو او د دهشتګردى په دې عمل کې ٦٠ پښتانه شهيدان او يو نيم سل پښتانه ژوبل کړي شول.
*******************************************************************
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ
د پنجاب صوبې رپورټ
د سيالکوټ ضلعې کانفرنس:
کانفرنس ته د ګوند مرکزې سيکرټري او شمالي پښتونخوا صوبايي صدر مختار خان يوسفزئى د ګوند مرکزې ډپټي سيرکرټري او شمالي پښتونخوا صوبائۍ سيکرټرى ارباب مجيب الرحمان د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن مرکزي سيکرټري اول احمد جان د ګوند د لاهور ضلعى سيکرټري موبين خان مومند د لاهور اطلاعات سيکرټري خالق دا د وطن پال، او تازه خان ويناوى وکړى.
د وينا کولو پر وخت مختار خان يوسفزيى، ارباب مجيب الرحمان او نورو وينا کوونکووويل چې پښتون قوم د تاريخ د بدترين دور سره مخامخ دى. د پاکستان د دوه شپينه (٦٢)کلن دور کې پښتونخوا وطن په څلورو برخو جنوبى پښتونخوا، شمالي پښتونخوا، اټک ميانوالى او قبائل تقسيم دى پښتون قوم له خپلې مورنۍ ژبى محروم دى او وسايل يې د نورو قومونو پر ترقى او خوشالى خرڅيږى.
دوي وويل چې قدرتې نعمتونو ډک وطن خاوندان نن په کراچى سند ، پنجاب او د ملک په نورو برخو کې او د ملک نه بهر په بدترينه مسافري ژوند کوي او څوکيدارى بوټ پالش او نا تر سه مزدوى زمونږ د قوم مقدر ګرځېدلى شويدى او په ټول ملک کې پښتون د دوئمى درجى شيرى تصور کيږي. پښتون قوم له ملى تشخص محروم او پر دولتونو يې د نورو قبضه ده.
دوي ويل چې د ملک په سياست کې دجاسوسي ادارو او د فوځ مسلسل لاس وهنى له کبله نن ملک معاشي سياسي بحرانونو کې لويدلى دى. په ملک کې د قومونو له برابرى څخه انکار او په افغانستان او نورو ګاونډى هيوادونو کې د لاس وهنى په نتيجه کې نن پښتنونخوا وطن او ټول ملک د ترهګرى او بدامنى سره مخامخ دى.
دوى وويل چې د ملک د واک دارانو جاسوسى ادارو او فوځ د استعمارى پاليسو په نتيجه کې نن پښتونخوا وطن د بدترينه ترهګرى لاندى دى . د پښتونخوا وطن ښوونځي، پوهنځي، روغتونونه، سرکونه، جوماتونه، هجرى، پيغلى، ځوانان، سپين ږيري په بمونو وسوځيده او نور هم سوځيږي.
او دا ټولي بدبختى بربادى او بد امنى په ملکي سياست کې د جاسوسي ادارو او د فوځ مسلسل مداخلت او په ازاد افغانستان او په نورو ګاونډي هيوادونو کې لاس وهنه او وسيع پسندانه عزائمو سبپ ګرځوي.
دوى وويل چې د قوم نجات د خپل قوم په ملي ګوند کې دى او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قوم ترجمانه ګوند او د قوم ملي سرمايه ده او ګوند د ملي مشر محمود خان اڅکزى په مشرۍ کې ملي مبارزى ته دوام ورکوي. دوي وويل چې پښتنو ته پکار دي چې د قام تر ملي بيرغ لاندې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر مرکز راجمع شي او د قوم د ملي مبارزى په بهير کې حصه واخلي.
دوي وويل چې مونږ غواړو چې پښتون قوم په پاکستان کې په يو متحده قومي وحدت چې شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، اټک ميانوالى باندي مشتمل وي او پښتونخوا پښتونستان يا افغانيه نوم وى. او پښتو ژبه د پښتونخوا وطن تعليمي د وترى او عدالتى ژبه وګرځول شي.
د پښتون قوم وسائل دى د پښتون پرترقۍ خرڅ شي د ازاد قبائل ازاد حيثيت دى ازاد وساتل شي په کراچى، سند، پنجاب او د ملک په نورو برخو کې دې د پښتنو د سرو مال تحفظ او شهري حقوق ورکړل شي.
دوى پر کارکنانو زور واچوو چې دوې خپلې ذمه وارى په ښه توګه سرته ورسوي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سرلوړى لپاره خپل شپه او ورځ يوه کي او د قوم دا ملي مبارزه دى سرته ورسوي. او د قوم ملي ارمانونه سرته ورسوي، او په خپل پاکه قومي جذبه او همت پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته د پښتنون افغان ملت په زړونو کې ځاى جوړ کړي.
¯¯¯
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن لاهور ضلعى کانفرنس:
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن لاهور ضلعى کانقرس د ارګنائزيشن شمالي پښتونخوا صوبائى معاون سيکرټرى حيدر خان مومند تر صدارت لاندې وشوه، په کانفرس کې د تير کار راپور او د نوى ضلعى ايګزيکټيو انتخاب سرته ورسيده د انتخاباتو له عمله ډاکټر کريم مندوخيل، ضلعي سيکرټري، ذيشان خټک ضلعى سينئر معاون سيکرټري ، افراسياب، ډاکټر طارق افغان، رضوان بڼګش، ډاکټر طارق موسي خيل، اورنګزيب خان، ايمل خان، نعمان ترين ضلعى معاونين وټاکل شو.
کانفرنس ته د ارګنائزيشن شمالي پښتوخوا صوبائى معاون سيکرټرى حيدر خان مومند د پښتونخوا ملى عوامى ګوند لاهور ضلعى سيکرټري موبين خان مومند د ګوند د لاهور اطلاعات سيکرټري خالق داد وطن پال پى اس او اسلام اباد سيکرټري ببرک خان اڅکزى او ډاکټر کريم مندوخيل ويناوى وکړي.
وينا کوونکيو وويل چې پښتنو طالبلعلمانو باندې له تعليم سره سره قومي ذمه وارى هم جوړيږي، دوى وويل چې پښتون قوم په يويشتمه صدى کې د انتهاى غربت پسماندګى او د غلامى ژوند تيروي. پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزيشن د پښتونخوا وطن سره تعلق لرونکيو روښان فکره، مترقي وطن دوست او با سواده ځوانانو سازمان دى او ارګنائزيشن هر وخت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر مشرى کى نه ستړي کيدونکي مبارزى ته دوام ورکوي.
دوى ووي چې ارګنائزيشن دملى مبارزى او تعليمي ستونزو د حل لپاره نه ستړي کيدونکى مبارزه کړى ده ځکه ارګنائزيشن د پښتونخوا وطن د ځوانانو په زړونو کې ځاى جوړ کړى دى. دوى وويل چې د ارګنائزيشن ملګرو باندې ذمه وارى جوړيږي چې دوى خپل ملګري په علمي او اګاهانه سوچونو منور کي. او د علمي او اګاهانه مبارزى په نتيجه د اولس نمائندګى وکړي. او د قوم د ملى ازادى او ترقى لپاره بريالى ګامونه واخلي.
دوى وويل چې پښتون قام د قدرت د نعمتونو ډک وطن خاوند دى او زمونږ نيکونو پر برصغير باندى ٤٠٠ کاله باچاهى کړى ده زمونږ قام د دنيا زورور قوتونو تاتار، منګول، مغل، فرينګيو ته ماتې ورکړى ده. او نن پښتون افغان ملت د خپل وطن اختيار نه لري .
پښتونخوا وطن په پاکستان کې په څلور برخو ( شمالي پښتونخوا، جنوبى پښتونخوا، اټک ميانوالى) کې ويشل شوى دى د قام وسائل د نورو قامونو پرترقى او خوشالې خرڅيږي . او مونږ په خپل مورنۍ ژبۀ کې له تعليم حاصلولو محرومه يو او نن خو پښتونخوا وطن بدترينه ترهګرى لاندې کړى دى زمونږ د وطن تعليمي ادارى، هسپتالونه، سړکونه او انسانان په بمونو وسوځيدل.
دوى وويل چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قام د دى ملي ستونځى او د دى ترهګرى او بدامنى وجه په ملکي سياست کې د جاسوسي ادارو او د فوځ مسلسل لاس وهنه ګرځوي. او په ازاد افغانستان او په نورو ګاونډي هيوادونو کې لاس وهنه هم د دى سبب دى. دوى وويل چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه کوي چې شمالي پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، اټک ميانوالي بآندې مشتمله پښتون وحدت چې نوم يې پښتونخوا، پښتونستان يا افغانيه وي. پښتو ژبه د وطن تعليمي د وترى او عدالتي ژبه وګرځوي. د آزاد قبائلو آزاد حيثيت او د بالغ راى دهى پر بنياد د دوي قومي جرګه ازاد حيثيت له ملکي سياسته د جاسوسي ادارو او فوځ مکمل لاس ايستل په ملک کې د طبقاتي نظام تعليم خاتمه، په تعليمي ادارو کې ميرټ ته اوليت او سلف فنانس سکيم خاتمه په مورنى ژبه تعليم زموږ حق دى.
دوي وويل چې ارګنائزيشن ملګري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ملي مبارزه کې فعاله برخه واخلي او تعليمي سرګرميانو سره سره قومي ذمه داريانو احساس هم وکړي.
د ترهګرۍ پر خلاف لاريون:
پښتونخوا ملي عوامي ګوند لاهور په سوات ، دير، بونير، قبائلى ايجنسو او په ټول ملک کې د روانى ترهګرى او په پنجاب کې له پښتنو سره د امتيازي سلوک خلاف پر مال روډ صوبايى اسمبلى پنجاب ترمخه احتجاجي مظاهره وکړه. دا مظاهره له ناصرباغ څخه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لاهور ضلعي ايګزيکټيو په مشرۍ کۍ وشوه په دى مظاهره کې ګډونکوونيکو د پنجاب صوبايى حکومت پام په پنجاب کې له پښتنو سره د امتيازي سلوک ته راګرځوو ګډون کوونکيو د ترهګرى او له پښتنو سره د امتيازى سلوک خلاف لاس نيونکو کارډونه او د ګوند بيرغونه له ځان سره اخستي وو. دا احتجاجى مظاهره د پنجاب اسمبلى ترمخه په يوه لويه جلسه بدله شوه.
دې احتجاجى جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لاهور ضلعى سيکرټرى مبين خان مومند ضلعى اطلاعات سيکرټرى خالق داد وطن پال ضلعى معاونين ثواب ګل او ډاکټر کريم مندوخيل ويناوى وکړي.
وينا کوونيکو وويل چې مونږ له مرکزي حکومت دا غوښتنه کوو چې پښتونخوا وطن کې د روانى ترهګرى مخ نيوى وکړى او د پښتونخوا وطن د ترهګرى خلاص کړي.
دوي وويل: چې له ترهګرو سره معاهدى ترهګرو ته د تقويت ورکولو لپاره کيږي. او د معاهدو په ترڅ کې دوې ترهګرو ته نور قوت ورکوي. ځکه پښتونخوا ملي عوامي ګوند موقف دى چى د ترهګرو خلاف د موثر کاروائى غوښتنه کوي.
دوي ووي چې پنجاب کې له پښتنو سره انتظاميه امتيازي سلوک کوي، د ترهګرى په ترڅ کې مهذبه عزتمن پښتانه تنګوي او پوليس د ترهګرۍ په ترڅ کې د رشوت بازار ګرم کړى دى.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دى ناروا سلوک په کلکه غندنه کوي او صوبائى او مرکزى حکومت څخه دا خواست کوي چې د پوليس د دى ناروا سلوک جاج واخلي. ګنې مونږ بۀ احتجاج سلسله نوره اوږده کړو. دوي وويل چې د ترهګرى او ترهګرو ځاي معلوم دى او مونږ شک کوو چې ترهګر او حکومت يو دى ولى چى حکومت ترهګرو ته خطونه ورکړي دى او هغه سرعام د ترهګرى مظاهره کوي او ترهګرو د حکومت رټ اخطار کړى دى او حکومت يې دى ته جوګه کړى دى چې له ترهګرو سره معاهده وکړي. مونږ د حکومت د دى عمل په کلکه غندنه کوو او له حکومت او عالمي ادارو دا غوښتنه کوو چې د ترهګرى په نامه حکومت ته دا امدادودنه بند کړي تر څو پورې چې حکومت د ترهګرو خلاف موثر کاروائى ونکړي او دغه امدادونه د حکومت لخوا د ترهګرئ خلاف موثر اقداماتو سره مشروط کړى شي.
######################################################
افغــــان _ پنجــــابى
جنـــــګ
ظفر افغان سهيلى پښتونخوا/ کلا سيف الله
د پښتون ټول تاريخ که مونږ وګورو په کې مختلف پړاونه راغلي دي ښه او بد هر رنګه وخت يې تېر کړى دى اوسنى حالت شايد د تاvيخ پښتون بدترين دور وي. ديرش لکهه (٣٠٠٠٠٠٠) پښتانه صرف له ملاکنډ څخه بار شول د باجوړ، دير، مومند، اورکزئى قطبى او د سهيلى وزيرستان خلک د دې نه علاوه دى د پښتون د تاريخ بدترين وحشت او بربريت پر پښتونخوا خصوصا په مالاکنډ کې د پنجابي له خوا خور شوى دى د دنيا تهذيب يافته او ښايسته علافه سوات د فضل الله او شاه دوران لخوا د پنجاب اجرتي قاتلانو او جاسوسانو ته ورخواله کړل شوه د بچيانو په مخ کې به پلار حلاليدو د مور او پلار په مخ کې به اولادونه په ګوليو ويشتل کېدل. عزتونه لوټ شول، جائيدادونه لوټ شول د غريبانو کورونه وران کړل شول دهشت ګردان په فائيوسټار هوټلونو کې په کوم کې چې به سيلانيان وسېدل، سکولونه، هسپتالونه بجلى ګر او پولونه په بمونو والوزول شول آخر ولى؟؟؟ د پښټنو ګناه څۀ ده؟؟ چا ته يې کوم نقصان ورسولې دى؟ چې دومره ظلم ورسره کېږي پښتانه پنجابي ته کوم نقصان ورسولى دى چې پنجابي ورله دا دومره لويه سزا ورکوي له پنجابي سره خو تر ټوله زياته نيکې پښتنو کړې ده پنجاب که نن آباد دى خو د پښتنو په اوبو بجلى ګيس او معدنيات اباد دى.
پنجابي خپلې حکمرانۍ او د محکوم قامونو خصوصا د پښتون غلام ساتلو دپاره چې کومې غير سرکاري درې ادارې پرانستې دي درې واړه په چلولو کې تر ټوله لويه برخه د پښتنو ده لکه د ١_ رائيونډ تبليغ، ٢- افغان او کشمير جهاد، ٣-مدرسې.
د رائيونډ په تبليغ کې ورته ويل کېږي چې ستا د ټولو مسائلو جړ ستا ګناه ده. او د ټولو مسئلو حل په څلور مياشتو يا څلوېښت ورځې تېرلو کې ده يعنې دا ډول بۀ دا خلک کله هم د خپلو حقوقو غوښتنه ونکړي بلکه ځان بۀ ګناګار ګڼي. د جهلم او د چناب اوبه قبضه کولو او افغانستان د پنجابي پاکستان پنځمه صوبه جوړولو دپاره يې پنجابي استعمارګرانو د جهاد افغانستان او جهاد کشمير په نامه کومه ډرامه روانه کړې ده د دې ډرامې اکثره برخه وال پښتانه دي. د پنجابي د اوبو دپاره په کشمير کې تر ټولو زيات پښتانه ځوانان مري خو بيا هم پنجابي پښتون نه معافوي. د افغان انقلاب په خلاف دامريکې په ډالرو پرانستل شوي مدرسې د دې دپاره کار کوي چې د پښتون قامې تحريک مخ نيوى وکړي. او په آزاد افغانستان کې د پنجاب د لاس وهنې لاره هواره کړي او پښتون د ښه تعليم څخه محرومه د ساتي نن په لر او بر افغان وطن کې پښتانه يو کيلکوليټر نه شي جوړولې په زرګونو عرب، چچن، اوزبک او د دنيا ترهګر، مخ تورن، مجرمان، د ميلمنو په نامه د منځنى پښتونخوا په پښتنو مسلط کړل شول، دغه ميلمنو د پښتون وطن په سوونو مشران او دجرګې خلک شمله ور او مخه ور پښتانه ووژل. په قبايلي سيمه کې اور بل کړى شو چې په نتيجه کې يې په لکونو خلک بار شول.
عجيبه خو داده چې د مقامي ځاى خلک کډه شول خو هغه ترهګر لا هلته دي. د پښتنو په سيمو کې مړي پس له مرګه بې عزته کېږي. په جنکيو ظلمونه کيږي. خلک حلاليږي. حلالېدل خو د دنيا په يو مذهب يو تهذيب که نيشته.
په نړۍ کې داسي خلک هم شته چې هغوي په دې وجه سبزى خواره دي غوښه نه خوري، چې په حيوان ظلم کېږي هغه حلاليږي، خو بل خوا په سوات او وزيرستان کې د پښتنو حلالېدل يو معمول جوړ شوى دى جنت ته د تللو دپاره لنډه لاره خودکش حمله عام خبره ده. چې په کې بې ګناه پښتانه وژل کيږي. په جوماتونو، جنازو، ودونو، جرګو او جلسو کې خودکشه حملې کېږي. هيڅوک يې هم غندنه نه کوي. نه ملا نه تبليغي نه جهادي. نه جمعيت (ف) نه جمعيت (نظرياتي) نه جماعت اسلامي ټول خاموشه دي. خو په هغه ورځ بيا اسمان راکښته کوي. چې ډرون حمله کې تورن مجرم دهشت ګرد په نښه کي.
بيا قاضي ، فضل الرحمان او نو رنعرې او چيغې وهي، ولې جې په دې کې د پنجابي ملګري دوستان او پښتون افغان دښمنان په نښه کېږي. دا خلک په دې يوه ورځ نه راووتل چې زمونږ اوبه ولې پنجابي او سندهى استعمالوي. بجلې موږ پيدا کوو بيا ولې په موږ د لوډشيډنګ تورې تيارې راخوري وي. دوى هيڅ کله هم د قام د حقوق خبره نه کوي بلکه د حق د راوړلو مخ نيوې کوي.
بله خوا که مونږ د بلوڅو قامي تحريک ته وګورو نو پښتانه د دوى د جائز تحريک ملاتړ کوي خو اوس د دوئ په تحريک کې د دهشتګردى عنصر هم شامل شوى دي.
دوى بې ګناه خلک وژني په بلوڅي سيمى او کوئټه ښار کې يو دهوبي ، نايي او مزدور مستري ځکه وژني چې ژبه يې پنجابي ده د دې با وجود پنجابې له بلوڅ سره هغه رويه نه ساتي کومه چې له پښتنو سره ساتي پښتنو خو د بلوڅ رنګه د ازادۍ تحريک هم نه دى روان کړئ. بلوڅان خو سرعام وايي چې "ټوټ کى رهى گا پاکستان بن کى رهى گا بلوچستان"، په بلوچستان کې د ګورنر اووزير اعلي څخه يوه عهده د پښتون حق ده ، خو له مشرف نه تر زرداري پورې دواړو، دا عهدې بلوڅو ته ورکړي دي د دې باوجود اکثره پښتانه تر پنجابي ، هندوستاني مهاجرنه زيات د "پاک سرزمين" او "پاک فوج" ترانې وايي.
مونږ ولېدل چې کله د ملاکنډ جنګ ځپلو سنده، کراچۍ او پنجاب ته خپل خپلوانو ته تلل نو شهباز شريف پر اټک او سندهي او مهاجر په کشمور لاره وتړله تاسې اندازه ولګوئ ، چې پښتون ته په دې ملک کې په کوم نظر کتل کېږي. دا د پښتنو دپاره ډېر د عبرت اوافسوس مقام دى.
اکتوبر نومبر ٢٠٠٧ کې چې کله فوځ سوات ته د اپريشن په نامه ننوتل او ويل يې چې فوځ به په يوه مياشته کې اپريشن ختم کړي او دهشتګردي به له منځه يوسي خو دهشتګردي د ختميدو په ځاى نوره زياته شوه. دهشتګردانو به خلک حلالول د خلکو کورونه به يې لوټول خلک به يې وژل کېدل فوج بۀ ولاړوو تماشه به يې کوله، صرف په غرونو به يې براى نام بمبارى کوله. کرفيو د دې دپاره لګيدله چې د ترهګرو يوځايه تر بل ځايه پورې محفوظه لاړ شي. موجوده د سوات د صوبائى اسمبلى غړو به په اسمبلۍ کې ناري کړې چې دا اپريشن نه بلکه يوه ډرامه ده مګر د دوى خپل حکومت د دوى خبره نه اورېدله د يو نيم کال اپريشن پس، په کار خو دا وه، چې دهشتګردان د علاقى څخه ايستل شوې وايې مګر دامن معاهدې په نامه د اى اين پي په مرضي او د زرداري دارډننس په ذريعه سوات د دهشتګردانو ته د سيمې په توګه حواله کړل شو کله چې دهشتګردان په ارامه نه کښېناستل او نورو علاقو ته يې مخه وکړه، نو نړۍ په پاکستان فشاد واچوو چې د دهشتګردانو خلاف دي صحيح اپريشن وکړي. بيا فوج د نړۍ د فشار له وجهې د صحيح اپريشن کولو ته مجبور شو. او پنجاب ته د فوجيانو جنازې راتګ شروع شوې. تردې له مخه په يو نيم کال اپريشن کې ما د يو سپاهې د مرګ نه وواورېدى نه مې په ټيلي ويژن ولېدل. اوس هم په اپريشن کې يو څه سواليه نشانونه شته هغه دا چې د دهشتګردانو اولنى قيادت څۀ شو؟
دوى بچ کړې شول او که د بلې ډرامې دپاره بيا ساتل کېږي. او څه موده پس بيا بله ډرامه شروع کړي.
بهر حال دا به راروان وخت وښايي چې د دې حقيقت څه دى، خو د پښتنو دا فرض جوړيږي چې د پردو سياست پرږدي. د خپل قام سياست او دخپل قام د حقوق خبره دي شروع کړي ٦٢ کاله پښتنو د پردو په ډهول اتڼ کړى دى چا د اسلام د پاک سرزمين په نامه خو نتيجه يې پښتون صرف تباهي د خپل حقوق څخه محروم پاتېدل او په څلورو برخو تقسېمېدل دي په داسې نااميدي که د پښتنو واحده اثاثه پښتونخواملي عوامي پارټۍ ده چې له اولى ورځې يې د قام ته خپل دښمن ورپه ګوته کړې دې چې پنجابى د پښتون افغان ازلى دښمن دى.
د افغان انقلاب نه موجوده سوات او د قبائلى سيمو حالاتو ته څوک د روس او امريکې څوک د کفر او د اسلام جنګ واي خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند هغه وخت هم ويل او اوس هم وايي دا د افغان او پنجابي جنګ دى اوس دا خبره ټولي نړۍ منلې ده چې د جهان د دهشتګردانو جنت پاکستان دى جهان زمونږ خبرې ته راغلى دى.اوس که پښتون خپله خبره شروع کړي نو اميد دى ډېر ژر به پښتانه د خپل حقوقو خاوندان شي.
@@@@@@@@@@@@@@@@@@
د پښتونخـــوا ملي عــوامـي پارټۍ
د جنوبي پښتونخوا د صوبايي کمېټې غونډه
٩م اګست 2009
کوئټه ( پ ر ) د پښتونخوا ملى عوامي ګوند غونډۀ د صوبايي صدر عثمان خان کاکړ په صدارت کې وشوه. په غونډۀ کې د پښتونخوا ميپ سنده زون صوبايي سکټري صابرين خان چغرزي سره د نورو صوبايي ايګزيکټيو سنده برخه په خصوصى توګه ګډون وکه. په غونډه کې د جنوبي پښتونخوا او ټولو ضلعو د تنظيمي او سياسي کارکردګې جاج واخستلې شو او د راتلونکې تګ لارې په اړه مهمې فيصلې وشوې.
په غونډۀ کې وويل شو چې ملک دا وخت د خپل تاريخ تر ټولو بد سيايس، معاشي او ټولنيز بحرانونو نه تيريږي. د قامونو د برابرۍ نه اوس هم انکار کيږي. د ملک محکوم قامونه خپل ځان لکه مريان او مظلومان ګڼي، چې د دې له کبله حالات ورځ تر ورځه خرابيږي. او د دې حالاتو نه د وتو دپلاره دا ضروري ده چې دقامونو د برابرۍ په بنياد د ١٩٤٠ د قرارداد لاندې نوې اساسي قانون جوړ کړې شي. او د دې غرض دپاره دې د قامونو د کانفرنس ( ګول ميز کانفرنس) راوغښتي شي چې دې کشالو حل پکې ولټولې شي په غونډۀ کې دا وويل شو چې د تير شوى پارلماني کميټو په پرېکړو دې عمل وکړي شي دې پارلماني کميټو ته ټولو ګوندونو خپل سفارشونه په تحريري توګه وړاندې کړې وو. غونډۀ کې اوويل شو چې د ملک دننه جنوبي پښتونخوا ، شمالي پښتونخوا، اټک، ميانوالي په ګډون دې خپلواکه قامي صوبه افغانيه، پښتونخوا يا پښتونستان جوړه کړې شي او د پښتون قام په شتمنو باندې دې د پښتون اولس حق ومنلى شي.
پښتو دې د تعليم، د عدالت، او د سرکار ژبه شي.
په غونډۀ کې وويل شو چې دملک امرانه طاقتونو، جاسوسي ادارو د استعماري، پاليسۍ او توسيع پسنده ارادى په افغانستان او نور ګاونډي هېوادونو کې وسله واله مداخلت او د لاس وهنې سياست ملک او بيا په خصوصي توګه پښتونخوا وطن د بدترينه ترهګرى او انتها پسندى سره مخامخ کړې دى او د دې ترهګرو او انتها پسندو له کبله د شمالي پښتونخوا د ملاکنډ ډويزن ، سوات، شانګله، دير او د منځنې پښتونخوا نه پنځوس لکه نه زيات پښتون اولس په کډه مجبوره شو او نن دغه خلک په تمبوانو کې ډير د سختو ستونزو سره مخامخ دي.
په غونډه کې وويل شول چې تر هغې پورې په دې سيمه او پښتونخوا وطن کې امن نه شي راتلاې تر څو چې د ترهه ګرو او انتها پسندو پر خلاف کوټلى او اغيزناک ګامونه نه وې پورته کړې شوې د دې دپاره دې حکومت د اخرى ترهه ګر او انتها پسند د ختمولو پورې عمليات نور هم په نښه او اغيزناکه کړي. غونډه کې دا هم وويل شو چې حکومت دې د کډوالو بيرته تګ دپاره غوره انتظام وکړي. او ټولو کډوالو کورونه ته دې د هغوى د شوو تاوانونو معاوضه ورکړي شي او د دوې د ښه اسانيتا وو ورکولو دپاره دې ګامونه پورته کړې شي.
غونډې دا خبره ډېره وستايله چې ټول غيرت مند افغان پښتون، ملت په اتفاق او يووالى د ترهګرو او مذهبى انتها پسندو په خلاف د ډېرى کرکې څرګندونه وکړه، او د ترهګرۍ په مقابل کې يې بشرې ازادى، پياوړې، پښتون قامې روايات، جمهوريت، برابرۍ، ټولنيز عدل او انصاف او وروولۍ په حق کې واضحه پرېکړه وکه او هم دغه شان د نړۍ ټولو قامونو هم مذهبى ترهګرى او انتها پسندى مسترده کړه چې د هغې څرګند مثال په لبنان، ايران، هندوستان او نورو ملکونو کې انتها پسندو ته په انتخابونو کې واضحه شکست دۍ
غونډۀ کې وويل شو، چې په صوبه کې پښتون قام د ژوند په هر اړخ کې د برابرۍ اصولو لاندې د ژوند تېرولو حقدارې دې، خو د افسوس خبره ده چې د صوبې ټولو سرکاري ادارو نه پښتانه د يوې پښتون دښمنه پاليسې لاندې ويستلې کيږي او په دې وخت کې ګورنر، وزير اعلى، سپيکر، چيف سکټري، کمشنر، ناظم سټي کې په يوه عهده هم پښتون نشته. چې د دې له کبله پښتون قام د هر قسم حقوقو او واکمنۍ نه محرومه دې.
په غونډه کې وويل شو چې په صوبۀ کې د پښتون بلوچ د برابرۍ اصول دې ومنلى شي او د ژوند په هره شعبه کې دې دوې له د برابرۍ حق ورکړى شي.
په غونډۀ کې د ګوندد مرکزي سيکټري نواب محمد اياز خان جوګيزى په کور باندې د راکټ دحملې غندنه وشوه او دا ويل شو چې ګوند او غيرت مند پښتون قام د دې ناروا عمل په خلاف په پوره توګه متحد دى او د دې واقعې مجرمان به د پښتون اولس د قهر نه بچ نه شي. او غنډې دا غوښتنه وکړه چې حکومت دې دا رنګه شر ښوښي ونيسي او دو ته دې سخته سزا ورکړې شي.
په غونډه کې په جنوبي پښتونخوا کې دواپډا له اړخه د اوږد لوډ شيډنګ او په بجلۍ کې د هر وخت د کمۍ زياتې غندنه وشوه. او دا هم وويلى شو چې د دې ځاې د خلکو ژوند په زراعت باندې ولاړ دې خو د سيزن په منځ کې د بجلۍ اوږد لوډ شيډنګ زراعت او باغونه بيخې تباه کړل.
غونډه کې دا غوښتنه وشوه، چې لوډشيډنګ دې ختم کړې شي او د ډيره اسمعيل خان نه د ژوب په لاره دې د بجلۍ نوې تارونه خواره کړل شي. د بجلۍ د کمۍ پوره کولو دپاره دې په جنوبي پښټونخوا کې مائنز ايريا کې تهروى پاور هاوس جوړ کړې شي.
غونډه کې غوښتنه وشوه. چې ټولې زرعې قرضې دې معاف کړې شي او په ټولو ضلعو کې د اوبو سطح د اوچتولو او د زراعت د ترقۍ دپاره دې ايکشن ډيمونه، چيک ډيمونه او سټوريج ډيمونه جوړ کړل شي غونډۀ کې وويل شو چې د جنرل مشرف په وخت کې په صوبه کې قائم روايتې او ازمايل شوى نظآم په ځاى د پوليسو استعماري نظآم جوړ شو چې د هغې په خلاف ټولو سياسي جمهوري ګوندونو او په خاصه توګه پښتونخوا ملي عوامي ګوند د يوې اوږدي مبارزۍ، قربانو، هړتالون، جلسو او جلوسونو نه پس د ليويز نظام يو ځل بيا جوړ شو خو اوس داسې ښکاري چې د ليويز د اختيار کمولو او د پوليس اختيار او واک زياتولو سازشونه روان دې چې د هغې زمونږ ګوند په پوره توګه مخالفت کوي او د دې خلاف به مزاحمت جاري ساتي.
غونډه کې غوښتنه وشوه چې د ليويز نظام د زړو اختياراتو د بحالولو په فيصله دى عمل وکړى شي.
په غونډه کې د ګرانۍ. بيروزګارۍ د نوى طوفان د مخ نيوى او اولس ته د پيښو د سختو ستونزو ته ډير د فکر په نظر وکتل شو او د حکومت نه دا غوښتنه وشوه، چې کاربن د ټيکس په نوم په اولس باندې د کهربونو روپو ټيکسونه ډير ظلم دى او د دې په خلاف د سپريم کورټ د فيصلۍ ستاينه وشوه خو د حکومت له اړخه د صدارتى ارډننس په ذريعه د دې ټيکس بيا لګول او د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې بې کچه زيات والې وغندل شو او حکومت نه دا غوښتنه وشوه چې د پټروليم مصنوعاتو سره سره د خوراک څښاک ټولو څيزونو په نرخونو کې دې کمې وکړې شي او بيروزګارې دې ختمه کړې شي.
په غونډۀ کې په سيوۍ (سبى) ضلعه کې په غير قانوني او غير ايينې توګه د تحصيل لهړى شاملولو د دې اولس دښمنه فيصلې غندنه وشوۀ او دا غوښتنه وشوه، چې د تحصيل لهړى دې د سيوۍ ضلع نه بېل کړې شي.
په غونډۀ کې په صوبۀ او کوئټه کې د امنيت خرابيدونکې حالت، د غلا، ډاکې، د پيسو دپاره تښتولو او د ټارګټ کلنګ پيښو ته ډېر د فکر او پريشانۍ په نظر وکتل شول. او د حکومت نه غوښتنه وشوه، چې په ټولو لويو لارو لکه کوئټه، قلات، ، کوئټه چمن، لورلايي نه ډي جي خان ، کوئټه او سيوۍ نه تر جيکب اباد پورې لارې د محفوظ کولو دپاره دې اغېزناک ګامونه پورته کړى شي او د شوکې، غلا، او د تښتونې د پېښو د مخ نيوي دپاره دې کوټلي کاروائي وکړى شي. غونډۀ کې دا هم وويل شو د پوليسو محکمه په اداري فساد (کرپشن) کې ککړه ده چې تاڼو کې افسران او اهلکاران په رشوت کې ککړ دې او د دوې د غلو، ډاکوانو او بدمعاشانو په خلاف عمليات نه کوي.
غونډۀ کې د نادرا له اړخه په غير ضروري توګه د تنګولو په غرض دستاويز لکه لوکل سرټيفيکټ د غوښتنو غندنه وشوه او ويې ويل چې پښتون اولس په دې ملک د برابرۍ حق لري او د دې ځايې اوسيدونکى دې په شناختي کارډ جوړول کې داسې قسم خنډونه لري کړې شي.
په غونډۀ کې د جنوبي پښتونخوا په ډيرو تعليمې ادارو کې د خراب صورتحال او په څه ضلعو کې د سکولونو د بندولو غندنه وشوه او دا وويل شو ، چې د يو سازش لاندې سرکاري سکولونه بندول، خلک له پرايوټ تعليمى ادارو کې په تعليم د مجبوره کولو يو سازش دې او په غونډه کې غوښتنه وشوه، چې د پشين کېډت کالج عمارت دې په فوري توګه بيا جوړ کړې شي ولې چې د تيرو دوو کالو راهيسې طالبعلمان نورو کالجونو کې سبق ترسره کوي.
په غونډ کې د اين -ايچ -اى له اړخه په مختلفو لويو لارو باندې کار ډير په ورو توګه روان دې او د کويټه ، چمن، قلعه سيف الله نه تر ژوب او بيا لورايي نه ډېره اسمعيل خان د کچ نه تر هرنايي د لويو لارو خراب حال او د دې په تعمير کې د ډېرى سستۍ غندنه وشوه او دا غوښتنه وشوه چې په هنګامې توګه دې په دغو لارو کار وشي. او دا لارې دې مکمل کړې شي.
:::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
د پښتون/ افغان
په خاوره د ترهګرۍ اغاز
او وجه
(عبد لعلي غورغشتى)
انساني ټولنه ډېره اوږده موده کې د ډيرو ستړو او ستومانۍ بې شمېره پړاونو په نتيجه کې جديد ترقي يافته دور ته رارسيدلى ده کومو قومونو او ملکونو چې د وخت تقاضي ترسره کړى دي اجتماعي علم يې اختيار کړې دې هغه مخه په وړاندې د ترقى په لور روان دى کوم چا چې د وخت تقاضي نظر انداز کړي دي هغه ټولنه پسمانده ده ه او له لوړو ژورو څخه ډکه وګړي يې د ژووند لپاره هغ سهوليات نه لري چې جهان اختيار کړي دي او داسې بدنصيب هم شته چې د هغه خپل بنيادي ضرورياتونو پوره کلو وسايل او ذرايع نه لري بيا هم هره ټولنه دا طبيعي خصوصيت لري چې په نا محسوس کيدونکى انداز په مخ ځي ترقي کوي.
د پښتون افغان وطن وګړي ډيرو مشکلاتو او خارجي يرغلونو وروسته د ښايست ښکلا او ترقي يو خاص مقام ته رسيدلى وو خو د پښتون جنت نظير وطن د ترهګرو له لاسه د سکرو او ايرو ډيران جوړشو او دلر او بر پښتون وطن بې شمېره تاريخي اثار قومي املاک سرکاري ځايونه سړکان، مکتبونه، کالجونه، هسپتالونه پلونه او د عام اولس خصوصا د مخورو سياسي رهبرانو کارکنانو وطن پرستو ملکانو سردارانو خانانو کورونه نن د لرغوني وختونو د کهنډراتو منظر پيښوي تاريخي افغانستان يې له خاورو سره برابر کړو د پخواني تهذيب ټولى نښې نښانې يې پکې تباه کړي لکونه انسانان يې قتل کړو خو د دښمن زړه تر اوسه سوړ نه دى له افغانستان سره سره نن يې په محکوم پښتون افغان خصوصا په وزيرستان او ملاکنډ ډويژن کې دا ناروا عمل روان کړى دى دا ټولې پېښې يو له بل بېلې نه دى د يو ځنځير کړۍ دي څوک يې کړى څله يې کړې پدې د هر پښتون فرض جوړيږي چې خپل تاثرات او معلومات جهان ته وړاندې کړي په دې لړ کې د خپلو تاثراتو وړاندې کولو له مخه ضروري ګڼم چې لوستونکيو ته دې معلومه وي چې د ترهګرۍ هره پيښه کې مرکزي کردار د پاکستان د جاسوسي ادارو دې که هغه د طالبانو په شکل کې ښکاره کيږي او که هغه د مجاهدينو په شکل کې وي.
او نن دا تور د پاکستان په ادارو له مخالفو ملکونو قوتونو او قومونو سره سره پاکستان د ډېر قابل احترام دوست چين او ايران هم لګوي او په نړۍ کې پاکستان د ترهګرو نر سرى يعنې د پيداوارى مرکز په حيثيت مشهور دې ، که په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښه کيږي دا هم يو سازش دى او جهان ته پدې دوکه ورکول کيږي چې مونږ هم د ترهګرو ښکار او يرغمال يو په دى لړ کې د تصديق او دتعجب وړ خبره داده چې په پاکستان کې حتى الوس ترهګر نه نيول کيږي. که چيرته د غلطى يا مجبورۍ په صورت کې ونيول ( ګرفتار) شي هغه ته سزا نه ورکول کيږي او په جيل کې د ې ترهګرو ته مکمل تحفظ او مراعات ميسر وى دا شان هر ترهګر په خاموشۍ سره خوشي شي او د ترهګرو حوصله افزايي او د هغو په تعدا کې ورځ په ورځ اضافه کيږي ( لوستونکيو ته خصوصي خواست دې چې هغه دې په دې خبره ښه غور وکړي او انشا الله زما دا خبره په رښتينى ثابته شي)
ترهګر چې اولس ورسره ملګرتيا نه کوي د ټوپک په زور خلک د ځآن ملګري کوي خپل مخالفين وژني د هغو کورونه تباه کوي جايداد او عزتونه يې لوټي او په نړۍ کې يو مذهب هم چا ته د ترهګى اجازت نه ورکوي خو د افسوس مقام دا دې چې د پښتون افغان په خاوره ترهګري د سپيڅلي دين اسلام په نامه کيږي او اسلام د يو انسان ناحقه قتل د ټول انسانيت قتل بولي د اسلام دې زرين اصول ته وګورو او بله خوا د ترهګرو روان عمل خصوصا ځان وژونکى حملو ( خودکش حملو) ته وګورو نو دا به راته ثابته شي چې ترهګر نه دين لري نه مذهب او نه د انسانيت څه اصول پدې لړ کې د تعجب او د خندا وړ خبره دا ده چې د ترهګرو مشران چې خودکشو ته د کوم جنت زيرې ورکوي هغه پخپله هغه جنت ته نه ځي او نه خپل اولاد ورليږي بلکې ساده ماشومان په اشتعال کې راولى يا د منشياتو عادي کسانو ته په دوکه جيکټ ورواغوندي او استعمال يې کړي.
پښتانه دا وخت درې قسمه دهشتګردۍ سره مخامخ دي او په پاکستان کې دا څه نوي عمل نه دى د پاکستان د جوړيدو سره سره پښتانه سينديان، بلوڅان، سرايکيان، او بنګاليان د رياستي دهشتګردۍ ښکار دې که د ١٢ اګست ١٩٤٨ څخه يعنې د بابړۍ د واقعي څخه تر ننه پورې د رياستي فورسيز دهشتګردى په تفصيل سره لکيم مقصد به را څخه پاتي شي او په پاکستان کې د محکومو قومونو حقوق او پاکستاني اولس لپاره جمهوري حقوق غوښتونکيو سياسي رهبرانو وژل ګرفتاره کول، د قيد سزا ورکول او په ننۍ حالاتو کې د سياسي کارکنانو اغوا د رياستي دهشتګردۍ جلا جلا نمونې دي، خو تر ټولو لويه رياستي دهشتګردۍ په اقتدار باندې د فوج قبضه ده او د محلاتي سازشونو په نتيجه کې د حکمرانانو ترمنځ يو او بل وژل او د يو بل خلاف سازشونه کول د رياستي دهشتګردۍ يو بل اړخ دې پدې کې د يوې واقعي نشاندهى کول ضروري ګنم چې د پاکستان باني محمد علي جناح صيب د ټي بى مريض وو او د محلاتې سازشونو په نتيجه کې هغه د دسمبر په يخجنه مياشت کې د پاکستان تر ټولو زيات سوړ ځاى زيارت ته ولېږل شو مطلب يې دا وو چې دې ژر مړ شي او هغه وو چې محمد علي جناح څو ورځي بعد په زيارت کې د يخنۍ له لاسه مړ شو دا شان د لياقت عى خان په جلسه عام کې وژل د محلاتي سازشونو او رياستي دهشتګردى يو بل رنګ دى او ورسره وسره لس کاله د جنرل ايوب خان، درى کاله د جنرل يحيى خان، يوولس کاله دجنرل ضيا او اته کاله د جنرل مشرف د فوج په طاقت په اقتدار قبضه د رياستي دهشتګردۍ تر ټولو اعلى قسم دى او د مجبورى په صورت کې فوجى بيوروکريسي له اقتداره لاس اخستي دې اود پردې شاته په تلو باندې مجبور شوي دې او سويلين حکومتونه راغلي دي خو هغه هم د فوجي او جاسوسسي ادارو سره د مصالحت نتيجه ده او حکمرانان د فوجي حکام تابع پاتې شوي دي پدې ترهګرۍ کې رياستي او جهاني سازشونه او مفادات سره مربوط ثابت شوي دې ځکه رياستي ذرائع ابلاغ او بين الاقوامي نشرياتي ادارې پدې خاموشه شوي دي د ترهګرى دوهم بل شکل کراچې کې د ايم کيو ايم د پښتنو خلاف اقدامات دې چې د هغو تفصيل په بله موقع بيانوو او دريم شکل يې د دهشت پسند طالبانو دى دا درى واړه د پاکستاني فوځ جاسوسي اداري اى ايس اى پيداوار دى چى د سياسي او معاشي ګټو لپاره استعماليږي او جهان يا د پاکستان اولس که د دې ترهګرو څخه تنګ راشي د هغعو توجو اړولو لپاره رياستي فورسيز ا و دهشتګرد د يو بل خلاف په جنګ اخته کېدو ډرامه هم جوړه شي او هرچا چې دا جنګ ( ډرامه) لېدلى وى هغه پدې ښه پوه شوي دې چې دا خو جنګ ندى او په دې کې ترهګر نه مري بلکې بې ګناه انسانان پکې وژل کيږي د طالبانو سرغنه د رياستي ايجنسو حقيقي اثاثى دى چې تر اوسه مجفوظ دې يقينا د فکر وړ خبر ده چې د پاکستان موجووده وفاقي وزير داخله رحمان ملک اعلانيه وايي چې په ملاکنډ ډويژن کې پنځه زره شدت پسندطالبان سرګرم عمل دى که دا خبره رښتيا وي نو بيا د تعجب خبره دا ده چې د ملاکنډ ډويژن ديرشو لکو وګړو خپل کورونه ځايونه، او کلى خالي کړو او فوځ ته يې د مکمل اپريشن دپاره لار خلاصه او جوړه کړه فوج د درنې وسلى سره رالو د جهازونو کومک هم ورسره دې خو دوه مياشتي وشوي چې دا پنځۀ زره طالبان دوى ختم نکړو او تر اوسه ملاکنډ ډويژن کې ترهګر موجود دى او ترهګرى روانه ده يقينا دا يوه ډرامه ده او پښتانه به پخپله د ترهګرو او د هغو د سرپرستانو خلاف قدم اخلي او جهان به له پښتنو سره ملګرتيا کوي ملاکنډ ډويژن کې د اپريشن په نامه د روانې ډرامى د خندا وړ يو پاټ دا دى چې په جون ٢٠٠٩ کې حکومت ځېنې دهشتګردان اشتهاري ملزمانو په حيثيت اعلان کړو د هغو د سرونو قيمت يې مقرر کړو پدې اشتهاري ملزمانو کې يو کس د خوازه خېلې لياقت نومى دهشتګرد کمانډر هم دې کله چې د دې کمانډر تصوير د ډېره اسماعيل خان انتظاميه وليدو هغه حکومت ته رپورټ ورکړي چې دا لياقت اکتوبر ٢٠٠٨ کې ګرفتار شوي دى او فروري ٢٠٠٩ کې د ډيره اسماعيل خان جيل ته منتقل شوى دې او تر اوسه دلته دې دا رپورټ چې کله اخباراتو کې شايع شو د يو غير مصدقه پيان مطابق د ډېره اسمعيل خان جيل ځينې افسران په دې بيان معطل کړل شو.
د پښتون افغان په خاوره چې کوم ترهګر راغلي دي پښتنو هغه ته غاښ ماتوونکې ځواب ورکړي دې پښتانه کله هم د ترهګرو متاثره او ډار شوي نه دې او نه د ترهګرو ملګري شوي دي يورپي چې ځان ته ډير مهذب وايي هغو کې سکندر يوناني لومړي هغه ترهګر حکمران دې چې په پښتنو يې حمله وکړه او په پښتنو دا خارجي دهشت مسلط شو خو پښتنو د خپل قام وطن او ناموس په خاطر سکندر ته داسې ځواب ورکړو چې دواړه پښې يې ورماتې کړې او سکندر وويل چې زما دا خيال وو چې زه د يو ديوتا زوى يم په ما به هيڅ درد اثر نکړي خو د دې خلکو ( پښتنو) له لاسه ماته کوم درد ورسيدو زه پوه شوم چې زه هم انسان يم او د انسانانو په شان ماته تکليف رارسيدى شي.
له سکند يوناني ورسته فارس ( ايران) ، تازى ( عرب) په پښتنو يرغلونه وکړو د چنګېز او هلاکو لښکرى راغلى مغولو پښتنو له وينو، سرونو او کورنو سره لوبې وکړې خو په پاۍ کې دغو نسلونو خپل قامي وجود له لاسه ورکړې نن هغه حکمرانان د تاريخ په پاڼو کې ژوندى دې په اخر کې انګريز راغلو د نړۍ لوى نيمايي يې لاندې کړو له پښتنو سره يې درى ځله مقابله وکړه او هر ځل بدترين ماتې سره مخامخ شو پښتانه يې د ځان تابع نکړو او په دوکه يې يقينا څه مقاصد تر لاسه کړو دا شان هر ترهګر او زورور پښتنو د خپلې خاورې د خپلو مټو په زور تښتولى دى ځکه نن پښتون په تاريخ کې يو خاص مقام او اهميت موندلى دى.
پښتانه چې د اسلام په مقدس نامه دا وخت کومې ترهګرى سره مخامخ دى د دې بنيادى وجه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ په نامه منحسوه تشه کرښه ده د افغانستان حکومت او لرو بر پښتنو کله هم دا تش په نامه کرښه د سرحدي پولي په حيثيت منلى نه ده د پاکستان حکومت تل دا کوشش کړي چې افغان حکومت دې دا کرښه د بين الاقوامي پولې په حيثيت ومني د افغانستان هر حکمران د پاکستان دا خواهش مسترد کړى دى سردار داود او د طالبانو په حکمرانې کې د پاکستاني حکومت دا خواهش تر سره کېدو امکانات او اثار ښکاره شو اکتوبر ١٩٧٧ کې د جنرل ضيا الحق کابل ته دوره او مارچ ١٩٨٧ کې د سردار داود پنځه ورځنۍ د پاکستان دوره د دې منصوبى او سازشونو کړى وې او دى دواو ملکونو په شمول ايراني حکومت داسې سازشونو باندې هم اتفاق وکړو چې په دى درى واړو ملکونو کې د جمهوري او قومي غورځنګونو سره تړلي سياسي رهبران او کارکنان به له منځه وړو.
د پاکستان حکومت ١٤ مارچ ١٩٧٨ کې د پنجاب هاى کورټ په ذريعه ذوالفقار على بوټو ته د پانسي د سزا فيصله ورکړه او په کابل کې د خلق ډيموکراټيک پارټۍ کارکنان د نامعلومو کسانو په ډزو قتل شول او او ١٧ اپريل استاد مير اکبر خيبر کابل کې قتل شو دى سره سردار داود حکومت د خلق پارټۍ ټول قيادت د قانون له لارې وژلو لپاره هغه ګرفتار کړو خو د خداى پاک کړه نور څه وو هغه وو چې په ٢٧ اپريل ١٩٧٨ کې افغانستان په اقتدار د خلق پارټۍ راغله.
افغانستان کې خلقي انقلاب په رښتيا سره د حقيقي قام پرستانو اقتدار تر لاسه کولو کې کميابي وه او خلق پارټۍ په خپل مرام کې د افغان اولس سره د ډيورنډ کرښه له منځه وړلو وعده کړې وه د دې انقلاب باني نورمحمد ترکى په لومړى نشرياتي بيان کې د دې وعدى تر سره کولو اعلان وکړو د پاکستان د حکومت د جهاني استعماري فاشسټ او ارتجاعى ملکونو په کمک دافغانستان دا نوې انقلابى او اولسي حکومت د کميونسټ په نامه بدنام کړو او پروپيکنډه يې وکړه او پدې لړ کې د سردار داود حکومت او د پاکستان ترمنځ شوي معاهده مسترد کړي ...... چې د افغانستان دا نوې حکمران پارټۍ ټول عير مسلم دى او په افغانستان کې د جهاد په نامه غير اعلانيه جنګ او دهتشګردۍ يې مسلط کړه د نور محمد ترکى د يو نيم کال په حکمرانى کې د افغانستان په خاوره دې پښتون افغان دښمن جهاني قوتونو دومره بارود استعمال کړو چې د ټول جنګ عظيسم دويم په دوران کې نه وو استعمال شوي ١٧ کاله په افغانتسان کې د امريکي او برطانيى استعمار په خواهش د سعودي عرب په امداد د پاکستان له لارې دجهاد په نامه د هشتګردى وشوه افغانستان کې مترقي او قومي حکومت ړنګ شو د مجددي او بيا د رباني حکومتونه منځ ته راغلو د پاکستان حکمران نواز شريف دومره خوشاله شو چې پيپلز پارتى ته يې پيغور ورکړو که تم نې ډهاکه کهويا هم نې کابل پايا،،، د پاکستان حکومت او حکمرانانو خيال دا وو چې د اى ايس اى يه غيږ کې روزل شوي دا جهاديان به د ډيورنډ لاين د منلو په صورت کې د نمک حلالى ثبوت ورکړي خو د مجددى او رباني په وينه کې د دومره غټي غدارۍ ما ده نه وه او هغو دى کار ته غاړه کېښوده که څه هم مولانا فضل الرحمن، قاضي حسين احمد مولانا سميع الحق او په پاکستان کې د محکوم پښتون افغان په وطن کې ځيني عالمانو ملايانو پدې لړ کې ډيرى هلى ځلى وکړي خو کامياب نه شو او اخر کار اى ايس اى هغه پلان عملي کولو له پاره خپل کار پيل کړو چې افغانستان د پاکستان صوبه شي د دې منصوبي او سازش د کاميابى دپاره يې د طالبانو په نامه يو عسکري ډله منځ ته راوسته .
د طالبانو په پښتون افغان سياسي او عسکري تاريخ کې لومړى ځل ٣ نومبر ١٩٩٤ کې هغه وخت په وجود کې راغلل چې کله د پاکستان وزير داخله نصر الله بابر او د اى ايس اى ډايريکټر جاويد اشرف دافغان حکومت بې اجازته يوه تجارتي قافله د کوټي او چمن په لار و کندهار ته روانه کړه په دې لار کې د افغان مليشه کمانډر نصرالله منصور غير قانوني افغانستان ته داخل شوي دا قافله ونيوله او په مخ يې تګ ته پرينېښوده پاکستاني ادارو ته د دې د انجام اندازه وه او هغو تر قافلې له مخه خپل ايجنټان لېږلې وو چې کله دا قافله ونيول شوه له يو بل خوا لښکرى راغلې چې ځان ته يې طالبان ويل هغو نصر الله منصور ونيولو او ځوړند يې کړو او په دې علاقه د طالبانو نوم او دهشت خور شو طالبانو د باد او باران په شان ځينى علاقى د جنګ نه پرته قبضه کړى د طالبانو د دې کاميابى وجه دا وه چې په افغانستان کې له انقلابه وروسته هر کمانډر اى ايس اى په پاکستان کې روزلى و او تماس يې برقرار وو او هر کمانډر ته اى ايس اى په لکونو ډالر او سعودى ريال ورکول او هغو به زير اثر علاقه طالبانو ته سپارله پدې لړ کې احمد رشيد خپل کتاب ( طالبان، اسلام، تيل، ګيس اور وسذى ايشيا مې سازشو کا کهيل صفحه نمبر ٧٤) کې ليکلى دى چې د جلال اباد کمانډر ته د سعودى عرب انټلجنس ډايرکټر شهزاده ترکى په کوششونو لس مليونه ډالر اخستو باندې راضي شو له دې سره دې ګورنر ته دا ضمانت هم ورکړل شو چې په پاکستان کې د ده اثاثي او اوکانټ به نه منجمد کيږي له دې ورسته د طالبانو د جزوي کاميابى په نتيجه کې د پاکستان حکومت فوري طور په افغانستان کې د طالبانو حکومت تسليم کړو او په نړۍ کې دويم ملک سعودى عرب وو چې د طالبانو حکومت يې تسليم کړو او ډير وخت وروستو متحده عرب امارات د طالبانو حکومت ومانه د دې درى ملکونو علاوه ټولى نړۍ بشمول د اقوام متحده تر اخره د رباني حکومت تسليم کړى و او لوستونيکو ته دا هم وريادوم چې په اکتوبر ١٩٩٦ کې د سعودي انټليجنس دا ډايرکټر اسلام اباد او کندهار ته راغلى وو چې په کابل د طالبانو د قبضى لپاره لار جوړه کړي.
د طالبانو په نامه عسکري او ترهګره ډله منځ ته د راتګ په لړ کې زه د يو قوم پرست يا جمهوريت پسند، طالبانو مخالف اخبار يا رسالي حواله نه ليکم بلکې د ځينو هغو اخباراتو رسالو او کسانو بيانونه او اقتباس لوستونکيو ته وړاندي کوم چې دا وخت د طالبانو په زور حمايت او ملاتړ کوي.
١ _ د نصرالله بابر په مشرۍ کې کوټه، کندهار او هرات په لار وسطى اسيايي ملکونو ته کومه قافله ـوليږل شوه دا تجارتي نه وه بلکې يوه ازمايشي وه ايوان صنعت و تجارت پاکستان هم د دې قافلې په تيارولو او ليږلو څخه بې خبر ساتلى وو، هفت روزه تکبير ٢٤ نومبر ١٩٩٤
٢ _ برطانوي حکومت درى ځله افغانستان سره جنګونه کړي دى د هغه ځاى د خلکو د نفسياتو ښه تجربه لري برطانوي جاسوسانو د يو سفارت کار په لباده کې د کوټې دوه داسې ملايان ( غالبا زما ګومان دا دې چې ملابورجان او ملا ترابى ته اشاره ده) چوڼ کړو چې د کندهار په علاقه کې دوى ښه اثر رسوخ او تعلقات درلودل هغو ته يې درنى روپۍ ورکړى او د جديد مواصلاتي نظام سره کندهار ته په ډيرو قيمتي ګاډو کې وليږل چې کندهار کې د طالبانو په نامه د يو سياسي پارټى اعلان وکړي. ( هفته روزه تکبير کراجى)
٣ _ افغانستان کې د طالبانو پر مختګ کې زموږ ترکوششونو امريکايى دخل زيات دى همدى مضمون کې پر مخ ليک دى چې د طالبانو د تحريک ځينى سرپرستان خصوصا مولانا فضل الرحمان د امريکنو او اى ايس اى په منشا جوړ شوى منصوبه کې شريک نه بلکې په وسايلو کې هم برابر حصه دار دى همدى شماره کې د پاکستان دجاسوسي ادارى اى ايس اى پخوانى مشر (ر) جنرل حميد ګل وايي چې د طالبانو په پرمختګ امريکن ډير خوشاله دى او امريکن طالبان د ليبرل کيمپ نمايندګاه ګڼي هغته روزه تکبيرکراچى ٥ اکتوبر ١٩٩٥.
٤ _ د جماعت اسلامي عبدالحق هاشمي ٢٦ فروري ١٩٩٥ په کوهستان کويټه اخبار کې ليکلي وو چې د طالباانو تحريک اصلاحي نه دى دا له داسې تحريک سره مشابه دې چې د تيرتاريخ څخه ځېنې افراد ور پکې مخصوص قوتونو راپيدا کړي دې او دننه دننه يې ساتلي دي اوس يې ناڅاپه د فتني په شکل را وايستو امريکه د دې خبرى اعتراف کوي چې هغه د طالبانو پشت پناهي کوي او افغانستان کې د امريکې د ايجنډى مطابق کارکونکى هم د طالباانو امداد کوي او په دې لړ کې شواهد عالمي پريس کې شايع شوى دي.
٥ _ د پاکستان حکومت په طالبانو څومره مهربانه وو لوستونکيو ته به د دې اندازه ولګيږي او هم په حيران شي چې د پاکستان محکمه ټيلفون او ټلګراف ( ټى اينډ تى) پى ټى سى ايل انجينرانو هرات، کندهار او جلال اباد بالترتيب لاهور کوټه او پيشور له ټيليفون ايکسچنج سره وتړلو او د لوکل ټلفون سهوليت يې ورکړو.
کله چې افغانستان کې د پاکستان جاسوسي ادارى اى ايس اى د طالبانو په نامه دهشت پيل کړو او يو غير معروف کس ملا عمر يې په افغانستان کې امير المومنين وټاکو د محکوم پښتون افغان اولس توجه د دې سرګرمو څخه اړولو لپاره په دې صبا يعنى په څلور نومبر ١٩٩٤ کې د نفاذ شريعت په نامه ملاکنډ ډويزن کې تحريک راپورته کړو او د دې تحريک کارکنان مکمل مسلح وو ډير بې شمېره کسان يې قتل کړ او په هغو کې يو کس د صوبايي اسمبلى ممبر بديع الزمان هم وو ورسره په دې ورځ د مينګورى پوليس تاڼه د دې تحريک کسانو قبضه کړه دا شان په افغانستان کې طالبانو د کاميابى دپاره او په دغه دهشتګردۍ د پردى اچولو لپاره سوات ، دير، باجوړ، وغيره علاقو کې د تحريک نفاذ شريعت په نامه بدامنى جوړيده او لوستونکو ته به ياد وى، چې د شديدى بدامنى او قتل غارت وروسته دولس ديارلس او څوارلس اکتوبر ١٩٩٤ کې درى ورځې مسلمل کرفيو وه په دې ټوله بدامنى کې د اى اس اى يو ريټاير ميجر عامر نوم اخستل کيدو. پدى لړ کې د تحريک نفاذ شريعت باني مولانا صوفى محمد هغه بيان هم د دلچسپۍ وړ دى چې په دولسم اکتوبر په اخباراتو کې شايع شوى وو دې کې موصوف ويلى وو چې د تحريک نفاذ شريعت په نامه کوم لښکر باجوړ او سوات کې جوړ شوى دى دا زموږ د تحريک کسان نه دى او نه داکسان زما خبره مني ځيني ږيره ور نامعلوم کسان په اولس کې شر او اشتغال پيدا کوي د دې سره زمونږ هيڅ اړيکى نشته.
دا وو په پښتون افغان وطن کې د ترهګرۍ اغاز چې د خپلو معلوماتو مطابق تاسو ته وړاندې کړو او راتلونکي وختونو کې به د تحريک طالبان سوات متعلق خپل جمع کړي شواهد تاسو ته وړاندي کوم.
~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~
د پښتنو د قامي ازادۍ پياوړى لارښود
کاکاجي صنوبر حسين مومند
او د هغوي ملګري
¬حاجي محمد اکبر
کاکاجي صنوبر حسين مومند غالبا په کال ١٨٩٣ کې د مومندو په کږه وله د ګل فراز خان په کور کې پيدا شويدى، لکه چې ولى محمد طوفان ويلي دي.
دا يوه کږه وله ده صنوبر يې پيدا کړي، نورې هم ډيرې ولې دى د باړې نه راوتلى. داسې ويل کيږي چې په ورکوټوالي کې يې قطعا نه ژړل چې خلکو وربآندې شک کاوه چې ګوندې نارمل نه دى د ګرمى او يخنئ احساس نه شي کولي. کله چې يوه اندازه لوى شو په کلې کې يې کوم سکول نه و نو د پېښور په يو سکول کې داخل کړې شو. وايي چې وړوکوالې څخه د پښتنو په سيمه باندې پردې تسلط يې په طبع سم نه راتللو د طالب علمې په زمانه کې يې داسې فکرکاوه چې دې که استاد جوړ شي. ښه ښه شاګردان وروزي د ملک او دقوم سره مينه د هغوي په زړونو بيدارولى شي څو هغوي وکولاي شي خپل وطن د پردې تسلط څخه ازاد کړي.
لسم کې چې بريالى شو نو د استاذى پيشه يې اختيار کړه، نواب شير علي خان په اولاده کې د ارباب نورمحمد خان مرحوم ارباب نياز محمد خان مرحوم او د ارباب فتح محمد خان استاد هم پاتې شوېدى ليکن کله چې ورته د ازادۍ د حصول په سلسله کې دغه ليار اوږده محسوسه شوه د قلمي جهاد لاره يې اختيار کړه.
د هميش خليل د تصنيف کتاب کاکا صنوبر حسين مومند له مخې هغوي په ١٩٢٠ کې د خپل سياسي ژوند اغاز وکړ. په ١٩٢٦ کې په کوزه پښتنوخوا کې زميداره انجمن بنياد کېښود. نږدې يو کال پس يې د عبدالرحمن ريا او د عبدالعزيز خوشباش په مرسته د جمعيت نوجوانان سرحد بنياد کېښودو چې ورسته بيا دنوجوانان بهارت سبها په نامه ياد شو. په صوبه سرحد کې د نوجوانان بهارت د يو رهنما په حيث کاکاجى د خپل فعال کردار په وجه په خپلو همخيالو کې ډير محبوب وو. په دغو ورځو کې به کاکا تور پټکې يعنې دستار تړلو څادر به يې په اوګه د خامتا درنى جامى به يې په غاړه وې چې يه حيث د اولسي رهنما د کاکاجى شخصيت ورباندې نمايان و.
د خليق صاحب د خولې خبره ده چې په وړومبې ځل د چوک يادګار اولسي جرکې ته چې کاکاچې کوم تقرير کړى و هغه د خپل تاثر او شعله بيانۍ يه وجه ډير اهم و.
کاکاجى د عدم تشدد د فلسفى سخت خلاف و، د هغوي خپل نظر داسې وو چې عدم تشدد د خپل ورور سره مزه کوي نه چې د فرنګى سره چې د لرې څخه راغى دى. پښې يې زمونږ په خاوره کې غزولى دى. دوى بايد د تشدد په ذريعه تنګ کړې شي څو زمونږ د خاورې خپله کمبله ټوله کړي. په ١٩٣٠ کې د وړومبي ځل دپاره ګرفتار شو خو د کال ١٩٣١ په ابتدا کې دګاندهى ارون پيکټ له مخې د ډېرو له زندان څخه ازاد کړې شو. پدغه کال يې د پېښور نه يوه اووه ورځنې مجله د سيلاب په نامه په پښتنو او اردو ژبو کې اجرا کړه.
د سيلاب څلورګنې وتلى وې چې د دغى مجلى په اولس کې دمقبوليت په وجه انګريز په دسمبر ١٩٣١ په نپځه ويشتمه نيټه بيا د دوى د ګرفتارولو اراده وکړه نو دوى د خپلو ملګرو صاحبزاده محمد اسلم، سيد امير پاچا او مرتضى پاچا سره روپوش شول. څه موده ګنداو کې د کسئ ميا صاحب لال صديق سره وو، بيا لکړو کې د ترنګزو د حاجى صيب سره ملګرې شول. د حاجى صيب د ژوند پورې په لکړو کې وو او د فرنګيانو خلاف په جهاد کې مصروف وو په قبائلو کې د شعله په نوم د يوې مجلى اجرا وکړه او دغه شان يې د عملې جهاد سره سره قلمي جهاد هم شروع کړو.
حاجى صيب د ترنګزو به د خپلو فعاليتونو مشوره د کاکاجي صنوبر حسين سره کوله د هغوي رايه ته به يې اهميت ورکولو، د تحرير ټول کار د کاکاجي په ذمه وه، کوم وخت چې حاجي صاحب افغانستان ته تلو نو کاکاچې ورسره هم وو د حاجى صاحب د وفات نه پس د هغه د ځوى پاچا ګل صاحب سره د اختلافاتو په وجه د خپلو ملګرو سره کاکاجى وکوچيد او په سوال قلعه کې دملک عمر خان سره ديره شو هم دغلته په کال ١٩٣٣ کې يوه شپه صاحبزاده صيب محمد اسلم د پيرنګى په سازش د کوم قاتل د لاسه په ګولۍ اوېشتلى شو او سخت زخمي شو. کاکاجې د علاج لپاره جلال اباد ته ورسولو خو د ډيرو کوششونو باوجود په ٢٦ جنورۍ ١٩٣٤ مى د شهادت جام نوش کړو.
د کاکاجي او د هغه د ملګرو وخت د ملک محمد عمر خان سره ښه تيريدلو دا ځکه چې ملک محمد عمرخان پوخ نظر پاتې ملګرى ثابت شو هم نوا او همرکاب ملګرې سره خداى پاک يوځاى کړې وو. کاکاجې په مومندو کې د خان صيب په نوم ياديدلو هغه شان په سوال قلعه هم پدغه نوم ياديدلو.
سبهاش چندربوس چې دقبايلو په لار افغانستان ته اوړيدو نو د کاکاجې ملاقات ته هم ورغلى وو له هغه ځايه بيا افغانستان ته د رسولو بندوبست يې کاکاجې وکړو، کاکاجې هغه حاجې محمد امين ته اورسولو د سبهاش جندربوس سره بهګت رام ( فرضي نوم رحمت خان) او عباد خان هم ملګري وو، حاجى محمد امين سبهاش کابل ته ورسولو.
د کتاب ازادۍ تحريک مصنف ډاکټر وارث خان د صفحه ٢٠٦ څخه اقتباس له مخې په ټول هندوستان کې بې چېنې او بدامني شروع وه زما سترګې بهګت رام ته وې په زړه کې مې ويل چې ازادې په ژر راوړي ملګرو ته به مو هم د خوشالي زيرې ورکول، تيارې مو کوله، باغيانه مواد به مو په اعتباري ملګرو تقسيمول په ٢٩ اکتوبر د بهګت رام نه خبر راغى چې په ديرشم اکتوبر ماته سره د ټانګى تخت بهايي ته تيار راشه، ځه لار د تخت بهايي نه مې ټانګه د سرډيرو په طرف روانه کړه خانمۍ تهاڼه کې زما ورور تهاڼه داروو سرډهيرو بازار کې په مخ راغې، بهګت رام وروسته ناستوو . کوز شو او د ګوړې منډهې ته زر ننوت. چې د ورور نه واپس شوم نو بهګت رام مې د ځنن سره په ټانګه کې کيناوو، په سړک مې ورته د ښځو جامې او برقه واچوله. لس بجې مردان ته راورسيدو کورته په برقه کې لاړو او په دريمه ورځ يې بيا د ملاويدو خبره اوکړه. کشورى لال هم راغلى وو فيصله مو داسې وکړه، چې د شپې په دولس بجې اکوړى سټيشن ته په څه طريقه بهګت رام اورسوو او په بمبى ايکس پريس کې سور کړو. بهګت رام په ميرانجان کې يو خفيه ميټنګ مقرر کړې وو پدغه ميټينګ صنوبر حسين کاکاجې مومند، غلام مرتضى، محمد عمر خان ملک المعروف سوال قلعه ملک هم غوښتل شوى وو.
د صنوبر حسين کاکاجې کار او د مصروفيت دغه رنګ د ملک محمد عمر خان مصروفيت د سوال قلعه نه د مخفى صيب صاحبزاده اسلم شهيد تيغ فرنګ. ترنګزوحاجى صيب کارونه د قبايلو متحد کول او په ملاکنډ، کړپه ناقي کامراني او په نورو مختلفو ځايونو د فرنګي خلاف راپاڅول او جنګول وو، چې دغه ذمه وارى دوى ته پارټئ سپارلى وه چې د سوال قلعه اتمانخيل څخه په سر رسوله.
دا وه د کاکا صنوبر حسين مومند او دهغوي د ملګرو مبارزه چې د هغوې د هم عصرو د مبارزو څخه په هيڅ صورت کې کمه نده البته هغوى يويشتمې صدى ته د مبارزۍ کوم صورت وټآکو په توره که په قلم؟ دغه مشوره ستاسو سره کوو.
د صنوبر حسين کاکاجې يو شعر چې هغه پخپل قلم ليکلې دى اوس هم د وخت د تقاضاو په معيار پوره ختلى شي.
####################################################
د واړو که واړو
وطن برباد کړو سپين پګړو که سپينو خولو که دواړو
دې کور ته اور پورې کړو خپلو که پردو که دواړو
په سپينه ږيره هلک چا کړې د سرحد پښتونه
ته خو ډير دروند وى دا سپک چا کړې د سرحد پښتونه
لکه د ګډې اصيل چا کړې د سرحد پښتونه
دې شنو نوټونو انګريزو که کابلو که دواړو
په سترګو ړوند په غوږو کوڼ پښتونه چا کړلې ته
لکه د سپې په خپلو غوښو چا لګيا کړلې ته
چاله اسلامه او خپل ځانه نا اشنا کړلې ته
د خان پيالو د فساد ډکو مسلو که دواړو
هستې نيستې دې په دنيا کې نامعقوله چا کړه
ناسته ولاړه ښکته پورته دې مجهوله چا کړه
سوال او زارۍ دې د خداى در کې نامقبوله چا کړه
دې بې اخلاصه عادتى مونځ او روژو که دواړو
د خداى په پاک کلام الله باندې ښپې چا کېښودې
لارې د خپل رسول الله او وايه چا پرېښودې
د ميراث پاڼه له قران شريف نه چا اوشکودې
خان ، ميا، ملا او که جاهلو پښتنو که دواړو
دين په دنيا باندې ووايه اخر چا بدل کړو
خير د خپل ځان چا د اسلام په خير خواهئ دل کړو
هغه شين باغ د ابراهيم ووايه چا جلبل کړو
نمرو مردود که د رسول ميرثا خورو که دواړو
چا کينولى رښتيا وايه د اغيارو درته
کوم شي محتاج کړلې چار پايه د کفارو درته
پرانيستې مټې چا روان کړلې د خير نه شر ته
د جاپان زيړو شنو بوسکو له مشدود که دواړه
ته خو زمرى وروره ولى غريدلى نه شي
وطن تباه شو ته له غاره راوتلى نه شې
څه درنه يوړلو همت چې پاڅېدلى نه شي
د زهرو ډکو چايو شنو تور د شودو که دواړو
په پښتنو کښې
سياسي جمود
(ډاکټر تاج محمد)
سياسي ايکبيکوالې ( جمود) څه ته وائي دا هغه عمل دې چې په ټولنه قوم او هېواد کې مثبت وده او پرمختګ په ټپه ودريږي کشالې او ستونځې راولاړې شي او له منځه وړل يې د وګړو دپاره ګران شي اولسي سياسي مشران او پوهان په دې لړ کې څۀ نظر لري، څوک څه ليدلې شي او څۀ درکولې شي، څه پريږدي او څه ترې پاتي کېږي؟ په رښتيا چې ډير توپير به ولري او که څنګه؟
سياستدان چې ريښتني اولسي بڼۀ ولري نه چې په ګمله کې پالل شوې وى په دې لړ کې به ټول اړخېز درېز ولري، چې د خپل هېواد اولس سياسي، معاشي، اقتصادي، سماجي تاريخي ملي او نړيوال ائينه دار وي، سياسي جمود په يو هېواد او اولس څه بدې اغېزى لري او کومو بدبختو او کشالو سره يې مخ وي.
په ټولنه کې سياسي جمود د ټولنې معاشي اقتصادي سماجې او اجتماعي ستونځې راولاړه وي چې اولس يې د له منځه وړلو توان نه لري، او ورو ورو ټولنه (قوم) مفلوج کړي او د استعماري سامراج او استحصال کوونکى په رحم و کرم شي يعنې هيواد (قوم) ټولنه مفلوج شي خپل واک اختيار او حاکميت او ملي تشخص د لاسه ورکړي او د بدبختې او بدمرغۍ سره مخ شي او جنګ يې درشل او نغرى ته راشي او کله چې سودا نغرى ته راغله نو ورور وژنه او کور نړيدنه پيل شي چې مونږ خپلې ټولنې او چاپيريال ته زير شو او وګورو چې موږ سره څه روان دي او موږ څۀ کوو .
په پښتانو کې سياسي جمود يو مصنوعي عمل دي خو عوامل يې رښتوني دي.
يويشتمه پيړۍ ده پښتانه د نړيوال سامراجي استعمار او پنجابي استعمار تر ناورانې لاندې د تاريخ په بد پړاو کې ښکيل دې چې د تاريخ لوى جبر دى په پښتانو کې سياسي جمود چا، څنګه او ولې رامنځ ته کړو، په دغه ناشونې او ناولى کار کې د پښتانو سياسي او اولسي مشرانو څه کردار ولوبولو او بايد څه کردار يې لوبولى وې اوس د دغه ناورين څخه د وتلو دپاره څۀ پکار دي چې د مهذبې نړۍ په مرسته او لارښودنې پنجابې استعمار يې په وړاندې بيايي او روزنه او څارنه يې کوي. چې خپل تسلط ته دوام ورکړي. د تش په نامه نړيوال مهذب، جمهوري او د انساني حقونو علمبردار ، په رښتيا سره د ملکونو او قومونو د تاريخ، جغرافيي حقونو او وسائلو استحصال کوي.
د دې ناولې او نشونې کار دپاره جاسوسان په پيسو اخلي چې ډېر د بې کلتوې په ټکو ياد شي د دغو جاسوسانو په مرسته بې علمه او ناپوهه اولس د خپلو شومو دسيسيو دپاره په کار راولي چې انسانيت ته لوى خيانت دى. دغه کار دښمن په پښتانو کې ډير په اسانه وړاندې بيايي. د پښتو مائل دى چې سخ دى د نادان چې ه په سود دى نه په زيان ، ځکه چې مذهب د پښتون خوګه ګوته ده او پيسې يې لويه کمزورى ده . يعنې د مذهب په نامه او پيسو پښتون خپل ورور وژني ، خپل کور ورانوي، خپل ننګ ناموس تاريخ واک او امن تاله ترغه کوي چې د ناپوهۍ وروستى پړاو دى د نړې قوتونه چې د ازادي، جمهوريت، انساني حقوقو سورې وهى هم دوى په پښتنو کې سياسي جمود جوړ کړى دى او د خپلو ناړه موخو دپاره يې لر بر افغان ويشلى او تيت و پرک کړې دى . د ترهګرى له منځۀ وړلو تر نامى لاندې پښتون قوم زوروي او استحصال يې کوي.، ولې په اصل کې ترهګر روزل کېږي او ترهګرې په وړاندې بيا يې په هر ځاى کې دغو نړيوالو واک ورکړى چې روزنه، پالنه درملنه او ساتنه يې کوي.
د نړېوالى ورورولى نه غوښتنه کوو چې نور دې نړيوال سامراج د مترقى خلکو ګوندونو او تنظيمونو مرسته وکړي او واک اختيار دې دوى ته وليږدوي هغه عوامل دې له منځ نه يوسي چې لر بر افغان يې د ستونځو او کشالو سره مخ کړي دى، چې انسانيت نړۍ او افغانانو ته ګټه ورسي.
نړيوال سامراج وايي چې د روس د وتلو نه وروستو موږ افغانستان يواځې پريښود نو ځکه د کشالو او ستونځو ښکار شو او نړۍ ته ګواښ شو په دغه خبره کې رښتياوالى نيشته او اوس افغانان پوهېدلى دې چې نړيوال سامراج د چا روزنه، پالنه ، درملنه او ساتنه کوي. د وړومبى ورځي څخه پښتونخوا ملي عوامي پارټې او د پارټى مشر او لوى لارښود ښاغلى محمود خان اڅکزى ټوله نړى خبره کړه چې په لر و بر افغان کې طالب او القاعده او ترهګر نشته او دا دوي يا په بدلو نومونو پښتانه مه زوروى د دوى په ازادۍ، تاريخ او وسائلو تشخصي ډاګه مه اچوى او نړى ته يې وويل چې د پاکستان جنرل نصير الله بابر په ژار، اخبار، راډيو او تلويزيون نړۍ ته وويل چې طالبان دوي جوړ کړي دى او نړيواله مرسته راته حاصله ده او په رسميت يې پيژنو.
پښتون اولس نړيوالو ته دا غوښتنه کوي چې دغه موخې چې نړيوال سامراج يې د تشدد له لارې لاس ته راوړل غواړي،د رښتونې انسان دوسته سياست د لارې لاس ته راوړلى شي ، چې په لږ وخت او لږ خرڅ بې له زيانه به د پښتانو په ژوند او فکر کې داسې بدلون راشي، چې د نړۍ او افغانانو په ګټه به وي او د ملکونو خفيه ادارى دې نوره پښتون دښمنه پاليسي پرېږدي چې د انسانيت د تذليل څخه ونيول شي.
پښتانه اوس دې سوال سره مخ دي چې په پښتانو کې به د اجتماعي ګټي، اجتماعي زمه وارئ، ودانۍ ملى تشخص ، شعور او احساس څنګه پيدا شي.
دې سوال ته بايد د پښتانو سياسي او اولس مشران ځواب ووايي او په پښتنو د لاندينو تپل شوو خبر و غم وخوري لکه چې:
١ _ په پښتنو کې مصنوعي سياسي جمود.
٢ _ يويشتمه پيړۍ او د عقائدو د لارې د پښتنو زوريدنه اواستحصال
٣ _ د پښتنو واک جاهل او ظالم ته سپارل
٤ _ پښتون تيتدلى ويشلې ( تقسيم) ساتل
٥ _ پښتون ودى او پرمختګ ته نه پرېښودل
٦ _ د پښتنو ملي تشخص تاريخي جغرافيايي پر ځاى کيدنه.
د نړيوال استحصال او استعمار له خوا پښتون ته د ور پيښ، بدبختو، کشالو، ستونځو ويشلي وجود ملي وحدت او تشخص دپاره څه پکار دي.
دغو غوښتنو او پوښتنو ته به څنګه ځواب ووايي او د ناورين څخه د وتلو صلاحيت بۀ څنګه پيدا کړي. د پښتانو سياسي مشرانو اولسي مشرانو او پوهانو دپاره لوى امتحان دى چې دوى به څنګه له دغه ناورين څخه خپل قوم په برياليتوب اوباسي چې له کوره يې جنګ ورک شي، امن او سوکالي راشي او هېواد يې ودان شي، مضبوط خپلواک حکومت جوړ کړي او د اولس ملاتړ خوندى وساتي، او که نه دوى بۀ دغه صلاحيت ونه لري، او هر وخت به د پښتو له دغه متل څخه ګټه پورته کوي لکه چې خړى اوبه ړانده کبان
د پښتنو د پوهې خو دا حال دې چې دوى تپل شوو او جوړ کړى شو ډرامو ته د حقيقت په سترګو ګوري ان تردې چې د بحث او تکرار په وخت د يو بل وينى هم توى کړې او د دغه تپل شوو ډرامو ملاتړ او د رښتونوالى هسې کوي او جاسوسان چې د پيسو او مراعاتو په بدل کې دغه ډرامه په وړاندې بيايي په ټولو حوالو او کزيکو سره يې د رښتياوالى او برياليتوب نوره هسې کوي ولې په دې نه پوهيږي چې وخت راځي چې دى هم د د غه اور سوي نشې او پخپله هم د ډرامى ښکار شي دغسې ډرامى د تاريخ په اوږدو کې دښمن هر وخت په پښتنو تپلې دې لکه د بېلګې په توګه، باجوړ، سوات بنير، دير او ټولې قبايلي سيمي او نورې د پښتانو سيمې
خبره په دې ولاړه ده چې پښتانه به څنګه په خپل سود او زيان پوه کړې شي او څنګه به د يوالى په لار روان کړى شي د پښتانو سياسي مشرانو ته پکار ده چې په اروپا، امريکا، خليج کې مېشت پښتانه وېښ کړي د هغوى ترمنځ تړون پيدا کړي او هغوى دې ته وهڅول شي چې په کوم ملک کې چې مېشته دې د پښتانو د حقوقو غوښتنه وکړي او د دغو هېوادونو څخه د لاس وهنى غندنه او مخ نيوى وکړي او د د غو پښتنو په مرسته د پښتنو په ټاټوبي کې پښتانه د يوالى پر لور روان کړي.
د افغان صيب شعر دى چې وايي:
وخت راغلى دې چې وکړو د خپل شتون خبره
افغانه د لر او بر د پيوستون خبره
د دې دپاره پښتون قوم بايد د داسې پښتون لارښود سياسي او اولسي مشر تر شا ودريږي چې ريښتونې پښتون وي په قوم هيواد او تاريخ ميين وي که پښتون قام دغه کار ونه کړي نو تاريخ او خپلو راتلونکو نسلونو ته به مخ توري وي او راتلونکي نسلونه بهيې هم غلامان وي. د تاريخ په اوږدو کې پښتنو تل د هېواد او تاريخ دپاره قربانئ ورکړي دي چې ډېر ورسره بلد او اموخته دي اوس د و خت غوښتنه ده چې پښتانه قرباني ورکړي او هغه دا چې د ريښتوني پښتون مشر ملاتړ وکړي او د هغه وينا او ښودنه عملي کړي چې د پښتنو د يووالى او حاکميت سرچينه به وي.
>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>
بس دې ستـــا زړه کـې يو طــوفان جـــوړوم
(ډاکټر م – ش لواغر شکردره)

پاۍ